پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

    کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

    هوا حالات؛ په ۲۳ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د غزني له وېجاړيو سره سره حکومت وايي چې هلته يې د فاجعې مخه نېولې ده

اگست 18, 2018
in افغانستان
0 0

په غزني کې له پنځه ورځنۍ خونړۍ جګړې وروسته حکومتي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې یې د ستر بشري ناورین مخنیوی کړی دی.
وسله والو طالبانو شپږ شپې مخکې پر غزني له څلورو لوریو برید وکړ چې په لومړۍ ورځ يې ملکي روغتون ته د ۱۰۰ په شاوخوا کې د سرتېرو او عامو وګړو جسدونه وروړل شول.
د غزني د ملکي روغتون یوه کارکوونکي د اسوشېټېډ پرېس اژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې په لومړۍ ورځ ورته د سلو په شاوخوا کې د ملکیانو او سرتېرو جسدونه وروړل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د جګړې له لومړۍ ورځې وروسته بیا تر څلورمې ورځې د سختې جګړې له امله نه کوم جسد او ټپي وروړل شوی دی او نه یې هم دوی د درملنې لپاره امکانات درلودل.
د جګړې په لومړۍ ورځ د والي ویاند وویل چې جګړه د ښار په منځ کې پر دولتي ودانیو روانه ده او په ټول ښار کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې دي.
هغه چې په بېړه یې خبرې کولې وویل چې په نیمه شپه د درنو وسلو په غږونو را ويښ شوی او د سختې جګړې له امله سر نه شي پورته کولی.
د جګړې په لومړۍ ورځ د والي له وياند سره تر اړيکې وروسته په ښار کې مخابراتي شبکو کار پرې ایښی او تر نن پورې چې د جګړې پنځمه ورځ ده کار نه کوي. د راپورونو له مخې په غزني کې له لومړۍ ورځې وروسته چې مخابراتي شبکو کار پرې اېښی دی، هېڅ کومه دولتي او غير دولتي رسنۍ هم فعالیت نه لري. د جګړې په دويمه ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې وسله والو طالبانو د ملي راډيو ټلوېزیون په ګډون د غزنویانو په نامه راډیو ټلوېزیون ته هم اور اچولی دی. غزني کې نه یوازې رسنۍ سوځول شوې دي، د ښار د کمربندي پوستو په ګډون ټولې هغه دولتي ادارې هم سوځول شوې دي چې په شخصي کورونو کې وې.
پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې طالبانو څلور امنیتي سرتېري هم نیولي دي، د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې یوه کور ته بېولي او هلته تر‎ې تحقیقات کوي. په یاده ویډیو کې یو طالب قوماندان د تسلیم شویو سرتېرو په اړه وایي چې دوی به له هغوی سره هېڅ راز ظلم ونه کړي او روغ رمټ به یې خپلو کورونو ته واستوي.
نوموړی له تسلیم شویو کسانو د اقرار اخیستلو تر څنګ پر نورو سرتېرو هم غږ کوي چې تسلیم شي کنه نو وبه وژل شي.
په ورته وخت کې له یاد ولایت نه د جګړې د لومړۍ ورځې ویډیوګانې ښيي چې په ښار کې جګړه شدت اخلي او طالبان شېبه په شېبه د ښار په منځ کې خپل سنګرونه پیاوړي کوي؛ د ښار بېلابېلو سیمو کې اورونه او لوګي پورته کېږي او درنه جګړه روانه ده. د غزني امنیه قوماندان، چې د امنیه قومندانۍ په شل مترۍ کې د یو مارکېټ بام ته ختلی و، پر فېسبوک د ژوندۍ ویډیو له لارې خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ښار کنټرول یې په لاس کې دی او ژر به وسله وال طالبان په شا وتنبوي. دا په غزني کې د جګړې د لومړنۍ ورځې جزیات و. له لومړۍ ورځې وروسته جګړې شدت واخیست او لحظه په لحظه د ښار له منځه د مرګ ژوبلو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېدل.
په یاد ولایت کې د جګړې شدت دومره و چې طالبانو د امنیه قومانداني شا ته د افغان په نامه مارکېټ، چې له همدې ودانۍ لس متره واټن نه لري وسوځاوه؛ خو په کابل کې د ملي دفاع وزارت چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د کومانډو ځواکونو په رسېدو په غزني ښار کې وضعیت کنټرول شوی دی. د ښار په لمنو او دغه راز اتمه حوزه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه خو ملي دفاع وزارت وياند ويل چې د اندېښنې وړ نه ده. نوموړي په داسې حال کې په غزني کې د جګړې د مهارولو خبره کوله چې طالبانو ان د والي لېږدوونکې الوتکه په ښار کې کېناستو ته پرېنښوده. الوتکې بېرته کابل ته راغلې او په دويمه ورځ کومانډو ځواکونه بیا د والي په ګډون غزني ته لاړل چې وروسته یې د نادرکۍ اوازې هم خپرې شوې.
بلخوا طالبانو په یاد ولایت کې د جګړې په پایله کې د دوو الوتکو د نسکورولو، د سلګونو سرتېرو د وژلو او دغه راز د محبس د ماتولو خبر هم ورکړی و، خو حکومتي چارواکو د جګړې په څلورمه ورځ په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د طالبانو ادعاوې غلطې وبللې او دغه راز یې خبر ورکړ چې غزني ته د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز په مشرۍ زر کومانډو ځواکونو رسېدلي دي. دوی ويل چې اوس وضعیت ارام دی او تر څلورویشتو ساعتونو پورې به ټول ښار د وسله والو طالبانو له موجودیته پاک کړي.
په یاد کنفرانس کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د خبریالانو پوښتنې ځوابولې. د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي په غزني کې خلک په کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي وویل، د محبس د زندانیانو په ګډون یې خلکو ته بسکېټ وروړي دي او هغوی به د وضعیت تر ښه کېدو ترې استفاده وکړي.
عیني شاهدانو چې په څلورمه ورځ یې له یاد ښاره پښې سپکې کړې وې ویل چې غزنی له بشري ناورین سره مخ دی، خلک لا هم په کورونو کې بند پاتې دي، برېښنا او اوبه قطعه شوي او خلک له سختې لوږې او تندې سره مخ دي.
دوی دغه راز ویل چې په یاد ښار کې د یوې ډوډۍ بیه له پنځوسو نیولې تر سلو افغانیو پورې رسېده.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې په غزني د وسله والو وروستي برید یاد ولایت لس کله شاته بېولی دی. د دوی په وینا تر دې وروسته به هېڅ سوداګر په یاد ولایت کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي. نن د یادې جګړې شپږمه ورځ ده او د تازه راپورونو له مخې په یاد ښار کې وضعیت ارام شوی دی او خلک کولی شي له یوه ځای نه بل ځای ته لاړ شي.
د تازه معلوماتو له مخې جګړه ارامه شوې خو یاد ولایت په هر اړخیزه توګه کلونه شاته تللی دی. سلګونه کسان تر خاورو لاندې شوي، په تشو واټونو جسدونه لا هم پراته دي، په لسګونو کورونو کې درنې مرمۍ لګېدلي دي او د غزني فضا تورو لوګيو نیولې ده. که څه هم د دفاع وزارت وړمه ورځ وویل چې جګړه کې تر اوسه سل سرتېري، تر ۳۰ ملکیان او ۱۴۵وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي خو لا هم په دې اړه دقیق معلومات نه دي ورکول شوي. بلخوا یو فېسبوک کاروونکي چې د جګړې له امله له غزني را وتلی پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې (نن سهار وضعیت نورمال را ښکاره شو، هغه ساحې چې دوه ورځې مخکې طالبان پکې ګرځېدل نن مو پکې امنیتي ځواکونه ولیدل. دغه راز یو بل فېسبوک کاروونکی، همیم جلالزي د حساب کتاب خبره کړې ده.
نوموړي لیکلي، والي د شنبې پر ورځ له کابله غزني ته تللی او له ښار لري يې په يونټ کې اړولي دي. په غزني کې د قلعه شاده او نوآباد پوستې بې مقاومته ولې پرېښودل شوې؟ که دې پوستو لس ډزه هم کړي وای نو طالبان دومره اسانه ښار ته نه شو ننوتلی. له کابله د مرستې رسېدل بله شکمنه مسئله ده. په لومړۍ ورځ يوه کوچنۍ ډلګۍ کومانډويان لېږل شوي وو، خو هغوی له ښار څخه شاوخوا پنځه لس کيلومتره لري په دښته اړولي و او جګړې ته هېڅ داخل نه شول. په غزني کې د ملي اردو او ملي امنيت د ځواکونو يوې څنډې ته پاتې کېدل هم د سوال وړ دي. په غزني کې د جګړې پر دويمه ورځ، په ارګ کې د ځوانانو ورځ نمانځل کېده. ښاغلي غني ورته پوره ۴۵ دقيقې وينا وکړه خو تر اخره يې د غزني په اړه حتی يو ټکی هم و نه وايه. ويل کېږي چې ولسمشر په غزني کې د روان وضعيت په اړه کره معلومات نه درلودل او ډېر وروسته پر حقيقت پوه شوی دی.
له دې ټولو سره سره د اجرائيه رياست لومړی مرستيال محمدخان وايي، په غزني کې يې د سترې فاجعې مخنيوی کړی دی.

Tags: featured
Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026

کندهار ته راغلی اسټرلیایی سیلاني مسلمان شو

اپریل 23, 2026

د رېل پټلۍ له لارې د افغانستان سوداګري ۳۹ سلنه زیاته شوې ده

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In