د مارچ په ۲۸مه مې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای د کابل په صنعتي سیمه کې د جلغوزیو یوې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ. جلغوزي، د جلغوزو توليدات او د جلغوزو ترانسپورټي الوتکې په جلا جلا توګه، د دوديزو کرنیزو چارو، د نږدې زمانې د صنعتي چارو او عصري سوداګريو نښې دي. د دغو دريو اړينو خواوو په ادغامولو سره د افغانستان د سمسورتيا او قوي کېدو په اړه د يوې پېړۍ هيله څرګندېږي.
يو کال مخکې، ولسمشر محمد اشرف غني زما د باورليک د منلو په وخت کې هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان لا زيات جلغوزي، زعفران، انار، غالۍ او مرمر ډبرې به چين ته صادر شي. ويل کېږي چې ولسمشر د خپل هېواد توليداتو لپاره بازار موندلو کې ډېر فعال او غوره پلورونکی دی، چې د بزګرانو د ګټو او کاري فرصتونو د زياتوالي لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي. ما په هغه وخت کې ويل، چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزو دوستيو او د خپلو تګلارو له لوري غواړي له افغانستانه لا زيات ځانګړي توليدات وارد کړي. ما د يوې ټوکې په توګه وويل، چې زياتې چارې لرو او په وار سره به تر سره شي. زما په نوم کې يوه کلمه شته چې (سونګ) ده، مانا يې د جلغوزي ونه ده، نو په دغه کال کې به هڅه وکړم چې چين ته د افغان جلغوزو د صادراتو چارې نورې هم په ښه توګه تر سره شي.
پايله يې ليدل کېږي چې د دواړو هېوادونو د رهبرانو تر پاملرنو او هڅونو لاندې کابو نيم کال وروسته، چين ته د افغان جلغوزو د صادراتو تړون لاسليک شو. د تېر کال په نومبر مياشت کې د ځانګړو الوتکو په وسيله چين ته د افغان جلغوزو د انتقال پروژې شروع شوې او په څلورو مياشتو کې د ۶۴ الوتکو په وسيله چين ته د څه باندې ۱۵ میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي. له دې څخه د چين موثريت او د چين او افغانستان ترمنځ دوستي څرګندېږي.
که څه هم تېر کال نړيوالې سوداګریزې معاملې کمزورې وې، خو د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرو د زياتوالي انډول اووه ويشت سلنې ته رسېدلی، چې په دې ډله کې چين ته د افغانستان د صادراتو اندازه له ۲۴ میليونو امريکايي ډالرو څخه زياته وه، چې دغه حجم د ۲۰۱۷ ز کال په پرتله، شپږ چنده زيات شوی و. دا د ليدو وړ لاسته راوړنې دي. موږ بايد د ولسمشر غني او ریيس شي جين پېنګ له لارښوونې او د اړوندو چارواکو او د صنعتي او سوداګريزو چارو د شخصيتونو له کوښښونو څخه مننه وکړو.
سربېره پردې، نور ښه خبرونه شته. تېر کال په افغانستان کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه کابو لسو میليونو امريکايي ډالرو ته رسېدله، چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ ز کال په پرتله ۵۰ سلنه زيات شوی و. په ۲۰۱۸ ز کال کې د مالونو کابو ۲۰ اورګاډي او د مسافرو کابو ۴۷ الوتکو د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی دی، چې په دې کې د دواړو هېوادونو د خلکو، مالونو او مطبوعاتو په برخو کې تبادلې هم پياوړې شوې دي. د افغانستان توليدات په شانګهای کې د چين د وارداتو په لومړي نندارتون کې د نندارچيانو مينې او علاقې راجلبې کړې او زيات توليدات د نندارتون په څوکيو کې په پوره توګه پلورل شوي دي. افغانستان به د يو کمربند او يوې لارې او د متقابل تګ راتګ په رڼا کې، يو بند ځمکنی هېواد پاتې نه شي او امکان شته چې افغانستان د مختلفو اقتصادي دهلېزونو محوري ټکی وګرځي. په دې مناسبت به د افغانستان ځانګړي توليدات د ارزښتونو په نړيوال ځنځير کې غوره ځای ونيسي.
د (eMarketer) په نوم د مشهور پلټونکي شرکت د اټکل له مخې، چين ښايي په روان کال کې په نړۍ کې د پرچون ډېر لوی بازار وګرځي او د دغه بازار عمومي اندازه به ۵۶۰۰ میلياردو امريکايي ډالرو ته ورسېږي. چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې له نورو هېوادونو او سيمو څخه د ۸۰۰۰ میلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات صادر کړي، د ۶۰۰ میلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت به بهرنۍ پانګې راجلبې کړي او په نورو هېوادونو او سيمو کې به د ۷۵۰ میلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې ولګوي. د اټکل له مخې به سږ کال د چين د کورنيو توليداتو د عمومي حجم د زياتوالي انډول، له شپږ سلنې څخه تر شپږ اعشاريه پنځه سلنې پورې وي. د چين اقتصاد په تېرو څو مياشتو کې په ثابته توګه پرمختګ کړی دی او په بازار کې اټکل او وړاندوينه د ښه کېدو په حال کې ده، چې د چين اقتصاد به د اوږدې مودې لپاره د ښه کېدو په حال کې وي او ثابت پرمختګ به ومومي. چين لا هم په نړۍ کې له ډېرو ثابتو اقتصادي ځواکونو څخه دی. دوې ورځې مخکې، اېټاليا له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تړون لاسليک کړ او دواړو هېوادونو د ۲.۵ میلياردو يورو په ارزښت تړون لاسليک کړ. له دې څخه د چين او بهرنيو بازارونو او چارو ترمنځ د متقابلو اړتياوو د پوره کولو او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخو کې پټ قوتونه څرګندېږي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا، د چين او افغانستان ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې له ساتلو سره سم به نوې مرحلې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لا پياوړې شي.
جلغوزي ډېر کوچني دي او د سوداګرۍ حجم یې زيات نه دی، خو دا د زرګونو افغانانو له ژوند سره نږدې تړاو لري، د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون او ازادېدو نښه ده او د ښه ګاونډيتوب او ګډو ګټو پايله ده. کله چې چينايان د افغانستان خوندور جلغوزي وخوري او افغانان په دې مناسبت لا زياتې ګټې واخلي، د دواړو هېوادونو د خلکو په زړونو کې به نه يوازې سوداګرۍ يادې شي، بلکې د ورېښمو د نوې او لرغونې لارې پر غاړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروڼو په شان نږدې او ژورې اړيکې هم يادې شي. چين به په راتلونکي کې لا زيات افغان ځانګړتيا لرونکي توليدات وارد کړي، د توليداتو د ابتدایي چمتووالي د صنعتي چارو په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي، لا زيات افغان مسلکي شخصيتونه به وروزي او د افغانستان د سولې، ملي پخلاينې او د اقتصاد د بيارغونې د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.