جمعه, اپریل 24, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

ککړه هوا ؛ پټ دښمن !

لیکنه: حكمت جليل

اکتوبر 1, 2018
in ژوند
0 0

نړیوال اسلامي پوهنتون ـ اسلام اباد

کېدای شي هر چېرې ککړه هوا وي، خو ځینې وخت یې لیدل شونې نه وي. ښايي ځینې فکر وکړي چې ککړه هوا  مو ژوند نه ګواښي؛  ځکه  دوی انګېري چې موږ خو له لوګي او ګرد څخه لرې په پاکو ښارونو کې ژوند کوو.

خو خبره  داسې نه ده؛ د نړۍ  په کچه له هرو لسو کسانو څخه نهه یې د ککړې هوا تر مستقیم اغېز لاندې دي، ځکه خو د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب کچه هم لوړه کړې ده. په بله مانا په هر ځل تنفس یا ساه اخیستلو سره کوچنۍ زرې پر سږو، ځیګر او حافظه برید کوي.

دا ککړه هوا ده چې ډېر شمېر انسانان یې له ناروغیو سره مخ کړي دي او تر ټولو جدي یې ذهني کمزوري او مړینه ده. موږ د تنفس یا ساه اخیستلو بدیل نه لرو، خو د هوا د ښه کولو لپاره ډېر څه کولای شو . اوس په نړۍ کې په دې برخه کې ډېرې هڅې کېږي.

که د هوا د پاکوالي يو فرصت ولرو، دا ستونزه بايد ښه درک کړو او د حل لپاره یې کار وکړو. د هوا ککړتيا پر دوو برخو وېشل شوې، داخلي او بهرنۍ. د هوا ککړتيا ‌‌ډېر لاملونه لري، خو تر ټولو مهم يې د انساني فعاليت پایله ده:

د سون توکي لکه، زغال، ډیزل، پټرول.

کرنه، چې د ميتان او امونيا غټه سرچينه ده.

د ضایع کېدونکو توکو اداره په خاصه توګه سوځونه.

د اور وژنې له کبله رامنځته شوي توکي، خاوره، ګرد او نورې طبيعي پروسې.

دا سرچينې یو لړ مواد، لکه کاربن مونو اکسايد، کاربن ډای اکسايد، نايتروجن ډای اکسايد، د ځمکی د سطحې اوزون، کوچني ذرات، سلفر اکسايد، هايدروکاربن پاشي او دا ټول د انسان روغتيا زيانمنوي.

‌ډېر ځله مړینه  او ناروغي د ککړې هوا پایله وي او لامل یې هم کوچني زرات وي.

ځينې يې ان د خنثی ماليکول په څېر کوچني هم وي. دا کوچني ذرات د زهرو په څېر وي او په خپل ترکيب کې کاربن هم لري. څومره چې دا ذرات کوچني وي، په هماغه اندازه يې زیان زيات او مرګونی وي. دغه کوچني مرګوني ذرات د انسان سږي، د وينې جريان او عصبي سيسټم زيانمنوي. يو انسان چې څومره ککړه هوا تنفس کوي، دا په څو فکټورونو يا عواملو پورې اړه لري، لکه پخلی او پاکې انرژۍ ته لاسرسی، د ورځې بوخت وخت، سهار او مازديګر کې تګ راتګ؛ ځکه هوا تل په خوځښت کې وي.

د هوا ککړتيا له موږ سره څه کوي؟

د هوا ککړتيا د  لوی نړيوال روغتيایي ناورين په نوم هم يادېږي چې په هرو نهو مړينو کې يوه د ککړې هوا له امله وي او همدارنګه ککړه هوا پر اقليمي بدلون او اقتصاد هم منفي اغېز پرېباسي.

روغتیا

هر کال شاوخوا اووه ميليونه خلک د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. درې عمده وژونکې ناروغۍ چې د ککړې هوا له کبله رامنځته کېږي، د زړه  ۲،۲ سلنه، د سږو۲ او د سرطان ۱،۷ سلنه ناروغۍ دي.

پردې سربېره، بهرنۍ ککړتيا هر کال ۲۵ سلنه د سرطان ۱۷ سلنه تنفسي او ۱۶ سلنه د زړه حملې لامل ګرځي.

د هوا ککړتيا يوازې وژونکې نه ده، بلکې د نورو ناروغيو د خپرولو لامل هم کېږي  او ځينې وخت  رواني ناروغۍ هم پيدا کوي. يوې څېړنې ښودلې ده چې په  ۲۰۱۶ ز کال کې  کوچنيو ذراتوله  ۳،۲ ميليونو انسانانو څخه ژوند اخيستی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يا يونیسف وايي، چې د ککړې هوا تنفس عصبي حجرې او د ماشومانو د نوښت ځواک کمزوری کوي. په منځنۍ کچه شاوخوا ۱۷ ميلیونه ماشومان چې عمرونه یي له یو کلنۍ کم دي، په هغو ځايونو کې ژوند کوي، چې د هوا ککړتيا پکې له عادي حالت شپږ ځله زياته ده.

نورې څېړنې ښيي چې د هوا ککړتيا د ځيرکتيا په کموالي کې د پام وړ منفي رول لوبوي چې دا په عمومي ډول د پوهنې د يو ضايع شوي کال سره مساوي ده او هغه خلک چې په ښارونو او زياته ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي، دې ۱۲ سلنه يې زيات ژوند په خطر کې دی.

اقتصاد

که چېرې تاسې نېکمرغه ياست او له ککړې هوا خوندي یاست، دا د دې مانا نه لري چې خبره همدلته خلاصه شوه، په نامستقیمه توګه ستاسې اقتصادي وضعیت ترې اغېزمن کېدای شي.

د هوا ککړتيا د صحت سکټور زيانمنوي او ماليه ورکوونکي اړ دي چې ماليه ورکړي. په امریکا کې د انرژۍ توليد د دغه هېواد اقتصاد ته ۱۳۱ میليارده ډالره زيان اړولی دی. د اکسفورډ پوهنتون يوه څېړنه وايي،  هر کال د موټرو  هوايي ککړتيا يوه ټولنه شپږ میليارده پونډه تاواني کوي. همدارنګه د اروپايي ټولنې د چاپېریال ساتنې ادارې ياده اندازه ۱۸۹ پونډه ښودلې. که د نړۍ وګړي لاس پکار نه شي، لګښتونه به لوړ شي. د اقتصادي همکارۍ پراختيايي سازمان له خوا يوه څېړنه ښيي چې د هوا د ککړتيا له کبله  له وخته  وړاندې مړينې کلنی لګښت به په ۲۰۶۰ ز کال کې ۱۸-۲۵  ټريليونه ډالره وي. پر دې سربېره  د نورو ناروغيو لګښتونه شاخوا ۲،۲ ټريليونه ډالره اټکل شوي دي.

اقليم

د هوا ککړتيا يوازې د انسان روغتيا او اقتصادي وده نه اغېزمنوي، بلکې د نړۍ تودوخه هم رامنځته کوي. له دې جملې څخه يو د کاربن مرګونی ګاز دی چې د سون توکو، لکه:  ډيزل،پټرول او داسې نورو کړنو پر وسیله تولیدېږي.

په څومره اندزه چې د کاربن توليد کم وي، په هماغه اندازه به د اقليم بدلون په راتلونکو لسيزو کې ورو وي.

ميتان چې ډېره برخه يې له کرنې څخه را پیدا کېږي، بله ستونزه ده. د ميتان ګاز د ځمکې د سطحې او اوزون په ډېروالي کې مرسته کوي او د نفس تنګۍ ناروغي پيدا کوي.

همدارنګه د ميتان ګاز د نړۍ په تودوخه کې د کاربن ډای اکساید څخه هم ډېر قوي دی او اغېز یې څلوردېرش ځله زيات دی.

تر ټولو زياته ککړه هوا په کوم ځای کې ده؟

د هوا ککړتيا په ټوله نړۍ کي يوه لويه ستونزه ده، خو تر ټولو زيات مخ پر ودې هېوادونه ورسره لاس او ګريوان دي. د بېلګې په توګه،  هر کال ۳،۸ ميليونه وګړي د داخلي هوا د ککړتيا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. داخلي  ککړتيا په هغو ځايونو کې ډېره وي چې وګړي یې بېوزله وي او خلک اړ کوي، چې پخلی او د هستوګنې خونې په بې کيفيته سون توکو ګرمې کړي.

نړیواله روغتيايي اداره وايي چې ۹۷ سلنه وګړي په ټيټ او منځني عايد لرونکو هېوادونو کې ناپاکه هوا تنفس کوي. بل خوا په لوړ عايد لرونکو هېوادونو کې دا تناسب څلوېښت سلنه لوړ دی. هند او مصر د نړۍ تر ټولو زياته د کوچنيو ذراتو کچه لري. بلخوا ارجنټاين، برازيل، چين، مکسيکو او ترکيه د نړۍ د لسو ککړو هېوادونو په سر کې راځي.

د هوا د ککړتيا په اړه څه کېږي؟

د نړۍ په کچه هڅه کېږي چې د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي، ځکه که وضعیت همداسې روان وي، د دې ستونزې مهارول به د هر چا د وس خبره نه وي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې ادارې د پاکې هوا د رامنځته کولو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي چې څه د پاسه ۳۹ ښارونه، سيمې او هېوادونه چې د وګړو شمېر یې ۸۰ ميلیونو ته رسېږي، پکې شامل دي. د ترانسپورټ او انرژۍ د ککړتيا د مخنيوي لپاره د پاليسيو او پروګرامونو جوړول  او پاکې انرژۍ ته وده ورکول به په ښارونو کې د خلکو ژوند لا پسې ښه او سوکاله کړي .

د  مکسيکو له ښار څخه تر اکرا پورې سیمه ییزو حکومتونو د هوا د کيفيت د ښه والي او بدلون پلانونه تطبيقوي. د روغتيایي سازمان یوه څېړنه ښیي چې په ۲۰۱۷ ز کال کې په امريکا کې ۵۷ سلنه ښارونو او اروپا کې ۶۱ سلنه ښارونو کې د کوچنيو ذراتو کموالی راغلی دی. همدارنګه د نوې انرژۍ ډېرښت هم يو لوی توپير رامنځته کولای شي چې په دې برخه کې  پانګه اچونه به پر تېلو د خلکو او شرکتونو اتکا راکمه کړي.

زه څه کولای شم؟

موږ هم د ستونزې يوه برخه يو. سوداګري، عامه ودانۍ او تعميرات په کوچنيو ذراتو کې تر نيمايي زيات رول لوبوي، خو موږ هم د حل يوه برخه یو. په ژوند کې د کوچنيو بدلونونو له لارې کولای شو چې د هوا په پاکوالي کې برخه واخلو.

د بېلګې په توګه، د غوښې او لبنياتو د مصرف په کمولو سره وګړي کولای شي د ميتان د زيانونو په کمولو کې مرسته وکړي. همدارنګه د ژوند په مختلفو برخو کې خلک کولای شي د هوا د ککړتيا په کمولو کې دپام وړ رول ولوبوي .

د امکان تر بریده د خوراکي، کرنې او غیرعضوي توکو ريسايکل کول او همدارنګه د پلاستيکي کڅوړو دویم ځلي استعمال او نه سوځول هم د هوا په ښه والي کې مرسته کوي.

پاک پخلی او تودوخه

د ډبرو سکرو او بایوماسس سوځول (د مثال په توګه، د لرګيو) د داخلي هوا له ککړتيا سره مرسته کوي. کله چې دا مواد د پخلي او تودوخې لپاره استعمالوئ،  د هغوی موثريت وګورئ او داسې څه وکاروی چې هم اقتصادي وي  او هم مو روغتيا زيانمنه نه کړي.

فکرمند حرکت

عامه ټرانسپورټ، پلی  تګ او د بايسکېل کارول د هوا په پاکوالي کې مثبت رول لوبوي. بل طرف د موټرو کارول په خاصه توګه د زړو موټرو د هوا په ککړتيا کې منفي رول لوبوي او همدارنګه روغتیا او اقليم دواړه زیانمنوي.

د انرژۍ پر کارولو بيا ځلې فکر

د هغو ګروپونو او لاملونو بندول چې موږ يې نه استعمالوو او د کم مصرفه برېښنايي توکو کارول  کولای شي د هوا په ښه والي کې مثبت رول ولوبوي. بل خوا د سولر تختې هم د برېښنا او ګرمو اوبو يو ښه بديل کېدای شي.

Share62Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
جمعه, اپریل 24, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In