د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، هغه کسان چې د دوی له لوري ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي لېسته ايستل شوي، په ټاکنو کې د نوماندېدو حق نه لري.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نږدې دوې اونۍ مخکې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ کسانو نومونه و ايستل.
د کمېسيون پر دې پرېکړې د هېواد په ځينو ولايتونو کې اعتراضونه پيل شوي او د ولسي جرګې د غړي ملا تره خېل محمدي پلويانو خو لا په کابل کې د کمېسيون دفتر تړلی دی.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړې حميرا حقمل ازادي راډيو ته ويلي: «د شکایتونو کمېسیون تصمیم نهايي دی او حتی کمېسیون په خپله او هېڅ بله مرجع نه شي کولی زموږ تصمیم بدل کړي. زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې هغه ۴۵ تنه چې د شکایتونو د کمېسیون له خوا اخطار ورکړل شوی هغوی به هم حذفېږي».
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسون ۴۵ نوماندانو ته اخطارونه ورکړي چې که پرې لګېدلي تورونه سپين نه کړي نو د نوماندانو له وروستي لېسته به يې نومونه وباسي.
له وروستي نوملړه پر ايستل شويو نوماندانو د حقوقي دعوو او خپلسرو وسله والو ډلو د لرلو په ګډون بېلابېل تورونه لګول شوي دي.
د دوی پلویانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې اعتراضي غونډې پيل کړې او ګواښ کوي چې که د شکایتونو کمېسیون خپله پرېکړه بدله نه کړي نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او پر ټاکنيزو کمېسيونونو سربېره به لويې لارې هم وتړي.
د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون مرستیاله مېرمن حقمل وايي چې د څو محدودو حذف شویو کسانو پلویانو د ټولو هېوادوالو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی او زیاتوي چې دغه اعتراضونه د دوی د پرېکړې رښتینولي ثابتوي: «دوی خلک تهدیدوي، د انتخاباتو ملي پروسه یې له خنډ او خطر سره مخامخ کړې، لارې بندوي، ملکي کارکوونکي خپلو دفترونو ته له تلو محروموي نو دا ډېر ښه ثبوت دی د هغو پرېکړو لپاره چې د شکایتونو کمېسیون د دوی په برخه کې کړې ده».
حکومت هم د ټاکنيزو کمېسيونونه پرېکړه ستايلې او ويلي يې دي چې د ټاکنو په تړاو د هر راز پرېکړو واک له ټاکنيزو کمېسيونونو سره دی.