ناورو د ارام سمندر په لوېدیځه برخه کې د استوا د کرښې جنوب ته د سولومان د ټاپوګانو شمال او د کریباتي د ټاپوګانو لوېدیځ لور ته، د ختیځ طول البلدونو د ۱۵۵ او ۱۶۶ درجو او جنوبي عرض البلدونو د ۳۲ درجو ترمنځ موقعیت لري. د دغه هېواد پراخوالی اته کیلومتره مربع دی، چې د نړۍ ۲۳۹م لوی هېواد بلل کېږي.
ناورو شمال ته د کارولین له ټاپوګانو، جنوب ته د سولومان له ټاپوګانو، ختیځ ته د کریباتي له ټاپوګانو او لوېدیځ ته له پاپوانیو ګیني سره ګډه پوله لري.
دغه هېواد د استوا کرښې ته د نږدېوالي له امله توده او د ارام سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله لنده سمندري هوا لري او ډېر اورښت په کې کېږي.
د ناورو د استوګنې وړ ټاپوګانو خاوره کلکه او د ډېرو کرلو وړ نه ده. په شمال کې د ناورو په ساحلي سیمو کې شپږ کیلومتره کلکه خاوره د کرلو وړ ده، چې پلنوالی یې ۳۰۰ مترو ته رسېږي. په دې سربېره، په دغه هېواد کې روانې اوبه لږ دي. د دغه هېواد خاوره هواره ده، غرونه نه لري او ۷۸ سلنه سیمه یې د فاسفیټو ډېرو بډایو کانونو نیولې ده. په ناورو کې ځنګلونه لږ دي او په منځنۍ برخه کې یې د بواد په نامه ولاړې اوبه د یادولو وړ دي.
په عمومي توګه د سمندر له سطحې څخه د ناورو تر ټولو ټیټه سیمه، د ارام سمندر له سطحې سره برابره او ډېره جګه سیمه یې، یو بې نومه ځای دی چې ۶۰ متره لوړوالی لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د یارن ښار دی او نفوس یې ټول ټال ۱۲ زرو کسانو ته رسېږي. د دغه هېواد ټول وګړي په ښارونو کې ژوند کوي. د کلیوالو سیمو په نوم کوم د اوسېدو ځای نه لري. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
د ناورو رسمي ژبه ناوروي او انګلیسي ده او لیکدود یې لاتیني دی. اداري وېش له پلوه دغه هېواد په ۱۴ ولسوالیو وېشل کېږي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. د ناورو د ولسي جرګې قوانین او انګلیسي قوانین په دغه هېواد کې نافذ دي. اوسنی ولسمشر یې بارون واکا دی، چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي. په دغه هېواد کې ولسمشر د ولسي جرګې له خوا د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ناورو د کابینې وزیران د دغه هېواد د ولسي جرګې له غړو څخه د ولسمشر لخوا ټاکل کېږي.
د ناورو ولسي جرګه ۱۸ غړي لري چې د خلکو په خوښه د دریو کلونو لپاره کار کولای شي. په دغه هېواد کې سرته محکمه تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د ناورو هره ولسوالي یوه سیمه ییزه او یوه د کورنیو ستونزو د حل محکمه لري، چې په هره یوه کې دوه قاضیان کار کوي.
د دغه هېواد قاضي القضات د اسټرالیا د ملبورن په ښار کې استوګن دی او هر کال څو ځلې د خپلو چارو د سرته رسولو لپاره ناورو ته سفر کوي. د ناورو محکمې د دغه هېواد د ولسي جرګې د پرېکړې او انګلیسي قوانینو په رڼا کې کار کوي.
ناورو د ۱۹۶۸ ز کال د جنورۍ په ۳۱مه د ملګرو ملتونو په مشرۍ، له اسټرالیا، نویزیلنډ او انګلستان له قیمومیت څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د جنورۍ ۳۱مه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د دغه کوچني ډبرین هېواد عواید د فاسفیټو له خرڅلاو څخه لاس ته راځي، خو داسې اټکل کېږي چې د دغه هېواد د فاسفیټو کوچنۍ زېرمې به څلور کاله وروسته پای ته ورسېږي. د ناورو د فاسفیټو د ایستنې کلنۍ اندازه له ۱۹۸۹ ز کال څخه راپدېخوا د دغه مادې په عنعنوي مارکېټونو کې د بیې د راپرېوتو له امله کمه شوې ده. له بلې خوا د هېواد د پاتې ژورو فاسفیټو د ایستنې لګښتونه هومره لوړ شوي، چې په نړیوالو مارکېټونو کې ډېره سیالي نه شي کولای. د فاسفیټو عوایدو یو وخت دغه هېواد ته دومره ګټه راوړه، چې د ناورو خلکو د سړي سرکلني عاید کچه یې ډېره لوړه کړه. د پاتې منابعو په مرسته ناورو ته ډېر څه ان د څښلو پاکې اوبه له اسټرالیا څخه راوړل کېږي. له فاسفیټو څخه د خالي شوو ځمکو بیا جوړول او د فاسفیټو د عوایدو پر ځای د نورو چینو موندنه، هغه دوې لویې ستونزې دي چې د ناورو کوچنی اقتصاد له ډېر وخت راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دی.
د ناورو دولت د خپلو فاسفیټو د زېرمو د ژر خلاصون په پار، د فاسفیټو ډېر عواید په داسې لارو لګوي یا زېرمه کړي، چې په راتلونکي کې د دغه هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او د هېواد لپاره د عوایدو نورې چینې جوړې کړي. تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د ناورو دولت یو بلیون اسټرالیایي ډالر په بهرنیو بانکونو کې ساتلي وو، خو وروسته یې ډېرې پیسې له دغو زېرمو څخه د خپلو مالي کسراتو د پوره کولو لپاره پور کړې.
په دې وروستیو کې د ناورو دولت ډېر بهرني بانکونه او شرکتونه په خپل هېواد کې راجستر کړي او په دې توګه یې د دوی حسابونو ته د لسګونو بلیونو ډالرو د راکړې ورکړې لاره پرانیستې ده. په ۲۰۰۵ ز کال کې د اسټرالیا یوه شرکت له ناورو سره د فاسفیټو د ژورو کانونو د پاتې موادو د ایستلو تړون لاسلیک کړ. د ناورو دولت ځینې شمېرنې څرګندوي، چې د دغه هېواد د خلکو د سړي سرکلني عاید په جوړښت کې توپیر راغلی او د فاسفیټو د عوایدو ترڅنګ، نورو عایداتي اقلامو هم پکې ونډه اخیستې ده.
ناورو خپل ډېر د اړتیا وړ شیان له اسټرالیا څخه راوړي. دغه هېواد پخوا د اسټرالیا په ولکه کې و او اوس اوس اسټرالیا له دغه هېواد سره ډېره مرسته او ملاتړ یې کوي. خو په دې وروستیو کې د ناورو دولت او خصوصي سکټور ډېر کوښښ کوي، چې له اقتصادي پلوه په خپلو داخلي منابعو او له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د برابرولو په وسیله، له اقتصادي پلوه باثباته شي.
د ناورو ډېر خلک په کانونو، اداري چارو، ښوونې او روزنې او ترانسپورټ کې پر کار بوخت دي.
د فاسفیټو ایستل، تمویلي خدمتونه او د ناریالو د زړیو پروسس د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د ناورو ځمګه د کرلو وړنه ده، ۹۹ سلنه خاوره یې د فاسفیټو کانونو، له فاسفیټو څخه خالي شوو ژورو ځایونو او ښارونو یا د استوګنې سیمو نیولې ده. دغه هېواد په دې وروستیو کلونو کې یو څو نمونوي پټي جوړ کړي، چې ناریال، کیلې، ستروس او ګلان پرې کرل کېږي.
د سمندري خوړو او د فاسفیټو د زېرمو د درلودلو له امله، د ناورو خلکو او حکومت په تېرو کلونو کې د دغه هېواد پراخه سمندري سیمې او د کبانو ښکار ته دوام ورکړی او د ناورو د سمندري خوړو سهامي شرکت جوړ شوی، چې ورو ورو کار کوي او خپل کبان امریکا ته صادروي. اوس اوس چې په دغه هېواد کې د فاسفیټو زېرمې د خلاصون په حال کې دي، د ناورو دولت خپل خلک هڅوي چې نورو کارونو ته مخ کړي او ځان ته د عوایدو قانوني او عملي لارې پيدا کړي.
ناورو ته د ډېرو طبیعي ښکلاوو، پرمختللو او عصري هوایي کرښو او ښایسته هوټلونو د درلودلو سره سره، ډېر سیلانیان نه ورځي. هغه جاپانیان چې د دې سیمې نورو ټاپوګانو ته سفر کوي، د لنډې مودې لپاره په دغه هېواد کې پاتې کېږي. د ناورو له الوتکو څخه ډېر هغه بهرني کارګران کار اخلي، چې په دغه ټاپو کې کار کوي.
اسټرالیا، نویزیلنډ، انګلستان، جاپان او چین د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي.
د ناورو د ټلیفون کود ۰۰۶۷۴ او د انټرنټ کود یې ان ار دی، چې ټول ټال یې ۱۰۰۰ کسان ورته لاسرسی لري.
ناورو یو دولتي ټلوېزیون لري، چې مرکز یې په نویزیلنډ کې دی او اوس اوس خصوصي سکټور هم په کې پر فعالیت پیل کړی دی.
د ناورو له ۱۵ کلونو څخه پورته سل سلنه خلک نر او ښځې دواړه په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶- ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
داسې ښکاري چې ډېر پخوا څوک په ناورو کې نه اوسېدل، خو په څو تېرو پېړیو کې ورو ورو د میکرونیزي، پولینیزي او ملانیزي د نژاد څو ډلې له شمال او جنوب څخه، دغو ټاپوګانو ته کوچېدلې او هلته استوګنې شوې دي. په ۱۷۹۸ ز کال کې انګلیسي کپټان جان فیرین د لومړني اروپايي په توګه، دغو ټاپوګانو ته ورسېد. جان فیرین پر دغو نوو پېژندل شوو ټاپوګانو د (نم) نوم کېښود، چې سل کاله په همدغه نوم یادېدل. په ۱۸۳۰ ز کال کې د نهنګانو ځینې ښکاریان او یوه ډله سمندري غله په ناورو کې مېشت شول، دغو خلکو پر دغو ټاپوګانو د ناورو نوم کېښود. دوی به له تېرېدونکو بېړیو سره سوداګري کوله، له همدغو خلکو څخه وروسته، هغه دوولس قومي ډلې جوړې شوې چې د دغو ټاپوګانو په سیاسي ژوند کې یې ډېرې ستونزې وزیږولې.
په ۱۹۶۶ ز کال کې امردو روبرت د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخیسته او د خپل هېواد د خپلواکۍ غږ یې د نړیوالو غوږونو ته ورساوه. یو کال وروسته روبرت د ارام سمندر د ټاپوګانو له انګلیسي شرکت سره داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې د هغه له مخې دغه شرکت د هر ټن فاسفیټو لپاره ۱۱ ډالره د ناورو سیمه ییزه حکومت ته ورکول او د همدغه کال په پای کې د ناورو خلکو د ټاپو د فاسفیټو کانونه ملي او د خپلواکۍ هڅې یې ګړندۍ کړې. په ۱۹۶۸ ز کال کې د ناورو خپلواکي ومنل شوه او امردو روبرت د دغه هېواد د لومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د ناورو نوم نشته او داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل او یارن ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۷:۳۰ او د هوا له لارې واټن بیا ۱۰۸۸۳ کیلومترو ته رسېږي.