یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

نیوزیلنډ

حشمت نوري

مارچ 19, 2019
in راشه ورشه
0 0

نیوزیلنډ په اسټرالیا کې په جنوبي ارام سمندر کې د تاسماني او اسټرالیا په ختیځه خوا کې د ختیځ طول البلدونو د ۱۶۶ او ۱۷۹ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۳۴ او ۴۸ درجو په منځ کې موقعیت لري. د نیوزیلنډ ټول پراخوالی ۱۰۳۳۳۶۳میل مربع ته رسېږي، چې له دې پلوه د نړۍ ۶۸ م لوی هېواد دی.

نیوزیلنډ په وچه کې له بل هېواد سره ګډه پوله نه لري، خو په ارام سمندر کې د دغه هېواد نږدې ګاونډیان دا دي:

ختیځ ته یې جنوبي ارام سندر، لوېدیځ ته یې د اسټرالیا تر ټولو جنوبي ټاپو تاسماني، شمال ته یې د فیجي او وانواتو  او جنوب ته یې د اسټرالیا او کومبل ټاپوګان پراته دي.

د نیوزیلنډ هوا د سمندري موقعیت له امله ډېره لنده ده، د دغه هېواد اقلیم په عمومي توګه ښه دی، خو جنوب لور ته یې د هوا تودوالی کمېږي. د دغه هېواد د جګو غرنیو سیمو هوا داسې سړه ده، چې ځای ځای دایمي کنګلونه هم لري.

د دغه هېواد پلازمېنه ولنګتون ښار دی او نفوس یې څه کم پنځو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې پنځه کسان ژوند کوي.

د نیوزیلنډ ۹۰ سلنه وګړي په ښارونو او لس سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي، چې د دغه هېواد د قانون له مخې یې هر کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.

د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي او نیوزیلنډي ده، خو لیکدود یې بیا لاتیني دی.

نیوزیلنډ د اداري وېش له مخې پر ۹۳ ټولنو او نهو ولسوالیو او دریو ښاري ولسوالیو وېشل شوی و، خو په ۲۰۰۱ ز کال کې پر ۱۶ سیمو او یوه ښار ووېشل شو.

کایتای هنتي، هاملتون، تیکویتي، ماسترونون،  شمالي پالمرستون، وایراري،  ایبوري او  روکسبورګ یې مهم او ګڼ نفوسه ښارونه دي.

پاچاهي په نیوزیلنډ کې میراثي ده او ګورنر جنرال د انګلستان د ملکې په خوښه، د پاچا له خو ټاکل کېږي. د نیوزیلنډ لومړی وزیر د ګورنر جنرال له خوا غوره کېږي. دا کس معمولاً د هغه ګوند یا ائتلاف مشر وي، چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي. د نیوزیلنډ د لومړي وزیر مرستیال او د کابینې وزیران د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په مشوره ټاکل کېږي او درې کاله کار کوي.

د نیوزیلنډ ولسي جرګه ۱۲۰ غړي لري، چې ۷۰ یې د خلکو په خوښه د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي. له دې ډلې اووه کسان د ماوري ټولنې استازيتوب کوي. د نیوزیلنډ د ولسي جرګې پاتې ۵۰ غړي د ګوندونو فعالین وي، چې د ګوندونو له خوا د رایو په اساس ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د نیوزیلنډ قضایي نظام پر انګلیسي قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه، عالي محکمه او د استیناف محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي، چې قاضیان یې د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي. په نیوزیلنډ کې مانوري د خپلو ځمکو د مالکیت لپاره جلا قوانین او محکمې لري.

یو موټی نیوزیلنډ ګوند، د نیوزیلنډ کارګر ګوند، د نیوزیلنډ ملي ګوند، د نیوزیلنډ لومړنی ګوند او د جیم اندرسن پرمختیا غوښتونکی ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

 نیوزیلنډ د ۱۹۰۷ ز کال د سپټمر په ۲۶مه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته.

له ۱۹۸۴ ز کال را پدېخوا، د نیوزیلنډ دولت د خپل اقتصاد په بنسټیز جوړښت کې ډېر بدلون راوست. ځمکې یې ووېشلې او خپل اقتصاد یې انګلستان ته د ترجیحي سیاست د تګلارې پر ځای، د صنعتي کېدلو ازاد مارکېټ او نړیوالې سیالۍ ته وهڅاوه. دغه ګړندي خوځښت نیوزیلنډ له یوه کرنیزه هېواد څخه پر داسې یو صنعتي هېواد بدل کړ، چې اوس په نړیوالو بازارونو کې سیالي کولای شي. له دې سره د دغه هېواد عواید زیات شول او د صنعتي سکټور ټکنالوژیکي وړتیا یې د څومره والي او څرنګوالي له اړخه ډېره اوچته کړه. د نیوزیلنډ د انفلاسیون اندازه د نړۍ د صنعتي هېوادونو په منځ کې تر ټولو ټیټه ده او د سړي سرکلني عاید د کچې له مخې، ځان د اروپا د ډېرو پرمختللو هېوادونو له عاید سره برابروي.

د کانونو ایستل او د کانونو د ایستنې وسایل، د خوراکي توکو پروسس، د اوبو برېښنا، ټایر، فلزي شیان، لرګي، موبلایل او فرنیچر، نقلیه وسایط، ټوکران او د نساجو ماشینونه، سیمنټ، کیمیاوي سره، د تیلو او ګازو چاڼ، کاغذ، برېښنایي سامان، استهلاکي شیان او دارودرمل د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د نیوزیلنډ شپږ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، چې شپږ سلنه یې همدا اوس کرل کېږي. د دغه هېواد پاتې نوره ځمکه څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د نیوزیلنډ اته سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد پنځه سلنه  ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، تنباکو، غنم، وربشې، کچالو، مۍ او نور حبوبات، پنبه، مېوې، سابه، غوښه، هګۍ، لبنیات او واښه د نیوزیلنډ د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.

سره له دې چې انګلیسانو د خپلې واکمنۍ په موده کې، د دغه هېواد ډېرې کاني زېرمې تشې کړې دي، خو بیا هم دغه هېواد د پام وړطبیعي ګاز، اومه اوسپنه، د ډبرو سکاره، مګنیزیم، سره او سپین زر لري.

د نیوزیلنډ غټ تجارتي شریکان، اسټرالیا، امریکا، جاپان، چین او سنګاپور دي.

دغه هېواد ۱۲۵ هوایي ډګرونه لري، چې ۵۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د نیوزیلنډ د ټلیفون کود ۰۰۶۴ او د انټرنټ کود یې NZ دی، چې ټول ټال یې څلور میلیونه کسان انټرنټ ته لاسرسی لري.

د نیوزیلنډ د راډیو ټلوېزیون دولتي سکټور، ډېر ټلوېزیوني چینلونه، درې ملي راډیو ګانې او ځانګړي سوداګريز ټلوېزیونونه لري، چې په انګلیسي او نورو ژبو خپرونې کوي او د دې ترڅنګ، په دغه هېواد کې ۳۰ ورځپاڼې او ۱۵۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته. په دغه هېواد کې هر کال ۲۵۰۰ عنوانه نوي کتابونه خپرېږي او هر سړی په کال کې په منځنۍ توګه ۵۳ کیلوګرامه کاغذ د لیک لوست لپاره کاروي، چې په نړۍ کې لوړ رقم دی.

نیوزیلنډ د اسټرالیا او نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد له ۱۵ کلنو څخه پورته سل سلنه خلک نارینه او ښځې دواړه په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶-۱۴کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.

مائورمان چې پولي نیزیایي ټبره دي، په نهمه پېړۍ کې په دغو ټاپوګانو کې، چې اوس نیوزیلنډ نومېږي، مېشت شول. مورخین مائوریان د نیوزیلنډ پخواني او اصلي اوسېدونکي بولي، دا ټاپوګان په ۱۶۴۲ ز کال کې د هالنډي نامتو سمندري سیلاني، ابل جانسن تاسماني په واسطه وپېژندل شول. نوموړی لومړی د اوسني نیوزیلنډ جنوبي ټاپو ته ورسېد او دا ځای یې د خپل ټاټوبي په یاد زیلند یا نیوزیلنډ ونوماوه، خو د مائوریانو د کلک مخالفت له امله، له خپلې بېړۍ څخه پلی هم نه شو.

نړیوالو هغه وخت د تاسماني پېژندنه ډېره جدي ونه ګڼله، په ۱۹۷۰ ز کال کې د انګلستان کپټان جیمز کوک دغو ټاپو ګانو ته ولاړ، کوک د نیوزیلنډ د شمالي او جنوبي ټاپوګانو له معبر څخه تېر شو، هغه یې په خپل نامه ونومول او د اوسني نیوزیلنډ ساحلي څنډې یې ولیدې. کوک د نیوزیلنډ د ناپېژندلې، خو شتمنې سیمې ورونه اروپایانو ته پرانیستل. له دې وروسته دغو ټاپوګانو ته د انګلیسانو مهاجرت پیل شو. هغه لومړني انګلیسان چې دغو ټاپو ګانو ته ورسېدل، د نهنګانو ښکارزن او نور سوداګر وو. دا وخت ځینې هغه اسټرالیایان چې له عسکري خدمت یا زندانونو څخه تښتېدلي وو، هم په نیوزیلنډ کې مېشت شول او هلته یې کورونه جوړ کړل. د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې نور انګلیسي مهاجر هم د نیوزیلنډ ټاپوګانو ته ورسېدل او هلته یې خپلې مېنې جوړې کړې. په ۱۸۱۴ ز کال کې انګلیسانو د مسیحي دین د خورولو لومړنۍ ډله نیوزیلنډ ته واستوله. دغو مبلغینو او انګلیسي مهاجرینو د نیوزیلنډ د بومي اوسېدونکو پر ژوند ژور اغېز وکړ او هغوی یې بدلون ته چمتو کړل.

په ۱۹۰۷ ز کال کې نيوزیلنډ خپلواکه شو، انګلستان دا خپلواکي په رسمیت وپېژندله او ګورنر جنرال د انګلستان د پاچا د استازي په توګه دلته مقرر شو.

د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ اړیکې ډېره سابقه نه لري او داسې ښکاري، چې د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته، د نیوزیلنډ حکومت تیاری وښود، چې د اړیکو د جوړولو لپاره لاس په کار شي. د دغه هېواد چارواکو له افغانستانه لیدنه وکړه او له افغان حکومت سره د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

له افغانستان څخه تر نیوزیلنډ پورې د هوا له لارې فاصله ۱۳۷۱۵ کیلومترو ته رسېږي او همدارنګه د کابل او ولنګتون ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۸:۳۰ ساعته  دی.

Share45Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In