د لیکوال الکساندر پوشکین له نامه سره ښایي ډېر خلک اشنا وي، خو د دغه روسي شاعر د ژوند ډېر اړخونه حیرانوونکي دي. هغه د روسي ادبیاتو پلار او بنسټګر بلل کېږي. په روسي ادبیاتو کې دومره ارزښت لري، لکه په انګلیسي کې چې شکسپیر، په پښتو کې خوشال خان او… ارزښت لري.
الکساندر پوشکین کم، خو ډېر اغېزناک او له لاس ته راوړنو ډک عمر تېر کړی دی. هغه په ځوانۍ کې له نړۍ تللی دی، خو بشري فرهنګ ته یې دومره پنځونې او خلاقانه اثار ورکړي، چې د ډېر عمر لرونکو لیکوالانو او شاعرانو نه دي ورکړي. پوشکین د ازادۍ، انساني ژوند، مینې، درناوي او انساني یووالي لپاره مبارزه او پنځونې کړې دي.
روسي لیکوالان په دې باور دي، چې تر دې دمه په روسي ژبه کې د پوشکین د اثارو په څېر اثار چا نه دي پنځولي. هغه لومړنی روسي شاعر دی، چې منظوم داستان یې لیکلی دی او اوس هم روسي وګړي د دغو منظومو داستانونو له لوستلو خوند اخلي. په منثور ژانر کې د پوشکین هر اثر د هغه مهال شهکار ګڼل کېده. د هغه لیکونه لا هم د روسي ژبې تر ټولو ښکلې او خوندورې ادبي نمونې دي.
د دې ترڅنګ د هغه منظومې او منثورې پنځونې د دې سبب شوې، چې لسګونه رسامان، مجسمه جوړوونکي، فلم جوړوونکي او ان معماران پر نوښتونو فکر وکړي. په روسي ادب کې د پوشکین پنځونې د دې سبب شوې چې لسګونه کسان پر روسي ادبیاتو څېړنې وکړي او د خلکو پام دې ته واوړي، چې روسي ژبه په بشري فرهنګ کې د سترو فرهنګي پنځونو جوګه ده.
ماکسیم ګورکي، د روسي ژبې معاصر لیکوال د الکساندر پوشکین په اړه وايي: «پوشکین د روسي ملت ستر شاعر دی. هغه د شکل او موضوع له اړخه جذاب او زړه وړونکي داستانونه پنځولي دي. د لومړني ریالیستي داستان (یوګني آنه ګین) لیکوال دی. تر ټولو ښه تاریخي ډرام بوریس ګودونوف یې پنځولی دی. تر دې دمه چا د هغه نیمګړتیا نه ده ایستلې، نه چا د ده په څېر اثار پنځولي دي. نو ځکه خو وایي چې هغه د روسي ادبیاتو بنسټګر دی.»
الکساندر سرګوئيچ پوشکین شاعر، ننداره لیکوال او د روسیې د معاصرو ادبیاتو بنسټګر، د ۱۷۹۹ز کال د جون په شپږمه په یوه پخوانۍ او تاریخي کورنۍ کې په مسکو کې زیږېدلی دی. کورنۍ یې د شپږو سوو کلونو لپاره په بېلابېلو حکومتونو کې د اشرافو او دربار ته نږدې کسانو په توګه پاتې شوې وه. د ده کورنۍ له الکساندر نیفسکي، ایوان مخوف، بوریس ګودونوف او نورو واکمنانو سره ښې اړیکې لرلې. د هغه نصب د مور له طرفه هم شاهي او اشرافي کورنیو ته رسېږي. د پوشکین د ژوند پر مهال د هغه کورنۍ هغه پخوانی ځای او منزلت نه درلود، خو بیا یې هم له حکومت سره څه ناڅه اړیکې لرلې.
پوشکین د ډېرو بهرنیو، ښځینه او نارینه ښوونکو تر روزنې لاندې و. د دوی تر نظر لاندې یې زده کړې کولې، خو د زده کړو تر ټولو ښه ځای ورته د پلار غني کتابتون و. ده له همدغه کتابتون څخه استفاده کوله او خپله مطالعه یې کوله. په دغه کتابتون کې د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ د مشهورو لیکوالانو او شاعرانو اثار راټول شوي وو. په ۱۸۱۱ کال کې پوشکین ۱۲ کلن وو او د هغو ۳۰ کسانو له ډلې و، چې سلطنتي ښوونځي کې یې زده کړې پیل کړې.
په همدې وخت کې پوشکین شعر او شاعرۍ ته مخه کړه. لا د کم عمر ځوان و چې شعرونه یې لیکل او د شعر ټولګې یې لرلې. د شعر لومړنۍ ټولګه یې د تسارسکویه سلو په نامه ده. دا یې په ۱۸۱۴ کال کې چاپ کړه. دویمه ټولګه یې، سورګل نومېږي، دا یې په ۱۸۱۵ کال کې چاپ کړه، بله یې ازادي نومېږي چې په ۱۸۱۷ کال کې یې چاپ کړې ده. هغه په کم عمر کې په پرله پسې توګه درې مهمې او بې جوړې شعري ټولګې خپرې کړې. دغه ټولګې یې په خپل وخت کې بې جوړې وې او انقلابي روحیه یې لرله. یادې درې شعري ټولګې یې په همدې سلطنتي ښوونځي کې د زده کړو پر مهال لیکلې دي.
پوشکین په ۱۸۲۰ کال کې د ازادۍ قیصده وايي. همدا قیصده د دې سبب کېږي چې حکومتي چارواکي غوسه کړي او وورسته دی د حکومت د مامور په توګه قفقاز ته تبعید کوي. پوشکین نه تسلیمېږي، خپل حکومتي موقف ساتي او د قفقاز په بېلابېلو ښارونو کې ګرځي. هغه په کي شنف، اودسا او کریمیه جزیره کې خپل وخت تېروي. په دې سیمه کې له ځینو انقلابي کسانو، لکه ایوسکي او پتسل سره معرفي کېږي. په اروپا کې د ازادۍ غورځنګونه او د روسي نظامیانو پر ضد د ځينو حرکتونو پیلېدل د دې سبب شول، چې پوشکین له سیاسي جریانونو سره یو ځای شي. په قفقاز کې د پوشکین پاتې کېدل د دې سبب شول، چې د هغه په فکر کې رومانتېزم پراخ شي.
په ۱۸۲۳ کال کې د پوشکین ملګري هڅه کوي، چې هغه له تبعید څخه خلاص کړي، نو ځکه اودسا ته لېږدول کېږي. دی دلته هم خپله حکومتي دنده لري. په ادسا کې د باغچې فواره او د یوګني اونه ګون لومړی فصل بشپړوي. ورسره سم د کولیانو منظوم داستان لیکي، چې د روسي ادبیاتو تر ټولو خوندور او زړه راښکونکی رومانتیکي داستان ګڼل کېږي.
په اودسا کې د پوشکین دومره موده نه وه وتلې، چې د اودسا ښار له لوی حکومتي رییس سره یې اړیکې خرابې شوې. دوی پوشکین اړ ایست چې حکومتي قوانینو ته په پام، خپلو رسمیاتو ته درناوی وکړي. خو دې مسئلې پوشکین خفه کړ او دې ته اړ شو چې له خپلې دندې لاس په سر شي. په همدې وضعیت کې د ۱۸۲۴ کال په جولای کې له پستي ادارې یو لیک ورته راځي. په لیک کې لیکل شوي، چې ده کلیسا او دین ته سپکاوی کړی دی، نو له همدې امله د څه مودې لپاره میخایلو سکویه ته تبعیدېږي. همدلته یې د خپلو ځینو اثارو لکه کولیان بله برخه، د بورس ګودنوف اثر بله برخه او د یوګیني انه ګین د رومان دویم فصل بشپړ کړل.
په ۱۸۲۵ کال کې چې د دکابریستانو جنبشونه پيل شول، پوشکین لا تر دې دمه په میخایلو سکویه کې و. هغه د دغو ډلو په اړه معلومات نه لرل او نه هم د کوم چا له لوري دغه پیل شوي غورځنګ ته بلل شوی و، خو بیا هم پوه شو، چې د ده پښه په دغه دام کې نښتې ده. پوشکین د ۱۸۲۶ کال په پسرلي کې د روسیې تزاري حکومت ته لیک واستاوه او له دوی یې وغوښتل، چې تبعید یې ختم کړي. په همدغه کال کې څه موده وروسته چې د کابریستانو غورځنګ وځپل شو، حکومت پوشکین ته ځواب واستاوه او هغه یې مسکو ته راوباله. په همدغه وخت کې په مسکو کې د نوي واکمن لومړي نیکولای د تاج اېښودنې مراسم ترسره کېدل. حکومت وغوښتل چې پوشکین په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره ځان تیار کړي او له لومړي نیکولای سره وویني. پوشکین د لومړي نیکولای له اصلاحاتو ملاتړ وکړ او له هغه یې وغوښتل چې د پترکبیر په څېر سیاست او پلانونه غوره کړي. پادشا د ده د شعرونو د پالنې ژمنه هم ورسره وکړه.
په ۱۸۳۰ کال کې پوشکین په بولدینو کې ژوند کاوه. همدلته یې شاوخوا پنځوس هنري اثرونه وپنځول. د روسي چاپېریال، معنوي، اخلاقي، سیاسي او هنري ژوند یې انځور کړ.
په ۱۸۳۰ کال کې پوشکین ناتالیاګونچارووا ته د واده وړاندیز کوي. په پایله کې یو کال وروسته دوی دواړه واده کوي او پوشکین له هغې سره یو ځای پترزبورګ ته ځي. په پترزبورګ کې د روسیې تاریخ او فرهنګ مطالعه کوي او په اړه یې لیکنې کوي. په ۱۸۳۳ کال کې بېرته بولدینو ته راګرځي او خپلو لیکنو او پنځونو ته ادامه ورکوي.
پوشکین د خپل لنډ عمر وروستي کلونه او میاشتې په بولدینو کې و. دلته یې مهم غنایي اثار وپنځول. د بولدینو منی درېیمه برخه، طلايي چرګ او روم ته سفر یې هغه مهم اثار دي، چې دلته یې پنځولي دي.
پوشکین سره له دې چې د ټولنې په بېلابېلو طبقو کې محبوبیت درلود، خو په روسي حکومت کې یې مخالفان هم درلودل. دوی د پوشکین موجودیت د خپلو ګټو په مقابل کې یو دېوال باله، ځکه غه د استداد او ظلم مخالف و، نو په هره توګه چې وای هڅه یې کوله چې د هغه شخصیت په ټولنه کې زیانمن کړي او زیان ورته ورسوي.
همدغو کسانو یو وخت د پوشکین ښایسته مېرمن له بل فرانسوي کس سره په اړیکو لرلو تورنه کړه. دوی داسې ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې ناتالیا له یوه فرانسوي کډوال سره اړیکه لري او دواړو د مینې تار جوړ کړی دی. پوشکین په همدې اړه ډېر بې لاسلیکه لیکونه هم تر لاسه کول او له ده به غوښتل کېدل، چې له خپل شرافت او غیرت څخه دفاع وکړي.
کله چې پوشکین ټپي پر تخت پروت و، نو ډېر محدود ملګري او چارواکي یې لیدنې ته راغلل. نور ټول آنتس ته ور روان وو او د هغه پوښتنه به یې کوله. د روسیې حکومت خو یې پر مرګ لا خوشاله و، ځکه په دې سره یې یو ستر خنډ له لارې لرې کېده. له همدې امله یې ویل، چې د هغه ایمان سم نه و. خو پوشکین انسانیت او انساني حقوقو ته ژمن کس و. د روسیې حکومت د هغه جسد سلطنتي کلیسا ته راوړ، ځکه ډارېدل چې ښایي په جنازه کې به یې سلګونه کسان ګډون وکړي او د لاریونونو سبب به شي. په نیمه شپه کې یې په پټه د هغه جنازه له سلطنتي درباره اوچته کړه او میخایلو سکویه ته نږدې یې د هغه د مور مقبرې ته ورسوله. پوشکین د ۱۸۳۷ کال د فبرورۍ په شپږمه سهار وختي د خپلې مور څنګ ته خښ کړل شو. تر هغه وروسته راغلي لیکوالان او شاعران دا ورځ د روسي ادب تر ټولو تیاره او بده ورځ بولي.
د روسي ادبیاتو ټول سرلاري او ستر لیکوالان پوشکین ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی ورته لري. پوشکین د بشري فرهنګ او هنر تر ټولو ستر استازی دی او په ټولو بشري او هنري مسایلو کې یې افکار د کارونې او لوستنې وړ دي. په روسیه کې یې تر مرګ وروسته قدر نور هم ډېر شو، مجسمې یې جوړې شوې، په نامه یې علمي مرکزونه جوړ شول او تر نن پورې په درنه سترګه ورته کتل کېږي.