چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د افغان جګړې د سوله‌ییز حل ممکنه سناریوګانې

لیکنه: اجمل جلال

اپریل 2, 2019
in لیکنې
0 0

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

لومړۍ برخه

له ۱۸ کلنې جګړې وروسته، افغانان په دې سره سلا شوي دي چې سوله د حل یوازینۍ لار ده. تر څنګ یې د سولې د څرنګوالي او د سوله ییز توافق د شرایطو په اړه هم جدي بحثونه روان دي. دا لیکنه د بحثونو په همدې تسلسل کې د یوې نوې دورې د پیل لپاره ممکنه سناریوګانې څېړي.

د جګړې لاملونه

که د افغانستان د روانې خونړۍ جګړې لاملونه غواړو پیدا کړو، نو له ۲۰۰۰ ز کال څخه مخکې حالاتو څخه باید پیل وکړو؛ ځکه جګړه د ۲۰۰۰ ز کلونو له حالاتو څخه مخکې سرچینه اخلي او اوس یې کابو ۴۰ کاله پوره کېږي.

له شاهې دورې وروسته، کله چې یوه ډله ځوانان د حاکم رژیم له ځینو عناصرو سره د ایډیالوژیک مخالفت  له کبله د  رژیم د تغیر په فکر کې شول، نو پاکستان ته یې پناه یوړه او د تاوده سنګر تابیا یې ونیوله. ورپسې، سرې لښکرې راغلې او د ایډیالوژیو پیل شوې جګړې ته یې د اشغال رنګ ور زیات کړ. په ۲۰۰۱ ز کال کې د ایډیالوژیو د ټکر یو بل میدان په ګرمېدو شو. امریکا، افغانستان ته د خپلو سرتېرو په لېږلو، یو ځل بیا د اشغال او ایډیالوژیو جګړه یو ځای پیل کړه. په دې توګه، دا یقیني کېږي چې د بهرنيو قوتونو شتون او د ایډیالوژیو ټکر، د افغانستان د ۴۰ کلن کړکېچ د لاملونو د لېست په سر کې راځي.

د روان کړکېچ نور لاملونه هم شته، خو نور ټول عوامل یې د پورته ذکر شویو لاملونو فرعي برخه او زېږنده ده. د بهرنیو ځواکونو شتون، آزادۍ او ایډیالوژیو په ټکر کې افغاني ټولنه په ژوره توګه وېشل شوې ده. یوه خوا یې د حاکمو رژیمونو په چوکاټ که تنظیم شوې او یا یې د همدغو رژیمونو ملاتړ کړی. بله خوا بیا د رژیم د مخالفینو په لیکو کې درېدلي او یا یې حمایت ترې کړی دی.

حاکمو رژیمونو د خپل حاکمیت د دوام لپاره پر بهرنیو مالي او نظامي مرستو تکیه کړې ده. دولتي پوځي قوتونه له دولتي حاکمیت څخه په دفاع کې، د ټولنې له یوې سترې برخې سره، هغوی چې حکومت یې پردۍ او ګوډاګی بللی، پر جګړه بوخت شوي دي. استخبارات او پولیس هم د ګوډاګي نظام سرښندونکي بلل شوي او جګړه یې په مقابل کې فرض ګڼل شوې ده. دې حالت د پوځ، استخباراتو، او پولیسو پر مخ د ټولنې په یوه لویه برخه کې د اعتماد دروازې بندې کړې دي.

د بهرنیو سرتېرو شتون او ایډیالوژۍ د جګړې بل طرف بیا د آزادۍ او له اسلامي فکر څخه د دفاع ادعا کړې او د ټولنې یوه ستره کتله یې په خپلو لیکو کې تنظیم کړې ده.

افغاني ټولنه له بېلابېلو اما متحدو ژبو، قومونو او مذهبونو له وګړو څخه جوړه شوې وه، خو د بهرنیو قواوو شتون او په مقابل کې یې د عوامو مسلح کېدل، دا متحده ټولنه په ژوره توګه ووېشله.  کله چې دولتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع پر ځای د خپلو خلکو د ټکولو لپاره وکارول شول، د خلکو باور پرې ختم شو او امنیت یې تامین نه شوی کړای. ځینو افرادو له دغه فرصت څخه ګټه واخیسته او د خپلې قومي اجنډا پر اساس یې د ازادۍ لپاره جنګېدونکي عوام، د مقام او منصب لپاره وجنګول. په همدې تسلسل کې د ډاکټر نجیب نظام ونړول شو، یو منظم او ځواکمن پوځ وپاشل شو، یو پراخ بنسټه دولتي چوکاټ له مینځه لاړ او کابل د قدرت غوښتنې په اورونو کې لمبه شو.

طالبان چې د کورنیو جګړو او ګډوډیو څخه د نجات د پرښتو په شکل را ښکاره شول، د منظم حکومت، منظمې اردو او پولیسو په جوړولو کې ناکام شول. ټوله دوره یې په کورنۍ جګړه کې تېره شوه او افغانان په ژبنیو او قومي بريدونو لا پسې ووېشل شول. دغه وېش یو ځل بیا د امریکايي قواوو شتون په نتیجه کې په ژوره توګه خپل ایډیالوژیک، قومي، ژبنیز، او مذهبي بریدونه تازه کړل.

د طالبانو د دورې له پای ته رسېدو دا دي اته لس کاله وروسته، افغانان په دولتي او د طالبانو په لیکو کې د یو بل په مقابل کې پر خونړۍ جګړه بوخت دي. د ایډیالوژۍ تر څنګ، قومي او ژبنیز اختلافات د پرمختګ او هوسا ژوند مخه ډب کړې ده. د جګړې په سبب افغانستان له خپلو منابعو څخه ګټه نه شي اخیستی، تعلیمي او تحصیلي وضعیت ژوبل دی، ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخ ده او تر ټوله مهمه دا چې هره ورځ په لسګونو ملکي او غیر ملکي افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې پوهېدل نور سخت کار نه دی چې د روان کړکېچ د لاملونو په سر کې د بهرنیو قوتونو شتون او د ایډیالوژیو جګړه پرته ده. قومي او ژبنیز توپیرونه د همدې جګړې په بستر کې وده کوي. ځکه چې جګړه د ټولنیز عدالت، منظم دولتي سیسټم، قضايي عدالت او هر اړخیز پرمختګ مخه نیسي، چې په پایله کې قومي او ژبنیز توپیرونه، د ښکلا او نیکمرغۍ پر ځای بدبختۍ ته لار هواره وي.

کوم ډول سوله؟

د سولې څرنګوالۍ او ډول هغه وخت معنی ورکوي، چې د جګړې پر لاملونو متمرکزه شي. هغه سوله چې د جګړې عوامل په اساسي توګه له مینځه یوسي، دوامداره سوله بلل کېدای شي. په افغانستان کې باید سوله دوامداره وي او  د سولې دوام په لاندې شرایطو پورې تړلی دی:

د بهرنیو سرتېرو وتل: د سولې لپاره د مذاکراتو مرکزي ټکی باید د بهرنیو سرتېرو وتل  وي. د  بهرنیو سرتېرو وتل یوازې د افغانانو لپاره د جګړې بهانه نه ده، بلکې په سیمه کې ایران، چین او روسیه هم، د امریکا له حضور څخه ناراضه دي. د  د بهرنیو سرتېرو وتل به د جګړې کورني او بهرني دواړه لاملونه یو ځای له مینځه یوسي. د بهرنیو سرتېرو په هر ډول شتون، که لږ وي او که ډېر، کورنیو جنګیالو ته د جګړې د دوام بهانه او بهرنیو هېوادونو ته په افغانستان کې امریکايي ګټو ته د زیان اړولو فرصت په لاس ورکوي.  د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره  به د ایډیالوژیو پر اساس د جګړې ژبغړاند اورونه مړه کړي، داعش او نورې ډلې به د خلکو له مینځه د بهرنیو سرتېرو د شتون په بهانه سرتيري جذب نه شي کړای.

د ایډیالوژیو د ټکر مخنیوی: سوله باید افغانستان، د ایډیالوژیو د ګرم ټکر پر ځای، د سوکاله ژوند پر میدان واړوي او دا هغه وخت امکان لري چې د افغانستان مذهبي وېش ته په کتو، اسلامي نظام رامینځ ته کړي. داسې یو نظام چې د اسلام پر معتدل او وسطي تعلیماتو ولاړ وي او د مذهبي اقلیتونو ټول حقوق په کې په زغرده تضمین شوي وي. داسې اساسي قانون رامنځ ته شي چې د ټولنې ټولو وګړو او فکرونو ته د منلو وړ وي. د افرادو –  افرادو او دولت – افرادو تر مینځ د ټولو اساسي او مشروع حقوقو او ازادیو تضمین وشي او ښځې په کې خپل ټول مشروع حقوق تر لاسه کړي. که سوله د داسې یوه نظام په رامنځ ته کولو کې پاتې راشي او د سولې په نتیجه کې جوړ شوی نظام، د اکثریت ولس د مذهبي باورونو خلاف، د جبر او زور له لارې د کوم بل فکر او نظر د تطبیق کوښښ وکړي او یا داسې اسلامي نظام رامنځ ته شي، چې د نورو مذهبي اقلیتونو حقوق په کې خوندي نه وي، د غیر مسلمانانو د فکرونو او نظریاتو پر ضد دولتي تاوتریخوالی اعمال شي او یا د ښځو مشروع حقوقو ته درناوی ونه شي؛ نو سوله به دوامداره نه وي.

سیاسي چوکاټ

که د بهرنیو قوتونو په وتلو سره توافق وشي، بیا یې عملي کول سخت کار نه دی. ځکه چې د بهرنیو سرتېرو د ایستلو صلاحیت او مسوولیت کاملاً د یوې خوا پر غاړه دی. تر ټولو سخت کار د یوه داسې نظام رامنځ ته کول دي، چې د ایډیالوژیو د ټکر د مخنیوي تر څنګ، د قومي، ژبنیو او سمتي بې عدالتیو او اختلافاتو لپاره هم د حللار وي. د دغه کار په ترسره کولو کې دوې ستونزې شته. لومړۍ د یوه سیاسي چوکاټ رامنځ ته کول دي او دویم بیا د نظام پر هغو قواعدو توافق دی، چې حقوق او ازادۍ، صلاحیتونه او مسوولیتونه او د قدرت د وېش څرنګوالی په کې تنظمېږي.

دلته موږ د دویمې ستونزې په اړه بحث نه کوو، ځکه چې هغه د سولې د توافقاتو دویمه مرحله ده. دلته به یوازې د یوه سیاسي چوکاټ په څرنګوالي بحث کېږي. ځکه چې د جګړې ټولو خواو ته د قبول وړ سیاسي بنسټ رامنځ ته کول، د سولې د تامین او دوام لپاره حیاتي مسئله ده. همدا سیاسي بنسټ به یوه پراخ نظام ته د لارې هوارولو، د قبول وړ قوانینو د رامنځ ته کولو او د امنیت د تامین مسوولیت لري. په دې اړه نړیوالې تجربې ډېرو سناریوګانو ته اشاره کوي، خو مخکې له دې چې د ممکنه سیاسي چوکاټ په اړه په سناریوګانو باندې بحث وشي، د یوې اساسي نکتې بیانول اړین دي.

د جګړې ټولې خواوې هغه وخت سولې ته غاړه ږدي، چې کله یوه خوا د جګړې په میدان کې ګټونکې شي او بله خوا سولې ته مجبوره کړي او یا کله چې دواړه خواوې دې پایلې ته ورسېږي، چې جګړه نه شي ګټل کېدای، بن‌بست رامنځ ته شوی او د حللار سوله ده او یا کله چې کوم بهرنۍ ځواک دواړه غاړې سولې ته مجبورې کړي.

د افغانستان په جګړه کې ګټونکی نه دی معلوم. امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکو په دې اعتراف کړی، چې طالبان نه شي ماتولی او د مذاکراتو لار باید غوره شي. طالبان هم د روان کړکېچ حل په خبرو اترو کې ګوري؛ په همدې دلیل د سولې په روانو مذاکراتو کې ګډون کوي. بناً، د سولې د مذاکراتو په جریان کې د یوه سیاسي حل لپاره دواړه غاړې باید دا په نظر کې ونیسي، چې د جګړې ګټونکی نشته او د سولې په بهانه باید د بلې غاړې د تسلیمېدو فکر له سره لرې شي. که د سولې تر چتر لاندې د بلې غاړې د تسلیمېدو ذهنیت رامنځ ته شي، نو د سولې مذاکرات به بې پایلې وي، متقابل باور به ختم شي او جګړه به دوام وکړي.

دوام لري…

Share22Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In