–دویمه برخه:
بله قضیه چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان تر جوړېدو وروسته پېښه شوه، د اروپايي ټولنې او امریکا تر منځ وه. اروپايي اتحاديې د امریکا یو قانون (Helms-Burton Act) چې له مخې یې پر کیوبا باندې بندیزونه نور هم قوي کړي وو، چلنج کړل. امریکا یو ځل بیا دغه اقدام د ملي امنیت استثناء مادې له مخې توجیه کړ، خو مخکې تر دې چې قضیه د سوداګرۍ نړیوال سازمان د شخړو حل و فصل برخه و ارزوي، امریکا او اروپايي ټولنه حل ته سره ورسېدل.
تېر کال د ډونالډ ټرمپ حکومت پر اوسپنه او المونیم تعرفې د ملي امنیت استثناء مادې په وړاندې کولو لوړې کړې. که څه هم اصلي هدف د دغو تعرفو له لوړولو څخه دا و، چې د اوسپنې امریکايي کارخونې د وارداتو پر وړاندې وساتي، امریکا له همدې کبله د ملي امنیت استثناء ماده باندې خپل عمل توجیه کړ، ځکه دوی پوهېدل چې دا اقدام به یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې چلنج کېږي.
د ټرمپ حکومت د رسمي موقف خلاف د هند د ګمرک اعلامیه داسې کاږي، چې پر پاکستاني اموالو ګمرکي مالیات باید لوړ شي، ځکه داسې شرایط وجود لري چې هند باید لازم سمدستي اقدام وکړي. د دې اعلامیې له مخې پر پاکستاني اشیاوو تعرفې ۲۰۰ سلنو ته لوړې شوې. په اعلامیه کې د ملي امنیت یا ضروري امنیتي ګټې یا د نورو مشخصو حالاتو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، چې له مخې یې باید تعرفې لوړې شي. دا حیرانوونکې ده، ځکه که هند غواړي چې یوه قوي حقوقي قضیه وړاندې کړي، باید په اعلامیه کې یې ملي امنیت یا ضروري امنیتي ګټې ذکر کړې وی.
د ګاټ ۲۱مه ماده به فقره هېوادونو ته د هر اقدام اخیستل چې د هېواد امنیتي ګټو ساتلو لپاره یې دغه هېواد (اقدام اخیستونکی) «ضروري وګڼي» اجازه ورکوي. د بېلګې په ډول، یو هېواد کولای شي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصول له دې کبله نقض کړي، چې ملي امنیت لپاره یې ضرور وګڼي. دلته دوې پوښتنې پيداکېږي، لومړی دا چې ایا د ۲۱مې مادې دا الفاظ «که یې هېواد ضروري وګڼي» هېوادونو ته قضاوت په لاس ورکوي؟ یعنې هغه هېوادونه چې پر دغه ماده تکیه کوي، کولای شي چې خپل هر اقدام تر ۲۱مې مادې لاندې توجیه کړي، څو خپل ضروري امنیتي ګټي وساتي، پرته له دې چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د پېنل یا استیناف له خوا دغه اقدامات وڅېړل شي؟ په دې اړه حقوقي قضیې کمې دي، خو ځینې مبصرین پر دې نظر دي چې د هېوادونو هر هغه اقدام چې د ۲۱مې مادې له مخې اخیستل شوی وي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د پینل یا استیناف له خوا څېړل کېدلای شي. که څه هم ۲۱مه ماده به فقره هېوادونو ته پراخ اختیارات ورکوي، څو د ملي امنیت اړوند خپلې ګټې په یو اړخیزه توګه تعریف او تعین کړي، خو پر دې سربېره دغه یو اړخیز تصمیمونه د ښه نیت قضايي څېړنې تابع دي. دغه د ښه نیت معلومولو څېړنې له دې کبله هم ضروري دي، څو هېوادونه له ۲۱مې مادې څخه بده استفاده ونه کړي.
ځکه نو لږ تر لږه، هند باید د دې لپاره یو مستدلل وضاحت ورکړي، چې ولې په پاکستاني اموالو ۲۰۰ سلنه تعرفه لوړول د هند «ضروري امنیتي ګټو» لپاره اړینه ده. یعنې هند باید د دې وضاحت ورکړي چې که تعرفه لوړه شي، څه ډول به د هند امنیتي ګټې پرې خوندي شي؟ حقیقت دا دی چې تجارتي اموال لکه وچه مېوه، مېوه او سیمنټ د نظامي یا نورو امنیتي موخو لپاره نه استعمالېږي، نو که پر دې تعرفه لوړه هم شي څه ډول به امنیت ته ګټه ورسوي؟
دویمه پوښتنه دا ده چې ایا ۲۱مه ماده د فقره هېوادونو لپاره یوه عامه استثناء ده، چې ټولو اموالو ته شامله ده؟ ځواب يې منفي دی. هېوادونه د ګاټ معاهدې ۲۱مې مادې پر فقره هېوادونو باندې هغه مهال تکیه کولای شي، چې تجارت د وسلو، fissionable material یا دې ته ورته نورو شیانو مربوط وي یا هم د جنګ پر مهال یا په نړیوالو اړیکو کې د نورو بېړنیو حالاتو له کبله وي. په اوسني حالت کې هند پر پاکستاني اموالو باندې د تعرفې لوړول داسې توجیه کولای شي، چې دا وښيي چې حالات بېړني دي یا هم د هېوادونو تر منځ جنګ دی. دلته هم هند داسې قوي دلیل نه شي وړاندې کولای، چې په یو اړخیزه توګه دا تعین کړي چې دوی له پاکستان سره په جنګي حالت کې دي. دا وضعیت یوازې د سوداګرۍ نړیوال سازمان پېنل تعینولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت جنګي دی که نه؟ او د هند اقدامات په دې اړه قانوني دي یا نه؟
که هند غواړي چې د پاکستان خلاف خپله قضیه د ګاټ د ۲۱مې مادې لاندې نوره هم قوي کړي، باید پورته نقاط په ذهن کې مخکې تر مخکې ونیسي.
نور اپشنونه
اوسمهال د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې داسې چې هند نه غواړي له پاکستان سره نورماله تجارتي اړیکې ولري او د سوداګرۍ نړیوال سازمان عادي قوانین عملي کړي.
ګاټ او د سوداګرۍ نړیوال سازمان هېوادونو ته د دوه اړخیزه تجارت په برخه کې ځینې محدود فرصتونه په لاس ورکوي. د ګاټ ۳۵مه ماده غړو هېوادونو ته د دې اجازه ورکوي چې د الحاق پر مهال نور غړي هېوادونه مشخص کړي، چې ترمنځ به یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان قوانین نه عملي کېږي. د بېلګې په ډول، الف هېواد د الحاق پر مهال دا اعلان کړی چې له ب هېواد (هغه هم د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړی دی) سره په تجارتي اړیکو کې به د سوداګرۍ نړیوال سازمان قوانین نه عملي کېږي.
هند پورته یاد شوي اپشن ته هم لاسرسی نه لري، ځکه هند او پاکستان دواړه د ګاټ او سوداګرۍ نړیوال سازمان له موسسینو غړو څخه دي. همدا راز د دغه اپشن انتخاب به د ګاټ ۲۴مې مادې ۱۱مه فقره نقض کړي.
کله چې عمران خان د پاکستان لومړی وزیر شو، هغه یو هیله بخښونکی پیل وکړ. عمران خان وویل چې هند او پاکستان باید د غریبۍ د ورکولو په خاطر تجارتي اړیکې قوي کړي. اوس باید عمران خان د مذاکراتو لپاره اقدام وکړي.
دویمه دا چې د دوه اړخیزه تجارت او د سارک سازمان سیمهییز تجارت د پراختیا لپاره دوستانه فضا رامنځته کول هم دي. دا ډېره سخته ده چې ځانمرګي بریدونه دې د هند عسکر وژني او په عین حال کې دې د سوداګرۍ خبرې هم وشي. له همدې کبله پاکستان باید په قاطعانه شکل اقدام وکړي او د دې تضمین ورکړي چې خاوره به یې د هند خلاف ترهګرۍ کې نه استعمالېږي.
همدا راز هند باید دا په ذهن کې ولري چې له پاکستان سره د تجارتي اړیکو پراخول په جنوبي اسیا کې د اوږدمهالې سولې لپاره مهم ګام دی. قوي اقتصادي اړیکې به داسې غږونه راپورته کړي چې د سولې لپاره به هم غوښتنه کوي او هم لابي، څو د دوی (تجارانو) ګټې خوندي شي. د تجارتي اړیکو پراخېدلو عمومي تاثیر به دا وي چې شخړې به کمې شي او په نتیجه کې به سولهییزې اړیکې پراخې شي.