دا چې په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر د دولتي پوهنتونونو او موسسو ترڅنګ، خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده، نو په دې برخه کې تر اوسه پورې تر ۱۳۰ زیاتو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو فعالیت پیل کړی او له دولتي پوهنتونونو سره اوږه پر اوږه د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سم، په خپلو بېلابېلو پوهنځیو کې محصلین جذبوي او خپلې لوړې زده کړې مخ ته وړي. دا چې دولتي پوهنتونونه له دوولسمو ټولګیو څخه د ټولو فارېغېدونکو کسانو د جذب وړتیا نه لري، نو خصوصي پوهنتونونو او موسسو په دې برخه کې ډېره مرسته کړې ده او هغه کسان چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه شي موندلی او یا هم غواړي دوه یا درې پوهنځي ولولي، نو دا ورته تر ټولو غوره فرصت دی. له دې سره په څنګ کې اوس په ډېری خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل شوي، چې ځوانان کولی شي، په خپل هېواد کې د کار تر څنګ، د ماسټرۍ پروګرام هم تعقیب کړي. د خصوصي پوهنتونونو په دې ډله کې یو هم (مریم) پوهنتون دی. مریم پوهنتون د لوړو زده کړو د یوې موسسې په توګه، خپلې لومړنۍ چارې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پيل کړې دي، چې رسماً یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د کانکور ازموینې له لارې محصلین جذب کړل. دغه پوهنتون له پیله بیا تر ننه ډېر پرمختګ کړی دی، چې اوسمهال په بېلابېلو پوهنځیو کې لږ تر لږه ۱۱۰۰ محصلین لري او خپلې لوړې زده کړې مخ ته وړي.
لکه څنګه مو چې مخکې وویل، مریم پوهنتون یو له مخکښو خصوصي پوهنتونونو څخه دی، چې خپلې لومړنۍ چارې یې د لوړو زده کړو د یوې موسسې په توګه د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته، په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل کړې دي، چې په عملي توګه یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د کانکور له ازموینې وروسته، په خپلو دوو پوهنځیو کې محصلین جذب کړل. د دغه پوهنتون د علمي چارو سرپرست ښاغلی میرویس پښتون وایي، پوهنتون یې ګام پر ګام پرمختګ کړی دی، چې له ۱۳۸۶ لمریز کال را په دېخوا یې کال پر کال د محصلینو شمېر زیات شوی او له دې سره په څنګ کې یې پوهنځي هم زیات شوي دي.
د ښاغلي پښتون په خبره، دغه پوهنتون په لومړي سر کې دوه پوهنځي (کمپیوټر ساینس او اقتصاد) درلودل، چې هغه وخت یې د محصلینو شمېر د ۶۰۰ په شاوخوا کې و. نوموړی وایي، د مریم پوهنتون اداره وتوانېده چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د معیارونو له پوره کولو وروسته، د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دوو نورو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو) جواز هم تر لاسه کړي. په ټوله کې دغه پوهنتون اوس څلور پوهنځي او هر پوهنځی بیا په خپل چوکاټ کې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري، چې ټول اته ډېپارټمنټونه کېږي او په ټولو کې یې عملاً محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.
د مریم پوهنتون د علمي چارو سرپرست ښاغلی میرویس پښتون وایي، اوس یې د محصلینو شمېر ۱۱۰۰ ته رسېږي، چې په دې ډله کې سل تنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. پښتون وایي، مریم پوهنتون اوسمهال د خپلې شخصي ودانۍ درلودونکی دی، چې مرکزي څانګه یې د کابل کمپنۍ سیمې د پغمان په دوه سړکه کې ده. د پښتون په خبره، د مریم پوهنتون بله رسمي څانګه د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې ده، چې هره یوه څانګه یې خپل ځانګړي محصلین لري.
ښاغلی میرویس پښتون وایي، مریم پوهنتون تر اوسه پورې له خپلو بېلابېلو پوهنځیو څخه شپاړلس دورې محصلین فارغ کړي، چې ټول شمېر یې ۱۴۶۳کسانو ته رسېږي. دی وایي، ډېری فارغ شوي کسان یې اوس په دولتي او خصوصي ادارو کې رسمي دندې تر سره کوي. د نوموړي په خبره، په مریم پوهنتون کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۷۳ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې کې دوکتور استادان هم شامل دي او په ټوله کې یې ۸۰ سلنه استادان د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. ښاغلی پښتون وایي، د استادانو په دې ډله کې یې څلور ښځینه استادانې هم شته.
د مریم پوهنتون مسوولین وایي، چې پوهنتون یې یو له هغو دی چې په کور دننه له پوهنتونونو سربېره، له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره هم علمي اړیکې لري. ښاغلي میرویس پښتون وایي، اوس تازه یې په واشنګټن کې له یوه نړیوال پوهنتون سره د علمي اړیکو یو سند لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دلته په افغانستان کې د دغه پوهتون له تجربو څخه ګټه اخیستل کېږي او د مریم پوهنتون د استادانو او محصلینو لپاره به هغه لارې چارې برابروي، چې وکړای شي خپلې علمي سویې لوړې کړي.
مریم پوهنتون د خپلو استادانو او محصلینو لپاره په خپلو دواړو څانګو کې مجهز او پر مختللي کتابتونونه لري. د دغه پوهنتون د علمي چارو سرپرست وایي، د مرکزي پوهنتون په کتابتون کې یې شاوخوا ۱۹ زره ټوکه کتابونه په فزیکي ډول او لس زره ټوکه کتابونه بیا په انلاین ډول د محصلینو او استادانو لپاره برابر کړي، څو وکړای شي، له دغو کتابونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. دغه راز مریم پوهنتون په خپله دویمه رسمي څانګه کې هم چې د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې موقعیت لري، مجهز کتابتون لري چې اوسمهال په کې لږ تر لږه اووه زره ټوکه کتابونه شته او انلاین کتابتون یې چې لس زره ټوکه کتابونه پکې دي، د دواړو څانګو تر منځ شریک دی، چې محصلین کولی شي، په یو وخت له انلاین کتابتون څخه ګټه واخلي.
د مریم پوهنتون مسوولین وایي، د څلور کلنې دورې له پای ته رسولو وروسته، دوی محصل ته ټرانسکرپ، ډيپلوم او سرټیفکېټ ورکوي، څو وکړای شي له خپلو تحصیلي اسنادو څخه په ګټې اخیستې، د ځان لپاره د خوښې وړ دنده پیداکړي او په نورو هغو مواردو کې یې وکاروي، چې ورته اړتیا لیدل کېږي. ښاغلی میرویس پښتون وایي، د پوهنتون اسناد یې نه یوازې په کور دننه، بلکي په بهر کې هم د اعتبار وړدي، چې په دې برخه کې یې ښه بېلګه په ځینو بهرنیو پوهنتونونو کې د دوی د فارغ شویو محصلینو د ماسټرۍ پروګرامونه دي، چې ځینې عملاً اوس په دې برخه کې پر زده کړو بوخت دي او ځینې نورو یې لا پخوا په بهرنیو هېوادونو کې خپلې ماسټرۍ اخیستې دي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي او پر دندو بوخت دي.
پښتون وایي، کېدای شي د لوړو زده کړو وزارت پر ځینو کارکوونکو سربېره، ډېر کسان پر دې باور وي، چې ګواکي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په تدریسي موادو او یا هم اسنادونو کې توپیر شته، خو په خبره یې چې د قوانینو او لوایحو له مخې په دې برخه کې هېڅ توپیر نشته، ځکه خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت په امر او د ټولو هغو قوانینو په پام کې نیولو سره چې په دې برخه کې ټاکل شوي، فعالیت کوي او تر څنګ یې د دې لپاره چې له محصلینو څخه د زده کړو په بدل کې پیسې اخلي، نو ټول اړین امکانات هم ورته برابروي.
د دغه پوهنتون د علمي چارو سرپرست وایي، پنځه کلن ستراتېژیک پلان یې د خپلې علمي کمېټې پر مټ چمتو کړی او لوړو زده کړو وزارت ته یې د تایید او بیا کتنې لپاره هم استولی دی. د پوهنتون اداره غواړي چې په راتلونکو کلونو کې لومړی د خپلو پوهنځیو شمېر زیات کړي او له دې سره په څنګ کې، په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره هم زمینه برابره کړي، څو افغان ځوانان وکولی شي په کور دننه په دغه پوهنتون کې د لېسانس تر څنګ، د ماسټرۍ پروګرامونه هم تعقیب کړي او په ټوله کې یې موخه دا ده چې مریم پوهنتون په هېواد او سیمه کې د یوه مجهز او پرمختللي پوهنتون په توګه وځلېږي.
ښاغلی میرویس پښتون وایي، هڅه یې کړې ده چې په نورو ولایتونو کې هم څانګې ولري، خو تر اوسه پورې نه دي توانېدلي. نوموړی د دغه کار لوی لامل په هېواد کې امنیتي ستونزې او د لوړو زده کړو وزارت لخوا په نورو ولایتونو کې د جوازونو نه ورکول یادوي. ښاغلی میرویس پښتون د خصوصي پوهنتونونو په مخ کې تر ټولو لویه پرته ستونزه د افغان حکومت نه ملاتړ بولي. نوموړی د ټولو خصوصي پوهنتونونو په استازيتوب، له افغان حکومت څخه غواړي، چې له خصوصي پوهنتونونو څخه هم لکه د دولتي پوهنتونونو په څېر مالي او نور هر اړخیز ملاتړ وکړي، څو یې درسي کیفیت نور هم لوړ شي. میرویس پښتون مني چې افغان حکومت اوسمهال دومره توانایي نه لري، چې له دومره ډېرو خصوصي پوهنتونونو څخه مالي ملاتړ وکړي، خو کولی شي په دې برخه کې بهرني بنسټونه وهڅوي.