د ملي یووالي حکومت د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې، د ولسي خلکو پر کورونو داسې بريدونه کوي، لکه د دوو هېوادونو ترمنځ جګړه کې چې نه ښار ورته مهم وي، نه کلي، نه ولسي خلک او نه دولتي خلک.
د هېواد په لر او بر کې مو د وينو لښتي بهېږي او د دولتي سرچينو په حواله، چې د ورځې له سلو تر دریو سوو هېوادوال وژل کېږي، خو چارواکي د دې پرځای چې د ولس د ژغورنې او ولس د ژوند د خونديتوب په اړه خپل مسووليت ادا کړي، هاغه د خلق او پرچم د نظام خونړۍ تجربې او د کرکې وړ شعارونه کاروي، چې له امله يې نه مسجد په امن دی، نه د خلکو کلي او کورونه، نه روغتون په امن دی او نه ښوونځی.
څو ورځې وړاندې په وردګو کې پر دريو کليو چاپې اچول شوې، يو جومات او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۰ کسان شهيدان کړي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، په وژل شويو کسانو کې نهه کسان د يوې کورنۍ غړي دي او د يادې کورنۍ يوازې يو ماشوم ژوندی پاتې شوی چې د پېښې پرمهال په کور کې نه و.
د پېښې انځورونه د مسلمان خو څه چې د هر باوجدانه او بااحساسه انسان زړه دردوي، دا د ثور د اوومې د واکمنۍ د وحشتونو تکرار دی، هغه وحشتونه چې له امله يې افغانان تر ننه در په در دي.
دا لومړی ځل نه دی او د حکومت له دريځ څخه داسې ښکاري چې دا پېښې به وروستۍ هم نه وي؛ ځکه د حکومت مشرانو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی ته د ولسي خلکو مرګ ژوبله چندان ارزښت نه لري.
دوی د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې پر کليو، جوماتونو او مدرسو داسې بې رحمه بريدونه کوي، لکه د دوو هېوادونو ترمنځ چې جګړه وي او لکه دا خلک چې د افغانستان نه وي.
کله چې د دوو هېوادونو ترمنځ هم جګړه وي، نو ملګري ملتونه او نور نړيوال هېوادونه پر دواړو غواړو غږ کوي، چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خيال ساتئ، خو زموږ په هېواد کې دغه غږ هم څوک نه کوي، د تش په نامه بشري حقونو سازمان مشرې سيما سمر هم چې له ۲۰۰۱ ز کال راهيسې د پښتون پر سر او پښتون ولس هر ظلم او وحشت شوی، دې خوله نه ده چوله کړې.
ولسي خلک څوک وژني، حکومت که امريکايي ځواکونه؟
د ملي یووالي حکومت مشرانو واک ته د رسېدو په لومړۍ ورځ، له امريکا سره هغه جنجالي امنيتي تړون لاسليک کړ چې ډېری افغانانو يې د نه لاسليکېدو غوښتنه کوله.
بل يې دا کار وکړ چې امريکايانو ته يې د شپنيو عملياتو د پيلولو او افغان پوځ ته په جګړه کې له درنو وسلو څخه د استفادې اجازه ورکړه او دا هغه څه وو چې د پخواني حکومت په وروستيو کې بند کړی شوي وو.
ملي وحدت حکومت به د دغو عملياتو په پيل کې وخت ناوخته د بهرنيو ځواکونو د بريدونو مسووليت افغان ځواکونو ته منسوب کړ چې وروسته به امريکايي او ناټو ځواکونو اعتراف وکړ چې بريد دوی کړی. په دغه کار سره له ولس سره شک پيدا شو چې بريدونه بهرني ځواکونه کوي، خو دولت د خلکو د حساسيتونو د مخنيوي لپاره افغان ځواکونو ته منسوبوي.
په دې اړه ډېر بحث ځکه نه کوم چې موضوع اوږدېږي، فقط د بي بي سي راډيو يوه راپور ته اشاره کوم چې د روان زیږدېز کال د جنورۍ په لومړۍ ڼېټه يې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په حواله خپور کړی او ويلي يې دي: «د سي آی اې ملاتړي افغان ځواکونه ولسي خلک ربړوي او وژني يې».
په دغه راپور کې داهم ويل شوي: «دا جگړه ييز ځواکونه چې همدا راز د ترهگرو د لټون ډلو په نامه هم يادېږي، د سي آى اې له لوري استخدامېږي، سمبالېږي او روزل کېږي. دغو ځواکونو ته د عادي افغان سرتېرو په پرتله نږدې درې برابره تنخوا ورکول کېږي.»
که څوک غواړي چې په دې اړه نور جزيات پيدا کړي، نو د بي بي سي پښتو څانګې سايټ ته دې مراجعه وکړي.
هدف دا دی چې اوس د افغانستان وضعيت دومره پېچلی دی چې له سړي لاره ورکه شي چې اوس موږ څوک وژني؟ ايا رښتيا مو افغان ځواکونه وژني او که امريکا د افغان ځواکونو په نوم کومه ډله لري او هغوی مو وژني؟
لومړی خو ملي یووالي حکومت ته پکار ده چې په دې اړه له ولس سره معلومات شريک کړي چې ايا دا ځواکونه د افغان پوځ په چوکاټ کې دي او که د امريکا په چوکاټ کې؟ او ايا دغه ځواکونه د افغان حکومت تر امر لاندې دي او که نه؟
بلخوا له روان وضعيت څخه داسې ښکاري چې حکومت هم غواړي پر طالبانو خپل فشار ته دوام ورکړي، څو د دولت غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو دې ته يې پام نه دی چې په بريدونو او چاپو کې د ولس وژنې او د کليو، کورونو، جوماتونو او ديني مدرسو بمبارول د حکومت د خرابېدو لامل کېدای شي.
امنيتي ځواکونو ته په جګړه کې د بنديانو د وژلو امر او پايلې يې!
د چارواکو له خوا امنيتي ځواکونو ته داسې واک ورکول او امر کول چې د دوی په خبره: «که چا وسله پورته کړه ويې وژنئ! که په جګړه کې مو د مقابل لوري وسله وال ونيول، نو ژوندي يې مه پرېږدئ!» چې په دغه کار سره دولت خپلې ګوډې ماتې پښې په خپله وهي، داسې چې که تېر تاريخ ته وکتل شي، په افغانستان کې هر نظام چې ولس وژنو ته مخه کړې، نو ډېر دوام يې نه دی کړی.
دا چې په هېواد کې له څلوېښتو کلونو را پدېخوا جګړه روانه ده او له قوم، ژبې، ګوند او بېلابېلو نومونو سره ميليونونه کسان پکې وژل شوي، همدومره معيوب شوي او په ميليونونو کورنۍ زيانمنې شوې دي، نو شک نشته چې د حکومت د مشرانو له اوسنيو امرونو څخه به ډېری کسان د خپل شخصي غچ اخيستنې په موخه ناوړه استفاده وکړي او په کليوالو سيمو کې به يو قوم راځي د بل قوم کسان به وژني او بل به راځي د بل قوم کسان به وژني او پلمه خو تياره شته چې جګړه ده، چې دا کار د هېواد روان وضعيت لا پسې خرابولی شي او مسووليت به يې بيا د همدې چارواکو پرغاړه وي چې نن يې امنيتي ځواکونو ته دا امر کړی.
موږ دا ډول پېښې په سترګو وليدې، تېر کال په غزني کې د هزاره ګانو او پښتنو ترمنځ جنجالونه يې ښه بېلګه ده او دغه راز ډېر وخت په ټولنيزو رسنيو کې داسې ویډيوګانې خپرې شوې چې پښتون بزګر، شپون، چوپان او نور عام کسان طالب په نوم وژل شوي او اوس هم شک کېږي چې د ولسي خلکو پر کورونو، کليو او اسلامي مقدساتو لکه مسجدونو او مدرسو بريدونه هم د همداسې کسانو کار وي چې زړونه يې له قومي او شخصي تعصب او کينو څخه ډک دي، چې په دغه صورت کې بيا هم مسووليت د حکومت مشرانو ته راجع دی؛ ځکه دوی امنيتي ځواکونو ته دا واک او پلمه په لاس ورکړې او له بلې خوا هر دولت د خپل ملت او خپلو وګړو د ژوند خونديتوب مسووليت لري، چې له بده مرغه د خپل مسووليت په ادا کولو کې پاتې راغلی او ناکام دی.
د ملي يووالي حکومت ډېری پلويان دا نظر لري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې ټول خلک يا طالبان دي، يا د طالبانو خپلوان دي او يا يې خواخوږي دي، نو د دوی په ګومان چې وژل يې هم کوم جرم نه دی!
ښايي همدغو کسانو چارواکو ته د هېواد د روان وضعيت په اړه ناسم معلومات او ناسمې مشورې ورکړې وي او دوی به داسې فکر کړی وي چې په فشار سره به خپل وسله وال مخالفين وډار کړي، خو دا ډېر ناسم فکر دی.
نو که دا دليل وي چې څوک د چا تر کنټرول لاندې ژوند کوي، نو معنا يې دا ده چې د هماغه واکمنو پلويان دي، بيا خو د افغانستان نيمايي خلک د طالبانو پلويان دي؛ ځکه د دوی تر کنټرول لاندې ژوند کوي، هلته يې کورونه دي، نو بيا خو دولت بايد د ځان د ټولو افغانانو وارث ونه ګڼي!
خبره دا ده چې د ولس وژنه هېڅ توجيه نه لري او هر لوری يې چې وژني ظلم کوي، ولس مظلوم دی، ولس له لوږې سره مخ دی، ولس له تعليم نيولې تر روغتيا او نورو پورې هېڅ ډول اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او که لري يې، هغه دومره کم دي چې په نشت حساب دي.
له مشرانو څخه مو هيله دا ده چې د خدای په خاطر نور په دې مظلوم ولس رحم وکړئ، تاسو خو خپل بچيان ښه ارامه ژوند ته خوشي کړي او هر ډول امکانات مو ورته برابر کړي، خو د دې مظلوم او بې چاره ولس پر بچيانو هم بمونه مه غورځوئ او مه يې د خپلو انتخاباتي کمپاينونو لپاره د خپلو غوښتنو او سياستونو قرباني کوئ، هسې نه چې د خدای د قهر او غضب وړ وګرځئ.
د خدای ج خو دا هم په وس پوره ده چې په هغه ستاسو د ډاډ وړ او امنو هېوادونو کې ستاسو بچيان په اېډز درته مړه کړي. نور دغه هېواد د ورانولو نه دی، د خدای ج لپاره رحم ور باندې وکړئ.