د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۰۳ ز کال کې په نیوترېشن ژورنال کې هم خپره شوې، راغلي چې مېرمنې باید د چاغوالي د مخنیوي لپار هره ورځ مڼې وخوري. مېرمنې اکثره خواږه خواړه خوري، خو که د ورځې درې مڼې وخوري، د خپل وزن په کموالي کې به څرګند توپیرونه وویني. د خېټې غټوالی له خوړو سره مستقیمه اړیکه لري.
مڼه یو له هغه مېوو څخه ده چې بدن ته بې شمېره ګټې لري او ډاکتران یې د خوړلو لپاره ډېر ټینګار کوي. همدا راز روغتیاپالان پر دې باور دي چې د مڼې اوبه یا جوس هم د مڼې په څېر د روغ صحت لپاره پوره ګټه لري.
څېړنو ثابته کړې، هغه ګټور مواد چې د مڼې په اوبو کې دي، انسان له مغزي سکتې، د زړه له حملې او همدارنګه له سرطاني نارغیو ژغوري.
مڼه نږدې ۸۵ سلنه اوبه لري. که یوه غټه مڼه وخوړل شي، انسان پرې مړېږي. مڼه د کورسیتین (quercetin) په نوم ماده لري چې د سرطان په مخنیوي، د کلسټرول په کموالي او د سږو په غښتلتیا کې مرسته کوي. مڼه هډوکي قوي کوي او د شکرې ناروغي کنټرولوي.