جورج واشنګټن (George Washington) په امریکا کې د انقلاب له مشرانو ګڼل کېږي. هغه په لومړي سر کې نظامي کس و. د امریکا لومړنی ولسمشر دی او دغه چاره یې په ۱۷۸۹ ز کال کې پیل کړې او تر ۱۷۹۷ ز کال پورې یې ادامه ورکړې ده. نوموړی د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو مشهوره او پېژندل شوې څېره ده. نوموړی ځکه په امریکا کې ښه نوم لري چې له برېټانیا یې د امریکا خپلواکي اخیستې ده. جورج پیاوړی کس و، له انګلیس یې ځینې مستعمرې ازادې کړې، په ۱۷۷۵ – ۱۷۸۳ ز کلونو کې یې له انګلیس د امریکا خپلواکي واخیسته. ټولې ازادې شوې مستعمرې یې تر یوه بیرغ لاندې راټولې کړې او ټولې یې د امریکا د فدرالي حکومت تر چتر لاندې راوستې. جورج وکړی شوای چې د فرانسې او اسپانیا په مرسته، له امریکايي وسله والو وګړو یو ستر پوځ جوړ کړي او له همدې لارې یې برېټانیا ته ماتې ورکړه.
جورج واشنګټن په ۱۷۳۲ ز کال کې په ویرجینیا کې زیږېدلی دی. اخلاق، کړه وړه، روزنه او شخصیت یې د اتلسمې پېړۍ د نجیبو خلکو په څېر وو. هر څه یې هلته په ویرجینیا کې له خپل مشر ورور او پلاره زده کړل. جورج په دوو برخو کې له زده کړو سره ډېره مینه لرله؛ یو دا چې په نظامي برخه کې زده کړې وکړي او بل د ملکیتونو ځمکو د پراختیا په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي. هغه په ۱۶ کلنۍ کې د ملکیتونو د پراختیا په برخه کې له تامس فرفکس سره کار پیل کړ. همدلته یې د خپلې خوښې کار کاوه. په ۲۲ کلنۍ کې یې نظامي چارو ته مخه کړه او د امریکا په پوځ کې یې دنده واخیسته. واشنګټن هغه مهال خپل کار پیل کړ چې د هند او فرانسې په نامه اووه کلنه جګړه نوې د امریکا د ویرجینیا په ګډون، په ځينو ایالتونو کې پیل کېدونکې وه. ده له همدغه ځایه د برېټانیا د استازي په توګه خپله دنده پیل کړه. هغه یو مسلکي نظامي نه و، خو دا هغه مرحلې وې چې وروسته وروسته یې له ده پیاوړی قومندان جوړ کړ او د امریکا د انقلابي ځواکونو مشري یې کوله.
جورج واشنګټن رسمي زده کړې نه دي کړې. هغه هر څه له خپل مشر ورور او پلاره چې په ویرجینیا کې قاضي و، زده کړي دي. د جورج نیکونه اصلي امریکایان نه دي، دوی په ۱۶۵۷ ز کال کې له انګلستانه امریکا ته کډوال شوي دي. نیکونه یې ټول بزګران وو او په دغه ایالت کې یې پراخې ځمکې درلودې. دوی ډېر اشرافي ژوند درلود، پياوړي او پوه خلک نه وو، خو دا چې په بزګرۍ او کروندو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی و، نو د ویرجینیا په ډېری سیمو کې ورته په درنه سترګه کتل کېدل. د جورج پلار هم د پراخو ځمکو خاوند و او هم یې یوه موده د قاضي په توګه کار کړی دی. خو جورج به تل ویل، چې د پلار او نیکه تر شتمنۍ فردي وړتیا مهمه ده. جورج د خپل پلار له پراخو ځمکو اغېزمن شوی و، نو ځکه به یې د ملکیتونو او ځمکو د نقشه کولو په برخه کې زده کړې خوښولې.
جورج د امریکا یوازینی ولسمشر دی چې رسمي زده کړې نه لري. په ۱۷۴۳ ز کال کې یې پلار ومړ، نو کورنیو ستونزو هغه ته دا اجازه ور نه کړه چې د خپل ورور په څېر په برېټانیا کې زده کړې وکړي. خو هغه پراخه مطالعه لرله، په ویرجینیا کې د قانونپوهانو د مجلس غړی و. هغه دلته لومړنی کس و، چې د برېټانیا د وارداتو د بندولو غوښتنه یې وکړه. سره له دې چې دې رسمي زده کړو په کولو بریالی نه شو، خو له زده کړو او مطالعې سره یې مینه بې کچې وه. هغه به د سیاست، حقوقو او هنرونو په اړه مطالعې کولې. جورج پر بزګرۍ مین سړی و، ده به تل ویل چې امریکا باید د نړۍ د غلې کندو وي. له همدې امله یې له بزګرانو او کروندو ملاتړ کاوه او د دوی په وده کې به یې هڅې کولې. جورج هڅه کوله چې د بزګرۍ او کروندو په برخه کې اسانتیاوې او نوې اختراعګانې رامنځ ته شي.
جورج په ۲۶ کلنۍ کې له یوې کونډې سره معرفي کېږي او له همدغه ځایه یې د ګډ ژوند نوی پړاو پیل کېږي. دغه ښایسته او زړه وړونکې کونډه مارتا دندریج کاستیس نومېده او له خپل مخکیني خاوند څخه یې دوه اولادونه لرل. مارتا ډېره شتمنه وه، د هغې شتمنۍ جورج پیاوړی کړ او په امریکا کې د انګلیس په مستعمرو کې تر ټولو شتمن کس و. له دې مېرمنې جورج هېڅ اولاد نه درلود، خو د ژوند تر پایه دواړه یو ځای وو.
جورج ورو ورو پر دې پوهېده چې دوی ته د برېټانیا تر استعمار لاندې ژوند څومره سخت دی او بریټانویان د امریکایانو له ځمکو څومره عاید لري. له همدې امله یې د برېټانیا ضد حرکتونو کې برخه اخیسته. جورج د ۱۷۶۰ تر ۱۷۶۴ ز کلونو تر منځ، په ویرجنیا کې قاضي و. خو وروسته چې د مستعمرو او انګلیس تر منځ جنجالونه پورته شول، نو جورج د امریکا په سراسري کنګره کې د ویرجنیا استازی شو.
کنګرې په ۱۷۷۵ ز کال کې پرېکړه وکړه چې د امریکا د وچې په کچه د (Continental Army) پوځ جوړ کړي. دوی پرېکړه وکړه چې جورج واشنګټن د دغه پوځ مشر وټاکي. ځکه هغه په وروستیو کې ډېرې بریاوې تر لاسه کړې وې او په ویرجینیا او ځينو نورو ایالتونو کې یې پراخ نفوذ درلود. له همدې ځایه د برېټانیا ماتې پیل شوه. په لومړي سر کې د جورج پوځیانو ماتې وخوړه، د بېلګې په توګه، کله چې امریکايي ځواکونو د بوستون پر اډه برید وکړ، انګریزان یې مات کړل، خو بېرته یې نیوجرسي او نیویارک له امریکايي ځواکونو ونیول. جورج وروسته د دلاور سیند ته څېرمه د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو چارې پیل کړې. وروسته یې له همدغه سینده په تېرېدو، په نیوجرسي کې برېټانویان مات کړل او همدې بریا امریکايي ځواکونو ته روحیه ورکړه.
کله چې د امریکا اساسي قانون تصویب شو، نو په ۱۷۸۹ ز کال کې الکترال کالج (ټاکنیز کالج) په یولړ پټو ټاکنو کې جورج واشنګټن د امریکا لومړنی ولسمشر وټاکه. د هغه د ټاکنې لپاره دلایل ډير وو، یو خو دا چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې خپل مهارت ښودلی و، بل دا چې پیاوړی مدیر و، بله دا چې د انقلاب له مشرانو و او وروستی خبره دا وه چې نوموړي اولاد نه درلود، نو هغه د امریکا د راتلونکې مشرۍ لپاره دعوه نه شوای کولی. هغه په ۱۷۸۹ ز کال کې د نیویارک پر واستریټ واټ، د فدرال ماڼۍ په بالکن کې ولاړ و او د امریکا د ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه، په دې توګه نو هغه د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې د ټاکنو له لارې واک ته رسېږي. جورج پوره واک نه درلود، تر ډېره واک له کنګرې سره و، جورج هم غوښتل له کنګرې سره ښې اړیکې ولري، خو بهرنۍ پالیسي بیا ټوله له ولسمشر سره وه.
د فرانسې د انقلاب له امله د انګلیس او فرانسې تر منځ ستره جګړه و نښته. په دې منځ کې جورج واشنګټن نه د فرانسې پلوه بهرنیو چارو وزیر توماس جفرسون خبرو ته غوږ کېښود، نه د انګلیس پلوه مالیې وزیر الکساندر همیلتون خبرو ته، نه یې د انګلیس خوا و نیوه او نه هم د فرانسې، جورج پرېکړه وکړه چې په دغه حالت کې بې طرفه پاتې شي، ځکه امریکا باید پر پښو درېدلې وی.
کله چې د هغه د حکومت لومړۍ دوره د پای ته رسېدو په حال کې وه، په امریکا کې دوه ګوندونه جوړېدل. هغه د یوه ګوند غړی هم نه و، خو د فدرالیستانو له برنامو به یې ملاتړ کاوه او دوی هم له ده الهام اخیست. هغه امریکا ته بې ساري خدمتونه وکړل، امریکا یې یو هېواد کړه، ټول ایالتونه یې سره متحد کړل او د ډیموکراټیک نظام بنسټ یې کېښود. د حکومت دویمه دوره یې چې پای ته ورسېده، له سیاسته ستړی شو، د ټاکنو په درېیمه دوره کې یې ګډون کول رد کړل. په همدې توګه یې دا دود هم پرېښود چې جمهوري ریاست باید دوه دورې وي. هغه د خپلې مخې ښې په وینا کې، له امریکایانو وغوښتل چې تعصب پرېږدي، حزبي، مذهبي، ژبني او له نورو تقابلونه لاس واخلي او د یوې پرمختللې امریکا لپاره کار وکړي.
جورج چې کله له خپلې دندې را وګرځېد، نو مانت ورنون ته ولاړ او هلته یې په خپلو کروندو کې استراحت غوره کړ. هغه په ۱۷۹۹ ز کال کې د ستوني د عفونت له امله ومړ، د هغه د مرګ ورځ د ډسامبر ۱۴مه وه. امریکا میاشتې میاشتې د هغه پر مرګ غمګینه وه او په ټوله امریکا کې د غم ټغر هوار و.
جورج ته اساسي قانون واک ورکړی و، چې ځان ته کابینه جوړه کړي او د بېلو برخو لپاره وزیران وټاکي. هغه وخت داسې انګېرل کېده چې ۱۶ وزیرانو ته اړتیا ده، خو جورج دا کار ونه کړ، هغه یوازې څلور اصلي وزیران پر دنده وګومارل او پاتې نور د اړتیا وړ پوستونه د یادو وزارتونو تر امر لاندې چلېدل او یا یې مشرانو د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه کار کاوه. دا څلور وزارتونه د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د مالیې وزارت او عدلیې وزارت وو. ولسمشر دوی ته په خپلو چارو کې مکمل واک ورکړی و. د بهرنیو چارو او دفاع وزیران همیلتون او جفرسون دوه مخالف کسان وو، دوی له یو بل سره پراخ مخالفتونه لرل، خو واشنګټن وکړی شوای چې دوی تر یوه چتر لاندې راولي او ګټور کار ترې واخلي. دا ویل کېدل چې ښایي په دې سره د دواړو تر منځ مخالفتونه او رقابتونه لا ډېر شي، خو جورج دوی دومره مصروفه کړل چې خپلو رقابتونو ته یې وخت هم پیدا نه کړ. هغه په دې توګه د لومړي ځل لپاره په امریکا کې د ډیموکراټیک نظام بنسټ کېښود او له مختلفو قشرونو یې یو قوي حکومت جوړ کړ.