یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

پاپوا نیوګیني

حشمت الله نوري

اپریل 1, 2019
in راشه ورشه
0 0

پاپوا نیوګیني د ارام سمندر په لوېدیځ کې د مرجان سیند په شمال لوېدیځه څنډه او د سولومان د سیند په لوېدیځ کې، د اندونیزیا د لوېدیځ ایریان ولایت په ختیځ او د اسټرالیا شمال لور ته، د ختیځ طول البلدونو د ۱۴۱ او ۱۵۱ او د جنوبي عرض البلدونو د صفر او لسو درجو ترمنځ موقعیت لري. د دغه هېواد ټول پراخوالی ۱۷۸۷۰۴ میل مربع دی، چې له دې پلوه د نړۍ ۴۹ م لوی هېواد بلل کېږي.

د پاپوا نیوګیني شمال ته شمالي ارام سمندر، جنوب ته اسټرالیا او د مرجان سیند، ختیځ ته د مرجان او د سولومان سیندونه او لوېدیځ ته یې نیوګیني موقعیت لري.

پاپوا نیوګیني د ارام سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب او د استوا له کرښې سره د نږدېوالي له امله، لنده او توده سمندري هوا لري.

د دغه هېواد پلازمېنه د مورسبي ښار دی او نفوس یې ټولټال څه کم نهو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۴ کسان ژوند کوي.

د پاپوا نیوګیني ۲۵ سلنه وګړي په ښارونو او ۷۵ سله نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.

د دغه هېواد رسمي ژبې توک پسین، انګلیسي او هري موتو چې دي، خو لیکدود یې بیا لاتیني دی.

پاپوا نیوګیني د اداري وېش له پلوه په ۱۸ ولایتونو او یوه کورواکه سیمه او یوه ولسوالۍ وېشل شوی دی. سوداو، وداو اژتاب، اباو کوکودا، ګونا، ایوما کرما او دارو یې مهم او مشهور ښارونه دي.

د دغه هېواد د حکومت ډول مشروطه پاچایي او پارلماني ولسواکي ده. د پاپوا نیوګیني نوی اساسي قانون د ۱۹۷۵ ز کال د سپټمبر په ۱۶مه نافذ شوی دی. دغه هېواد د انګلستان د ملکې په استازيتوب د یوه ګورنر جنرال له خوا اداره کېږي. همدا اوس د پاپوا نیوګیني مشره د انګلستان ملکه دویمه الیزابت ده او ګورنر جنرال یې باب او لومړی وزیر یې بیا پیتر اونیل دی.

په پاپوا نیوګیني کې پاچايي میراثي ده. د دغه هېواد ګورنر جنرال د ولسي جرګې په وړاندیز د پاچا له خوا ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې هغه څوک د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي، چې په ولسي جرګه کې اکثریت ملاتړ ولري. د پاپوا نیوګیني د کابینې وزیران د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په غوښتنه ټاکل کېږي. د دغه هېواد هر ولایت یوه اجرایوي جرګه لري، دا جرګه له دفاعي او بهرنیو اړیکو څخه پرته د خپل ولایت ټولې چارې تر سره کوي.

د پاپوا نیوګیني ولسي جرګه ۱۰۹ غړي لري، چې ۸۹ یې په عمومي ټاکنو او پاتې ۲۰ یې په سیمه ییزو ټاکنو کې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره غوره کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

ستره محکمه د پاپوا نیوګیني تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د دغه هېواد قضایه سیسټم د اسټرالیا د موډل له مخې جوړ شوی او انګلیسي قوانین عملي کوي. د دغه هېواد قاضي القضات د دغه هېواد د ملي اجرایوي شورا په غوښتنه، د عدلیې د وزیر په وړاندیز، د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي.

د ملي اتحاد ګوند، د پاپوا نیوګیني د یووالي ګوند، د خلکو د عمل ګوند او د خلکو ولسواکه غورځنګ د دغه هېواد لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

پاپوا نیوګیني د ۱۹۷۵ ز کال د ډسمبر په ۱۶مه د UN په مشرۍ، له اسټرالیا خپلواکي واخیسته او هر کال د ډسمبر ۱۶مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

پاپوا نیوګیني د طبیعي زېرمو د لرلو له امله، یو شتمن هېواد دی، خو د کانونو ډېر ژور موقعیت، ترانسپورټي ستونزو او د اقتصادي بنسټونو لوړ لګښت له دغو طبیعي زېرمو څخه ګټه اخیستنه ګرانه کړې ده.

 تېل، مس، سره زر او نور کاني موا د دغه هېواد ۷۰ سلنه صادرات او نږدې ۳۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات جوړوي. پاپوا نیو ګیني د ځمکې پر شنه کمربند باندې د موقعیت له امله، د سرو- سپینو او مسو ډېر بډایه کانونه لري.

په دې وروستیو کلونو کې په پاپوا نیوګیني کې ګاز هم موندل شوي، چې ۲۲۷ بلیون مترمکعب زېرمې لري. یو نړیوال کنسر سیوم چې څو امریکایي شرکتونه هم پکې شته، د دغه ګاز د مایع کولو پر یوه ستره فابریکه کار کوي. اټکل کېږي چې دغه اوبلن ګاز به په ۲۰۱۵ ز کال کې بازار ته وړاندې شي. دا پانګونه د پاپوا نیوګیني په تاریخ کې تر ټولو غټه او تر اوسه ساری نه لري.

د پاپوا نیوګیني د اقتصاد دولتي سکټور وړوکی دی، چې دې دولت طبیعي زېرمې باسي او بهر ته یې صادروي، خو د اقتصاد غټ سکټور په خلکو او خصوصي تشبیثاتو پورې اړه لري او ډېرو خلکو ته یې کار برابر کړی دی.

د پاپوا نیوګیني دولت هڅه کوي چې دومره ظرفیت ومومي، څو د دغه راز سترو پروژو په برخه کې شفافیت پیاوړی او خلکو او نړیوالو تمویلوونکو او مالي موسساتو ته په وخت سم او کره حساب ورکړي.

د ناریالو د زړو پروسس، د ناریالو تېل، دړې، موبلایل، فرینچر او نور لرګین شیان د تېلو، سرو او سپینو ایستل، د تېلو او ګازو چاڼ، پولاد، خوراکي توکي، استهلاکي توکي او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د پاپوا نیوګیني پنځه سلنه ځمکه د کرلو وړ ده. د دغه هېواد پاتې نوره ځمکه ځنګلونو، غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د پاپوا نیوګیني ۹۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور او د کبانو پر نیولو بوخت دي. له ۱۹۷۰ ز کال څخه د مخه، کرنه او ځنګلونه د دغه هېواد د اقتصاد د ملا تیر بلل کېدل، خو د مسو، سرو او سپینو زرو له پیدایښت او صادراتو وروسته، د دغه هېواد په وضعه کې بدلون راغی. همدا اوس د دغه هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له کرنې څخه لاسته راځي.

لرګي، ربړ، د ناریالو تېل، د ناریالو پوډر، قهوه، چای، خواږه کچالو، وریجې، دارویي بوټي، غوښه، مېوې، سابه، لږ لبنیات او واښه د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.

مس، سره او سپین زر، لاجورد، نکل، د چیني لوښو د جوړولو خاوره، یورانیم، سکاره، تېل او ګاز د دغه هېواد مهم کانونه دي، چې په ټوله کې د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه اته بلیون ډالره او د وارداتو ټوله کچه یې بیا پنځو بلیون ډالرو ته رسېږي.

اسټرالیا، جاپان، امریکا، انګلستان او چین د پاپوا نیوګیني مهم تجارتي شریکان دي.

دغه هېواد ۶۰ هوایي ډګرونه لري، چې ۳۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د پاپوا نیوګیني د ټلیفون کود ۰۰۶۷۵ او د انټرنټ کود یې بیا پي جي دی، چې ټولټال یې ۳۰۰ سوه زره کسان انټرنټ ته لاسرسی لري.

د پاپوا نیوګیني له ۱۵ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي ۷۵ سلنه نارینه او ښځې په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړې له ۶- ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره اجباري دي. دولت او خصوصي سکټور دواړه په ګډه د ښوونې او روزنې لپاره په دغه هېواد کې کار کوي.

داسې ښکاري چې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ز کلونو مخکې، ځینو خلکو د اوسني پاپوا نیوګیني په ځنګلونو کې ژوند کاوه. له دې وروسته اسیایان ورو ورو د اندونیزیا له لارې پاپوا نیوګیني او بیا د سولومان ووانواتو نیو کالیدونیا او فیجې ټاپوګانو ته لېږدېدلي دي.

په ۱۵۴۵ ز کال کې اسپانوي اورتیسن رتز د لومړني اروپایي په توګه، پاپوا نیوګیني ته ورسېد او دغه سیمه یې د افریقا له ګیني سره د ورته والي له وجې، نیوګیني وبلله. په ۱۶۰۶ ز کال کې اروپايي تورز د نیوګیني نوم په پاپوا نیوګیني بدل کړ. د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ په اوږدو کې ډېر اروپایي سیلانیان او ملاحان پاپوا نیوګیني ته لاړل. په ۱۸۲۸ ز کال کې هالنډیانو د دغه هېواد لوېدیځه برخه د هند له خپلو مستعمرو سره یو ځای کړه. په ۱۹۰۶ ز کال کې په پاپوا نیوګیني کې د انګلستان واکمني پای ته ورسېده او ځای یې اسټرالیا ونیو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د اسټرالیا پوځونو په پاپوا نیوګیني کې د جرمني اداري مرکز ونیو او د هېوادونو ټولنې د دغه هېواد ټوله اداره اسټرالیا ته سپارله، خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د پاپوا نیوګیني خلکو د خپلواکۍ هڅې پیل کړې. مایکل توماس سومار د خلکو د پیوستون او خپلواکۍ سیاسي ګوند جوړ کړ. دغه ګوند او نورو خلکو لومړی سیاسي او ورو ورو وسله واله مبارزه پیل کړه، څو د پاپوا نیوګیني لپاره خپلواکي وګټي. په ۱۹۶۴ ز کال کې اسټرالیا پاپوا نیوګیني ته لږ او په ۱۹۷۳ ز کال کې پوره کورواکي ورکړه او ځینې قوانین یې ورته جوړل کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې، د دغه هېواد نوم نشته؛ نو داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.

له افغانستان څخه تر پاپوا نیو ګیني هېواد پورې د هوا له لارې فاصله ۹۱۴۱ کیلومترو او همدا راز د کابل او پورت مورسبي ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۵:۳۰ ساعته دی.

Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

Comments 1

  1. خوشال says:
    7 کلونه ago

    زه اوس پوه نه شوم، چې دغه هېواد اسیايي دی، اروپايي دی او که اسټرالیاوي؟
    نه یې له مذهب خبر شوم، چې خلک یې کوم دین لري؟
    هیله دغه ټکي د راتلونکو هېوادونو پېژندنه کې په پام کې ونیسه.

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In