جیمز مدیسون لوی امریکایي قانونپوه، د امریکا بنسټګر، فیلسوف، سیاستوال او غوره ډيپلومات و. هغه د اوسنۍ امریکا د موسسینو له ډلې او همدا راز د امریکا د اساسي قانون پلار ګڼل کېږي. مدیسون یو پوه او ځیرک انسان و. هغه به د امریکا په قوانینو او اداري سیسټم کې کمزورۍ پلټلې او عملي حللارې به یې ورته پيدا کولې. نوموړی د توماس جفرسون د واکمنۍ پر مهال له ۱۸۰۱ تر ۱۸۰۹ ز کال پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.
جیمز مدیسون د امریکا څلورم ولسمشر دی. هغه په ۱۷۵۱ ز کال کې زیږېدلی او د ویرجینیا په کانتي کې لوی شوی دی. مدیسون د پرینستون پوهنتون کې چې هغه مهال د نیوجرسي په کالج مشهور و، زده کړې کړې او هلته یې د تاریخ او حکومتي مسایلو مطالعه پيل کړه.
جیمز مدیسون د ۱۷۵۱ ز کال د مارچ په ۱۶مه په بيل ګراو کې په یوه بزګره کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه د خپلې کورنۍ د ۱۲ اولادونو تر ټولو مشر زوی و. په کورنۍ کې یې اووه وروڼه او څلور خویندې درلودې. پلار یې یو بزګر او د تنباکو سوداګر و. هغه خورا شتمن کس و. پلار ته یې له نیکونو زرګونه جرېبه ځمکه او غلامان په میراث پاتې وو. همدا شیان ده ته هم له خپل پلار پاتې شول.
له ۱۱ کلنۍ تر ۱۶ کلنۍ مدیسون د رابرتسون په نامه د یوه سکاټلنډي استاد تر روزنې لاندې و. مدیسون ریاضیات، جغرافیه او کلاسیکې ژبې ولوستې. په لاتین ژبه کې یې ځانګړی مهارت درلود. په ۱۶ کلنۍ کې مونپلیه ته را وګرځېد او دلته یې د توماس مارتین تر نظر لاندې دوه کاله زده کړې وکړې. له دې زده کړو یې موخه دا وه، چې پوهنتون ته لار پیدا کړي او خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. د ډېری ویرجینیايي ځوانانو پر خلاف، مدیسون ویلیام او مري پوهنتون کې داخله ونه کړه.
هغه په پرینستون پوهنتون کې د لاتینې او یوناني ژبې، الهیاتو او روشنګرۍ د اثارو په اړه مطالعه پيل کړه. هغه تر ډېره په خبرو کولو، وینا کولو او بحث کولو تمرکز کاوه. د همدې تمرکز او مینې له امله مدیسون د مباحثو او مناظرو یو ټولنه هم جوړه کړه، چې په هغه کې به د پوهنتونونو زده کوونکو له یو بل سره بحثونه او د نظر تبادله کوله. مدیسون په همدغه پوهنتون کې په ۱۷۷۱ ز کال کې د لېسانس درې کلنه دوره په دوو کلونو کې بشپړه کړه. خو خپل کور ته ستون نه شو او د سیاسي فلسفې زده کړې ته یې په همدغه پوهنتون کې مخه کړه. هغه د جان ویتروسپون تر مشرۍ او لارښوونې لاندې د سیاسي فلسفې زده کړه پيل کړ. ویترسپون هغه د فلسفې، تفکر او روشنګرۍ له عصر سره بلد کړ.
مونپیلر ته تر راګرځېدو وروسته مدیسون کومه ځانګړې دنده نه لرله. له همدې امله یې په خپل کور کې خپلو خویندو او وروڼو ته تدریس پيل کړ. د ۱۷۷۰ ز کال په لومړیو کې چې په امریکا د برېټانوي مستعمرو د مالیو پر ورکړه اختلافات ډېر شول، نو مدیسون د برېټانیا مخالفت وکړ. ده به ویل چې د برېټانیا پارلمان غیر قانوني مالیات لوړوي او په مستعمرو کې زیاتی کوي.
له همدې ځایه د مدیسون سیاسي فعالیتونه هم پيلېږي. په ویرجینیا کې یې د قانون جوړونې په پروسه کې ونډه لرله. له ونې ټيټ و، بدن یې کمزوری و، نو په جګړه کې یې برخه نه شوای اخیستی، خو د ویرجینیا په سیاسي برخه کې خورا فعال و. هغه د ویرجینیا د قانون جوړونې په برخه کې ډېری موارد رد کړل او د مساواتو او مساوي حقوقو پر ورکړه یې ټینګار کاوه. مدیسون په همدې ځای کې خپل لیاقت وښود، چې وروسته د ولایت دولتي شورا غړیتوب ته وګومارل شو. له همدې ځایه مدیسون د توماس جفرسون له نږدې کسانو وشمېرل شو او له هغه سره یې په ډېرو مواردو کې همکاري او سلا مشورې کولې.
مدیسون د امریکا د اساسي قانون په جلسو کې مهم او رغنده رول درلود. کله چې د امریکا ۱۳ استازو په فلادلفیا کې د اساسي قانون جوړونې ته راټول وو، نو مدیسون هم خپل مهم رول ترسره کاوه او په ټولو غونډو کې یې فعال حضور درلود.
امریکايي تاریخ لیکوال او پوهان په دې باور دي، چې جیمز مدیسون د اساسي قانون په لیکلو کې مهم رول درلود. هغه له الکساندر همیلتون او جان جي سره په ګډه، په مستعار نامه ځینې مقالې خپرولې او د فدرالي حکومت د رامنځ ته کولو دفاع یې کوله. د دوی مستعار نوم پوبلیوس و. په بل کال یې چې کله دی د امریکا د اساسي قانون پلار وباله، د دغه پرېکړې پر وړاندې یې اعتراض وکړ.
د اساسي قانون تر تصویب وروسته جیمز مدیسون د کنګرې د غړي په توګه انتخاب شو. له دې وروسته د مدني حقونو د منشور په تدوین او همدا راز د مالیاتو د لومړني قانون په اجرا کولو کې، د توماس جفرسون په څېر له نورو استازو سره په ګډه یې همکاري وکړه.
کله چې جیمز مدیسون د بهرنیو چارو وزیر و، فرانسې او برېټانیا د نړیوالو قوانینو پر خلاف امریکايي بېړۍ مصادره کړې، خو مدیسون له برېټانیې او فرانسې سره د جګړې مخالفت وکړ. په ورته وخت کې په ۱۸۰۷ ز کال کې د جفرسون د واکمنۍ پر مهال چې د تحریم کومه لایحه تصویب شوه، نو محبوبیت یې نه درلود. دغه قانون نه یوازې دا چې د متخاصمو دولتونو ترمنځ د رفتار او چلند بدلون را نه وست، بلکې امریکا یې له سخت اقتصادي رکود او ځوړتیا سره مخ کړه. په همداسې سختو شرایطو کې جیمز مدیسون په ۱۸۰۸ز کال کې د امریکا د ولسمشر په توګه وګومارل شو.
د جیمز مدیسون د ولسمشرۍ په لومړي کال کې د برېټانیا او فرانسې ترمنځ سوداګري بنده شوه. د ۱۸۱۰ ز کال په مې میاشتې د امریکا کانګرېس له دواړو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پيل جواز صادر کړ. دغه جواز ولسمشر ته دا لاره پرانېسته، چې له یوه بې طرفه هېواد سره سوداګري پيل کړي.
ناپيلیون داسې وښوده، چې له دې بهیر سره موافق دی. د ۱۸۱۰ ز کال په وروستیو کې مدیسون له برېټانیا سره د راکړې ورکړې د بندولو اعلان وکړ. بل پلو په امریکايي کنګره کې د جګړې پلوه بازانو په نامه یوې ډلې د امریکا پر ولسمشر فشار راوړ، چې تر ډېره دې خپل سیاست نظامي کړي.
دې بریا امریکا قانع کړه چې د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې، ځان مخکښ بریالی وبولي. په همدې وخت کې د ملیت پالنې یوه ستره څپه په امریکا کې رامنځ ته شوه. فدرالېستان چې د جګړې مخالف وو او ان د جنوبي ایالتونو د بېلتون غوښتونکي وو، داسې وځپل شول او د ټولنې له لوري له کرکې سره مخ شول، چې فدرالېزم د یوه ملي ګوند په توګه له منځه لاړ. په امریکا کې د ملت پالنې جذبې مخ پر زیاتېدو شوې او د هرو ملي مسایلو ضد کس او اقدام پر وړاندې کرکه څرګندېده.
مدیسون د ویرجینیا د استازو د مجلس د غړي په توګه له مذهبي ازادۍ خپلې دفاع ته ادامه ورکړه. هغه له جفرسون سره یو ځای د ویرجینیا د مذهبي ازادۍ مقرره جوړه کړه. دغه مقررې مذهبي ازادي تظمین کړه او په ۱۷۸۶ ز کال کې تصویب شوه.
مدیسون په ۱۷۸۰ ز کال کې د کنفدراسیون د مقالو له خپرولو ملاتړ وکړ او سخت په وېره کې و، چې د ۱۷۸۳ ز کال تر انقلاب وروسته د امریکا مرکزي حکومت کمزوری نه شي. ده به ویل چې ښایي ځینې ایالتونه له مرکزي حکومته ځانونه بېل کړي.
مدیسون به ویل، پر امریکا یو عجیبه حالت راغلی دی، که له دې امریکا وژغورل شي، نو د نړۍ لپاره به د برکت سبب شي او که نه، چاودنه به وکړي او هر څه به ګډوډ شي. هغه د حقوقي مسایلو او قوانینو په اړه پراخه مطالعه لرله، له همدې امله یې پر دې باور درلود چې د قوانینو په اصلاح سره قوي بنسټونه او حکومت جوړېدلی شي. هغه غوښتل چې نړیوال قوانین مطالعه کړي او د هالنډ یا سویس په څېر هېوادونو قوانین وګوري. هغه د مالیاتو، اقتصادي مسایلو، مذهبي ازادۍ په بحرونو کې د بېړیو د تګ راتګ او دې ته ورته مسایلو په اړه قوانین جوړ او اصلاح کړل.
مدیسون چې کله د بهرنیو چارو وزیر و، نو مهمې لاس ته راوړنې یې لرلې. په لومړی سر کې مدیسون هڅه وکړه چې جفرسون په ټاکنو کې بریالی شي، خو هغه ټاکنې وبایللې او د امریکا مرستیال ولسمشر شو. جفرسون د مرستیال ولسمشر په توګه هڅه وکړه، چې مدیسون د بهرنیو چارو وزیر شي، خو په دې بریالی نه شو، نو مدیسون هم خپل پلرني ټاټوبي ته را وګرځېد او هلته اوسېده. په ۱۸۰۰ ز کال کې چې کله د امریکا د ټاکنو لپاره تیاری نیول کېده، نو مدیسون یو ځل بیا د جفرسون ملاتړ وکړ او جفرسون دا ځل د ټاکنو ګټونکی شو. نو له ګټل کېدو سره سم یې مدیسون د بهرنیو چارو وزیر وګوماره. دا وخت امریکا له برېټانیا او فرانسې سره خورا ترینګلې اړیکې لرلې. مدیسون د دغو اړیکو د مدیریت درنه دنده پر غاړه لرله. په بهرنیو چارو وزارت کې د مدیسون د کار پر مهال د امریکا ارضي تمامیت پراخ شو او ده د ځینو سیمو د اخیستلو لپاره هوکړې تیارې کړې.
مدیسون په ۱۸۰۸ ز کال کې چې کله جفرسون تقاعد کېده، ځان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړ. په ۱۸۰۹ ز کال کې په دې بریالی شو، چې د امریکا ولسمشر شي. په همدغه کال کې سپينې ماڼۍ ته دننه شو، خو په امریکايي کانګرېس کې یې ځینې مخالفین هم لرل.
مدیسون په ۶۵ کلنۍ کې د امریکا له سپينې ماڼۍ ووت. د نورو مخکینیو امریکايي ولسمشرانو په څېر بېوزله و، نو له خپل پلار ور رسېدلي میراث ته ورغی او هلته یې د تمباکو پر کروندو باندې کار پیل کړ. خو سره له دې یې تر ډېرې مودې د امریکا راتلونکو ولسمشرانو ته سلا مشورې ورکولې.
هغه نرم مزاج، کم جرئته؛ خو لایق، ځیرک او د خپلو پلانونو تعقیبوونکی ولسمشر و. مدیسون د امریکا د ازادۍ په جګړه کې د ګډونکوونکو ولسمشرانو له ډلې وروستی هغه و. ده د امریکا په ازادۍ او پرمختګ کې پراخ رول درلود، چې نن هم امریکایان درناوی ورته لري.