یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

شفاء د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

مارچ 10, 2019
in پوهنتون
0 0

له نن څخه نږدې اوولس کاله مخکې، کله چې له ښوونځیو څخه د فارغېدونکو زده کوونکو شمېره لوړه شوه، نو لوړو زده کړو وزارت نه شوی کولای چې د دوولسمو ټولګیو ټول فارغین دې د لوړو زده کړو او یا هم نیمه لوړو زده کړو لپاره په دولتي پوهنتونونو او یا موسسو کې جذب کړي. نو په دې برخه کې خصوصي سکټور ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شوه، څو د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم خدامات پیل کړي او په خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې محصلین لوړې زده کړې وکړای شي. دغه هڅه ان له ۲۰۰۳ ز کال را په دېخوا کېدله، خو په ۲۰۰۶ ز کال کې یې په عملي ډول د لوړو زده کړو موسسو ته اجازه ورکړه، څو په دې برخه کې پانګونه وکړي او محصلین جذب کړي. له دې ډلې یوه هم شفاء د لوړو زده کړو موسسه ده. شفاء د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۰مه پیل کړې دي. دغه موسسه اوسمهال څلور پوهنځي(معالجوي طب، ستوماتولوژي، عالي فارمسي او حقوقو او سیاسي علوم) لري. دغه راز شفاء د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو د لا ښه چوپړ او عملي زده کړو په موخه روغتون، درملتون، کتابتون، کمپیوټر لب او نور هغه امکانات برابر کړي، چې د محصلینو د پرمختګ او تجربو د زیاتوالي لامل کېږي.

لکه څنګه مو چې مخکې وویل، شفاء د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې د افغانستان د اساسي قانون د ۴۶ مادې له حکم سره سم، د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پیل کړې. دې موسسې هغه وخت دوه پوهنځي، حقوق او سیاسي علوم او ستوماتولوژي درلودل. په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دې موسسې په چوکاټ کې د فارمسي پوهنځي هم پر فعالیت پیل  وکړ. شفاء د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال عبدالباري خپلواک وایي، دوی وکړای شوی چې سږ کال (۱۳۹۷) کې د طب پوهنځي منظوري هم واخلي، چې اوس عملاً په دې پوهنځي کې هم محصلین زده کړې کوي. اوسمهال دغه موسسه  څلور پوهنځي (معالجوي طب، ستوماتولوژي، عالي فارمسي او حقوق او سیاسي علوم) لري، چې هر پوهنځی بیا په خپل چوکاټ کې بېلابېل ډېپارټمنټونه لري.

د ښاغلي خپلواک په خبره، شفاء د لوړو زده کړو موسسه د څلورو زرو په شاوخوا کې محصلین لري، چې له دې ډلې یې ۱۸ سلنه ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. شفاء د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۱۲۸ استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي، چې په دې ډله کې ښځینه استادانې هم شته. شفاء د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، ۹۵ سلنه استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ او پاتې پنځه سلنه یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. ښاغلی خپلواک وایي، ځینې استادان یې اوسمهال په بهر کې د ماسټرۍ پر اخیستو بوخت دي، چې د ماسټرۍ پروګرام تر بشپړولو وروسته به بېرته خپلې دندې ته راګرځي. د خپلواک په خبره، موخه یې دا ده چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې یې باید ټول استادان لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري.

شفاء د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې په زرګونه ټوکه سافټ او هارډ کتابونه پکې شته. د دې موسسې محصلین کولی شي، وخت ناوخت له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي، خپله مطالعه او څېړنه پکې وکړي. دغه راز شفاء د لوړو زده کړو موسسه چې تر ډېره پکې په داسې پوهنځیو کې تدریس کېږي، چې عملي کار ته اړتیا لري، نو د خپلو محصلینو لپاره یې، د ۲۴ ساعته روغتون، درملتون او څلورو لابراتوارونو امکانات هم برابر کړي، څو یې محصلین هر څه په عملي ډول وګوري او زده یې کړي.

شفاء د لوړو زده کړو موسسه د ورځې په دریو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي، د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو، د ماسپښین له یوې تر څلورو او درېیم هم د شپې لخوا. ډېری کسان په دې اند دي، چې له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه فارغېدونکو کسانو لپاره په ډېرې سختۍ دنده پیدا کېږي او لامل یې هم په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو ټیټ کیفیت بولي، خو د شفاء د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، دا چې دوی د خپلو محصلینو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ، د عملي هغو امکانات هم برابر کړي، نو محصلین یې تر فراغت وروسته ډېر ژر په دولتي او خصوصي ادارو کې چېرته چې ورته اړتیا لیدل کېږي، په دنده ګومارل کېږي. ښاغلی خپلواک وایي، دوی له ډېرو بنسټونو سره په دې برخه کې هوکړه لیکونه لري، چې له فراغت وروسته ورته خپل محصلین ور معرفي کوي. د عبدالباري خپلواک په خبره، دوی د موسسې لپاره پنځه کلن پلان لري، چې له مخې به یې د درملو جوړولو فابریکه، حلقوي درملتونونه او کلینیکونه ولري او لږ تر لږه ۲۰۰۰ فارغ شوي محصلین به یې په دنده په کې وګومارل شي. ښاغلی خپلواک وایي، سږ کال یې له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه خپله لومړۍ دوره محصلین فارغ کړي، چې له نیکه مرغه ډېری اوس عملاً په بېلابېلو ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

ډېری هغه کسان چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسې فارغېږي، یوه اندېښنه ور سره د خپلو تحصیلي اسنادونو د تر لاسه کولو وي. شفاء د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، دوی د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سم فعالیت کوي او د محصلینو د تحصیلي اسنادو هغه برخه چې په پوهنتون پورې اړه لري، دوی یې په اړه پر وخت اقدام کوي او ټول اړین توکي ورته برابروي، څو محصل وکړای شي له خپلو اسنادو څخه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي. خو هغه کارونه چې پر لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري، لږ ځنډېږي. ښاغلی خپلواک وایي، له نیکه مرغه اوس تازه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره هم ځانګړی ډېټابېس جوړ کړی، چې له مخې به یې له خصوصي پوهنتونونو او موسسو فارغېدونکو کسانو ته ډېر ژر خپل تحصیلي اسناد رسېږي، چې د دولتي پوهنتونونو له اسنادو سره به یې ارزښت یو شان وي.

دغه موسسه له خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې له مخې یې د تجربو تبادله هم کوي. ښاغلی خپلواک وایي، په ټوله کې په کور دننه له پوهنتونونو سره ښې او نیکې اړیکې لري او له دې سره په څنګ کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د اتحادیې غړیتوب هم لري.

د شفاء د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، موسسه یې یوازینۍ هغه ده چې خپلو محصلینو ته په ټیټه بیه، خو لوړ کیفیت زده کړې ورکوي. د ښاغلي خپلواک په خبره، دوی د ممتازو محصلینو لپاره، ۵۰ او ۲۵ سلنه تخفیف ورکوي. دی وایي، د همدې برخې لپاره یوه ځانګړې کمېټه لري، چې د سمیسټر په سر کې  د شهیدانو وارثینو او هغو کسانو ته چې کورنی اقتصاد یې کمزوری وي، ځانګړی تخفیف په پام کې نیسي. د ده په خبره، په محصلینو کې یې داسې کسان هم شته، چې د وړیا زده کړو زمینه یې هم ورته برابره کړې ده.

شفاء د لوړو زده کړو موسسې اداره په پام کې لري، چې په راتلونکو کلونو کې لومړی له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړي، د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي او په څنګ کې ورسره د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځي هم جوړ کړي. ښاغلی خپلواک وایي، په ټوله کې له لوړو زده کړو وزارت څخه راضي دي، خو کله کله یې هغه کارونه چې په لوړو زده کړو وزارت پورې اړوندېږي، ځنډ پکې راځي چې دغه کار د دوی د پرمختګ په مخ کې خنډ ګرځي. نوموړی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، هغه خصوصي پوهنتونونه یا د لوړو زده کړو موسسې چې د کار کیفیت یې ښه نه دی، یا یې باید مخ ونیول شي او یا هم پرې کنټرول زیات شي، څو د خصوصي سکټور لپاره پر مخ تور خال نه وي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In