سه شنبه, جون 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

په عربستان کې د افغانستان د دوو ټوټو ځمکو اصلي مالک څوک دی؟

ناهيد بشردوست

مارچ 4, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

د حج او اوقافو وزارت وايي، په سعودي عربستان کې د افغان دولت دوې ټوټې ځمکه چې په بېلابېلو دورو کې د افغان حکومت د مشرانو له خوا اخیستل شوې او افغان حاجیانو ته وقف شوې وه، له استملاک پرته د حرم شریف ملکیت ته زیاته شوې ده.

د دې پوښتنې لپاره چې په مکه مکرمه کې د افغانستان دوې ټوټې ځمکه د افغان دولت مالکیت دی، که د سعودي عربستان؟ تر اوسه څرګند ځواب نشته. دغه راز په جده کې د افغان حکومت د سیاسي نمایندګۍ جوړېدو لپاره د ۸۰۰ متر مربع مساحت لرونکې ځمکه چې د (۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۵) ز کلونو ترمنځ، د فیصل بن عبدالعزیز د واک په دوره کې افغان دولت ته سپارل شوې وه، په مبهم حالت کې ده.

د حج او اوقافو وزارت وايي، که څه هم یاده ځمکه د افغانستان ملکیت دی، خو په وروستیو څو لسیزو کې د حکومتي مسوولینو د نه پاملرنې له امله دغه ملکیت د افغان دولت له کنټروله وتلی دی.

د حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس نورالله غفوري پژواک ته ویلي، په مکه کې د افغانستان دوې ټوټې ځمکه پرته له دې چې حقوقي مسئله او استملاک یې حل شي، د حرمینو شریفینو په پراختیايي پروګرام کې شامله شوې او افغان دولت ته یې په بدل کې هېڅ ځمکه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې، په جده کې یوه بله ټوټه ځمکه د افغانستان د سیاسي نمایندګۍ د جوړېدو لپاره ملک فیصل افغانستان ته سپارلې وه، خو د برخلیک په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا موضوع په دوی پورې تړاو نه لري.

د حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس ویلي: «۲۶۱ کاله مخکې په ۱۱۳۶ هجري کال کې احمدشاه بابا د کعبې شریفې په ۹۰۰ مترۍ کې، د مکې مکرمې د سلیمانیې سیمې په قراره کلي کې ۳۰ زره متر مربع ځکمه پېرلې او د احمدشاهي رباط له نومولو وروسته یې افغان حاجیانو ته وقف کړه، خو د وخت په تېرېدو دغه ملکیت غصب شو او مساحت یې کم شو او د حرم شریف په پراختیايي پروګرام کې دغه ملکیت له منځه ولاړ او پر ځای یې نوره ځمکه هم افغانستان ته نه ده ورکړل شوې».

هغه په ډاګه کړې چې په سعودي عربستان کې د مالکیت د درلودو او افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره، محمد ظاهرشاه په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د کعبې شریفې د ۴۰۰ مترۍ په ذق الهمزه کلي کې یوه ټوټه ځمکه چې پنځه پوړیزې دوې ودانۍ پرې جوړې وې، پېرلې او د «رباط نادرشاهي» په نوم یې ونوموله.

د ده په خبره، د افغانستان دغه ملکیت په ۱۳۷۴ لمریز کال کې تخریب او د کعبې شریفې په پراختیايي پلان کې شامل شو، خو د استملاک مسئله یې تر اوسه نه ده معلومه.

غفوري زیاته کړې: «ولسمشر محمد اشرف غني عربستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې ده او دوی ژمنه کړې چې د موضوع په اړه څېړنه کوي، خو تر اوسه پایله نه لري».

هغه ویلي، عربستان ته د ولسمشر د سفر په دوام د عدلیې، بهرنیو چارو او حج او اوقافو وزارتونو څخه جوړ شوی پلاوی ټاکلی، څو یاده موضوع له نږدې وڅېړي، خو په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر یې د سفر مخه نیولې ده.

هغه ویلي: «په سعودي کې د افغانستان سفیر موږ ته وویل چې موضوع یې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او هغه وزارت ترې د وخت غوښتنه کړې ده».

دغه راز د افغانستان سفیر یاد پلاوي ته ویلي: «د سعودي حکومت تر اوسه د حرم شریف په استملاک کې د تللو کورونو بدل نه دی ورکړی، چې په دغو کورونو کې زموږ ځمکې هم راځي او د افغانستان سفارت د موضوع د روښانتیا لپاره یوه مکتوب هم لېږلی دی».

غفوري په ډاګه کړې: «د مخکیني حکومت پر مهال د حج او اوقافو وزیر محمدیوسف نیازي خپله له سعودي عربستانه مدافع وکیل وټاکه او د سعودي سفارت موږ ته ډاډ را کړ چې د استملاک شوو ځمکو په اړه تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی او هر وخت چې تصمیم ونیول شو، افغان حکومت ته خبر ورکوي».

د یادونې ده چې په کابل کې د سعودي دولت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Share457Tweet110Share44

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In