د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د پنځم پړاو خبرو موده تر هغه زیاته وغځېده، چې مخکې يې وړاندوینه کېده.
ممکن دا خبرې اترې د روانې اونۍ تر پایه هم وغځېږي، ځکه اوس بحث له کلیاتو جزییات ته شوی دی او پر جزییاتو بحث معمولاً وخت نیوونکی وي.
د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د روانو خبرو پراخ رسنیز انعکاس، په کور دننه او بهر کې د ممکن جوړجاړي په باب، چې کومې اندېښنې ښودل کېږي، دا چې هغه څومره طبیعي او رښتینې او څومره مصنوعي او مغرضانه دي؟ دا یوې خوا ته ولې بل لور ته په تازه څرګندونو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هغه څرګندونې چې وايي، له ترورېزم سره د مبارزې لپاره به امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي، ځکه د نوموړي په باور، دوی پر طالبانو باور نه لري او په عیني وخت کې یې له طالبانو له افغان خاورې امریکا او له امریکایي ګټو څخه د ساتنې د تضمین خبره هم خوراه ګرمه ساتلې. هغه چاره چې د امریکایي ډیپلوماسۍ تاریخ او د ګټو پر محور بدلېدونکو رابدلېدونکو سیاستونو ته په کتو، نړۍ ترې ښې خاطرې نه لري.
د امريکا له افغانستان څخه د نه ګواښ تضمين غوښتنه، په حقيقت کې په راتلونکي کې د ټولو هوکړو او له ژمنو څخه د تېښتې یوه لاره پرېښودل او يو ډول د بيا يرغل سياسي او حقوقي ترفند کارولو په مانا دی.
له طالبانو څخه مو منحيث د يو افغان په توګه هيله او غوښتنه دا ده، چې د خبرو اترو په هر پړاو کې د امريکايي ډيپلوماسۍ او سياست د تاريخي ژمنو او ماتونو مخینه مطالعه او په ياد ولرى، هغه ډول چې دوى د تضمين په عنوان د بيا يرغل کولو پلمې لټوي، تاسو هم ور څخه د بيا يرغل، لاسوهنې او نه خيانت حق په هر عنوان او نوم چې يي قصد لرى، ترلاسه کړی.
ځکه د ژمنو ماتول، د نړیوالو او بين الدولي پرېکړو سپکاوى د امريکايي (ګټو محوره) سياست پر وړاندې نه، بلکي په همدې نږدې تاريخ کې د يوې عادي چارې او مروج ورځني کلتور برخه ګرځېدلي دي.
د بېلګي په توګه، د امريکا وتل په وروستۍ بې شرمۍ سره، د پاريس له اقليمي تړونه، له روسيې سره د مزايلو د کنټرول تړون ماتول، له برېټانيا سره د بريګزيټ ژمنه، له ايران سره د برجام تړون، له کوريا سره مختلفې هوکړې، د سوريه د انقلابيانو تش لاس پرېښودل او د لسګونو عربو او افريقايي مستبدو واکمنانو هغوی چې تر پرونه د امريکا ابن غلام لاسپوڅي او ګوډاګيان وو، ولې کله یې چې د ګټو غوښتنه له هغوى څخه پر نه ملاتړ ولاړه وه، له هغوی یې لاس ومینځل، نه یې د هغوی انډیوالي وریاده شوه او نه غلامي؛ بلکي پخپلو لاسونو یې، پخپلو ملتونو داسې سپک او بې عزته کړل، چې تاریخ يې ډېرې کمې بېلګي په یاد لري. قضافي، علی عبدالله صالح، صدام حسین او لسګونه داسي نور یې ښې بېلګې دي.
دا ځکه له امريکا سره معامله د بشرى ارزښتونو او انسانيت بحث نه دى او نه له معنوي اړخه امريکا د تاريخ په نوم کوم ملي ننګ او ارزښت تر شا لري، چې د خيانت، وحشت او بې عدالتۍ پر مهال دوى ورته پام وکړي یا یې ور په یاد شي.
همدارنګه موږ په داسې يوه نړۍ کې اوسو، چې د هر څه معيار ځواک دی. اوس چې زموږ او امريکا ترمنځ برابري، سیالي او توازن په هېڅ ډګر کې ممکن نه دى او طالبان هم خوشبختانه له هغه پړاو څخه تېر شوي، چې د فشارونو له امله له خپل دريځ څخه تېر شي؛ بلکي هغه ملي او ولسي ذهنيت چې د جګړې خلاف او هغه سيمه ييز او نړیوال ملاتړ چې د امريکا د شتون اړوند راټوکېدلی او په تازه ګام کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير او د سولې په برخه کې د دغه هېواد ځانګړي استازي ليدنه په قطر کې له ملا برادر اخوند سره يوه خبره په ډاګه کوي، چې طالبان ترهګر نه؛ بلکي يو ملي او مقاومتګر افغاني خوځښت دی، چې د افغانستان په هر ډول سیاسي رهبرۍ کې به پرېکړه ټاکونکی ځاى لري او امريکا هم د قطر- دوحې مذاکراتو ته په کېناستو، دغه ابهام ختم او دا واقعیت یې ومانه.
اوس طالبانو ته پکار ده چې تر دې ځاىه يې ډېر څه په خوراه صبر، سرښندنو او تدبیر سره ګټلي، باید وروسته له دې هم هر ګام په پوره احتیاط سره واخلي. د پاکستان، ایران او روسیې هر دریځ او چارې ته په حکمت سره ځواب ورکړي او تر ټولو مهم په داسي حال کې پر امریکایانو هر ډول خوش باورانه نظر له خپل ذهنه لرې کړي او له دوی څخه په یو متقابل عمل کې د بیا نه یرغل او نه لاسوهنې د مخنیوي په موخه او د ګران افغانستان د خوندیتابه لپاره ترې ښکاره حقوقي او سیاسي تضمین واخلي.
هغه داسې چې دوی او هېڅ افغان ته د یوه امریکایي عسکر پاتې کېدل په هېڅ عنوان هغه که له ترورېزم سره د مبارزې په نوم وي، یا د مشورې په نوم او یا له نشه یي توکیو سره د مبارزې په پلمه د منلو وړ نه ده.
دوی ( امریکایانو ) ته باید وویل شي او دوی باید دا تضمین کړي، چې بیا له اسلام اباده د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کړي او دلته د څو ارزالو په غوښتنه ملي نظامونه او ولسي حکومتونه نه شي نسکورولای، نه په مستقیم ډول او نه د کومي کورنۍ پردیپالې ډلې په غوښتنه.
دوی باید د خوست ساتندویانو او دېته ورته نورې لسګونه هغه ډلې چې سی ای اې يي په مستقیم ډول ملاتړ او رهبري کوي او هغه هره ورځ افغان وژنه کوي، منحل اعلان کړي او ژمنه وکړي چې دلته به په هېڅ عنوان او ډول له باغي او یاغي ډلو ملاتړ نه کوي او دا ډول لاسوهنه به د یرغل معادله ګڼل کېږي.
دا ډول په بېلابېلو کورنیو چارو لکه ټاکنو، له نړۍ سره پر اړیکو او د سیاسي حکومتوالۍ د کردار په تر سره کولو کې لاسوهنه، ملاتړ او یوې ډلې په ګټه غیرې قانوني دریځ نه شي نیولای.
ځکه که له عراق، سومالیا، موګادیشو او بېلابېلو هېوادونو څخه د امریکا د وتلو ښکیلاګي تاریخ ته که کتنه وشي، نو څرګنده به شي چې د امریکا وتلو او نه وتلو هلته هغو ملتونو ته هېڅ بدل نه کړل، بلکې یا یې بېرته هلته لکه د عراق او سومالیا یرغل وکړ او یا یې تر دې کچې لاسوهنه جاري وساتله، چې له سره د اړوندو هېوادونو ملتونه پر خپلو سیاسي حکومتونو واک نه لري، بلکې واکمن رژیمونه په دغو ټولو هېوادونو کې یا د واشنګټن لخوا مستقیم اداره کېږي او یا د امریکا د پنډونو، سیاسي ملاتړونو او فشارونو په وجه، د هغه چا په واک او اختیار کې دي، کوم چې پرون د امریکا په غېږ کې راپیدا شوي او نن لوی شوي دي.