هند او پاکستان په تېرو ۷۱ کلونو کې څلور وارې په خپلو کې سره جنګېدلي دي. لومړنی جنګ يې په ۱۹۴۷ ز کال کې د کشمیر پر سر و، چې تر یوه بریده پاکستان وتوانېد څو د پښتنو قبایلو په مرسته، د اوسني ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان ځينې سیمې ونیسي، خو د کشمیر د هغه مهال واکمن هري سینګ له هنده وغوښتل چې مداخله وکړي او هغه وو چې هندي ځواکونه میدان ته راغلل او د کشمیر لویه برخه چې جمو کشمیر او لداخ سيمې دي، تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې او د پاکستان مخه يې و نیوله. دویم جنګ په ۱۹۶۵ ز کال کې هغه مهال رامنځ ته شو چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د هند تر کنټرول لاندې سیمې (ران کچه) باندې قبضه وکړي، چې د هندي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول او په دغه ۱۷ ورځني جنګ کې د دواړو خواوو زرګونه ځواکونه ووژل شول او پاکستان بېرته په شاه شو. بل جنګ په ۱۹۷۱ ز کال کې هغه مهال وشو چې د پاکستان د هغه مهال ټاکنې د عوامي لیګ مشر شیخ مجیب الرحمن وګټلې، کوم چې د پاکستان د ختیځ بنګال اوسېدونکی و. خو د مغربي پاکستان سیاسیونو او نظامیانو ورسره ونه منلې او نوموړی يې زنداني کړ، چې په ترڅ کې يې په بنګال کې خلک را پورته شول او د خپل حق غوښتنه يې وکړه. هغه خلک د پاکستاني پوځ له لوري سخت وځپل شول او لکونه بنګالیان د همدغه پوځ له لوري په بې رحمانه توګه تر تېغ تېر شول. د هند د هغه مهال لومړۍ وزیرې اندارګاندي تصمیم ونیو چې د بنګال خلک به له دې ستونزې او بربریته ژغوري. هغه وو چې هندي ځواکونو مداخله وکړه او پاکستاني ځواکونه يې له پښو وغورځول، چې په پایله کې یې ۹۵ زره پاکستاني پوځيان د جنرال نیازي په مشرۍ، هندي ځواکونو ته تسلیم شول او بیا د ملګرو ملتونو په مرسته پاکستان ته ستانه او په دې توګه بنګلهدېش له هنده جدا خپلواک هېواد او شیخ مجیب الرحمن يې لومړی وزیر شو. د دغو دواړو متخاصمو هېوادونو بل او څلورم جنګ په ۱۹۹۹ ز کال کې د کارګیل په نامه رامنځ ته شو. دا جنګ هم د کشمیر پر سر و. کارګیل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې راځي، چې پاکستاني پوځ پرې هغه مهال برید وکړ او دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې یوڅه مخ په ښه کېدو وې. د هند لومړي وزیر اټل بیهاري واجپای د ( امن اشاء) د سولې د یوه پروګرام له لاري په بس کې پاکستاني لاهور ته لاړ او هلته يې له لومړي وزیر نوازشریف سره وکتل او دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د کشمیر مسئله به د خبرو له لارې حل کوي. خو پاکستاني پوځ ته چې په واک او ځواک کې د پاتې کېدو لپاره یوازینۍ داعیه همدا د کشمیر مسئله بولي؛ دا کیسه ورته د پوځ په وړاندې دسیسه ښکاره شوه او فکر يې وکړ چې نوازشریف يې د قدرت د له منځه وړلو هڅه کوي او بل یو کال وړاندې (۱۹۹۸) پاکستان اټومي ازمېښت هم کړی و، نو پاکستاني پوځ همدا وخت د ځان لپاره مناسب وګاڼه او سلګونه ځواکونه يې د کارګيل غرونو ته ولېږل. هغه وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا خرابې شوې. تر هغه پاکستان پر هند برلاسی ښکارېده، ځکه پاکستان د جهادیانو په واسطه لسګونه داسې بریدونه وکړل، چې هند يې ځواب نه شوای ورکولی. په ۱۹۹۹ ز کال کې یوه هندي الوتکه د کشمیري مجاهدینو له لوري یرغمل او کندهار ته یوړل شوه، چې په ترڅ کې يې هغه درې مهم کشمیري مشران چې هندي حکومت په کشمیر کې د ترهګرۍ په تور نيولي وو، د مولانا مسعود اظهر په ګډون خوشي کړل. وروسته بیا مولانا مسعود اظهر د جیش محمد په نامه ډله جوړه کړه او په هند کې یې لسګونه بریدونه وکړل. همداسې بیا په ۲۰۰۱ ز کال د هند پر پارلمان برید، په همدغه کال کې د جموکشمیر پر پارلمان برید، په ۲۰۰۸ ز کال کې پر ممبی ترهګریز برید چې څه کم دوه سوه کسان يې ووژل او په ۲۰۱۶ ز کال کې د هند پنجاب په پټهان کوټ او د کشمیر په اوړي سیمه کې بریدونه او اخري برید يې د پلوامه و. په دغو بریدونو کې لسګونو هندي نظامي او ملکي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله واوښته. د پلوامه تر برید وروسته، چې د هند پکې ۴۴ نیمه پوځیان ووژل شول، هند خورا په غوسه شو. د دغه هېواد لومړي وزیر وویل، چې د دغه برید غچ به په پاکستان کې له مېشتو ترهګرو اخلي . هغه وو چې تېره شپه هندي جنګي الوتکو په پاکستان کې هغه ځایونه په نښه کړل، چې د دوی په خبره، کشمیري ترهګر پکې اوسي. دم ګړۍ د دواړو هېوادونو حالات ترینګلي ښکاري، پاکستاني چارواکي وايي چې دوی به ډېر ژر د دغه برید ځواب ورکړي. خو داسې نه ښکاري چې پاکستان به په ورته عمل لاس پورې کړي، ځکه پاکستان اوس په هغه موقف او دریځ کې نه دی، چې پر هند دې ورته هوايي يا ځمکنی برید وکړي. پاکستان په ډېر بد اقتصادي حالت کې راګیر دی، له بلې خوا د ګاونډيو هېوادونو اړيکې ورسره تر اخري حده خرابې شوې دي. هند، افغانستان او ایران هغه هېوادونه دي، چې په دې وروستیو کې يې له پاکستان څخه سر ټکولی او همدارنګه په دغو هېوادونو کې د وروستیو بریدونو تور هم پر پاکستان پورې شوی دی. همدا راز د نړۍ ډېری هېوادونه هم دا فکر کوي، چې پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره ترهګر روزي. نو په دې اساس به پاکستان ونه توانېږي، چې د هند خلاف په ډيپلوماټیکه او نظامي ساحه کې کوم اقدام وکړي.
دا ډول عملیات د حل لاره ده!؟
مخکې مو وویل چې دا ډول عملیات، چې هند تېره شپه وکړل؛ مخکې هم شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې ایا تر هغې وروسته حالات سم شوي، پاکستان پرې اصلاح شوی، ترهګریز بریدونه کم شوي…؟ ځواب نه دی.
ځکه په دا ډول عملیاتو کې هغه مهم کسان لکه مولانا مسعود اظهر، حافظ سعید، مولانا فضل الرحمن خلیل، صلاالدین، داوود ابراهیم او نور چې د کشمیر د جنګ اصلي چلوونکي دي، له منځه نه دي تللي. هغوی د پاکستان په تر ټولو مصئونو ځایونو کې کمپونه او ترنېنګ مرکزونه لري، چې د پاکستان له پوځ پرته يې ډېرو کمو خلکو ته معلومات شته. یعنې په اوږدمهال کې دا ډول عملیات پاکستان ته زیان نه شي اړولی، هو دومره ضرور کېدای شي چې دم ګړۍ پرې د هندوستان خشمېدلي اوسېدونکي ارامه او په راتلونکو ټاکنو کې د بي جي پي یا اوسني حاکم ټیم دریځ قوي او د خلکو رایه خپله کړي؛ خو پاکستان به بیا هم د تېر په څېر خپلو کړنو ته دوام ورکوي.