(مشري؛ د کاروباري چارو مدیریت) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال مشهور امریکایی جان مکسوېل دی. مکسوېل د مدیریت او رهبرۍ برخې متخصص کس پېژندل شوی، چې په دې برخه کې یې له دېرشو زیات کتابونه لیکلي دي. مکسوېل نه یوازې دا چې په دې برخه کې کتابونه لیکي، بلکې علمي سیمینارونه، ورکشاپونه او په دې سربېره نیویارک ټایمز او وال سټرېټ ژورنال او په نړیواله کچه نورو مشهورو ورځپاڼو ته هم لیکنې کوي. مکسوېل په ۲۰۱۴ ز کال کې د INC مجلې له خوا په نړۍ کې د مدیریت او رهبرۍ برخې د متخصص په ټوګه پېژندل شوی دی.
د کتاب پښتو ژباړه نعمت الله عزیزي کړې، چې همدا پښتو بڼه یې د اوو څپرکو په درلودو سره په ۱۰۳ مخونو کې راخلاصه شوې ده.
د دغه کتاب اصلي موضوع د ډله ییز کار پر ارزښت او اهمیت او دا چې ډله ییز کار د انفرادي هغه په پرتله څومره ګټور او اغېزمن دی؛ راڅرخي.
د دغه کتاب ارزښت زموږ په ټولنه کې تر هربل ځکه زیات دی، چې دلته په ډېرو علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې، ډېر کسان له ډله ییز کار څخه تېښته کوي او فکر کوي چې په داسې طریقې سره کار کول له ستونزو سره ځان مخ کول دي.
د ډله ییز کار په اړه دا سې فکر کول، د دغه کار د پایلو په اړه د معلوماتو نه لرلو او یا هم په ځینو برخو کې د نسبي ترخو تجربو په پایله کې رامنځته کېږي. خو تر کومه چې ستونزو ته په ډله ییز ډول د حل لارې او د کار د غوره ترسره کېدو لپاره لارې چارې موندل کېدای شي، هېڅکله په یوازیتوب او په انفرادي ډول نه شي پيداکېدای.
خدای پاک انسان ټولنیز پيداکړی او فطرتاً ټولنیز ژوند خوښوي، ځکه په یوازې ځان نه شي کولای چې د ژوند ټولې اړتیاوې پوره کړي. په همدې اړه د دغه کتاب په یوه برخه کې راځي: «هېڅوک نه شي کولای چې د یوې ډلې د ټولو غړو کارونه ترسره کړي… موږ ټول یو بل ته اړیتا لرو، تاسې بل چا ته او بل څوک تاسې ته اړتیا لري…»
په دغه کتاب کې خلک ډله ییز کار ته هڅول شوي او د بېلابېلو بېلګو، تجربو او ویناوو په راوړلو سره، هڅه شوې چې لوستونکي د فردي کار په پرتله، د ډله ییز کار او په ټولنه کې د مثبت رول لوبولو پر ارزښت وپوهوي.
په ټوله کې مو کتاب له یوازیتوب او په یوازې ځان د کارونو له سرته رسولو راګرځوي، د ډله ییز کار او د هغه د اغېزمنو او په کم وخت کې یې د پایلو په لاسته راوړلو سره ستاسې پوهاوی زیاتوي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او په ښار کې له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.