په افغانستان کې چې بانکونو ته ځې، له ځینو اندېښنو سره به ځې. بانک کې به بیر و بار څومره وي، پيسې به زړې راکوي که نوې، برق به وي که نه او که نه وي، نو کار به بیا بلې ورځې ته پاتې کېږي او له بانک نه چې را ووځم څوک مې تعقیب نه کړي، پیسې را څخه وا نه خلي، پيسې خير چې څوک مې ونه وژني او داسې نورې اندېښنې به درسره وي.
خو له دغو اندېښنو ور ها خوا، يوه بله لویه اندېښنه شته چې د نړۍ بل هېواد کې به يې څوک تصور هم ونه شي کړای، خو افغانستان کې په نورمال ډول سره دغه معامله روانه ده. په نوره نړۍ کې پر جنايي پېښه باندې ښايي دومره تمرکز ونه شي، لکه پر داسې موضوعاتو چې د هېواد اقتصاد ويجاړوي.
راځم د سترګو لیدلي حال ته؛ د نوي کابل بانک مرکزي برانچ (څانګې) ته چې د کابل په شهرنو سیمه کې ده، ولاړم. غوښتل مې تقریباً څه باندې درې لکه افغانۍ را وباسم، چې د يو چا پور ادا کړم. صراف ته مې وویل، خو هغه د دې پر ځای چې ما ته لومړی د نورې پروسې د سرته رسولو لپاره پارچې او کاغذونه راکړي، لومړی ووتلو او پیسې يې راوړې. د پيسو تقریباً اووه بنډله پنځه سویز لوټونه يې راوړل او له ماشين نه يې تېرول، چې يو بنډل يې لږ پړسېدلی او نامنظم شانته ښکارېده او له ماشینه سم نه تېرېده. بیا يې له دې سره لږه تندی تروش کړ او په غوسه يې له ځانه سره وويل: «ای چه رقم پیسه ست» او پیسې يې په لاس وشمېرلې. د پيسو د شمېرلو پر مهال یې نور پېرودونکي ښۍ او کيڼې غرفې ته لېږل، چې د صراف چلند لږ شکمن کړم.
د پارچې تر راکړې وروسته زه هم ولاړم او د لاسلیک شویو کاغذونو ترڅنګ مې د لاسلیک د پخلي چارې او د تذکرې فوټوکاپي اخیستل او نورې چارې ترسره کړې او بېرته هماغه کړکۍ ته ورغلم، چې تر شا يې د څارنې کامرې هم لګېدلې وې.
بې له دې چې پيسې بیا د شمېرلو له ماشین څخه تېرې کړي، بنډلونه يې راته کېښودل. له ما سره شک و، چې د چارو د خلاصولو پر مهال ښايي صراف له بنډلونو ځېنې پيسې بېرته اخیستې وي یا يې بنډلونه بدل کړي وي، نو ځکه مې هر یو بنډل له سره وشمېرلو، د شکاستيب شويو لوټونو شمېرې مې هم وکتلې چې نمبربدله نه وي، خو لوټونه ظاهراً سم او بنډلونه پوره وو.
د بانک د ودانۍ له وتلو څخه وروسته مې زړه و چې ځان ته شخصي ټکسي موټر ونیسم، خو سرک کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه، چې غوره مې وبلله پلی ځان د شهزاده تر سرای پورې ورسوم. په تلو تلو کې به مې کله نا کله شا ته هم مخ اړولو، چې څوک خو به مې تعقیبوي نه؟!
شهزاده سرای ته ورسېدم، غوښتل مې ډالر را ونیسم، ځکه پور مې په ډالرو کړی و. د خپل سیمه وال امين جان خوستي صرافۍ ته ورغلم، کله يې چې پيسې له ماشين نه تېرولې، نو یو پنځه سويز لوټ ماشين تېر نه کړ. ما ته يې وويل، چې دا يو لوټ خو جعلي دی، ما ورته وويل چې همدا اوس مې له کابل بانک نه پیسې راوړې! دوی را ته وويل، چې دا څه نوې خبره نه ده، خو لوټ پخپله په لاس کې وګوره لږ سپک دی. د هغه لوټ پر ځای مې بل له خپلې بټوې څخه ورکړ، کور ته چې راغلم لوټ مې ښه وکتلو، ډېر په مهارت جوړ شوی و، بازار کې ما چلولی شوی، خو له ځانه سره مې وويل چې نه! زه به دا کار نه کوم، باید د دغه لوی خیانت اصلي سرچينه پیدا شي، یقیناً زه یوازینی کس به نه یم او دا لړۍ که قطع نه شي، ملي اقتصاد ته لوی ګوزار دی.
په همدې سوچونو کې وم، چې څه وکړم او له کومه ځایه يې پيل کړم؟ د نوي کابل بانک منجرانو ته ورشم؟ ایا دوی به له ما سره همکاري وکړي، که دوی خپله هم په کې ښکېل وي، نو ما ته به نورې ستونزې جوړې کړي؟! دوه- درې ورځې مې په همدې هکله سوچ کولو، ځينو ملګرو ته به مې دا کیسه وکړه، دوی به را ته ويل ځه مه پسې ګرځه دا افغانستان دی، خو زما زړه نه تسکین کېده.
څو ورځې وروسته مې وپتېله، چې د افغانستان بانک ته ورشم، ځکه مرکزي بانک دی او د ټولو بانکونو د کنټرول او نظارت چارې په دوی پورې اړوندې دي. را یاد شوه، چې هلته مې يو دوست شته، هغه مې راپیدا کړ، جعلي لوټ مې هم ورښکاره کړ او غوښتنه مې ترې وکړه، چې د بانک له رييس سره راته د لیدنې زمينه برابره کړي، خو رييس او لومړی مرستیال په دفترونو کې نه وو، ویل يې په سفر تللي، بالاخره دویم مرستیال ته ورغلو، چې ښه روغبړ او ښه وضعیت يې را سره وکړ. ما هم ټوله کیسه ورته تېره کړه او دا مې هم ورته وويل، چې زما د معلوماتو له مخې ستاسو د کمرو لخوا اخیستل شوې ويډيو تر شپږو میاشتو پورې ساتل کېږي او تر هغې وروسته بیا آرشيف کېږي، چې دوی يې هم پخلی وکړ. بیا مې وړاندیز ورته وکړ، چې له بانک نه په اخیستل شوي رسید کې دقیقاً ساعت او دقيقې ليکل شوې او د غرفې شمېره مې هم ورته وښودله او پر دې مې ټينګار وکړ، چې صراف د طرز العمل خلاف چاره تر سره کړې، ځکه پيرودونکو ته چې کله پيسې ورکول کېږي، باید د دوی د سترګو په وړاندې پیسې له ماشینه تېرې کړي. زما وړانديز دا و، چې که په ناڅاپي توګه د همدې مرکزي برانچ ټوله ودانۍ وپلټل شي، چې څومره نورې جعلي پيسې هلته موجودې دي؟!
مرستیال له ما نه ډېره مننه وکړه او له بانکي رسيد او جعلي پیسو نه يې عکس واخیست او زیاته يې کړه، چې د نوي کابل بانک له رييس سره زه په وايبر باندې دغه عکسونه شریکوم او د موضوع پلټنه کوم او په یوه اونۍ کې به تاسو ته هم مالومات درکړم! زه هم ډېر خوشاله شوم، د دوی کارت مې ترې واخیست او ترې رخصت شوم. زه په دې هم ډېر خوشاله وم، چې خپل مسووليت مې ادا کړی و.
زه د يو ښه خبر او اجرااتو په تمه وم، خو یوه اونۍ، دوې اونۍ او بله اونۍ يوه په بله پسې تېرېدلې، خو هېچا هم زنګ را ته ونه کړ. فکر مې وکړ چې کېدای شي کار به شوی وي، خو زما ټلیفون به مصروف یا سایلنټ و او دوی به زنګ کړی وي. بیا مې په خپله دویم مرستیال ته زنګ وکړ او هغه خبره مې وریاده کړه. د ده ځواب دا و: «مه برایشان ګفتم ولی آنها قبول نکردن!». د دغه ځواب په اورېدو سره هک حیران شوم، نو ما ورته وويل چې دا خو طبيعي ده، چې غل خو خپله غلا نه مني، خو تاسو باید پلټنې کړې وای. خو د ده ځواب بیا هم منفي و! بالاخره مې ورته وويل که تاسو اقدامات ونه کړئ، نو زه به خبره تر رسنیو ورسوم. بیا هم ډېره غیر منطقي ځواب: «هر چه میکنی دلت!». اوس خو تر هغه جعلي پنځه سويز، د دغه بې مسووليته مسوول کس ځواب ډېر خوابدی کړی وم. دلته نو دوه خبرې وې، یا دغه شخص دومره بې کفایته دی، چې حتی د موضوع پر اهمیت نه پوهېږي او یا هم د همدې کړۍ شریک دی.
څو ورځې متواتر، هر ځای کې به چې له نږدې ملګرو سره مخ کېدم، دا کیسه به مې ورته کوله، چې دوی محتاط اوسي. خو یوه ورځ په پغمان کې يوه ملګري کره مېلمه وم، چې هلته مې هم دا کیسه وکړه، د ملګري مېرمنې مې چې د يوه ښوونځي مدیره ده راته وويل، چې د دوی په ښوونځي کې يې يوې ښوونکي ته د معاش په پيسو کې درې نیم زره افغانۍ جعلي ورکړې وې، چې بیا هغه بانک ته ورغله چې زما نیمايي معاش چې تاسې جعلي راکړئ، نو زه څه وخورم؟ بیا هلته د بانک مدیر ورته ويلي وو، «خير است برایت تبدیل میکنیم» او پيسې يې ورته بدلې کړې، چې دا خپله یو ښه ثبوت دی، چې ولې يې جعلي پيسې ورته بدلولې؟!
یوه موده وروسته مې له خپلوانو سره یوې میلې ته تللی وم، چې هر رقم خلک راسره وو، ما د پيسو دا جریان بیا تېر کړ. زموږ یو خپل چې سوداګر دی ويل يې، هره پنجشنبه چې له دوکاندارانو د اوګرايي پيسې راټولې کړم، خامخا دوه- درې جعلي لوټونه په بنډلونو کې را ووځي، څرنګه چې د ټولولو پر مهال له ما سره د پيسو چک کولو ماشین نه وي، نو ما ته معلومات نه وي، چې له چا نه مې اخیستی او زه يې هم بیا نورو ته ورکوم، نو دا جعلي پیسې په دوران کې دي.
یو بل صراف ما ته دا متل تېر کړ: چې په يوه ګل نه پسرلی کېږي!
ما ورته په ځواب کې دا وجیزه وويله: «څوک چې مبارزه کوي، کېدای شي ويې ګټي، کېدای شي ويې بایلي، خو څوک يې چې نه کوي؛ له اوله يې بایللې!»
نور نو قضاوت ګرانو لوستونکو ته پرېږدم؛ کابل بانک د میلیاردونو پيسو یو بانک و، چې يو ځل خو یوې بلې کړۍ بې اعتباره او په ګونډو کړی و، چې په سختۍ يې بېرته پر پښو ودرولو. ولسمشر ته دې خدای اوږد عمر ورکړي، خو که په رښتیا هم زر کلن شي او هر څومره ښې برنامې هم ولري، خو چې د دغې مافیا مخه ونه نيول شي، هره څه به عبث وي؛ لکه په ګدام کې چې موږک وي، له یوې خوا به غله راځي او له بلې خوا به یوازې موږک ډېرېږي او چاغېږي! که هر څومره هم مرکزي بانک بازار ته د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ډالر ليلام ته وړاندې کړي، بیا به هم افغانۍ ثبات ونه مومي، څو چې زموږ د اقتصاد له سټې څخه دا چنجي ونه ایستل شي!!!