د افغان سولې او افغان – امریکا جګړې کیسه اوس د پیل څخه خورا وړاندې تللې او د دوحې د مذاکراتو چې لا هم دوام لري او په دې تړاو د سیمه ییزی او نړیوالې اجماع ترڅنګ کورني ورک ډیالوګ د بین الافغاني لوري په توګه وروسته له ۴۰ کاله جګړو، دربدریو، وحشتونو او ماتمونو د افغان ولس هیلۍ یوځل بیا راټوکولې او د سپېڅلې بریا زیري ته د یو ریښیتي سباوون شېبې شمېري.
اوس په دغسې نازکو شرایطو کې یوه ډله خلک چې هېڅ ډول ولسي رېښې او له ملي جریانونو سره د ولسي لومړیتوبونو چې سوله، خپلواکي، امن، د افغان وژنې پای ته رسېدل او د موجوده ټولو وحشتونو پای دی، د داعیې خلاف یو ډول ترتیب شوی، د بل چا له خوا په لاس او خوله کې ورکړل شوی، د افغانانو د خوښې، تمې او هیلو څخه بېګانه د سولې سره په ټکر کې غږونه پورته کوي.
دغو مجهولو کړيو تر دې وړاندې، کله چې په ۲۰۱۴ ز کال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د لعنتي امنیتي تړون پرسر د ولسي مخورو، روڼ اندو او سیاسي جریانونو د استازو په شمول مشورتي لویه جرګه راوبلله، نو دوی د غربي سفارتونو چې د امریکا او انګلستان سفارتونه يې مخکښان وو، لومړی د جرګې تر دایرېدو وړاندې د امریکا د نظامي شتون د دوام لپاره مټې رابډ وهلې او هغه ډول ناروا کمپاینونه یې د یوشمېر مزدورو او پردیپاله رسنیو پر ملاتړ مخکې یوړل، کوم چې د دغه دنیوي غلامۍ او اخروي ذلت تړون مخالفین چې پوره ولس وو، مات کړي او بیا د ذکر شویو سفارتونو پرمټ د جرګې تالار ته ننوتل او هلته یې د افغان حکومت په دننه کې غرب پلوه جوالیانو، اردلیانو، بړېڅانو او کرايي وطن پلورو سره د هغو هېوادپاله افغانانو پر خلاف لاس یو کړ چې لومړی یې نه غوښتل دغه کرغېړن امنیتي تړون چې تر ګندمګ څو چنده بدتره و او پر تصویب سره يي د یعقوب خان او عبدالرحمان خان دواړو مخونه ۱۰۰۰ځله پرمینځل کېدل، تصویب شي او که چېرې بیا هم دا کار کېږي، نو هغوی ۳۱ مورده داسې وړاندیزونه لرل چې کولای يې شوای لږترلږه د تړون له شرموونکې پردیپالنې څخه يې په نسبي توګه راکاږل، خو دوی د خپلو بادارانو د خوښې لپاره دا هرڅه تر پښو لاندی کړل او هغه تړون يې داسې تایید او تعبیر کړ، چې د جرګې ګډونوالو هرهغه څه چې د امریکا سفارت لیکلي وو، دوی په پټو سترګو منلي دي.
د دوی د ورځ چاریو او بلواکیو پایله دا شوه چې د افغانانو په کورونو نوي ماتمونه او ټکې راکښته شوې، د پاکستان هغه یرغلګرانه راکېټي بریدونه څو برابره شول، چې دوی یې ادعا کوله چې د لعنتي امنیتي تړون په لاسلیک سره به پای ته رسېږی، د بهرنیانو خپلسري د شپنیو چاپو، ړندو بمباردونو څخه د امنیتي تړون له لاسلیکه وروسته د افغان ولس د ملي ارادې تر بدلولو هم ورسېده چې د ملي یووالي ګډوله حکومت يې شرموونکې بېلګه کېدای شي. هغه چې د ۸ میلیونو افغانانو مستقیمه اراده او د ۳۰ میلیونه افغانانو رسمي برخلیک یي د جان کیري د سفارتي پرېکړو قرباني کړه او دا لا څه چې د امنیتي تړون له برکته امریکا شمالي کوریا، ایران، چین او روسیې ته د بمونو د مور په غورځولو سره عملاً د جګړې اعلان وکړ او دا یعنې د افغانستان له جغرافيې د سیمې او نړۍ ګواښنه!
د دغو ټولو ښه پایله د امریکا پر شتون د یادو هېوادونو د بې باورۍ زیاتېدل او د امریکا د وتلو پر موضوع کې د چین، روسيې، ایران او پاکستان د نظر یووالی دی.
اوس هم دغه بې مسوولیته ډیموکراټان، بې ولسه مدنیان، حرفوي وطن فروشان، د افغان ښځې پرعزت داغ پروژیان، د افغان امریکايي پوهنتون بې مغزه فولبرایټران او له غربه راغلي حوس پرسته تکنوکراتان د همدغه مجهولو، استخباراتي او بل ارادي ادرسونو څخه پر ملاتړ او راشن اخیستلو سره د افغان سولې او افغان – امریکا جګړې د پای ته رسولو د کامیابو مذاکراتو پر خلاف مصنوعي او له ورایه ترتیب شوي مغرضانه، له عقدې ډک او مریض پروپاګندونه په لاره اچوي او غواړي چې دا نړۍ ته د افغان ولس د اندېښنو، غوښتنو او شرایطو په توګه وښیي.
دغه تبلیغاتي غږونه تر ډېره د ښځو، ځوانانو، قومي او مذهبي لږکیو پر ادرسونو اعلانېږی او بیا د پردیپاله رسنیو او غربي، اروپايي سفارتونو له خوا د یوی داعیې په توګه باد ورکول کېږي او انعکاس پیداکوي.
اوس که څه هم د ۲۰۱۴ ز کال شرایط بدل شوي او د دوی منفورې څېرې افغان ولس ښې پېژني، خو د دغو ټولو سره سره، د سولې افغان خواوې چې حکومت يې په سرخېلو کې راځي، د دا ډول کړنو جدي مخنیوی دې وکړي، د واک د دوام په موخه دې د جګړې دوام نه غواړي، بلکې پر ولس د تکيې له لارې دې خپل حاکمیت تضمین کړي چې هغه لاره یوازې د سولې له درشله تېرېږی او ولس باید د زیانمن لوري په توګه اجازه ورنه کړي چې د څو بدمستو د ککړو فکرونو او بدرنګو ډرامو قرباني شي.