د امریکا پخواني ولسمشران تر ډېره متفکرین او روشنفکره کسان وو. دوی د پیسو او زور په واسطه نه، بلکې د خپل ذکاوت په وسیله ولسمشرۍ او واک ته رسېدل. له دې ډلې یو هم جان ادامز دی، هغه د انساني او روښانه افکارو د لرلو له امله په نړۍ کې مشهور دی. دی د امریکا د پرمختګ له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي او امریکايي وګړي درناوی ورته لري.
ادامز د امریکا دویم ولسمشر دی. هغه د ۱۷۳۵ ز کال په اکټوبر کې زیږېدلی او د ۱۸۲۶ ز کال د جولای په څلورمه له دې نړۍ تللی دی. د جان ادامز د حکومت موده د (۱۷۹۷-۱۸۰۱) کلونو ترمنځ وه. هغه د امریکا دویم ولسمشر دی چې د ټاکنو له لارې واک ته رسېږي.
په ۱۷۹۶ ز کال کې د امریکا په سیاست کې ستر بدلون راغی. په امریکا کې د درېیم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې کېدې. دا لومړی ځل و، چې تر یوه ډېرو کسانو ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي وو. جورج واشنګټن په دوو مخکینیو دورو کې سیال نه درلود. خو په دې دوره کې دوه سیاسي حزبونه جوړ شوي وو. فدرالیستان د امریکا د خزانې د پخواني وزیر الکساندر همیلتون په مشرۍ راټول وو او جمهوري غوښتونکي بیا د توماس جفرسون په مشرۍ. جفرسون پخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و. د ادامز بریا ځکه د باور وړ وه، چې په ټول هېواد کې خلکو پېژانده. ده د امریکا د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې وه او دوې دورې د ولسمشر مرستیال هم پاتې شوی و.
جان ادامز پوه او هوښیار سړی و. هغه په رښتیا له وطن سره مینه لرله او تکړه ډيپلومات و. سره له دې چې د فدرالیست ګوند غړی و، خو له حزبي سیاستونو سره یې مینه نه لرله. همدې کمزورۍ د ولسمشرۍ پر مهال ده ته ستونزې جوړې کړې.
جان ادامز په ۱۷۳۵ ز کال کې د ماساچوست خلیج په کډوال مېشته سیمه کې زیږېدلی دی. هغه له هاروارډ پوهنتون د حقوقو په برخه کې خپل ډيپلوم اخیستی و او ډېر ژر پر وطن د یوه مین سړي په څېره کې را څرګند شو. جان ادامز د خپلواکۍ لپاره د کانټيننټال د لومړۍ او دویمې کنګري مشري په غاړه لرله. د جګړو په اوږدو کې یې په فرانسه او هالنډ کې د ډيپلومات دنده تر سره کړې او د سولې د هوکړې په مذاکراتو کې یې هم برخه اخیستې ده. ادامز د جورج واشنګټن د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر مرستیال و. په دې توګه نو هغه د امریکا لومړنی مرستیال ولسمشر هم دی. هغه ډېر تکړه، هوښیار او پوه سړی و، خو د مرستیالۍ له دوو دورو ډېر ناهیلی و. جان ادامز ډېر وروسته خپلې مېرمنې ابیګیل ته وویل، د ولسمشر مرستیالي د انسانانو په لاس د نړۍ تر ټولو بې مانا رامنځ ته شوی پست دی.
کله چې ادامز د امریکا ولسمشر شو، نو په دې وخت کې د یاد هېواد نفوس (۵۳۰۸۴۸۳) کسانو ته رسېد. په دې وخت کې د برېټانیا او فرانسې تر منځ جګړو، دغه هېواد ته ډېرې ستونزې جوړې کړې وې، په تېره په خپلواکو سیندونو کې له حده ډېر کشمکش رامنځ ته شوی و، له بلې خوا په امریکا کې د دغو دواړو هېوادونو د پلویانو تر منځ وضعیت ترینګلی و. ادامز یو سوله پال او د سولې ملاتړی کس و. هغه په داسې وخت کې واک ته ورسېد چې امریکا له جګړو سره مخ وه، خو ده نه غوښتل جګړه وکړي او د سولې له لارې یې غوښتل جګړه ختمه شي. ادامز له فرانسې او برېټانیا سره سوله غوښته، ترڅنګ یې د امریکا د ودې او پرمختګ او قوانینو د سمون پلوی هم و. ده نه غوښتل چې د جورج واشنګټن د ولسمشرۍ سبک تعقیب کړي، له همدې امله هم په حکومت کې دننه له ستونزو سره مخ و او هم له حکومته بهر.
جان ادامز تر هر څه وړاندې یو پیاوړی ډيپلومات و. هغه په ۱۷۷۸ ز کال کې په پاریس کې د امریکا سفیر و. یو کال وروسته امریکا ته راغی او دلته یې د اساسي قانون د جوړولو پر پروسه کې کار کاوه. د ۱۷۸۰ ز کال په شاوخوا کې جان ادامز بیا اروپا ته د سفیر په توګه ولېږل شو. په ۱۷۸۳ ز کال کې یې له جان جي او بنجامین فرانکلین سره د پاریس د هوکړې په برابرولو کې مرسته وکړه. همدې هوکړې په رسمي توګه د امریکا او برېټانیا ترمنځ جګړه پای ته ورسوله. هغه د ۱۷۸۵ او ۱۷۸۸ ز کلونو ترمنځ په برېټانیا کې د امریکا لومړنی سفیر و. کله چې امریکا ته را وګرځېد، د اساسي قانون په هغه غونډه کې یې ګډون وکړ، چې جورج واشنګټن یې د ولسمشر په توګه وګوماره. جان ادامز په همدې غونډه کې ځان لومړۍ مرستیالۍ ته معرفي کړ او بریالی شو. په دغو ټاکنو کې ولسمشر او د ولسمشر مرستیال په جلا جلا رایو ټاکل کېدل.
تر دې وروسته جان ادامز له داسې یوه ولسمشر سره مرستیال و، چې د دواړو د نظرونو او پلانونو ترمنځ خورا ډېر واټن و. همدې مسئلې جان ادامز مایوسه کړی و. ګوښه ناستی حالت یې خپل کړی و او د ولسمشر مرستیالیتوب یې د نړۍ تر ټولو بې ارزښته دنده ګڼله. تر نږدې اتو کلونو پورې جان ادامز د جورج واشنګټن تر واک لاندې هېڅ هم نه شوای کولی. تر دې چې جورج واشنګټن تقاعد شو او ده ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ.
د ادامز حکومت پر فرانسه تمرکز وکړ. د فرانسې حاکم حکومت په هغه وخت کې د امریکايي هیئت له منلو ډډه وکړه او له دغه هېواد سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې وځنډولې. جان ادامز درې استازي فرانسې ته ولېږل، خو د ۱۷۹۸ ز کال په پسرلي کې خبر راغی، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر شارل تالیران او حاکمې ډلې د امریکا له هیئت سره لیدل نه دي منلي او په مقابل کې یې د درنې بډې غوښتنه کړې ده. ادامز د فرانسویانو دا سپکاوی د امریکا له کنګرې سره شریک کړ. کنګرې هم یو پرېکړه لیک خپور کړ، له هغه وروسته د امریکا په حکومت کې د فرانسې په ضد تحرکات رامنځته شول. دغه کار د امریکایانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او همدغه پرېکړه لیک فدرالیستان په ټولو ځایونو کې مشهور او محبوب کړل.
کنګرې یوڅه پیسې د دېوال او بېړیو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې. د امریکا حکومت ته یې امر وکړ چې پوځ دې پیاوړی کړي. دوی څو ساتونکې سترې بېړۍ جوړې کړې او هڅه یې وکړه، چې د هغو امریکا ضد عناصرو ډارول پیل کړي چې د امریکا له خاورې بهر ژوند کوي. دوی په همدې موخه یو قانون تصویب کړ، څو د یادو کسانو وېره نوره هم ډېره شي.
په دې توګه نو ادامز د هغو کسانو په کتار کې راځي چې د امریکايي پوځ د پياوړتیا، ودې او قوي کېدو لپاره یې لومړني او اساسي ګامونه اوچت کړي دي. د امریکا په پوځي تاریخ کې دغه ولسمشر ځانګړی ځای لري.
ادامز د جګړې اعلان ونه کړ، خو دښمنۍ له سیندونو پیل شوې. د هغه د ولسمشرۍ په پیل کې د امریکا بېړۍ هومره قوي نه وې، خو تر ۱۸۰۰ ز کال پورې ډېر شیان بدل شول او په دې وخت کې نو د امریکا سترې او سوداګریزې بېړۍ په بحرونو کې بې جوړې وې. جان ادامز د امریکا په تاریخ کې هوښیار او د کار وړ ولسمشر تېر شوی دی، خو دا چې ولې هغه ونه شوای کړی بل ځل ټاکنې وګټې یو لامل لري. د خپل حکومت په وروستیو دوو کلونو کې جان ادامز ځینې قوانین اصلاح کول. ده غوښتل د حکومت مخالف کسان ونیسي. همداسې وشول، ډېر کسان یې ونیول او د حکومت مخالفین یې ځپل. د ده پلوي ګوند هم په دې برخه کې مرسته ورسره کوله. همدې مسئلې په امریکا کې د جان ادامز محبوبیت ته زیان ورساوه او داسې تورونه یې راپورته کړل، چې ګواکې ادامز غواړي امریکايي حکومت پر شاهي سلطنت بدل کړي او پر واک ګېډه واچوي. له همدې امله امریکایانو په بل پړاو کې جان ادامز ته رایه ور نه کړه او ناکام شو.
جان ادامز هغه کس و، چې د امریکا د ازادۍ او انقلاب په سر لارو کې شمېرل کېږي. ادامز د امریکايي سیاستوالو له لومړنیو کسانو و، چې هېڅ غلام یې نه درلود. ده به ویل، انسان تر انسان کم نه دی، خو د ذهن او ذکاوت توپیر د انسان په خپل لاس کې نه دی. ادامز به ویل چې ټول بشر سره برابر دی او امریکا باید دغه اصل ته درناوی وکړي. هغه د مرېيانو یا غلامانو د ازادۍ سخت پلوی و او په دې اړه یې په ځلونو قوانین هم طرحه کړي او عملي کړي دي. خو دا چې د ادامز غږ هغه وخت د مرییتوب پر وړاندې د مبارزې لومړنی ګام و، دومره محسوس نه دی. هغه له دې سره هم مخالف و، چې خلک دې خپل غلامان د امریکا جګړو ته ولېږي، دا کار یې ظلم او د بشریت سپکاوی باله.
په مذهبي لحاظ په لومړي سر کې دومره جدي نه و، خو وروسته وروسته یې مذهب د انساني روزنې او معنویت لپاره مهم ګاڼه. د ده په خبره، مذهب او دین انسان له معنوي اړخه پیاوړی کوي او مذهبي کسان باید د انسان په روزنه کې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.
د ۱۸۰۰ ز کال د نومبر لومړۍ نېټه وه، چې ادامز واشنګټن ته دننه شو، له ټاکنو مخکې یې په سپینه ماڼۍ کې ژوند پیل کړ. د دویمې ورځې په مازدیګر یې د سپينې ماڼۍ په یوه نمجنه کوټه کې خپلې مېرمنې ته ولیکل: «مخکې له دې چې لیک پای ته ورسوم، دعا کوم چې په دغه کور او په دې کې راتلونکي اوسېدونکي برکتي خلک وي. له خدایه غواړم چې یوازې رښتیني او هوښیار خلک په دې ماڼۍ کې ژوند وکړي. هوښیار او پوه خلک پر امریکا حکومت وکړي.»
له ولسمشرۍ وروسته جان ادامز په ماساچوست کې خپلې کروندې ته را وګرځېد، همدلته یې د تقاعد شېبې تېرولې او همدلته یې توماس جفرسون ته یو پرانیستی لیک ولیک. نوموړی د ۱۸۲۶ ز کال د جولای په څلورمه ومړ.