څه موده مخکې د چین د سره صليب د صندوق کارکوونکو په کابل کې هغه افغان ماشومان تداوي کړل چې د زړه پر مورزادي ناروغيو اخته وو. دا د چین د مرکزي او محلي حکومتونو، د بشردوستۍ د ارګانونو، روغتونونو، ډاکټرانو او تصدیو له خوا ګډ مرستندویه کار دی. ډېرو چیني ډاکټرانو او نرسانو په وړیا توګه په رخصتیو کې علاجي عملیات تر سره کړي دي. تېر کال د دوی د مرستو په رڼا کې څه د پاسه ۲۰ تنه ماشومان روغ شوي او سږ کال به ۱۰۰ نورو کورنیو ته خوښي او نېکمرغي ورسوي.
څو ورځې مخکې ما له ولسمشر غني سره ملاقات وکړ او هغه ته مې څرګنده کړه چې چین د افغانستان د وچکالۍ د بدو اغېزو په کمولو کې له چین او نړیوالو څخه د ولسمشر غني د مرستې غوښتنې ته په درنه سترګه ګوري. د چین او افغانستان تر منځ د متقابلو مرستو د دود او ستراتېژیکو همکارانو د اړیکې پر اساس چین پرېکړه وکړه چې سمدلاسه افغانستان ته د غلو دانو بېړنۍ مرسته او نور مادي توکي برابر کړي او د دې تر څنګ به د سیلابونو او طبیعي پېښو د وړاندوینې سیستم د جوړولو په برخه کې هم مرسته وکړي.
چین هم غواړي له طبیعي پېښو سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان لپاره تخنیکي او روزنیزې مرستې برابرې کړي.
دغه کارونه په افغانستان کې او د چین او افغانستان تر منځ په اړیکو کې د شي جین پینګ د ډيپلوماټیکو افکارو ښکارندویي کوي. دغه افکار د چین او افغانستان د اړیکو لارښوونه کوي او پر مخ یې بیایي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته واقعي ګټې رسوي.
د شي جین پینګ ډيپلوماټیک افکار د روان کال په جون میاشت کې د بهرنیو چارو په مرکزي کاري غونډه کې په رسمي توګه اعلان شوي دي چې په نوې زمانه کې د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالېزم په اړه د شي جین پینګ د افکارو یوه مهمه برخه ده چې د تېر کال په اکټوبر کې د چین د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرېس کې ايجاد شوي دي. د شي جین پینګ ډيپلوماټیک افکار سیستماتیک دي چې د یوې ودانۍ په شان لس عمده ستونونه لري؛ یعنی پر لسو برخو ټینګار کوي.
لومړی- په بهرنیو چارو کې د چین د کمونېست ګوند پر تمرکز او جامع مشرۍ ټینګار کوي او ډيپلوماټیک واک د ګوند له مرکزي کمېټې سره دی.
دويم- د چیني ځانګړتیا لرونکي لوی هېواد پر ډيپلوماسۍ ټینګار شوی چې موخه یې د چیني ملت د بیا سمسورتیا پوره کېدل ده.
درېیم- د بشر د ګډ برخلیک د ټولنې پر ابادۍ ټینګار شوی چې موخه یې د نړۍ د سولې او ګډ پرمختګ هڅونه ده.
څلورم- د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالېزم پر اساس ټینګار کوي چې ستراتېژیک باور پیاوړی شي.
پنځم- د یو کمربند او یوې لارې پر هڅونه ټینګار کوي چې اصل یې ګډه مشوره، ابادي او د ټولو ګډون دی.
شپږم- په سوله ییزه انکشافي لار کې پر ګام پورته کولو او له نورو هېوادونو سره پر متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر همکاریو ټینګار شوی.
اووم- د نړیوالو همکارانو د اړیکو پر جوړولو او ډيپلوماټیکو ترتیباتو پر ژوروالي ټینګار شوی.
اتم- د نړیوال اداري سیستم پر اصلاحاتو ټینګار شوی او افکار یې د عدالت او برابرۍ تأمین دی.
نهم- د ملي حاکمیت، امنیت او انکشافي ګټو پر ساتلو ټینګار شوی چې وروستۍ کرښه یې ملي کلیدي ګټې ده.
لسم- د چین د ډيپلوماسۍ پر ځانګړي سبک ټینګار شوی چې لوري یې ښه کاري دودونه او د وخت ځانګړتیا ده.
دغه افکار د چین د انکشافي مرحلې او موخې او د چین د ننه او بهر حالاتو په اړه د چین د تشخیص سره سم رامنځته شوي دي.
د چین د انکشافي مرحلې په اړه حالت دا دی: یوه خوا چین د نړۍ په دويم لوی اقتصادي ګروپ، لومړي لوی صنعتي هېواد، د مالونو د تجارت په لومړي لوی هېواد او د اسعارو د زېرمې په لومړي لوی هېواد بدل شوی دی. د چیني خلکو ژوند له فقر او بې وزلۍ څخه په شتمنېدو او نسبتاً سمسورتیا اړول شوی دی. د چیني ځانګړتیا لرونکی سوسیالېزم نوې زمانې ته داخل شوی او د ټولنې عمده تضاد د ښه ژوند په برخه کې د وګړو د اړتیاوو د زیاتوالي او انکشاف د نابرابرۍ او نا پوره کېدو تر منځ ټکر دی.
بله خوا چین د نړۍ تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد هم دی چې د سوسیالېزم په ابتدایي مرحله کې دی او د لویدیځ له پرمختللو هېوادونو سره یې څرګند واټن شته. د هر کس په سر د چین جي ډي پي د نړۍ ۷۱ م مقام نیسي چې د امریکا یو په شپږمه برخه ده. د چین د بې وزله وګړو شمېر د افغانستان له ټول نفوس سره برابر دی. د چین د هېواد بشپړتیا نه ده پوره شوې، د نوښت توان یې کمزوری دی او د کاري چانس، ښوونې او روزنې، طب، کورونو، د زړو کسانو د ژوند ضمانت او چاپېریال ساتلو په برخو کې یې ستونزې ډېرې دي. په راتلونکې مرحله کې د لویو خطرونو مخنیوی، د بې وزلۍ دقیق حل و فصل او د ککړتیا له منځه وړل عمده مسئلې دي چې باید تر وسې پورې حل شي.
د چین انکشافي موخه دا ده: تر ۲۰۲۰ کاله پورې نسبتاً سمسوره ټولنه جوړه شي، تر ۲۰۳۵ کاله پورې عموماً سوسیالېستي عصري شي او تر ۲۰۴۹ کاله پورې یعنی د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د سلمې کلیزې په وخت په پوره توګه سوسیالېستي عصري غښتلی هېواد شي. د کارپوهانو د اټکل له مخې، تر دغه وخته به د هر کس په سر د چین جي ډي پي له ۳۰ زرو امریکايي ډالرو څخه واړوي چې د منځني پرمختللي هېواد سویې ته ورسيږي.
په دې بهیر کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې د چین ځواکونه مېکانیزه شي، تر ۲۰۳۵ کال پورې به عصري شي او تر ۲۰۴۹ کال به پورې د نړۍ د ځواکونو په لومړي سر کې ځای ولري.
چین د نړۍ د وضعې په اړه درې تشخیصونه لري:
لومړی، چین د نړیوالې صحنې مرکز ته نږدی کېږي، د چین او نړۍ تر منځ اړیکې نږدې کېږي او د چین او نړۍ یو پر بل اغېزه زیاتېږي. په تېرو لسو کلونو کې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ لپاره چین د نړۍ یو په درېیمه برخه خدمتونه کړي دي او د چین بهرنی تجارت د چین د جي ډي پي یو پر درېیمه برخه هم نیسي.
دويم، نړۍ د ستر بدلون او تنظیم په حال کې ده خو د وخت سرلیک لا هم سوله او پرمختګ دی. چین له نږدې زمانې راهیسې د پرمختګ په تر ټولو ښه وخت کې دی خو لا هم له ډېرو خطرونو، ننګونو او نا ارامیو سره مخامخ دی. ډېرې ناڅاپي پېښې کېږي. د سړې جګړې فکر او د زورواکۍ سیاست له منځه نه دي تللي، خپل سري کارونه، د تېز حمایت غوښته او پاپيولېزم پراخېږي، له ازاد تجارت او د اقتصاد له نړیوال کېدو سره د مخالفت تمایل رامنځته شوی او ترورېستي، د کډوالو بحران او د لویو ناورینونو او ساري ناروغیو په ګډون غیر دودیز امنیتي ګواښونه هم شدید شوي دي. چین غره ته د ختلو په حال کې دی او بشر به یو ځل بیا د تاریخ څلورلارې ته ورسېږي.
درېیم- د نړۍ د څو قطبي کېدو، د اقتصاد د نړیوال کېدو، د ټولنې د انفورمېشن کېدو او د کلتور د رنګارنګ کېدو پرمختګ ژور شوی دی او د صنعتي کېدو او علمي انقلاب نوی پړاو هم چمتو شوی دی. نوي بازاري هېوادونه او پرمختیایي هېوادونه چټک پرمختګ کوي چې د نړۍ د قوت انډول نور هم برابر شوی دی. داسې لوی تمایل له کږلېچونو سره سره اساسي بدلون نه مومي.
ډيپلوماسي د کورنیو چارو دوام دی، نو ډيپلوماسي باید د ملي قوت او نړیوال چاپېریال بدلون څرګند کړي. د یادو تشخیصونو پر اساس په نوې زمانه کې د چین ډيپلوماسي باید له نویو حالاتو سره سمون وخوري چې چین له ولاړو او شتمنیدو څخه غښتلی شوی دی او باید د خلکو د لاسته راوړنو، خوشبختۍ او امنیت احساسات زیات کړي. کورنیو او بهرنیو چارو په نظر کې نیولو سره د چین ډيپلوماسي باید په هراړخیزه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتیا او نسبتاً سمسورې ټولنې د ابادۍ لپاره ګټور شرایط برابر کړي او باید بهتر نړیوال چاپېریال جوړ کړي چې د نړیوالو همکارانو شبکه جوړه کړي، د لویو هېوادونو ترمنځ عموماً ثبات او د برابر پرمختګ اړیکې جوړې کړي، د شاوخوا دوستانه چاپېریال او ثبات پرمخ بوځي او له پرمختیايي هېوادونو سره یووالی او همکاري پیاوړي کړي؛ ځکه چې چین په پخوا، اوس او راتلونکې کې یو پرمختیایي هېواد دی.
د شي جین پینګ ډيپلوماټیک افکار د تاریخي میراث په اخیستلو سره نوی پرمختګ لري او ځینې څرګندې ځانګړتیاوې لري:
لومړی- موخه یې واضح ده. اوس د چین د ډيپلوماسۍ عمومي موخه د نوي ډول نړیوالو اړیکو او د بشر د ګډ برخلیک د ټولنې ابادول دي. دا د چین د ډيپلوماسۍ بیرغ او بڼه هم ده چې هم ایدیالېزم او هم ریالېزم دی. دا هغه سوال ته ځواب ورکوي چې بشر به چېرته ځي او د نړیوالو ننګونو د حل و فصل لپاره د چین پلان مطرح کوي. د دغه پلان جوهر پر متقابل درناوي او ګډو ګټو ولاړه همکاري، دایمي سوله، پراخ امنیت، ګډه سمسورتیا، شاملوونکی ورخلاصون او پاکه ښکلا دی. د بشر د ګډ برخلیک د ټولنې ابادول د ملګرو ملتونو په اړوند پرېکړه لیک کې هم شامل شوی دی.
دويم- د لوی هېواد صفت څرګند دی. د شي جین پینګ د ډيپلوماټیکو افکارو مهم محتویات د لوی هېواد په حیث چیني ځانګړتیا لرونکې ډيپلوماسي ده. دا له ځینو نورو لویو هېوادونو سره توپیرونه لري چې نه یوازې د خپلو خلکو لپاره خوشبختي لټوي بلکې د بشر د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي. چین هرکلی کوي چې نور هېوادونه د چین د چټک پرمختګ په ګاډۍ کې سپاره دي. چین به د خپلې وسې سره سم په فعاله توګه لازیات نړیوال مسوولیت پر غاړه واخلي او لازیات نړیوال عام تولیدات به برابر کړي. چین په فعاله توګه د کوریا ټاپووزمې د ذروي مسئلې، ایران او سوریې د مسئلو په ګډون د نړۍ د تودو مسئلو همغږي کوي، د نړیوالې ادارې سیستم د عادلانه او مناسب انکشافي لوري ته پر مخ بیايي او په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې د مساواتو او عدالت د تأمین هڅه کوي. هلې ځلې کوي چې بهرني کارونه له وخت سره سم پرمخ بوځي، له ستونزې مخ نه اړوي، دریځ یې واضح دی، پالیسي او څېره یې روښانه ده چې د صداقت او دوستۍ له لارې د بېلابېلو خواوو پوهاوی، باور او درناوی ومومي. د چین غږ پورته شي او د چین ځانګړتیاوې، سبک او څېره څرګنده شي. د نړیوالې سولې تأمینوونکی، د نړیوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړیوال نظام ساتونکی واوسي.
درېیم- له مهربانۍ څخه ډک دي او د ارامتیا ستراتېژیک توان یی څرګند دی. شي جین پینګ غوښتنه وکړه چې باید د عدالت او ګټو سم نظریات او له ګاونډیو سره نږدې، صادقانه، ګټور او شاملوونکي ډيپلوماټیک نظریات وهڅول شي. د کوم هېواد د ناکامۍ له لارې خپل بریالیتوب او یوازېنۍ زورواکي ونه موندل شي. د وړو او کمزورو هېوادونو له ځورولو څخه ډډه وشي. په نړیوالو چارو کې دې باور، دوستي او عدالت اجرا شي او ګډې ګټې دې ترلاسه شي. د هغو ګاونډیو او پرمختیایي هېوادونو په اړه چې له چین سره دوستي لري او پخپله د پرمختګ له سختو دندو سره مخامخ دي، د دوی مناسبې غوښتنې دې په نظر کې ونیول شي او د همکاريو له لارې دې دوی ته چټکې او زیاتې ګټې ورسول شي. د اړتیا په وخت کې چین باید خپلې ګټې یوې خوا ته پرېږدي او عدالت انتخاب کړي. په تېره زمانه کې په کندهار کې چیني روغتون او په پروان کې د اوبو لګولو پروژه او نن ورځ د کابل پوهنتون اړوند تاسیسات او ملي مسلکي تخنیکي پوهنځی یی ښه مثالونه دي.
چین نړیوالو ته ژمن دی چې د کوم هېواد د ګټو د قربانۍ له لارې خپل پرمختګ ونه مومي او چین به هېڅکله زورواکي او پراختیا ونه غواړي. چین به همېشه پر دې خوا ولاړ وي چې د ازاد تجارت سیستم، څو اړخیز بهیر، نړیوال ازاد تجارتي میکانېزم او د نړیوال تجارت سازمان قاعدې وساتي. چین ستونزې نه جوړوي او له هېڅ ستونزې هم نه وېریږي. کوم هېواد باید داسې فکر ونه کړي چې د فشار له لارې د چین سر ټیټ کړي او په خپل سر به د چین ګټې زیانمنې کړي.
د شي جین پینګ ډيپلوماتیک افکار به د چین او افغانستان تر منځ اړیکو ته نوې انرژی او افغان خلکو ته نوې ګټې هم ورسوي.
لومړی- چین به افغان چارو ته لازیاته پاملرنه وکړي، ورته به لازیاتې پانګونې ورکړي او د افغانستان له سوله ییز جوړجاړي او بیارغونې څخه به ټینګ ملاتړ وکړي. د روان کال په جون میاشت کې په چینګ داو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ملاقات په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني هیله څرګنده کړه چې چین د افغانستان د ملي جوړجاړي په بهیر کې لازیات رول ولوبوي. ريیس شي جین پینګ هم وویل چې چین غواړي په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او امنیت رامنځته شي او افغانستان د بېلابېلو هېوادونو د همکاریو په ډګر بدل شي او نه د سیالیو په ډګر. ريیس شي جین پینګ د افغانستان د ملي وحدت حکومت له خوا د سولې د وړاندیز ملاتړ کوي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لنډمهاله اوربند ستاینه کوي او هیله یې څرګنده کړې چې په سیاسي ډول کورنۍ سیاسي مسئلې حل کړي. چین د دې هرکلی کوي چې افغانستان او پاکستان د ډیالوګ د نوي میکانېزم له لارې خپلمنځي باور زیات کړي او توپیرونه کم کړي. چین هیله لري چې په دوه یا درې یا څو اړخیزه توګه د افغانستان له سولې او د ګاونډیو له دوستۍ څخه ملاتړ وکړي.
دويم- چین افغانستان په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې خپل مهم ستراتېژیک ملګری بولي او غواړي له افغانستان سره ښه دوستي وکړي خو اتحادیه جوړه نه کړي، د دواړو خواوو د کلیدي مسئلو په اړه یو له بل څخه ملاتړ وکړي او د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي. د چین او افغانستان مشرانو په اتفاق سره موافقه کړې چې په بېلابېلو کچو د ترهګرۍ پرضد همکارۍ پیاوړې کړي ځکه چې ترهګري، تندلاري او بېلتون غوښتونکي د دواړو هېوادونو ګډ ګواښ دی او د ختیځ ترکستان غورځنګ د نړیوالو ګډ دښمن دی. چین ددې هرکلی هم کوي چې افغانستان له شانګهای همکاري سازمان سره همکارۍ پیاوړی کړي او د دې سازمان د افغانستان د ارتباطو ګروپ او د ترهګرۍ پرضد سیمه ییز مرکز په ګډون اړوند میکانیزم وکاروي.
درېیم- د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې به چین افغانستان ته لا زیات بازاري او پیوستون فرصتونه برابر کړي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د سیمې ترانسپورټي وصلوونکی وګرځي. چین د منځنۍ طبقې ۴۰۰ ميلیونه نفوس لري چې د کلني مصرف اندازه يې ۶۰۰۰ ميلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي. چین د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی نو د چین د بازار خلاصول په سیمه ییزه تولیدي لړۍ او ارزښتي لړۍ کې د افغانستان د ګډون لپاره کلیدي مسئله ده. په راتلونکو ۵ کلونو کې به چین ۸۰۰۰ ميلیارډه امریکایي ډالره تولیدات له نړۍ وارد کړي او په بهر کې به ۷۵۰ ميلیارډه امریکايي ډالره پانګونه وکړي چې دا د افغانستان لپاره هم بې ساري انکشافي فرصت بلل کېږي.
په چینګ داو کې د دواړو مشرانو له ملاقات نه مخکې د دواړو هېوادونو اړوندو څانګو پروتوکل لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغانستان ښه جلغوزي په مستقیم او اسان ډول چین ته صادر شي. تېر کال د افغان زعفرانو په اړه همداسی تړون هم لاسلیک شوی چې افغان خلکو ته یې هم ګټې رسیږي. چین غواړي له افغانستان څخه لا زیات ځانګړي تولیدات واخلي چې مثلاً ماربل، انار او غالۍ د مستقیمو اوسپنیزو لارو او الوتکو له لارې انتقال شي. ريیس شي جین پینګ هرکلی څرګند کړی چې افغان سوداګر په نومبر میاشت کې په شانګهای کې د وارداتو په نندارتون کې ګډون وکړي او له دې لارې خپلو ځانګړو تولیداتو ته د بازار موندلو لپاره تبلیغات وکړي.
د چین حکومت او سفارت له چیني تصديو څخه ملاتړ کوي چې د بازاري قاعدو سره سم په افغانستان کې پانګونې وکړي نو افغانستان باید د امنیت ضمانت برابر کړي. د چین او افغانستان ترمنځ دې اقتصادي همکارۍ د بازاري قاعدو، د ګډو ګټو، مساواتو او مشورې پر بنسټ ترسره شي. افغانستان د اسیا د بنسټیزو تاسیساتو د پانګونې بانک غړی دی او ورسره یې د کریدیت په اړه مشوره پیل کړی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه والی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي همکاریو پروژې د دې لپاره لازیات انتخابونه هم برابروي چې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز په مناسب ډول افغانستان ته وغځول شي. راتلونکی کال به په چین کې د یو کمربند او یوې لارې د نړیوالو همکاریو دويم سرمشریز فورم جوړ شي او هیله ده چې افغانستان دې ته پاملرنه وکړي.
څلورم- افغان خلک به په چین کې د زده کړې لازیات فرصتونه ولري، محلي، بشري او کلتوري همکارۍ به نور هم ښه شرایط ولري او د افغانستان انکشافي لار او خپلواکه ډيپلوماسي به لا زیات انتخابونه ولري. د روان کال په جون کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ملاقات کې یې د ښوونې او روزنې، کلتور او فکري ارګانونو او په محلي کچه د همکاريو په پیاوړتیا موافقه کړې ده. سږ کال به چین د افغانستان بېلابېلو ټولنو ته د روزنې ۱۰۰۰ فرصتونه او ۱۹۰ سکالرشیپونه برابر کړي. د بامیان ولایت د چین له ګان سو ولایت سره د دوستۍ اړیکې ټینګې کړې دي او بدخشان، بلخ او ننګرهار او د چین اړوند ولایتونه همداسی نیت هم لري چې د چین او افغانستان د محلي همکاریو قوت په کار لویدلی دی. څه وخت مخکې د افغانستان پنځو نقاشانو د چین له ګوي جو او بيجېنګ نه لیدنه وکړه او په بيجېنګ کې یې نندارتون هم جوړ کړ چې د چین د نقاشانو ډېرې پاملرنې یی ځان ته جلب کړې دي. سږ کال په اپرېل میاشت کې د چین د دون هوانګ اکاډمۍ پلاوي له کابل او بامیان څخه هم لیدنه وکړه چې د تاریخ پېژندنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو لومړی ګام بلل کېږي. د چین سفارت پلان لري چې هنري پلاويو ته بلنه ورکړي چې افغانستان ته سفر وکړي او ځایي ماشومانو ته خوشالي ورسوي.
په دې وروستیو کې ډېرو افغان ملګرو راته وویل چې دا د بشري تمدن په تاریخ کې معجزه ده چې چین له بې وزلۍ، کورنیو جګړو او ګډوډیو څخه وتلی او ۱ ملیارډ ۴ سوه ميلیونه نفوس یې د صنعتي او عصري کېدو په لار کې ګامونه پورته کوي. د چین انکشافي لار او ډيپلوماسي د افغانستان په ګډون د پرمختیایي هېوادونو لپاره لا زیاتې تجربې او انتخابونه برابروي. دوی هم وویل چې له نا اټکلو پېښو څخه د ډکې نړۍ او د لویو هېوادونو د اړیکو پر وړاندی د چین پرمختګ او د شي جین پينګ ډيپلوماتیک افکار د اوسنۍ نړۍ لپاره ګرانه یقیني او د لمریزو وړانګو په شان ګرمي برابروي. زه له دغو نظریاتو سره موافق یم او غواړم له افغان ملګرو سره د چین د پرمختګ او ډيپلوماسۍ لمریزې وړانګې شریکې کړم.