د مارچ ۸مه د ښځو نړيواله ورځ وه. دا د چين او افغانستان يوه ګډه ورځ ده. په وروستیو ورځو کې د چين سفارت د افغانستان د مشهورې عکاسې اغلې فاطمې لپاره د عکسونو يو ځانګړی نندارتون جوړ کړ. دا لومړی ځل دی چې د چين سفارت د افغان هنرمند لپاره نندارتون جوړوي.
اغلې فاطمه د افغانستان د عکاسانو ټولنې غړې ده او عکسونه يې د زياتو هېوادونو په هنري فېسټيوالونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغې د یاد نندارتون لپاره کابو شل عکسونه وړاندې کړي، چې له ډلې یې ځینې لومړی ځل نندارې ته وړاندې شول. د هر يو عکس تر شا يوه کيسه شته، چې هره يوه یې په زړه پورې او ګټوره ده. له دغو عکسونو څخه د افغان ټولنې بدلونونه او متنوع والی او د افغان ښځو ښکلا او د زړونو غږونه څرګندېږي. ياد عکسونه د چين د انقلاب لارښوونکي ښاغلي سون جونګ شان يوه مشهوره خبره تصديقوي، چې (که په نړۍ کې ښځې نه وي، ۵۰ سلنه رښتيا له منځه ځي، ۷۰ سلنه نيکۍ او ۱۰۰ سلنه ښکلا به کمه شي). دا د ښځو ستاينه ده او د رښتيا پاتې کېدو، نيکۍ او ښکلا خپرونه هم ده.
په چين او افغانستان کې يو متل دی، چې وايي: «ښځه نيمه نړۍ ده». په چين کې کابو ۶۸۰ میليونه ښځې شته او د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس په کلنۍ غونډه کې چې اوس په بیجېنګ کې روانه ده، ۷۴۲ ښځينه استازې دي. د ښځينه استازو شمېر د استازو په عمومي شمېر کې ۲۴.۹ سلنه برخه نيسي، چې دغه انډول د تېرې غونډې په پرتله ۱.۵ سلنه لوړ شوی دی. په چين کې د ښځو کاري فرصتونه په عمومي کاري فرصتونو کې ۴۴ سلنه برخه نيسي او د ښځو کاري انډول ۷۰ سلنو ته رسېږي. په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو شمېر د محصلينو په عمومي شمېر کې ۵۲.۵ سلنه نيسي. اوس په چين کې کابو شل ښځې لویې سفيرانې، زياتې ښځې وزيرانې او جنرالانې شته. د چين د حکومت له خوا د اصلاحاتو او ورخلاصون په سلو غوره شخصيتونو کې ۱۱ یې ښځې دي.
دا شمېره په زړه پورې ده. د رسمي شمېرې له مخې، تېر کال د چين په لويو ښارونو کې د ښځو عايدات د کورنيو په عمومي عايداتو کې له نيمې برخې څخه زيات شوي دي. دغه شمېره پر نارینهوو فشار اچوي. که کوم کس پوښتنه وکړي چې ولې چینایي ټولنه دومره ارامه ده؟ دوی له دغه شمېر څخه ځواب پیدا کولی شي.
د چين حکومت جنسي مساوات او د ښځو د حقونو ضمانت ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د دغه هېواد په اساسي قانون کې په ښکاره توګه ليکل شوي، چې د چين په ولسي جمهوريت کې نارينه او ښځې د سياست، اقتصاد، کلتور، ټولنې او کورنۍ په شمول، هره ساحه کې برابر حقونه لري. نارينه او ښځې د يو شان کارونو له مخې يو شان عايدات اخلي او ښځينه چارواکي د روزنې او انتخاب په برخه کې نارينهوو ته ورته حقونه لري. دغه راز، چين د ښځو د حقونو د ساتنې قانون بیا تنظیم او تطبيق کوي. د چين د صدراعظم لي که چيانګ له خوا د چين حکومت په کاري راپور کې يو ځل بيا پر دې ټينګار شوی، چې د ښځو او ماشومانو د روغتيا د ساتنې کارونه دې پياوړي شي او د ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او معيوبينو حقوق دې وساتل شي.
چين او افغانستان يو د بل ستراتېژيک همکاران او دوستانه ملګري دي او دا د دواړو هېوادونو د ښځو په ملاتړ او همکاريو پورې نه جلا کېدونکې اړه لري. چين او چيني سفارت د افغانستان له سوله ييزې بيارغونې څخه د ملاتړ کولو په بهير کې هم د افغانستان د ښځينه چارو پرمختګ ته پاملرنه کوي او ور څخه ملاتړ کوي. چين په تېرو دوو کلونو کې په چين کې د مسلکي روزنې په هکله کابو ۱۹۰ افغان ښځو ته بلنې ورکړې دي، د افغانستان د ښځينه چارو وزارت ته يې د روغتيا د ساتنې تجهيزات ورکړي، په چين کې د زده کړې په برخه کې یې ۱۵ افغان ښځينه محصلينو ته مالي مرستې برابرې کړې، په مزارشريف کې يې د نجونو مکتب جوړ کړی، چين ته د سفر په هکله يې د چيني (وو شو) د افغان ښځينه ډلې ته بلنه ورکړه او په بريالۍ توګه يې هغه ۲۵ افغان نجونې تداوي کړې، چې د زړونو په مورزادي ناروغۍ اخته شوې وې. دغه راز، چين په کندهار کې چيني روغتون جوړ کړ، په کابل کې يې د جمهوريت روغتون جوړ کړ، د کابل په پوهنتون کې يې اړوند تاسيسات اباد کړل، په ټيټه بيه د استوګنې ودانۍ يې جوړې کړې، د افغانستان د دولت مسلکي روزنې مرکز يې جوړ کړ او د افغانستان د بېلابېلو ځايونو مکتبونو او ښوونځيو ته يې تعليمي سامانونه برابر کړل چې زرګونه افغان ښځو ورڅخه ګټې واخيستې او اخلي يې.
څو تنه چيني ښځې له خپلوانو څخه په لرې واټن کې په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په پار افغانانو ته، په تېره بيا ښځو ته خدمتونه برابروي. په افغانستان کې د چيني سوداګرو ټولنې مشرې منګ شياولي په کابل کې د علاوالدين په نوم د نجونو دارالايتام ته بسپنه وړاندې کړه او ويې ويل چې (ماشومان د هېواد راتلونکی دي او ښځینه یتیمان تر ټولو پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري. زه به د خپلو ماشومانو په شان افغان نجونو ته پاملرنه وکړم.)
د ياد دارالايتام مسوولې او ماشومانو ډېر لوړ احساس درلود. تېر کال يو خبر او عکس د چين په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو، چې په دغه عکس کې يوه ځوانه مور جهان تابې احمدي ښکاري، چې خپل بچی يې په خپله غېږ کې نيولی دی. هغه په دوو ساعتونو کې پر غرونو له ختلو وروسته، بيا د موټر د نهو ساعتونو مزل له لارې، د کانکور ازموينې ځای ته رسېدلې وه، بچی يې ژړېده، هغه په ځمکه ناسته وه او د اولاد د ارامولو ترڅنګ يې په ازموينه کې ګډون کړی و. دغه عکس پر زياتو چينايانو اغېز کړی دی، ځینو کتونکو ويلي، چې هغه کس چې هيله لري او هيلې ته د رسېدو لپاره زيار باسي، که جنس او رول يې هرڅه دی، دا ډله وګړي په نړۍ کې تر ټولو قوي بشري ډله ده.
سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کاليزې سره برابر دی، افغانان په دغه کال کې ډېره لويه هيله لري، چې وطن ته يې سوله راشي. افغان ښځې په جګړه کې ډېرې سختې زيانمنې شوې دي او هم د سولې ډېرې مثبت ملاتړ کوونکې، ساتونکې او ابادوونکې دي. د سولې په اړه د دوی غوښتنو ته بايد درناوی او احترام وشي او باور لرو چې د سولې په اړه به د دوی هيله په حقیقت بدلې شي. چين او افغانستان په دغه بهير کې د ګډ برخليک يوه ټولنه ده، چين تل د افغانستان تورياليو وروڼو او خويندو ترڅنګ ولاړ دی او له افغانستان سره به د نړۍ د سولې، همغږۍ او ښکلا د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.