یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

باختر پوهنتون

حمیدالله حمیدي

مارچ 31, 2019
in پوهنتون
0 0

باختر پوهنتون په لومړي سر کې د یوه علمي مرکز په توګه خپلې چارې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې پیل کړې. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې یې د لوړو زده کړو د موسسې په توګه، د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ پر فعالیت پیل وکړ. دې موسسې د معیارونو تر پوره کولو وروسته، په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړه. د دغه پوهنتون د اړیکو او معلوماتو مسوول ښاغلی بلال ځاځی وایي، باختر پوهنتون له هماغه لومړي سره په کور دننه او بهر کې له ډېرو نورو پوهنتونونو سره پراخې علمي اړیکې لري، چې له بهرنیو پوهنتونونو څخه یې د اکسفورډ، یو کې او په هند کې د اندراګاندي له پوهنتون څخه یادونه کولی شو.

باختر پوهنتون اوسمهال په لېسانس او ماسټرۍ دواړو برخو کې محصلین لري، چې تر څنګ یې له لېسانس پرته په ځینو نورو برخو کې هم په میاشتني ډول محصلین زده کړې کوي. دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس او اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام لري او عملاً پکې محصلین پر زده کړو بوخت دي. په ټوله کې باختر پوهنتون اوسمهال په بېلابېلو برخو کې پنځه پوهنځي (کمپیوټر ساینس، اقتصاد، حقوق، سیاسي علوم او ژورنالېزم) لري. له دې ټولو سره سره، په دغه پوهنتون کې د ټافل، ایلېټس او د کمپیوټر په برخه کې ډېر نور لنډمهالي کورسونه هم لري.

باختر خصوصي پوهنتون تر اوسه پورې له خپلو بېلابېلو پوهنځیو څخه پنځه زره محصلین فارغ کړي، چې ډېری یې اوس په دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو ګمارل شوي دي. د دغه پوهنتون د اړیکو او معلومات مسوول بلال ځاځی دغه راز وایي، چې په دغه پوهنتون کې اوس لږ تر لږه ۲۳۱۴ محصلین په ماسټرۍ پروګرام، لېسانس او نورو لنډمهالو کورسونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې یې ۲۱۱ نجونې او پاتې نور یې نارینه محصلین دي.

ځاځی وایي، په کور دننه او بهر کې له ډېرو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. د نوموړي په خبره، په هېواد کې له ډېرو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، له تجربو یې ګټې اخلي او تر څنګ یې خپلې تجربې هم ور سره شریکوي. دغه راز له هېواده بهر هم په امریکا او هند کې له ځینو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي. دا چې دغه پوهنتونونه په نړیواله کچه پېژندل شوي دي، نو دوی هڅه کوي چې له تجربو او د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د هغوی له کریکولم څخه ګټه واخلي، څو د کار مارکېټ ته په کتو محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

باختر پوهنتون لږترلږه سل استادان لري، چې په دې کې دوکتور، ماسټر او لېسانس درې واړه شامل دي. ښاغلی ځاځی وایي، د استادانو په ډله کې یې بهرني استادان چې د هندوستان هېواد تبعه دي، هم پر دنده ګمارلي، چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې د تدریس چارې مخ ته وړي. ښاغلی ځاځی وایي، ۴۰ سلنه استادان یې ښځینه او ۶۰ سلنه یې نارینه دي.

د ځاځي په خبره، د باختر پوهنتون د محصلینو شمېر زیات دی او دوی هم هڅه کړې ده، چې د محصلینو له خوښې سره سم درسي ټایم ورته برابر کړي، ځکه د دوی ډېری محصلین هغه کسان دي، چې اوسمهال عملاً په دولتي یا نادولتي ادارو کې پر کار بوخت دي او یا هم خپل شخصي کار و بار لري. نوموړی وایي، دوی د ورځې په دريو ټایمونو کې (سهار وختي، له غرمې وروسته او مازدیګر) محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. پر دولتي پوهنتونونو سربېره، په ډېری خصوصي پوهنتونو کې د ماسټرۍ پروګرام د شپې له خوا وي، خو د باختر پوهنتون مسوولین وایي، دا چې دوی د خپلو محصلینو غوښتنې په پام کې نیسي او اړتیا یې درک کوي، نو سهار وختي یې هم ورته د ماسټرۍ پروګرام برابر کړی، څو هغه کسان چې نه شي کولی د ورځې په اوږدو کې او یا هم د شپې له خوا زده کړو ته حاضر شي، سهار وختي ورشي.

باختر پوهنتون په ټوله کې یو عمومي کتابتون لري، چې ډېر کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. محصلین او استادان کولی شي چې له دغه عمومي کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. له دې سره په څنګ کې بیا هر پوهنځی خپل ځانګړی کتابتون لري، چې د هماغه پوهنځي اړوند تخصصي کتابونه یې پکې راټول کړي دي. په دغو کتابتونو کې د هارډ کتابونو تر څنګ، په سافټ بڼه هم نوي او اپډېټ هغه کتابونه په ځانګړي سیسټم کې ځای پر ځای شوي، چې محصلین په ورځني ډول ورته اړتیا پیدا کوي.

پر کتابتونو سربېره، باختر پوهنتون د خپلو محصلینو د هر اړخیزو وړتیاوو د لوړولو لپاره، ډېر نور پروګرامونه هم برابر کړي دي. په دغه پوهنتون کې د محصلینو لپاره د وړیا انټرنټ زمینه برابره شوې ده، چې محصلین کولی شي له انټرنټ څخه په ګټنې، په اړوند برخه کې خپلې ستونزې حل کړي او په درسي برخه کې چې کومو اضافي معلوماتو ته اړتیا لري، سرچ یې کړي او خپل معلومات زیات کړي. دغه راز باختر پوهنتون په ورزشي برخه کې د خپلو محصلینو لپاره یو جمنازیوم جوړ کړی، چې محصلین کولی شي په خپل اضافي وخت کې ترې ګټه واخلي. د باختر پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، په نږدې راتلونکې کې به دغه پوهنتون د ورزش په برخه کې یوه ځانګړې څانګه پرانیزي، چې له مخې به یې د کرېکټ، والیبال او فوټبال ټیمونه ولري او هغه محصلین به پکې نوملیکنه او ګډون وکړي، چې وړتیا یې لري او یا هم د دغو برخو مینوال وي.

باختر پوهنتون هر کال د محصل اقتصادي وضعیت ته په کتو،  ځانګړي تخفیفونه اعلانوي. ښاغلی ځاځی وایي، د ژورنالېزم پوهنځي ټولو محصلینو لپاره یې ۶۰ سلنه تخفیف په پام کې نیولی او په پاتې نورو پوهنځیو کې بیا د ښځینه وو لپاره ۴۰ سلنه او د نارینه وو لپاره بیا ۳۰ سلنه تخفیف لري. د خصوصي پوهنتونونو له ډېری محصلینو سره اندېښنه له لوړو زده کړو وزارت څخه د خپلو تحصیلي اسنادو د تر لاسه کولو وي، خو د باختر پوهنتون مسوولین وایي، په دې برخه کې یې اوس یو څه ستونزې راکمې شوې او فارغ شوي محصلین کولی شي، هغه که د ماسټرۍ د برخې وي او یا هم د لېسانس د برخې، په دریو میاشتو کې له لوړو زده کړو وزارت څخه خپل تحصیلي اسناد واخلي او په اړوندو برخو کې چې د دوی حق ګڼل کېږي، ترې ګټه واخلي. ډېری کسان بیا د دولتي پوهنتونو په پرتله خصوصي پوهنتونو ته دومره ارزښت نه ورکوي، ځکه په دې برخه کې ځینې پوهنتونونه شته، چې د تدریس او امکاناتو کچه یې خورا ټیټه ده او د ډېرو ښو او مجهزو خصوصي پوهنتونو رنګ یې هم ور پیکه کړی دی، خو د باختر پوهنتون د اړیکو مسوول وایي، په نړیواله کچه که وکتل شي، د نړۍ ډېر معتبر پوهنتونونه خصوصي پوهنتونونه دي، چې په نړیواله درجه بندۍ یا رېنکېنګ کې یې هم لوړ ځایونه خپل کړي دي.

د باختر پوهنتون مسوولین وایي، په ټوله کې هڅه کوي، چې پوهنتون یې په معیارونو برابر او له داسې تدریسي مېتود او درسي توکو څخه ګټه واخلي، چې وکولی شي په کار پوه او تخصصي کسان د کار مارکېټ ته وړاندې کړي. له دې سره په څنګ کې دغه پوهنتون د ورزش برخې ته هم خورا پاملرنه کړې ده. د دغه پوهنتون مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به د کرېکټ، والیبال او فوټبال په برخه کې ورزشي ټیمونه جوړ کړي، چې نه یوازې په کور دننه به په سیالیو کې برخه اخلي، بلکې له هېواده بهر به هم په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. دغه پوهنتون تر اوسه یوازې په کابل ښار کې څانګه لري، خو د خلکو اړتیاوو ته په کتو سره غواړي په راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم څانګې ولري.

د باختر پوهنتون مسوولین تر اوسه له کومې ستونزې سر نه ټکوي، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې له دوی سره په هر اړخیزه توګه همکاري وکړي. ښاغلی ځاځی وایي، دوی تر ډېره د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو هغه برخه چې په دوی پورې اړوندېږي، په اړه یې پر وخت اقدام کوي، خو له لوړو زده کړو  وزارت څخه هم غواړي، چې په دې برخه کې له محصلینو سره مرسته وکړي، څو تحصیلي اسناد پر خپل وخت تر لاسه کړي او وکړای شي چې له اسنادو څخه د دندې په پیدا کولو او نورو اړوندو برخو کې ګټه واخلي. دغه راز د دغه پوهنتون اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې په راتلونکي کې ورته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د فعالیت اجازه ورکړي او تر څنګ یې په طبي برخه کې هم ځینې پوهنځي ورته منظور کړي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In