اراکوزيا خصوصي پوهنتون په ۱۳۹۰ لمريز کال کې په هلمند کې فعاليت پيل کړی، چې په لومړي سر کې یې دوه پوهنځي(حقوق او انجنیري) درلودل. په همدغه کال کې لسګونو کسانو ورته نوملیکنه وکړه او د دغه پوهنتون په دوو پوهنځیو کې یې زده کړې پیل کړې. د پوهنتون ادارې د ځوانانو هیلو او غوښتنو ته په مثبت ځواب ویلو سره، ډېر ژر د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د معالجوي طب څانګه، ښوونې او روزنې پوهنځی او د سیول انجنیرۍ پوهنځي جوړ او محصلین یې ورته جذب کړل. اراکوزيا پوهنتون چې له جوړېدو یې تر اوسه لا کمه موده کېږي، ډېر محصلین یې د لېسانس په کچه فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دغه پوهنتون مجرب استادان، ښه درسي مېتود، کتابتون او د زده کوونکو د وړتیا لوړولو لپاره پوره امکانات برابر کړي دي. د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس ښاغلی بصیرالحق عادل وایي، اوسمهال دغه پوهنتون څلور پوهنځي(حقوق، انجنیري، معالجوي طب او ښوونه او روزنه) لري، چې بیا هر پوهنځی بېلابېل ډېپارټمنټونه لري. عادل وایي، اراکوزیا پوهنتون په خپل اووه کلن مزل کې خورا ډېر پرمختګ کړی او د راتلونکي لپاره د پرمختګ نور پلانونه هم لري.
د اراکوزیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس دغه راز وایي، په ټوله کې دغه پوهنتون اوس په خپلو څلورو پوهنځیو کې ۱۸۵۸ محصلین لري، چې نږدې ۲۵ سلنه یې نجونې دي. د بصیرالحق عادل په خبره، د ښځینه محصلینو ډېره برخه یې په طب او ښوونې او روزنې پوهنځيو کې زده کړې کوي. دا چې اراکوزیا پوهنتون خپلې چارې ان په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل کړې، نو له طب پوهنځي پرته له نورو ټولو پوهنځیو یې څو څو دورې فارغین ورکړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. عادل وایي، د فارغینو ډېری برخه یې له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه دي؛ ځکه له یوې خوا په هېواد کې د مسلکي ښوونکو لپاره اړتیا ده او بل د دغه پوهنځي د ډېپارټمنټونو شمېر د نورو په پرتله ډېر دی.
د اراکوزیا پوهنتون په څلورو پوهنځیو کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۸۸ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي، چې له دې ډلې دوه تنه یې ښځینه استادانې دي، شل استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لېسانس دي. د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس وایي، غواړي راتلونکی کال دوه استادان له هېواده بهر د دوکتورا لپاره او شل نور په بهر او یا هم په کور دننه د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل کړي. د عادل په خبره، له دې وړاندې یې هم ځینې استادان ځینو بهرنیو هېوادونو ته د ماسټرۍ لپاره استولي، چې ځینې یې بېرته خپلو دندو ته راګرځېدلي او ځینې نور به یې د خپلې دې دورې له پای ته رسولو وروسته هېواد ته را ستانه شي او په پوهنتون کې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د اراکوزيا پوهنتون د طب پوهنځی په ۱۳۹۳ لمريز کال کې تاسيس شوې، چې تر دې مهاله یې فارغين نه دي ورکړي، خو سلګونه محصلين په ياد پوهنځي کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. طب پوهنځی یې يوه څانګه (معالجوي) لري، خو د دغه پوهنتون اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې د خلکو له غوښتنو سره سم، نورې څانګې هم پکې پرانیزي. د اراکوزیا پوهنتون په طب پوهنځي کې دا مهال ۱۰۱۲ محصلين پر زده کړو بوخت دي، چې ۸۴ يې نجونې او پاتې نور یې نارينه دي. د دغه پوهنتون طب پوهنځی ټول ۳۰ استادان لري، چې ډېری يې متخصصين او ماسټران دي. دغه راز د طب پوهنځي د محصلينو د عملي زده کړو لپاره يو کادري روغتون هم لري، چې په ټولو طبي سامانونو مجهز دی او د ځانګړي پلان له مخې محصلين ورځي او عملي زده کړې په کې کوي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اراکوزيا پوهنتون له پرانيستې سره سم، په ۱۳۹۰ لمريز کال کې رامنځته شوی دی. ياد پوهنځی دوې څانګې (اداره او ډيپلوماسي، قضا او څارنوالي) لري، چې تر دې دمه يې سلګونه محصلين روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. ياد پوهنځی ټول هغه امکانات چې بايد يو پوهنځی يې ولري، په واک کې لري. د اراکوزيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ، عملي زده کړې هم ورکوي. دوی ته تمثيلي محکمې جوړوي او ځینو نورو پروګرامونو ته يې هم په بېلابېلو وختونو کې معرفي کړي دي. د دغه پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې دا مهال د ټولو محصلينو شمېر ۳۴۵ تنه دی، چې له دې ډلې ۲۱ تنه یې ښځينه او پاتې یې نارينه دي. دغه راز حقوقو پوهنځي په پنځه بېلابېلو دورو کې، ۳۰۰ کسان ټولنې ته وړاندې کړي دي.
د اراکوزيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کې تاسيس شوی، چې لومړۍ دوره يې په ۱۳۹۴ لمریز کې فارغه کړې او د لېسانس اسناد يې ورکړي دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي څانګې یې دا دي: پښتو ادبيات، دري ادبيات، رياضي، تاريخ، دیني علوم، کيميا او بيولوژي. دغه پوهنځي تر دې دمه د پورته يادو شويو څانګو له ډلې يې ځينو درې دورې او ځينو دوې دوې دورې فارغين ټولنې ته وړاندې کړي او لا هم لسګونه محصلين په يادو څانګو کې پر زده کړو بوخت دي. په دغه پوهنځي کې دا مهال ۲۵۶ تنه پر زده کړو بوخت دي، چې ۷۹ يې ښځې دي او ۲۸۵ فارغين يې ورکړي دي. د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې دا مهال ۵۹ استادان تدريس کوي، چې له ډلې يې څلور ماسټر او پاتې نور لېسانس دي.
د اراکوزيا پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی په ۱۳۹۰ لمريز کال کې تاسيس شوی، چې تر دې مهاله يې درې دورې فارغين ورکړي او لا هم ډېر محصلين په ياد پوهنځي کې زده کړې کوي. دغه پوهنځی تر اوسه يوازې يوه څانګه سیول انجنیري لري، خو اړتیا ته په کتو کېدای شي په راتلونکي کې نورې څانګې هم پرانیزي. په انجنیري پوهنځي کې دا مهال ۲۰۵ محصلين پر زده کړو بوخت دي او ۵۷ کسان يې فارغ کړي دي. په ياد پوهنځي کې يو ماسټر او پنځه لېسانس استادان پر تدريس بوخت دي.
اراکوزیا پوهنتون په کور دننه او بهر له ډېرو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، له تجربو یې ګټه اخلي او تر څنګ یې خپلې تجربې هم ور سره شریکوي. د عادل په خبره، له ځینو بهرنیو پوهنتونو سره هم په اړیکه کې دي او غواړي چې په راتلونکي کې خپل ځینې استادان او فارغ شوي محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره هم ور معرفي کړي. عادل وایي، د هلمند له دولتي پوهنتون سره چې په یو ډول په دغه ولایت کې پر خصوصي پوهنتونونو د نظارت دنده هم پر غاړه لري، ښې علمي اړیکې لري. نوموړی دغه راز وایي چې پر پوهنتونو سر بېره، په هلمند کې له ځینو ریاستونو لکه اطلاعاتو او کتلور ریاست، شهیدانو او معلولینو ریاست او نورو سره په اړیکه کې دي او په کلني ډول ځینې کسان چې له یادو ریاستونو دوی ته ور پېژندل کېږي، په وړیا ډول په اراکوزیا پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي. اراکوزیا پوهنتون په ټوله کې د خپلو محصلینو لپاره یوه اندازه تخفیف په پام کې نیولی دی.
یاد پوهنتون د خپلو محصلينو لپاره لوی کتابتون لري، چې درې برخې لري. په لومړۍ برخه کې یې اسلامي، طبي، سياسي، ادبي، ټولنيز، ارواپوهنيز او نور په بېلابېلو برخو کې ۸۵۰۰ هارډ بڼه کتابونه هم لري، چې هره ورځ ترې لسګونه محصلين ګټه اخلي. محصلين کولی شي چې هارډ کتابونه د يوې اونۍ لپاره له ځان سره يوسي او ګټه ترې واخلي.
دویمه برخه یې سافټ کتابتون دی، چې تر دې دمه پکې دوه لکه اسلامي، طبي، سياسي، ادبي، فرهنګي، ټولنيز، ارواپوهنيز، اقتصادي، حقوقي او نورو بېلابېلو برخو کې کتابونه موجود دي. محصلين دا کتابونه د کتابتون د کمپيوټرونو په وسيله مطالعه کولی شي او له ځانه سره يې هم اخيستی شي. په درېیمه برخه کې یې بیا محصلين د خپل مسلک اړوند، کولای شي بېلابېل مالومات وګوري او خپل کمپيوټر ته يې راښکته کړي. د اراکوزیا پوهنتون اداره هڅه کوي چې کتابتون نور هم غني کړي، څو محصلين ترې د خپلې مطالعې او څېړنې پرمهال ګټه واخلي.
د اراکوزیا پوهنتون اداره وایي، تر فراغت وروسته ډېر ژر د محصلینو د تحصیلي اسنادونو کارونه پیلوي او د پوهنتون د استازي پر لاس یې د لوړو زده کړو وزارت ته استوي. عادل وایي، پر دولتي پوهنتونونو سربېره ځینې نور پوهنتونونه د تحصیلي اسنادو د کارونو مخ ته وړل، د محصل پر غاړه ور اچوي چې بیا په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو اراکوزیا پوهنتون د تحصیلي اسنادو ټول مراحل پخپله مخ ته وړي او په لږ وخت کې خپلو محصلینو ته اسناد ورکوي، څو د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې چې د محصل حق بلل کېږي، ترې ګټه واخلي.
اراکوزیا پوهنتون تر اوسه یوازې په هلمند ولایت کې یوه مرکزي څانګه لري، خو مسوولین یې وایي چې د خلکو غوښتنو ته په کتو، کېدای شي چې په راتلونکي کې د هلمند ولایت په ولسوالیو او له هغه وروسته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خپلې څانګې پرانیزي. د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس وایي، د هلمند ولایت د ډېرو ولسوالیو ځوانان چې ډېری یې اوس د دوی محصلین دي، په ولسوالیو کې د څانګو د پرانیستو غوښتنه کوي. دغه راز د نیمروز او ننګرهار ولایت اوسېدونکو هم ترې غوښتي، چې په دغه ولایت کې څانګې پرانیزي.
د اراکوزیا پوهنتون اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه ځینې ګیلې هم لري، چې په خبره یې له پوهنتونوڅخه یې ارزیابي تر ډېره نمایشي بڼه لري او غواړي چې دوی په یو ډول ناکام وښیي، خو د خصوصي پوهنتونونو د هر اړخیز کیفیت لپاره یې تر اوسه څه نه دي کړي. عادل وایي، هغه بورسونه چې د محصلینو لپاره له بهرنیو پوهنتونو او هېوادو څخه راځي، په هغه کې یوازې د دولتي پوهنتونو محصلینو ته ونډه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې په خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم ډېر داسې محصلین شته، چې د دغو بورسونو مستحق دي او وړتیا یې لري. دوی له دغه وزارته غواړي چې خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو ته هم په دغو بورسونو کې ونډه ورکړي. له دې سره په څنګ کې، د دغه پوهنتون اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، هغه استادان چې له دوی سره پر تدریس بوخت دي، باید د دولتي پوهنتونو د استادانو په څېر د علمي رتبو په بهیر کې شامل شي، څو دوی هم وکولی شي چې د هېواد بچیانو ته د خدمت ترڅنګ، په معنوي ډول تقدیر شي او علمي رتبې ترلاسه کړي.