شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

تانزانیا

حشمت الله نوري

اکتوبر 1, 2018
in راشه ورشه
0 0

تانزانیا د افریقا د لویې وچې په ختیځه برخه کې د ختیځ طول البلدونو د ۲۹ او ۴۰ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱ او ۱۲ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۳۶۴۳۴۶ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۳۱ م لوی هېواد دی. شمال ته یې کینیا او یوګندا، جنوب ته یې زمبیا او موزمبیق، ختیځ ته یې د هند سمندر او لوېدیځ ته یې د تانګانیکا جهیل او کانګو موقعیت لري.

تانزانیا د استوا له کرښې سره د ډېر نږدېوالي له لامله ډېره توده او د هېواد شمالي سیمې یې د هند له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله لنده او توده هوا لري.

د تانزانیا جمهوریت د دوو هېوادونو تانګانیکا او زنګبار له یووالي څخه جوړ شوی دی. د زنګبار پخوانی هېواد درې ټاپوګان لري چې له زنګبار، پمبا او مافیا څخه عبارت دي. تانزانیا له بل هر افریقایي هېواد څخه ډېر سمندرګي لري.

د دغه هېواد پلازمېنه د دودوما ښار دی او د ټولو وګړو شمېر یې څه باندې ۵۵ میلیونه تنه اټکل شوی دی، چې په هر کیلو متره مربع ساحه کې یې ۵۱ تنه ژوند کوي. دېرش سلنه خلک یې په ښارونو کې هستوګن دي او پاتې اویا سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د پنځو ماشومانو د زېږولو اجازه لري.

تانزانیا د اداري وېش له پلوه په دېرشو ولایتونو وېشل شوې ده. موانزا، زنګبار، مبیا، تانګا، اروشا او موشي د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه ‌دي. ۹۹ سلنه وګړي یې تورپوستي افریقایان او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي.

د تانزانیا ۴۶ سلنه وګړي مسیحیان، ۳۹ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.

د تانزانیا نوی اساسي قانون د ۱۹۷۷ ز کال د () په ۲۵ مه تصویب شوی او بیا د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې بدلونونه پکې راغلل. د دغه هېواد ولسمشر او مرستیال د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. لومړی وزیر او د کابینې نور وزیران یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د تانزانیا ولسمشر او د هغه مرستیال یو ځای ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي.

د دغه هېواد ولسي جرګه ۳۵۷ غړي لري چې ۲۳۹ یې د خلکو په خوښه، ۱۰۲ یې د مېرمنو لپاره چې د ولسمشر لخوا نومول کېږي، پنځه د زنګبار د ولسي جرګې په استازیتوب، لس  د ولسمشر په خوښه او یو د هېواد د لوی څارنوال له لوري ټاکل کېږي. دغه کسان پنځه کاله دنده ترسره کوي.

د زنګبار ټاپو سیمه ایزه ولسي جرګه پنځوس غړي لري چې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. کوم قوانین چې د زنګبار ولسي جرګه تصویبوي، یوازې د همدې ټاپو لپاره وي، خو د تانزانیا ولسي جرګه هم د هېواد ملي او سراسري قوانین جوړوي او هم د تانګانیکا لپاره قوانین تصویبوي. په تانزانیا کې د رایې ورکولو سن اتلس کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د تانزانیا حقوقي نظام د برېټانیا پر قوانینو ولاړ دی. د استیناف محکمه او عالي محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي چې قاضیان یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د تانزانیا د استیناف محکمه څلور غړي او عالي شورا یې ۲۹ غړي او یو مشر لري، چې ټول د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد په قضایي تشکیلاتو کې د ولسوالیو محکمې او لومړنۍ محکمې مهم ځای لري.

انقلابي ګوند، د خلکو متحده جبهه، ولسواک ګوند، د اصلاحاتو او جوړونې ملي ټولنه او د ولسواکۍ او پرمختګ ګوند د دغه هېواد له لویو او مشهورو ګوندونو څخه دي.

تانزانیا د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۶۱ ز کال د د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

دغه هېواد د ۱۹۶۴ ز کال د اپرېل په ۲۶ مه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اپرېل ۲۶ مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ  د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

تانزانیا د سړي سر کلني عاید له پلوه د نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، چې اقتصاد یې په کرنه ولاړ دی. کرنه د دغه هېواد دېرش سلنه غیر خالص کورني تولیدات او ۸۸ سلنه صادرات برابروي او د دغه هېواد ۸۲ سلنه ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د دغه هېواد یوازې ۱۳ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده.

د تانزانیا دولت په تېرو لسو کلونو کې د خپلې بودجې اته سلنه پیسې د کرنې په پراختیا لګولې چې پایله یې ښه ده. په همدې موده کې بهرنیو مرستو او د دولت سمو تګلارو د هېواد اقتصادي پرمختګ ګړندی کړی.

د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید اندازه اتیا میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۱۱۰۰ ډالره اټکل شوې ده.

د تانزانیا کاري ځواک ۲۶ میلیونو کسانو ته رسېږي او ۳۳ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد ټوله بودجه اووه میلیارده ډالره او لګښتونه یې اته میلیارده ډالرو ته رسېږي.

الماس، اوسپنه، سره زر، خوراکي توکي، تېل، ټوکران، بوټونه، سمنټ، لرګي، پلاستیکي شیان، صابون او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لري.

د تانزانیا ۱۳ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۳۶ سلنه خاوره څړځایونو، ۳۵ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۸۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۸۸ سلنه صادرات او دېرش سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاسته راځي.

لرګي، پنبه، فایبر، قهوه، غنم، ږدن، وریجې، جوار، کچالو، کونځلې او شرشم، چای، ګني، تنباکو، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.

الماس، سره زر، یاقوت، لعل، تېل، ګاز، اوسپنه، د ډبرو سکاره او  نکل د دغه هېواد لوی او مهم کانونه دي. د تانزانیا د صادراتو ټوله بیه شپږ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه ۱۱ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

دغه راز دغه هېواد ۴۰۰ د اورګاډي پټلۍ، ۶۶ د کارګو بېړۍ او ۱۷۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټیلېفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۲۵ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې ټي زید دی او تر یو میلیون پورې وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

تانزانیا یو دولتي ټلوېزیون او یوه راډیو او خصوصي برخه یې ګڼ شمېر ټلوېزیونونه او اویا راډیوګانې لري. ترڅنګ یې په دغه هېواد کې لس ورځپاڼې، دوه سوه اونیزې او مجلې شته چې په سواحلي، کیونګجو، عربي او انګلیسي ژبو خپرېږي.

د دغه هېواد ۷۳ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي. زده کړې په دغه هېواد کې له ۷ څخه تر ۱۳ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري دي.

مخکې مو هم وویل د تانزانیا اتحادي جمهوریت د ۱۹۶۴ ز کال د اپرېل په ۲۶ مه د تانګانیکا او زنګبار د جمهوریتونو له یووالي څخه جوړ شوی. له همدې امله به د یووالي تر وخته د هر یو پخواني تاریخ په لنډه توګه را واخلو:

تانګانیکا د لرغونپوهانو په باور د تانګانیکا په شمال کې د اولدووایي په دره کې څو میلیونه کاله مخکې لومړني انسانان اوسېدلي دي. د لومړنیو میلادي پېړیو په بهیر کې هم د تانګانیکا په ساحلي سیمو کې د خلکو د ژوند څرک شته. په اتمو، نهمو او لسمو پېړیو کې اعرابو د تانګانیکا په ساحلي څنډو کې بندرونه جوړ کړي وو او سوداګریزو بېړیو هلته تګ راتګ کاوه. د تانګانیکا ټوله خاوره په اتمه پېړۍ کې د اعرابو تر ادارې لاندې راغله او یو ډول ابتدایي واکمني جوړه شوه. له دې وروسته تر ۱۶ مې پېړۍ پورې دغه سیمه د زنګبار د حکومت له خوا اداره کېده.

په ۱۸۸۴ ز کال کې الماني سرتېري تانګانیکا ته ورسېدل. یو کال وروسته المانیانو د المان د ختیځې افریقا د واکمنۍ بنسټ کېښود او تانګانیکا په دې واکمنۍ کې تر ټولو لویه خاوره درلوده. تر ۱۸۸۹ ز کال پورې د زنګبار امام سلطان غاړې اېښودلو ته اړ کړ او د روانډا او بورونډي سیمې یې هم له تانګانیکا سره د المان په ختیځه افریقاکې یو ځای کړې.

د ۱۹۶۱ ز کال د مې په لومړۍ نېټه برېټانیا تانګانیکا ته کورواکي او د همدغه کال د ډسمبر په  نهمه بشپړه خپلواکي ورکړه. د  ۱۹۶۲ ز د ډسمبر په  نهمه په دغه هېواد کې جمهوري نظام ټینګ او تانګانیکا د برېټانیا د مشترک المنافعو هېوادونو غړیتوب تر لاسه کړ.

د برلېن کنفرانس چې د اروپا د ښکېلاکي استعماري ځواکونو تر منځ د افریقا د وېش لپاره جوړ شوی و، زنګبار برېټانیا او تانګانیکا روانډا او بورونډي المان ته ورکړل.

په لومړنۍ نړیواله جګړه کې د المان له ماتې وروسته تانګانیکا د برېټانیا، روانډا او بورونډي د بلجیم په برخه ورسېدل. د همدې پېړۍ په پای کې فرانسې او المان موافقه وکړه چې زنګبار دې د برېټانیا له خوا اداره شي.

د ۱۹۶۳ز کال د جون په ۲۴ مه زنګبار ته کورواکي او د همدې کال د سپټمبر په لسمه پوره خپلواکي ورکړل شوه.

په ۲۰۱۲ ز کال کې د تانزانیا په سواحلو کې د طبیعي ګاز دومره شتمنه زېرمه وموندل شوه، چې په منځنۍ توګه به دېرش ټریلیونه متره مکعب وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د تانزانیا هېواد نوم نه شته، نو له همدې امله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.

له افغانستان څخه تر تانزانیا پورې د هوا له لارې فاصله ۵۶۴۴ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او دودوما ښارونو تر منځ د وخت توپیر هم یو نیم ساعت دی.

 

Share6Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In