بي بي سي پښتو
طالبان په افغانستان کې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې تر بل هر وخت، اوس پر ډېره خاوره کنټرول لري. د امریکا حکومت په تېرو ۱۸ کلونو کې په لومړي ځل جدي ښکاري، چې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي او د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنګ پای ته رسوي. امریکايي چارواکو او طالب استازو له اکټوبر راهیسې پنځه وارې مخامخ خبرې کړې دي او ډېر ژر به د شپږم پړاو خبرو لپاره سره کښېني.
د امریکا او طالبانو له دوو اړخیزو خبرو هدف دا دی، چې امریکا په خوندي توګه له افغانستان څخه ووځي او په بدل کې طالبان د دې ضمانت ورکړي، چې د افغانستان خاوره د بهرنیو اورپکو لخوا د دوی پر ضد استعمال نه شي او نورې نړۍ ته خطر پېښ نه کړي.
د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۰۱ ز کال کې طالبان، القاعده ډلې ته د پناه ورکولو له کبله، له واکه لرې کړل چې واشنګټن پر طالبانو د یوولسم سپټمبر د بریدونو پړه واچوله.
په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل په اړه په هېواد کې دننه او بهر یوه نادره اجماع دا مانا لري، چې سوله هېڅکله دومره نږدې نه وه؛ خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرې د یوې داسې پېچلې پروسې یوازې پیل دی، چي نتيجه یې یقیني نه ده او داسي ډېر خنډونه شته چې هوارېدل غواړي.
کابل: د نږدې پنځو میلیونو کسانو لپاره ۲۲ امبولانسونه
ایا د اوربند اړتیا شته؟
په هېواد کې لا هم سخت جنګ روان دی او طالبان په داسې وخت کې خبرې کوي، چي اوس له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې، تر بل هر وخت پر ډېره خاوره کنټرول او نفوذ لري.
له اورپکو سره د جګړې په ډګر کي په ټپه ولاړ خونړي حالت ته په کتو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېوالتیا لري، چې د افغانستان جنګ ختم کړي چې د امریکايي چارواکو په خبره، په کال کې شاوخوا ۴۵ میلیارده ډالره لګښت لري.
په افغانستان کې نوې “لویه لوبه“
ايا روسيه افغان طالبانو ته وسلې ورکوي؟
د افغان طالبانو “ځانګړي ځواکونه” ولې د اسلامي دولت د اورپکو پر ضد جنګېږي؟
افغان طالبان پیسې له کومه کوي؟
له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ اوسنیو اشارو، د طالبانو په ګډون، هر څوک حیران کړل.
د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مرستې لپاره په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې، د برېټانیا هم شاوخوا زر پوځیان مېشت دي. خو که امریکا او طالبان خپلې غوټې لانجې حل هم کړي؛ خپله افغانانو ته به د ځینو مهمو کورنیو لانجو هوارېدنه پکار وي. په دې کې د نورو ستونزو تر څنګ؛ اوربند، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې او تر ټولو مهم د نوي حکومت او سیاسي نظام جوړول راځي.
دا به یو غوره حالت وي چې د دغه کال په وروستیو کې، تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې اوربند وشي او طالبان په ټاکنو کي برخه واخلي، خو د دې دویمې خبرې امکان ډېر نه ښکارېږي.
که یو بشپړ یا ان محدود اوربند و نه شي، نو داسې وېره شته چې د ټاکنو بې نظمۍ او د نتیجو پر سر یې ممکنه سیاسي شخه شولانګه او ګډوډي د سولې پروسه زیانمنولای شي او کېدای شي سیاسي بې ثباتي ډېره کړي.
ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو پر ایستلو فکر کوي.
د غوراوي لپاره ځینې لارې او سناریوګانې شته. تر ټولو لومړی خو به ټولو لویو لوبغاړو ته دا پرېکړه کول وي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې چې له وړاندې لا د سپټمبر تر پایه ځنډول شوې، له پلان سره سمې تر سره شي که څنګه. که ټاکنې پر همدې وخت کېږي او تر رایو مخکې د سولې تړون و نه شو، نو په کابل کې به نوي حکومت ته له طالبانو سره د سولې پر شرطونو خبرې کول وي.
دا هم څرګنده نه ده چې تر دغو ټاکنو وروسته راغلی حکومت به خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي او که به تر هغه وخته په موقت ډول په واک کې وي، چې افغانان د خپل منځي خبرو اترو په لړ کې، د واک د شریکولو په اړه یوې نتیجې ته سره رسېږي. خو ټاکنې نورې هم ځنډېدلای او یا هم معطل کېدلای شي او د همدغه اوسني حکومت د واک موده غځول کېدای شي او پر همدې مهال د طالبانو په ګډون، د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ نوي حکومت د جوړولو لپاره پر یوه متفقه میکانیزم خبرې وشي.
ایا طالبان به بېرته په حکومت کې راشي؟
په دغو سناریو کې د یوه بل غوراوي په توګه پر دې غور کېږي، چې یو داسې موقت حکومت جوړ شي چې بېخي بېطرفه وي او یا هم ائتلافي بڼه ولري، چې د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو استازي په کې وي.
د افغانانو لویه جرګه هم د دې لپاره جوړېدای شي چې یو داسي لنډمهالی حکومت وټاکي، چې هغه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او طالبانو تر پخلاينې وروسته، عمومي ټاکنې تر سره کړي.
یو بل وړانديز په ۲۰۰۱ ز کال کې د جرمني په بون کې د جوړې شوې غونډې په څېر، د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو په اړه، دې دغه هېواد د راتلونکې لپاره یوه نقشه غوره کړي. په دغه کنفرانس کې به افغان خواوې او لوړبغاړي، لوی هېوادونه او ګاونډي ملکونه وي. خو د بون د پخواني کنفرانس پر خلاف به دا ځل طالبان هم په کې وي. د طالبانو ځینې مشرانو ما ته ویلي، چي دوی د ټاکنو لپاره چمتووالي او په عمومي افغان ټولنه کي د ورګډېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.
په تېرو څلورو کلونو کي د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۵ زره غړي وژل شوي دي.
ایا پخواني دښمنان به په ګډه کار وکړای شي؟
تر یوې داسي جګړې وروسته چي د حکومتي ځواکونو، اورپکو او ملکیانو په ګډون يې سلګونو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، د پخوانیو دښمنانو په یوه ګډ حکومت کې کار کولو ته زمینه برابرول د ډېرو ستونزو هوارولو ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه، طالبان اوسنی اساسي قانون نه مني او افغان حکومت “د امریکا لخوا ټاکل شوې ګوډاګۍ اداره” ګڼي. تر دې مهاله د ولسمشر اشرف غني ټاکل شوی حکومت له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ښکېل نه دی، ځکه طالبان له یوه داسې حکومت سره له خبرو انکار کوي، چي دوی یې په رسمیت نه پېژني. ډېری افغانان وېره لري چي د طالبانو په حکومت کي له شریکولو سره کېدای شي، د هغوی د اسلامي شرعیت د سخت تعبیر وخته بېرته وروګرځي. دوی اندېښنه لري چې ځینې ټولنیزې ازادۍ، په ځانګړې توګه د ښځو ځینې حقونه، کېدای شي له لاسه ورکړي.
طالبانو په نولس سوه نويیمو کلونو کي د خپلي واکمنۍ پر مهال ښځي له کار کولو څخه منعه کړې وې او د سنګسار او بدن د غړو (لاس او پښې) د پرې کولو په ګډون سزاوې يې ورکولې.
طالبان د اشرف غني په مشرۍ حکومت د امریکا ګوډاګی بولي.
که خبرو سوله رانه وسته، نو بیا؟
په ۱۹۷۹ ز کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل را وروسته، په دغه هېواد کي د جنګ ختمولو په نیت ډېرې ناکامې هڅې او ډېر شمېر نابشپړ تړونونه رامنځته شوي دي. دا ځل هم ځینې پخوانۍ سناریوګانې تکرارېدای شي.
له افغانستان څخه د سولي د تړون له مخي او یا له هغه پرته، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ښايي په کابل کې حکومت سملاسي سقوط ونه کړي. خو جنګ کېدای شي روان پاتې شي او د حکومت پایښت به تر ډېره حده د بهرنیو همکارانو، په ځانګړې توګه د امریکا په مالي او پوځي مرستو او همدا راز د افغانستان د سیاسي مشرانو په یووالي او ژمنتیا پورې تړلی وي.
د شوروي اتحاد ځواکونه چې په ۱۹۸۹ ز کال کي له افغانستان څخه ووتل، په کابل کې د مسکو ملاتړ لرونکي حکومت درې کاله نور دوام وکړ. خو په ۱۹۹۲ ز کال د هغه حکومت له سقوط سره سم، د بېلو هېوادونو ملاتړ لرونکو افغان ډلو تر منځ خونړۍ کورنۍ جګړې پیل شوې. که چېرې خبرې په سمه توګه اداره نه کړل شي، نو د پورته بیان شوو دوو سناریوګانو د تکرار خطر شته.
طالبانو هم له هغو کورنیو جګړو او ګډوډیو څخه سرچینه واخیسته، په ۱۹۹۶ ز کال کې یې کابل ونیو او تر هغه مهاله یې پر زیاتره افغان خاوره حکومت کاوه، چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د امریکا په مشرۍ برید کي، له واکه لرې کړل شو.
که چېرې د سولې تړون رامنځته نه شو او یا هم ناکام شو، نو طالبان کېدای شي یو ځل بیا د حکومت او ټول هېواد نیولو هڅه وکړي.
طالبان د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کې فعالیت لري.
ګډوډي به څنګه وي؟
د سولې د اوسنیو هڅو نتیجه دا راوتلای شي چې طالبان به په افغانستان کې د یوه نوي حکومت او جوړښت برخه وي. د دې مانا به د جنګ خاتمه او د یوه ټول شموله افغان حکومت جوړېدنه وي او دا به هغه څه وي چې د ټولو خواوو افغانانو، امریکا او سیمه ییزو هېوادونو په ګټه وي؛ خو که داسې ونه شي، نو خطرونه ډېر دي.
په یوه داسې هېواد کې جنګ او بې ثباتي نوره ډېرېدلای شي چې د چین، روسیې، هندوستان، ایران او پاکستان په ګډون، د لویو قدرتونو په یوه مجموعه لرونکې سیمه کې ستراتېژیک موقعیت لري.
د ګډوډۍ یو بل پړاو کېدای شي د نوو جنګي توند لارو ډلو راټوکېدو ته لار هواره کړي. افغانان او نوره نړۍ به له یوې داسې ممکنه امنیتي خلا سره مخامخېږي، چې القاعدې او اسلامي دولت (داعش) غوندې ډلو د ودې لپاره حالت برابر کړي.
د نشه يي موادو نور ډېر تولید او د ډېری خلکو بې ځایه کېدنه او ډېر کډوال به نه یوازې افغانستان، بلکي ټولې سیمې او نورې نړۍ ته هم جدي خطرونه او ستونزې پېښې کړي.
د دې مخنیوی څنګه کېدای شي؟
تاریخ ښيي چې د خبرو پیلول او د تړونونو لاسلیکول د جنګونو سوله ییز حل نه تضمینوي. داسې ګامونه یوازې د یوې پېچلې او ستونزمنې پروسې پیل وي. پر کاغذ د لیکل شوي متن عملي کېدنه تر دې ډېره مهمه ده. د افغانستان لپاره به تر ټولو لویه ستونزه د سولې تر کوم تړون وروسته، د اثبات یا تایید وړ د عملي کېدنې میکانېزمونو جوړول پکار وي.
که څوک په هېواد کې د جنګ اوږده تاریخ ته وګوري، نو که چېري یو یا ډېر داخلي یا خارجي لوري دا پروسه غلطي خوا ته بيايي، دا اوسنۍ ښه موقع په اسانۍ سره ضایع کېدای شي؛ ځکه نو د سولې لپاره د هڅو د همغږۍ او د دې پروسې د ګډوډونکو د مخنیوي لپاره، د سیمه ییزو او مهمو نړیوالو لوبغاړو د یوه چوکاټ جوړول پکار دي.
د څلوېښتو کلونو د یوه اوږده جنګ د ختمولو یوه ښه موقع رارسېدلې ده؛ ښکېل افغان اړخونه یې بایدپه احتیاط پر مخ بوځي او یا هم له عواقبو سره یې د مخامخ کېدو خطر ومني.
د طالبانو استازي څوک دي؟
طالبان له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې د قطر په مرکز دوحه کې سیاسي دفتر لري. د طالبانو د سولې په پلاوي کي “د ګوانتانامو پنځه” ازاد شوي کسان هم شته، چي د طالبانو په حکومت کي جګپوړي چارواکي وو او د دوی د حکومت تر ړنګېدو وروسته ونیول شول او د امریکا په ناندریز زندان کې نږدې ۱۳ کاله بندیان وو.
دوی په ۲۰۱۴ ز کال کې له یوه امریکايي پوځي، بو برګډال چې په ۲۰۰۹ ز کال کې طالبانو ته په لاس ورغلی و، د یوې تبادلې له مخې قطر ته واستول شول.