فارياب د هېواد شمالي ولايت دى چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري. ځینو لیکوالانو دغه ولايت په فيرياب- پارياب-بارياب بڼو هم ليکلى دى. دغه ولایت له مشهورو او کرنيزو ولايتونو څخه شمېرل کېده او په څلورمه پېړۍ کې د نعمتونو د ښار او د سوداګريزو کاروانونو لار هم ګڼل کېده. د فارياب مرکز د ميمنې ښار دی. دغه ولايت د کابل شمال ته په ٨١٥ کيلومترۍ کې پروت دى. له شمالي اړخه له ترکمنستان سره پوله لري او په ختيځ او سوېل ختيځ کې له سرپل، په سوېل کې له غور او په لوېديځ کې له بادغیس ولايت سره ګډه پوله لري. په فارياب کې ٢٩ مدرسې او دارالحفاظونه، ٦ تخنيکي او مسلکي لېسې او د ښوونکو د روزنې ٨ مرکزونه هم فعاليت لري. د فارياب د لوړو زده کړو موسسه هم په ٧٥ جرېبه دولتي ځمکه کې د درې ميليونو ډالرو په لګښت په ميمنې ښار کې جوړه شوې چې په ١٣٩١ لمريز کال يې د پوهنتون کچې ته ارتقا وکړه. په دغه پوهنتون کې اوس له ۷۰۰۰ زیات محصلین چې ۴۵ سلنه یې نجونې دي، په لوړو زده کړو بوخت دي. په ۱۳۵۶ کال کې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د پوهنې وزارت له خوا د یوه دارالمعلمین د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي زده کوونکي به یې تر دوه کلنو زده کړو وروسته د څوارلسم پاس او مسلکي ښوونکو په توګه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.
له هغه وروسته دغه دارالمعلمین د یوه انستیتیوت په چوکاټ کې خپلې چارې پیل کړې چې بلاخره یې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې رسماً له لوړو زده کړو وزارت سره له ثبت او راجسټر وروسته د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقا وکړه. د فاریاب پوهنتون اوسنی سرپرست رییس پوهنیار فیروز کریمي وایي، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د فاریاب د لوړو زده کړو موسسې د شپږو پوهنځیو په درلودلو سره پوهنتون ته ارتقا وکړه.
د فاریاب پوهنتون اوسمهال شپږ پوهنځي ( ادبیات او بشري علوم، ښوونه او روزنه، کرنه، اقتصاد، انجنیري او حقوق) لري. ښاغلی فیروز کریمي وایي، اوسمهال دغه پوهنتون په شپږو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ محصلین لري چې له دې ډلې ۴۵ سلنه یې نجونې دي.
پوهنیار فیروز کریمي وایي، د فاریاب پوهنتون ۱۷۷رسمي استادان لري چې د نوموړي پوهنتون په شپږو پوهنځیو کې د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې ۳۲ تنه یې ښځینه استادانې دي. نوموړی وایي، لږ تر لږه ۳۰ تنه استادان یې په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ او دوکتورا پر زده کړو بوخت دي چې ځینې یې نوي تللي او د ځینو نورو یې بیا دغه دورې د بشپړېدو په حال کې دي. دغه استادان به د خپلو اسنادو له تر لاسه کولو وروسته بېرته خپلو دندو ته راګرځي او د هېواد بچیان به روزي.
دا چې فاریاب پوهنتون د تدریسي ودانیو له کمښت سره مخ دی، نو د ورځې له خوا محصلین په دریو ټایمونو کې دغه پوهنتون ته ورځي. فاریاب پوهنتون پر ورځې سربېره، د شپې پوهنځي هم لري. د پوهنتون سر پرست رییس وایي، هغه محصلین چې د شپې پوهنتون وایي، درسونه یې د مازدیګر له څلورو بجو پیل کېږي او د شپې تر اوو بجو پورې دوام کوي. کریمي وایي، که څه هم د ورځې له خوا په دریو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي، خو بیا هم ګڼه ګوڼه ځکه زیاته وي، چې دوی کافي او لویې تدریسي خونې نه لري.
د فاریاب پوهنتون سرپرست رییس وایي، د ناروې هېواد له خوا د دغه پوهنتون د ښځینه محصلینو لپاره د لیلیې دوې ودانۍ جوړې شوې دي، خو دا چې په فاریاب کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، نو ډېرې نجونې زړه نه ښه کوي چې د پوهنتون په لیلیه کې و اوسېږي. دی وایي، اوسمهال د سلو په شاوخو کې نجونې د پوهنتون په لیلیه کې اوسېږي او پاتې ۲۰۰ نورې نجونې چې د لیلیې مستحقې دي او د لوړو زده کړو وزارت د بدل اعاشې د مقررې له مخې ورته په میاشتني ډول د بانکي حساب له لارې نغدې پیسې ورکول کېږي، ډېری یې په فاریاب کې د خپلو خپلوانو په کورونو او یو شمېر نورې یې بیا په ښار کې د ځان لپاره کورونه او کوټې کرایه کړې دي. ښاغلی فیروز کریمي وایي، دا چې د نجونو د لیلیې لپاره دوه ځانګړي بلاکونه جوړ شوي او سره بېل دي، نو یو بلاک یې د نارینه محصلینو په واک کې ورکړی دی، څو وکولی شي یو شمېر په شرایطو برابرو محصلینو ته په لیلیه کې ځای ورکړي. دی وایي، د فاریاب پوهنتون د نارینه محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت او یا هم کومې بلې ادارې له خوا هېڅ د لیلیې ودانۍ نه ده جوړه شوې چې دوی په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پوهنیار فیروز کریمي وایي، دوی په پوهنتون کې کتابتون لري، خو هغه ډول چې لازمه ده، دا کتابتون نه دی سمبال. کریمي وایي، له یوه کوچني ټولګي څخه یې کتابتون جوړ کړی دی چې ډېر کم شمېر کتابونه پکې دي. نوموړی وایي، دا چې د فاریاب پوهنتون شپږ پوهنځي او ۷۰۰۰ محصلین لري، نو د دومره پوهنځیو او محصلینو لپاره یو کوچنی کتابتون بسنه نه کوي. فیروز وایي، محصلین او استادان یې په دې برخه کې له جدي ستونزې سره مخ دي چې ډېر وخت د پوهنتون اداره د استادانو او محصلینو له شکایت سره مخ کېږي. د پوهنتون سرپرست رییس وایي، لوړو زده کړو وزارت ورسره د کتابتون لپاره د ودانۍ، کتابونو او لابراتوارونو جوړولو ژمنه کړې ده چې کېدای شي راتلونکی کال یې عملي کړي.
ښاغلی فیروز وایي، له دې وړاندې یې د هېواد له یو شمېر پوهنتونونو او په تېره بیا له لوړو زده کړو وزارت سره د انټرنېټ له لارې اړیکې درلودې او په میاشت کې دوه ځلې به یې ور سره خپلې ستونزې او لاسته راوړنې شریکولې، خو له بده مرغه پنځه میاشتې کېږي چې دغه ولایت ته غځېدلی نوري فایبر د امنیتي ستونزو له کبله پرې شوی، چې له لامله یې د دوی اړیکې هم د هېواد له پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت سره د پخوا په څېر نه دي ساتل شوې.
دی وایي، دا چې فاریاب اوس د نا امنو ولایتونو په ډله کې راځي، نو پخوا به یې د انجنیرۍ پوهنځي محصلین د عملي زده کړو لپاره جوزجان ته بېول چې اوس په لار کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله دا کار هم نه شي کولی او په دې برخه کې په خپله ناکامۍ اعتراف کوي.
فاریاب پوهنتون هر کال د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې د نویو محصلینو د جذب وړتیا لري. د دغه پوهنتون سرپرست رییس وایي، سږ کال هم ورته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې ۲۰۰۰ نوي محصلین ور معرفي کړي دي چې د دغه پوهنتون د شپږو پوهنځیو په بېلا بېلو ډیپارټمنټونو کې جذب شوي، د نوم لیکنې پروسه یې پای ته رسېدلې ده او عملاً یې خپلې زده کړې پیل کړې دي.
د دغه پوهنتون سرپرست رییس وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د دوو نورو پوهنځیو د منظورۍ وړاندیز کړی دی چې کېدای شي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ورته منظورې شي. پوهنیار فیروز کریمي وایي، طب او شرعیات هغه پوهنځي دي چې اوس ورته خپله په فاریاب او نږدې ولایتونو کې تر بل هر وخت ډېره اړتیا لیدل کېږي. دی وایي، دا چې دغه ولایتونه د هېواد له مرکزه یو څه لرې دي، نو د روغتیا په برخه کې په تېره بیا د ډاکترانو له کمښت سره مخ دي. کریمي وایي، غواړي د شرعیاتو پوهنځي له لارې اکاډمیک او په وطن مین دیني عالمان ټولنې ته وړاندې کړي، څو مو هېواد له اوسني کړکېچ څخه ووځي او خلکو ته د وطن دوستۍ حس ورکړي.
د فاریاب پوهنتون اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، څو هغه استادان چې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري، خپله په دغه پوهنتون کې ماسټري وکړي او تر څنګ یې فارغ شویو محصلینو ته هم خپله په خپل هېواد کې د ماسټرۍ اخیستو زمینه برابره شي. د فاریاب پوهنتون سرپرست رییس وایي، ګڼ شمېر استادان یې له هېواده بهر د دوکتورا او ماسټرۍ لپاره تللي چې له راستنېدو سره سم به یې د فاریاب په پوهنتون کې هم د ماسټرۍ د پروګرام د پیلېدو هڅه وکړي.