د افغان طالبانو او امریکا تر منځ له روانو مذاکراتو سره د اشرف غني د ادارې مخالفت د واشنګټن کلک غبرګون راپارولی دی. ظاهراً، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار، حمد الله محب، وروستیو څرګندونو، چې نوموړي د جمهور رئیس ټرامپ د ادارې او افغان طالبانو سره په قطر کې د پرله پسې ناستو او مذاکراتو پر نیت شک وښود، امریکایي مقامات په قهر کړي دي.
خو د محب د څرګندونو څخه د اشرف غني هدف څه و او ولې یې واشنګټن په مقابل کې داسې کلک غبرګون وښود؟
د خلیلزاد او غني مخالفت
د امریکایي سرچینو له مخې، له طالبانو سره د مذاکراتو له وروستي پړاو څخه مخکې، د زلمي خلیلزاد او اشرف غني تر منځ وروستۍ ناسته چې په هغه کې امرالله صالح هم ګډون درلود ډېر له شور او قهر څخه ډک یو جنجالي ملاقات و.
خلیلزاد له افغان طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د مخته بېولو په ماموریت کې د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې پوره حمایت لري، خو نوموړی له غني سره سخت په ټکر کې دی. خلیلزاد د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې مهم کسان، لکه د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر، یې قانع کړي دي چې د اشرف غني حکومت فاسد او بې کفایته دی. د خلیلزاد پیشنهاد دوی ته دا و چې د غني حکومت نور د واشنګټن د پانګې اچونې ارزښت نلري. د جمهور رئیس ټرمپ ټیم د خلیلزاد له دې تحلیل او وړاندیز سره موافق دی او هغه ته یې بشپړ واک ورکړی دی ترڅو له افغان طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي او په نتیجه کې یې یوازې یو کم او محدود شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
په واشنګټن کې، پر زلمي خلیلزاد باندې د حمد الله محب لفظي برید په اصل کې د اشرف غني لخوا پیام و، ځکه خلیلزاد نه یوازې دا چې غني او حکومت ته یې په هېڅ ډول اهمیت قایل نه دی، بلکې افغان حکومت یې مطلقاً له طالبانو سره د اصلي خبرو او بحث څخه لرې ساتلی دی. د خبري راپورونو پر اساس، امریکایي مقاماتو هم تایید کړې ده چې د محب خبرې په اصل کې پر خلیلزاد یو «شخصي برید» و.
همدا راز، د یادو سرچینو له مخې، د خلیلزاد په «غوښتنه»، د امریکا سفارت په کابل کې امرالله صالح ته ویزه نه ده ورکړې تر څو نوموړی امریکا ته سفر و نه کړي او هلته د طالبانو او روانو مذاکراتو پر ضد تبلیغات و نه کړي.
له خلیلزاد سره د وروستۍ ناستې وروسته، محب او صالح (د غني په حمایت) غوښتل چې دواړه په امریکا کې په خپلو تبلیغاتو سره خلیلزاد بدنامه کړي او ورسره جمهور رئیس ټرمپ ته یو پیام ورکړي. خو دا کار تقریباً ناکامه شو، ځکه ټول اړخونه یې نه وو اټکل شوي او د واشنګټن له دا ډول کلک غبرګون څخه هم تمه نه وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار یې لومړی په واشنګټن کې «احضار» کړ او وروسته یې د وزارت د معین، ډیویډ حیل، په واسطه د ټلیفون له لارې اشرف غني ته دا پیغام ورکړ چې دوی نه غواړي نور د ښاغلي محب او د هغه له دفتر سره هېڅ ډول اړيکې ولري. واشنګټن نور محب د افغان حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار په حیث نه پیژني او امریکا ته د هغه پر سفر یې هم بندیز وضع کړی دی.
اصلي خبره دا ده چې د امریکا په سفارت کې جوړ شوی یو افغان حکومت نه شي کولی چې د واشنګټن پر سیاست نیوکه وکړي او که یې کوي ځای نه نیسي. دا خبره عملاً ثابته شوه. په تېرو څلورو کلونو کې د ځمکني او هوایي پوځي عملیاتو څخه نیولې بیا د سلهاوو افغانانو تر زنداني کولو او ملکي تلفاتو پورې د امریکا پر ټولو جنایاتو غني او حکومت یې چوپتیا غوره کړه. د ملي یووالي حکومت له لومړۍ ورځې څخه د امریکا هر ډول ته په پټو سترګو نڅېده، خو پای یې دا شو چې اوس د افغان حکومت د مشر اړیکه له واشنګټن سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د معین په کچه را ټیټه شوې ده. واشنګټن د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار څخه غوښتې ده چې رسما «بخښنه» وغواړي.
دلته د یادونې وړ بولم چې د کرزي حکومت ډېرې ستونزې درلودې خو په خبرو او عمل کې یې دومره وزن و چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او پوځي جنرالانو یې رسما له افغانستان څخه د خپلو ناسمو اعمالو له امله بخښنې وغوښتلې او اسناد یې هم په ارګ او هم د بهرنیو چارو په وزارت کې موجود دي. د دې خبرې څخه هدف دا دی چې که یو ولسمشر یا حکومت یې د یو بهرني قدرت په مرسته واک ته هم رسېدلی وي، که د خپل مظلوم ملت په دفاع پر حق تیڼګ ولاړ وي او ملي ارزښتونه خپله تر پښو لاندې نه کړي، د امریکا غوندې د یو لوی قدرت غرور ماتولی شي.
ملي اندېښنې باید له ملت سره مطرح شي
د پورتنیو دلایلو پر اساس، څرګنده ده چې په واشنګټن کې د خلیلزاد پر ضد د محب څرګندونې په اصل کې د اشرف غني یو پیغام و او صالح هم په دې کار کې خپل سیاسي اهداف درلودل (د طالبانو ځپل او د امریکا د جنګ ادامه). ښاغلي محب خپله وظیفه او وفاداري اشرف غني ته ادا کړه، او د دې سیاسي مانور بیه یې هم ورکړه. محب یو وطن دوسته او افغان دوسته ځوان دی، خو د اشرف غني د ناسم سیاست قرباني شوی دی. دا سمه ده چې زلمی خلیلزاد د افغانستان په مسایلو کې خپلې شخصي او فردي ګټې هم لټوي. دا هم روښانه ده چې له طالبانو او د هغوی له نوم څخه د افغانستان د جنګ یوه وسیله جوړه شوې ده او له دې وسیلې څخه امریکا، پاکستان او نور هېوادونه هم د خپلو ګټو په هدف او د افغانستان په خلاف استفاده کوي او استفاده کول غواړي. خو د غني حکومت که په رښتیا له دې اړخه اندېښمن دی، باید چې د داسې یوې ملي او اساسي موضوع په اړه خپلې اندیښنې په واضح توګه د افغانستان له ملت سره مطرح کړي تر څو لومړی د افغانانو حمایت خپل کړي، نه د پردیو.
د اشرف غني د ادارې دا ادعا چې ګواکې د طالبانو سره مذاکرات د افغانستان د تیرو کلونو د لاسته راوړنو او قربانیو په بیه تمامېږي، کاملاً غلط دی. غني خو باید اول ملت ته د دې موضوع وضاحت ورکړي چې څنګه او د کومو مالوماتو او دلایلو پر اساس له طالبانو سره مذاکرات زموږ د ملي ګټو په خلاف دي؟
غني او ټیم یې دا غواړي او وایي چې طالبان له دوی سره خبرو اترو ته کښیني. که داسې کیږي بیا آیا هر څه سم دي؟ طالبان بیا «تروریستان» نه دي او دا کار بیا د افغانستان د وروستیو کلونو د لاسته راوړونو او قربانیو په قېمت نه دی؟
د جنګ ادامه د هېواد او ملت په زیان ده
د تېرو ۱۸ کلونو تجربې ښکاره کړه چې د افغانستان د ننه د امریکا هر ډول نظامي عملیاتو او په نتیجه کې یې د راز، راز وسلو کارول، د اصلي ستونزې په له منځه وړلو کې نه یوازې دا چې هېڅ مرسته و نه کړه، بلکې تروریزم او افراطیت په افغانستان او سیمه کې لا هم وده وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د تروریزم پر ضد او یا صرف تر دې عنوان لاندې، د امریکا د روانې جګړې قربانیان یوازي افغانان دي. عملاً د امریکا په سیاست کې د پاکستان او هلته د تروریستانو د ځالو په اړه کوم ستراتیژیک بدلون نه دی راغلی. خپلو لویو اهدافو ته د رسېدو په خاطر، امریکایي نظامیان او استخباراتي اداره یې لا هم پاکستان ته سخت ضرورت لري. تر څو د تروریزیم پر خلاف په پاکستان کې لازم اقدام و نه شي او د واشنګټن په ستراتیژیک فکر کې د اسلام آباد په اړه بدلون نه وي راغلی، د افغانستان جګړه به هېڅ کله هم مثبتې پایلې و نلري.
د افغان طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو پټ او ښکاره تماسونه او مذاکرات دا ثابتوي چې د افغانستان روانه جګړه او د طالبانو ستونزه بهرني عوامل لري. د سیمې قدرتونه غواړي چې له طالبانو او روانې جګړې څخه د امریکا پر خلاف کار واخلي. هغوی په افغانستان او سیمه کې داعش د امریکا د نفوذ یوه وسیله ګڼي.
لنډه دا چې د افغانستان جګړې ستر او مختلف ابعاد پیدا کړي دي. په همدې خاطر له طالبانو سره په هر ډول مذاکراتو کې به ضرور افغانان له بهرنیانو سره یوې معاملې ته ځان رسوي او یوه بیه به ادا کوي. دا د افغان سیاسي مشرانو په هوښیارۍ او سیاسي مهارت پورې اړه لري چې څومره دا معامله د افغانستان د ملي ګټو په نفع او د افغانانو په خیر ترسره کوي. بالاخره باید افغانان د دې سیاسي لوبې له اصلي لوبغاړو سره لوبې ته، د مذاکراتو له لارې، حاضر شي. د هیواد سیاسي مشرانو په یو لوی اکثریت سره، دا کار عملاً هغه وخت ثابت کړ، کله چې تېره میاشت هغوی له طالبانو سره په مسکو کې ولیدل. افغانان باید په خپل یووالي سره هم دغه لار خپله کړي او له طالبانو سره ناستو او خبرو ته، سولې ته د رسېدو په هدف، ادامه ورکړي.