افغانان هره ورځ د سولې د سهار په هیله له خوبه را پاڅېږي. دا سهار ډېر خوږ او لرې دی. تېرو څلوېښت کلنو جګړو او ناخوالو افغان ولس دومره ځپلی او خوار کړی، چې کله د خپل غلیم له خولې هم د سولې خبره اوري، نو په بې صبرۍ سره منډې ور وهي.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ امریکایي دولت د روان لمریز کال د وږي په ۱۳مه، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د مخته وړلو مرکچي پلاوي مشر وټاکه او له هغې ورځې بیا تر نن پورې پنځه ځله دواړو لورو په مختلفو ځایونو کې په خپلو کې سره اوږدې خبرې کړې دي، چې وروستۍ هغه یې همدا اوس هم په قطر- دوحه کې روانې دي.
امریکا ولې د سولې خبرې پيل کړې
افغان جګړې ته د امریکا او غرب په مطبوعاتو او سیاسي غوڼدو کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده او حتی نه ختمېدونکې جګړې نوم ورکوي. لومړۍ نړیوالې جګړې پنځه کاله او دویمې هغې شپږ کاله دوام وکړ، خو په افغانستان کې د امریکا جګړې ۱۸ کاله پوره شول او دا دی اوس اوس خپل ۱۹م کال ته په ننوتو ده. دې جګړې خپل محبوبیت او ملاتړ په امریکایي او اروپایي ولسونو کې له لاسه ورکړی او کابو ټول په یوه خوله د دې جګړې د بندولو غوښتونکي دي.
امریکايي ولس ته دا بنیادي پوښتنه ده چې ولې او څنګه دغه جګړه نه ختمېږي، حال دا چې مقابل لوری د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې د مقابل لوري په پرتله، ډېر کمزوری او اصلاً د مقایسې وړ نه دی. داسې شک او ګومانونه شته چې امریکایي دولت او پالیسي جوړوونکي قصداً د دې جګړې غځول غواړي.
ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۰ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو په موخه، غواړي د امریکا د ولس دې غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو سره، ځان د دې جګړې د ختمولو اتل ثابت کړي. نو په همدې خاطر یې د سولې مذاکرات او له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو هلې ځلې په ډېره چټکۍ سره پيل کړې دي.
طالبان څه فکر کوي؟
د ټولو کورنیو او بهرنیو ملاحظاتو په نظر، طالبانو وکولای شوی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې ډېر سخت او نه ماتېدونکی مقاومت د امریکا او ناټو د یرغل پروړاندې وښیي. د امریکا-ناټو او د دوی په ملاتړ د افغان حکومت پر وړاندې، په روانه جګړه کې نه یوازې طالبان کمزوري او بې روحیې نه شول، بلکې ورځ تر بلې یې روحیه پیاوړې او د اغېز ځمکه یې ډېره شوه.
دې کې هېڅ شکه نشته چې په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې اصلي او تر ټولو ستر قرباني عام افغانان دي. په افغانستان او سیمه کې د امریکایي سیاست په لږ بدلون سره، چې په ترڅ کې یې امریکا سولې ته د رسېدو خبرې اترې پیل کړې، طالبان دغه وضعیت خپل امارت ته د یو ستر بري په توګه ګڼي او ځانونه د دې جګړې فاتحین بولي.
طالبان فکر کوي او په خپلو منځو کې یو بل ته مبارکي ورکوي، چې د “فتح مبین” په څو مترۍ کې قرار لرو. طالبان هېڅکله دا وخت نه لري چې ژور فکر وکړي، چې ایا موږ د امریکا په دام کې را ګیر شوي یو که نه؟ لکه څنګه چې ښاغلي حکمتیار او مخلصینو یې داسې فکر کاوه.
د مذاکراتو اصلي موضوع څه ده؟
د مذاکراتو اصلي موضوع څلور ټکي دي: ۱- له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو څرنګوالی ۲ – د امریکا او ناټو پر ضد د نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا د افغان خاورې نه کارونه ۳ – اوربند ۴ – له افغان حکومت سره خبرې.
طالبان پر لومړیو دوو سره موافق دي، خو له وروستیو دوو سره تر دې دمه بحث ته حاضر شوي نه دي. خو امریکایي لوري ته څلور یاد مسایل مهم او مساوي ارزښت لري. فکر نه کوم چې طالبان دې په خپل دریځ ټینګ پاتې شي، په یو ډول نه یو ډول به، بالاخره پر څلورو پورته مواردو باندې د بحث او خبرو اترو توافق کوي. تر اوسه طالبان په روانو خبرو کې ډېر صادق او له ارادې ډک ښکاري، خو بل لوری (امریکا) له ډېرو شکونو او مکرونو سره مخته روان دی، دا ځکه چې امریکا دې دا ډول مکر او توطیو اوږد تاریخ لري.
دا ډېره لرې او ویلی شم ناشونې ده چې، امریکا دې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. د زلمي خلیلزاد په شمول، ټول امریکایي چارواکي ضد او نقیض خبرې کوي، چې په ژور تحلیل سره دا پیغام ترې اخیستل کېږي، چې په یو نوم نه یو نوم سره خپل ډېر پوځیان او استخباراتي کسان په افغانستان کې ساتي. که نور هېڅ نه وي، د سفارت د ساتونکو، له تروریستي ډلو سره د مبارزې ډله، د افغان ځواکونو د روزنې او یا کوم بل نوم، بالاخره خپل نظامي-استخباراتي حضور ته ادامه ورکوي.
ګټونکي څوک دي؟
ظاهراً داسې معلومېږي چې ګویا طالبان د جګړې او مذاکراتو وړونکي دي او دوی د امریکا په نسبت لوړ دریځ کې دي. خپله طالب چارواکي همداسې فکر او احساس کوي. د دوی له څرګندونو او له رسنیو سره له مرکو په اسانه دغه برداشت کېږي. خو زه داسې فکر نه کوم، قضیه د دې برعکس ده. په مکر او سیاست پخو امریکایي مرکچیانو په قصدي ډول وضعیت داسې مهندسي کړی، چې وښیي امریکا بایلونکې او طالبان وړونکي دي.
خو حقیقت داسې نه دی، طالبان د دغو خبرو اترو اصلي بایلونکي دي. طالبان به د دغو مذاکراتو په ترڅ کې، داسې یوه پخه لغته وخوري، چې په ټول عمر به بیا د مبارزې ډګر ته د راتګ توان ونه لري. امریکا په مذاکراتو کې د خپل سیال د ماتولو او تړلو اوږده تجربه او مهارت لري، دوی حالات ډېر ښه مدیریت کوي چې طبیعي پایله یې د دوی په ګټه وي. د بېلګې په توګه، له ایران سره د اټومې هوکړې مسئلې ته اشاره کولی شو. روانې خبرې اترې د طالبانو د بشپړې نابودۍ خبرې دي، طالبان امریکا ته په مفته هغه څه ورکوي چې په ۱۸ کلنه جګړه کې د ۲۵۰۰ سرتېرو په وژل کېدو سره یې لاسته را نه وړل. طالبان فکر کوي چې دوی به اسلامي امارت له امریکا سره د یوې سیاسي هوکړې په کولو سره رامنځ ته کړي او په دې توګه به امریکایي اشغال ته د پای ټکی کېږدي؟
سوله به راشي
که څه هم زما دا خبره د ټولو عامو خلکو او د نظر خاوندانو خلاف ده، چې د دغو مذاکراتو په پای کې دې هغه سوله راشي چې مونږ افغانان یې غواړو او تعریف ترې لرو. زه د مطلق اکثریت د دې نظر او وړاندوینې خلاف وایم، چې که له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک هم شي، په افغانستان کې هغه سوله نه راځي چې افغان ملت یې غواړي. دلیل یې دا دی چې خپله امریکایي او افغان مشران وایي، چې دلته ۲۲ نورې ترهګرې ډلې فعالې دي. سربېره پر دې، په افغانستان او سیمه کې د امریکا سیاست او تګلاره د جګړې او بې نظمیو سیاست دی، نو څنګه به بشپړه سوله راشي؟
ممکن د جګړې جغرافیه، نوم او لوبغاړي او کچه یو څه تغیر وکړي، خو هغه مطلوبه سوله چې شپه او ورځ یې واړه او زاړه په تمه ده، هېڅکله به هم د داسې هوکړې په ترڅ کې را نه شي.