له وړاندې په ټاکنو کې د حکومت او حکومتي چارواکو د لاسوهنې اندېښنې وې. داسې وېره هم وه چې ځینې کاندیدان به حکومتي امکانات کاروي او چارواکي به هم له دوی سره مرسته کوي. اوس تازه د دوو وزیرانو پیغامونه خپاره شوي چې د یوې وکیلې په ګټه کمپاین کوي او له خلکو غواړي چې رایه ورکړي. ګڼ دولتي لوړ پوړي چارواکي، د ولسمشر سلاکاران او نور دولتي مامورین په رسمي وخت کې د کاندیدانو په ګټه کمپاین کوي او هره ورځ پر همدې کار بوخت دي.
په ټاکنو کې د دولتي امکاناتو کارول له دوو اړخونو د اندېښنې وړ دي. یو دا چې کاندیدان دولتي امکانات وکاروي او یا هم په دولت کې دننه اشخاص د یوه کاندید په ګټه کار وکړي. داسې ډېرې بېلګې شته چې اوس خلک هم پرې خبر دي. پر دولتي موټرونو او ودانیو د کاندیدانو د عکسونو له نښلولو نیولې تر دې چې وزیران مخامخ د یوې کاندیدې ملاتړ کوي، د دغه کار ښکاره بېلګې دي. په دویم اړخ کې بیا یوازې چارواکي او اشخاص نه، بلکې دولتي ادارې او سیسټمونه د دې لپاره کارول کېږي چې یو کاندید بریالی او د یو بل کاندید مخه ونیول شي. داسې ویل کېدل چې په ارګ کې چارواکي غواړي د ځینو کسانو د بریالیتوب مخه ونیسي او له ځینو کسانو سره مرسته وکړي چې بریالي شي. له همدې امله یې په کمېسیون کې دننه او له کمېسیون څخه د باندې ځینې کړۍ ګومارلې چې په دې برخه کې د ارګ پلانونه عملي کړي. داسې ویل کېږي چې د ولسمشر د نږدې کسانو یو بنسټ ( ډیموکراسي فار افغانستان) هم د همدې کړۍ برخه ده. دغه بنسټ چې په کابل کې لوی دفتر لري، له ځانګړو کاندیدانو سره اړیکې پالي او ان ویل شوي چې له دغو کاندیدانو سره یې د مالي مرستو ژمنه هم کړې ده. د دې تر څنګ ویل شوي چې ځینې کړۍ کاندیدانو ته د مشخصو غوښتنو د منلو وړاندیز کوي چې په بدل کې یې د بریا ډاډ ورکول کېږي. د دغو ټولو کړیو پل ارګ او یا هم په ارګ پورې تړلو کړیو ته ورځي چې په ټاکنو کې د حکومتي لاسوهنې بېلګې یې ګڼلی شو.
اوس دا اندېښنې ساده او عادي نه دي، بلکې پکار ده چې په شدت سره وڅېړل شي او مخه یې ونیول شي. لومړی خو حکومت ته پکار ده چې د افغانستان د سترو ګټو، ثبات او دغه راز د ولسواکۍ د دوام لپاره ټولې دا ډول هڅې ودروي. دغه راز په عملي ډول له خپله اړخه د هغو کسانو مخه ونیسي چې په دغو کړنو کې ښکېل دي. له بله اړخه د ټاکنو کمېسیون باید خپله خپلواکي په عملي ډول ثابته کړي. دوی باید د حکومتي لاسوهنو پر وړاندې په جرئت او صراحت سره غږ پورته کړي او مخه یې ونیسي. د دې ترڅنګ سیاسي ګوندونه او څارونکي بنسټونه دې هم د حکومتي لاسوهنو په تړاو بیا بیا غږ پورته کړي او حکومت دې اړ کړي چې له دغه کاره په شا شي. خلکو ته هم پکار ده چې هر فرد د څارونکي دنده ترسره کړي او پرې نه ږدي چې د خلکو د استازو پر ځای د ارګ استازي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.