په نړۍ کې د ټاکنیزو سیسټمونو ډولونه تر سلګونو هغو اوړي، خو ټول ټاکنیز سیسټمونه په لویه کې له دریو ډولونو څخه نه اوړي او بیا همدغه ټاکنیز سیسټمونه په لسو مشهورو ډولونو وېشل شوي او د همدغو لسو په اجزاوو کې بیا لسګونه نور ټاکنیز فرعي سیسټمونه شته چې د ټولو اصلي سرچینه لاندې دریو ټاکنیزو سیسټمونو ته رسېږي:
۱ . اکثریتي نظام The plurality _Majority( PM)
۲ . تناسبي نظام(The Proportional)
۳ . نیمه تناسبي نظام The Semi-Proportional (SPR)
د ټاکنیز سیسټم پېژندنه: ټاکنیز سیسټم له هغو قواعدو او سیسټم څخه عبارت دی چې په هغه کې د نوماندانو او رایه ورکوونکو شرایط، حقوق، وجایب او دندې او همدارنګه د رایې اچونې شکل او جوړښت، د رای شمېرنې طریقې، د رای شمېرنو پایلې او د ټاکنیزو مسایلو په اړه راپورته شویو شکایتونو ته د رسیدګي لارې چارې مشخصېږي او یاهم ټاکنیز سیسټم هغو قواعدو ته ویل کېږي چې د خلکو رایې پر څوکۍ باندې تبدیلوي.
ټاکنیز سیسټم له لاندې څلورو برخو څخه جوړ شوی دی:
۱- ټاکنیزه حوزه: له هغه جغرافیايي واحد څخه عبارت ده، چې په هغې کې رایې پر څوکۍ بدلېږي. په دې مانا که د یوې ټاکنیزې حوزې د څوکیو شمېر څلور وي، نو د همدې حوزې اړوند په شرایطو برابر کسان نوماندانو ته رایې ورکوي او د لوړو رایو کټونکي نوماندان چې څلور تنه کېږي، بریالي پېژندل کېږي.
۲- ټاکنیز فورمول: هغه ریاضیکي طریقه او فورمول دی، چې رایې پر څوکۍ بدلوي. په دې مانا چې ټاکنیزې څوکۍ پر نفوس وېشل کېږي او د همدغه ټاکل شوي ریاضیکي فورمول له مخې ټاکنیزې حوزې رامنځته کېږي.
۳- د نصاب حد: هغه اندازې ته وايي چې د رایو شمېرنه ځانګړې پایلې ته ورسېږي او په دې سره نوماندان بریالیتوب ته ورسېږي او د واک څوکۍ که هغه د استازو مجلس وي او که د جمهوري ریاست وي، لاسته راوړي.
۴- د رایو د جوړښت سیسټم: دغه سیسټم دا واضح کوي چې سیاسي ګوندونه او یاهم بانفوذه اشخاص په څومره اندازه کولای شي، چې مورد نظر څوکۍ ترلاسه کړي.
د افغانستان د اساسي قانون او په هېواد کې مروج ټاکنیز سیسټم د ولسي جرګې، ولایتي شورا، ولسوالۍ شورا، کلیوالي شورا او د ښاروالیو شوراګانو کې د انتقال نه وړ رایې سیسټم منل شوی و.
خو د ولسمشرۍ سیسټم هماغه د نړۍ د مشهور سیسټم له مخې چې د اکثریتي نظام یو مهم ډول دوه دوره یې (TRS)(TR=Two Round System) دی، ترسره کېږي.
د ټاکنو په تقنیني فرمان کې وروستي تعدیلات چې له مخې يې د یاد قانون د ۲۰ مادو تعدیل د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر له خوا توشیح شو، د ټاکنیز سیسټم د تغیر ترڅنګ پکې په ځینو مهمو مسایلو بحث شوی، چې د دې لیکنې محتوا یوازې په همدې تعدیل شویو مادو کې د ټاکنیز سیسټم تغیر رانغاړي.
د وروستي تقنیني فرمان له مخې د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په اړه چې پخوا د(Single non-transferable vote) انتقال نه وړ رایې سیسټم څخه استفاده کېده، چې پر ځای يې مختلط یا څو بعدي سیسټم(Multidimensional representation) ومنل شو.
دا چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو لپاره کوم سیسټم مناسب دی، هم پرې بحث کوو، خو تر هرڅه لومړی نوموړی سیسټم تشریح کوو.
څو اړخیز (MDR) سیسټم په اصل کې له تناسبي سیسټم څخه سرچینه اخلي او د هغې فرعه ګڼل کېږي، خو په ځينو مسایلو کې له تناسبي سیسټم سره هم توپيرونه لري چې همدغه توپيرونه په اصل کې د همدغه نظام ځانګړتیاوې موږ ته راښیي، چې مهمې ځانګړتیاوې یې په لاندې ډول دي:
۱- په نوملړ(فهرست) کې داخل چې رایه پکې د لېږد وړ ده. په دې مانا چې د څوکۍ لپاره له مشخصو شویو رایو څخه د نوماند اضافي رایې بل حزبي یا ائتلافي نوماند ته چې په نوملړ کې شامل دی، د لېږد وړ دي.
۲- د خپلواکو کسانو نوماندېدل او د دوی رایې په هغه شرط د لېږد وړ دي، چې پخوانی ائتلاف يې له خپلواکو نوماندانو سره کړی وي او په نوملړ کې يې نوم وي.
۳- په هغو ټاکنیزو څوکیو کې ډېر د پلې کېدو وړ دی، چې د ډېرو څوکیو لرونکي وي، لکه ولسي جرګه، ولایتي او کلیوالي شوراګانې.
۴- په کوچنیو حوزو کې هم د پلې کېدو وړ دی، په دې مانا چې د یو ولایت لپاره ځانګړې شوې څوکۍ د هماغه ولایت د نفوسو او عیني واقعیتونو په تناسب، په کوچنیو حوزو ووېشل شي او د ټاکل شوې څوکۍ مشخصه جغرافیه او سیمې ورته وټاکل شي.
۵- د ګوندونو او ائتلافونو ترڅنګ خپلواک نوماندان هم کولی شي ځان پکې نوماند کړي.
۶- د حزبونو او ائتلافونو لپاره زیات ګټور حسابېږي چې په همدې موخه د سیاسي حزبونو له خوا یې ملاتړ کېږي.
۷- په دغه سیسټم کې د ازادو او خپلواکو نوماندانو رایې، چې په مخکې یې ائتلاف نه وي کړی، د انتقال وړ نه دي.
د څو بعديMultidimensional representation) ) سیسټم ځانګړنه دا ده چې په دغه سیسټم کې رایه اچوونکی د یو نوماند پر ځای لاندې ډلو ته هم رایه ورکولی شي:
۱- خپلواک نوماند ته
۲- سیاسي ګوند ته
۳- د خپلواکو نوماندانو ائتلاف ته
۴- د سیاسي ګوندونو ائتلاف ته
په دغه سیسټم کې په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ټولو معتبرو اچول شویو رایو مجموعه، پر ټاکل شویو څوکیو باندې وېشل کېږي او په پایله کې د یوې څوکۍ لپاره ځانګړو شویو رایو باندې د ښکېلو خواوو ترمنځ رقابت او سیالي کېږي او د سیالي کوونکو نوماندانو له خوا تر لاسه شوې رایې د ځانګړو شویو څوکیو په تناسب ټاکل کېږي.
د (SNTV) سیسټم په خلاف په دغه سیسټم کې رایې کمې ضایع کېږي؛ ځکه د دغه سیسټم له مخې د مشخص نوماند لپاره د یوې څوکۍ لپاره له ټاکل شوې اندازې څخه اضافي رایې په فهرست کې بل نوماند ته، چې د همدغه نوماند له ګوند او ائتلاف څخه وي، انتقالېږي او له رقیب ټیم څخه مخکې کېږي.
په دغه سیسټم کې د سترو ګوندونو د نوماندانو چانس د کوچنیو ګوندونو د نوماندانو په پرتله زیات وي. له همدې کبله نوموړی سیسټم په هغو هېوادونو کې چې ستر احزاب پکې وي، زیات ملاتړي لري.
د څو اړخیزه سیسټم د پېژندنې لپاره اړینه ده چې ځینې پوښتنې مطرح او ورته مناسب ځوابونه پیدا کړو، څو د مسئلې په حل کې مرسته وکړي.
اشخاص څنګه کولی شي ځانونه نوماند کړي؟
په دغه سیسټم کې له دوو لارو څخه اشخاص کولی شي چې ځانونه انتخاباتي څوکیو ته نوماندان کړي.
۱- د سیاسي ګوند، سیاسي ائتلاف او یاهم د خپلواکو نوماندانو د ائتلاف له مخې.
۲- په ازاد او خپلواک ډول هر هېوادوال کولی شي چې د خپلواک شخص په توګه ځان نوماند کړي.
د نوماندانو د نوملړ جوړولو میکانېزم څرنګه صورت مومي؟
په دغه سیسټم کې د نوماندانو فهرست په دریو طریقو سره ترتیبېږي.
۱- د خپلواکو نوماندانو له خوا د ترسره شوي ائتلاف له مخې چې دوی وغواړي له انتقال شویو رایو څخه استفاده وکړي، ځانګړی نوملړ يې جوړېږي.
۲- د سیاسي ګوندونو د ائتلاف نوملړ له مخې په دې کې شاید د لویو او یاهم کوچنیو ګوندونو ترمنځ یو سیاسي ائتلاف رامنځته شي او د همدغه ائتلاف له مخې يې فهرست جوړېږي، چې په دې کې شاید کوچنيو ګوندونو ته هم د څوکیو وېش ورسېږي او خپل استازي په انتخاباتي ځایونو کې ولري.
۳- د سیاسي ګوندونو په نوملړ کې ګوندونو ته د دې فرصت ورکول کېږي چې خپلمنځي رقابت وکړي او هم افرادو ته د دې فرصت برابرېږي، چې په زیاتو بدیلونو کې خپل انتخاب وکړي.
د رایې ورکوونکو انتخاب څنګه صورت نیسي؟
په څو اړخیز یا څو بعدي سیسټم (MDR) کې د خپلې خوښې انتخاب په دوو طریقو صورت نیسي.
لومړی: په شرایطو برابر رایه ورکوونکي چې قانوني عمر يې پوره کړی وي، د خپلې خوښې نوماند نوم په نوملړ کې په اسانۍ سره پيدا کوي او رایه ورکوي. که نوماند خپلواک وي، نو د شخص رایه بیا بل نوماند ته د انتقال وړ نه ده.
دویم: په دغه سیسټم کې هم د نوماندانو نومونه د یوې کتابچې په شکل چاپېږي او هم هر شخص پکې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکوي. که نوماند د سیاسي ګوند له خوا وي، یا د سیاسي ائتلاف له خوا وي او یا هم که د خپلواکو نوماندانو د ائتلاف له خوا وي، د رایې ورکوونکي له خوا يې نوم په نښه کېږي او رایه ورکوي، خو په دې صورت د رایه ورکوونکي رایه بیا د انتقال وړ ده.
په دغه سیسټم کې رای شمېرنه څنګه صورت مومي؟
په دغه سیسټم کې رای شمېرنه په مختلفو بڼو سره صورت نیسي چې موږ کولی شو دلته یې څو بېلګې وړاندې کړو:
الف- د یوې ټاکنیزې حوزې ټولې رایې په لومړي سر کې پر ټولو ټاکل شویو څوکیو باندې وېشل کېږي، څو چې د یوې څوکۍ سهم او اندازه معلومه شي، که خپلواک نوماند د یوې څوکۍ لپاره ځانګړې شوې رایې چې د تقسیم پر اساس څوکۍ ته ور وتلې دي، پوره کړي، نو ګټونکی ګڼل کېږي او د همدغه شخص اضافي رایې چې بل نوماند ته نه انتقالېږي او اضافي رایې ضایع کېږي.
ب- د هر (سیاسي ائتلاف، سیاسي حزب او خپلواکو نوماندانو ائتلاف) نوملړ ټولې رایې د څوکۍ لپاره د مشخصو شویو رایو له اندازې سره کتل کېږي او په دې سره د همدغه نوملړ لپاره د ګټونکو څوکیو اندازه پکې معلومېږي او وېش صورت نیسي.
ج- پاتې شمېر نوملړونه چې یوه یا څو څوکۍ يې ترلاسه کړې دي او یا هغه فهرستونه او خپلواک نوماندان چې د څوکۍ لپاره ځانګړې شوې رایې یې نه دي پوره کړې، په ټولو کې د لوړو رایو وړونکي حساب له مخې معلومېږي او په هماغه حوزه کې پاتې شوې څوکۍ د فهرست لرونکو او خپلواکو نوماندانو باندې وېشل کېږي، چې په ترتیب سره یې زیاتې رایې وړې دي او ګټونکي شمېرل کېږي.
د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ څنګه ټاکل کېږي؟
که په ټاکل شوې انتخاباتي حوزه کې د ښځو شمېر د هغه څه نه چې په دغه سیسټم کې ورته وړاندوینه شوې، د ګټونکو کسانو په لېست کې د ښځینه وو لپاره اختصاص شویو څوکیو په تناسب، که ښځې نه وي، نو د فهرستونو سهمونو د شمېرو د اصل له مخې بیا د ښځو ترمنځ هرې نوماندې چې لوړې رایې ترلاسه کړې وي، په هماغه ټاکل شوي فهرست کې د نارینه پر ځای او یا هم د خپلواک نوماند پر ځای تعویض کېدای شي او ګټونکې پېژندل کېږي.
پورته څرګندونو ته په کتو، په اوسني تعدیل شوي قانون کې په همدې خاطر نوموړي څو بعدي سیسټم ته ځای ورکړی، چې هم پکې خپلواک نوماندان، هم پکې سیاسي ګوندونو، هم پکې د سیاسي ګوندونو ائتلاف او هم پکې د خپلواکو نوماندانو ائتلاف سیالي وکړای شي او نوموړی سیسټم یوازې د قانون له مخې په هغو ټاکنو کې چې ډېرې څوکۍ (ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو) کې ترې کار اخیستل کېږي او د ولسمشرۍ ټاکنې د پخواني سیسټم اکثریتي(TR=Two Round ) له خوا ترسره کېږي.
له تېرو څو کلونو را پدېخوا په افغانستان کې شته ګوندونو چې لا هم ډېری يې د قانون له مخې ملي او پر شرایطو برابر نه دي، د دې هڅه کوله چې د ولسي جرګې، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې زیاتې څوکۍ لري، له (SNTV) سیسټم څخه په څو بعدي سیسټم (MDR واړوي او بالاخره حکومت له نوماندانو او سیاسي ګوندونو سره په ناستو کې دې پایلې ته ورسېدو، چې نوموړی سیسټم تغیر کړي. دا چې د حکومت دغه ترسره شوی اقدام څومره قانوني او له اساسي قانون سره سمون خوري، له بده مرغه چې پاملرنه ورته نه ده شوې.
په ټاکنیزو سیسټمونو کې تغیر باید د اساسي قانون له تعدیل وروسته صورت ونیسي. اوسنی تعدیل شوی قانون چې له مخې یې ټاکنیز سیسټم تغیر کړی، د اساسي قانون له لاندې مادو سره مغایرت لري:
د اساسي قانون د ۶۱ ، ۸۳ ، ۱۳۷، ۱۴۰، ۱۴۱ مادو پر اساس، د افغانستان په حقوقي نظام کې د انتقال وړ رایې سيسټم نشته، زموږ ټول انتخابات د مستقيمې، واحدې او غیر قابل انتقال رايې پر اساس ترسره کېږي. پورتنيو مادو ته په کتو، جمهور ریيس، د ولسي جرګې غړي، د ولایتی شوراګانو غړي، د ولسواليو او کليوالي شوراګانو غړي او حتی ښاروال د خلکو په مستقیمو رايو ټاکل کېږي او مستقیمه رايه چې رايه ورکوونکی یې مخامخ کاندید ته ورکوي، بل کاندید ته نه شي انتقالېدای.
نو همدغو پورته قانوني موادو ته په کتو، د یاد سیسټم تغیر د اساسي قانون له حکمونو سره په ټکر کې دی چې ولسي جرګې ته د نوموړي قانون د لېږلو پرمهال تقنیني قوه باید پرې بیا کتنه وکړي.
د څوبعدي ټاکنیز نظام ستونزې:
۱ . د ائتلافي حکومتونو او ډلو رامنځته کول چې موثریت او ښه تجربه نه لري
۲ . په ولسي جرګه، ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو کې د ښي او چپ افراطي ډلو قدرت تر لاسه کول
۳ . د ائتلاف د غړو ترمنځ د پالیسۍ نشتوالی چې یوازې په پارلمان کې د څوکیو د ګټلو په خاطر سره راټول شوي او نوره به د ولس لپاره داسې منظمه برنامه ونه لري
۴ . ټاکنیزو بنسټونو او رایه ورکوونکو ته د دغه ډول سیسټم د تطبیق سختوالی او په اړه یې کم پوهاوی
۵. د ښځينه وو لپاره د ځانګړو شویو څوکیو په وېش او څرنګوالي کې پېچلتیا او مغلقوالی.
بالاخره دې پایلې ته رسېږو چې په اوسنیو شرایطو کې چې سیاسي ګوندونه مو تر سمت، ولایت او تر کورنۍ محدود او لا هم د ملي کېدو منظم پړاوونه يې نه دي وهلي او تکامل ته رسېدو لا ډېر مزل په مخکې لري او ترڅنګ يې په داسې ټولنه کې چې ولسواکي هم پکې بنسټیزه شوې نه ده، د یو داسې نوي او مغلق سیسټم تجربه کول به له زیاتو تېروتنو او نیمګړتیاوو څخه خالي نه وي.