جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

توالو

حشمت الله نوري

اپریل 8, 2019
in راشه ورشه
0 0

توالو په جنوبي ارام سمندر کې د سلیمان ټاپوګانو ختیځ او د کریباټي ټاپوګانو په جنوب کې د ختیځ طول البلدونو د ۱۷۶ او ۱۷۹ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د پنځو او لسو درجو ترمنځ موقعیت لري، چې د پراخوالي له امله په نړۍ کې ۲۳۷م لوی هېواد بلل کېږي.

توالو ختیځ ته د سامو او توکلو له ټاپوګانو، لوېدیځ ته د سولومان له ټاپوګانو، شمال ته د ژیلبرت له ټاپوګانو او جنوب ته د والیس له ټاپوګان او بیا فیجي سره ګډه پوله لري.

توالو لنده توده هوا لري، د دغه هېواد د هوا موسمونه یو له بل سره ډېر پوپیر نه لري. په دغه هېواد کې هر کال په منځني ډول ۳۰۰۰ ملي متره اورښت کېږي او د لندبل اندازه یې ډېره ده.

دغه هېواد د نهو مرجاني ټاپوګانو یو ټولګی دی، چې اته یې د استوګنې وړ دي. د توالو کلمه هم د اتو مانا ورکوي.

په ۲۱مه پېړۍ کې به د جوي بدلونونو، د ځمکې د تودوخي د زیاتوالي، د قطبونو د کنګلونو د ویلې کېدو او د سمندرونو د اوبو د زیاتېدو له امله؛ د توالو له نهو څخه اته ټاپوګان تر اوبو لاندې ډوب شي. دغه نهه ټاپوګان د ارام سمندر یا پاسفیک د لوېدیځو اوبو په سیمه کې خواره واره پراته دي.

د وخت نړیواله کرښه چې د نصف النهار له ختیځې ۱۸۰ درجې سره سمون خوري، د توالو ختیځ لوري ته په لږ واټن کې تېرېږي.

د دغه هېواد پلازمېنه د فونګافالي ښار دی او ټولټال د دغه هېواد نفوس څه کم ۱۲ زرو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومترمربع سیمه کې یې ۴۱۰ کسان ژوند کوي. د توالو د قانون له مخې، هر کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.

د دغه هېواد رسمي ژبه توالي او انګلیسي ده، خو لیکدود یې بیا لاتیني دی. د اداري وېش له مخې دغه هېواد یو اداري واحد دی، خو هر ټاپو یې بیا جلاجلا یوه واکمنه جرګه لري.

د توالو د نوي اساسي قانون له مخې، دغه هېواد د انګلستان د ملکې په استازیتوب، د یوه ګورنرجنرال له خوا اداره کېږي. په دغه هېواد کې پاچايي میراثي ده او ګورنرجنرال، د لومړي وزیر په سپارښتنه د پاچا له خوا ټاکل کېږي. د توالو لومړی وزیر او د لومړي وزیر مرستیال د دغه هېواد د ولسي جرګې له غړو څخه، د همدې جرګې له خوا د دریو کلونو لپاره غوره کېږي. د دغه هېواد د هر ټاپو خلک د خپل سیمه ییز حکومت شپږ مشران پخپله خوښه ټاکي، چې یاد حکومتونه بیا د همدغو ټاپوګانو اداري او مالي چارې پرمخ بیایي.

د توالو ولسي جرګه ۱۲ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه، د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

عالي محکمه د توالو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی. د دغه هېواد ټول اته د استوګنې وړ ټاپوګان بېلابېلې خپلې سیمه ییزې محکمې لري. د دغه هېواد د قضاییه قوې مشر یا قاضي القضات د سیمه ییزو یا ښاري محاکمو د پرېکړو د څېړلو او بیا کتنې پوره واک لري او هر کال د قضایي او حقوقي سلا مشورې لپاره، درې ځلې فیجې مدافعه محکمې ته تللی شي.

په دغه هېواد کې سیاسي ګوندونه نشته، خو غیر رسمي ډلې شته چې د ولسي جرګې د ټاکنو په وخت کې فعالېږي.

توالو د ۱۹۷۸ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه، له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د اکټوبر لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځ په نوم نمانځل کېږي.

توالو د نهو ډبرینو او یو له بله د جلا ټاپوګانو ټولګی دی، چې د لږ مساحت، د کرنیزو ځمکو د کمښت، د بډایه طبیعي شتمنیو د نشتوالي او له نړیوالو مارکېټونو څخه د لرې والي له امله، ډېر کمزوری اقتصاد لري او تل بهرنیو مرستو ته لاره څاري. په دغه ډېر ګڼ مېشته هېواد کې هېڅ د یادولو وړ کاني مواد نشته او صادرات یې د ګوتو په شمار دي. لږ کرنه او د کبانو کار د خلکو د اقتصادي هڅو بنسټ بلل کېږي. په دې وروستیو کلونو کې په کال کې په منځنۍ توګه کابو ۱۰۰۰ بهرني سیلانیان توالو ته ورځي.

د امریکا متحده ایالات هم له ۱۹۸۸ ز کال څخه راپدېخوا، دغه هېواد ته د هغه تړون له مخې یو څه پیسې ورکوي، چې په سیمه کې د کبانو د نیولو لپاره لاسلیک شوی دی. په ۱۹۸۷ ز کال کې د اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلستان دولتونو د جاپان او جنوبي کوریا په مرسته، یوه ټولنه جوړه کړه چې لومړنۍ پانګه یې ۲۵ میلیون ډالره وه. د اسیا د پراختیا بانک هم د توالو له دولت سره د دغه هېواد د اقتصاد په بنسټیزو تولیدي او خدماتي پروژو په جوړونه کې مرسته کوي. د توالو دولت په دې وروستیو کلونو کې پر بهرنیو مرستو باندې د خپل هېواد د اتکا د کمولو په نیامت، ځینې هڅې پیل کړې دي. د بېلګې په توګه، دوی د اقتصاد د خصوصي کولو عملیه پیل کړې ده. نورو کمپنیو ته یې د دغه هېواد د ټلیفون نړیوال کود او د انټرنټ د نامه له خرڅلاو څخه ۵۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي، چې دا پیسې د دغه کوچني هېواد لپاره ستره شتمني بلل کېږي او د توالو غیر خالص کورني تولید یې د تېرو لسیزو په پرتله څه د پاسه درې ځلې زیات کړی دی.

 د کب نیولو او مخابراتو څو جوازونه یې صادر کړي او خپلې شتمنۍ یې په بهرنیو بانکونو کې زېرمه کړې دي، چې له کلنۍ ګټې څخه یې ډېرې پیسې ورته راځي. د توالو دولت د پستي ټکټونو او سکو له خرڅلاو څخه هم یو څه عواید تر لاسه کوي. د اقلیم بدلون او په ارام او هند سمندرونو کې د اوبو ډېروالي، په اوږده موده کې د توالو اقتصاد ته یو خطر بلل کېدای شي، خو اوس اوس د توالو اقتصاد ښه لوري ته روان دی.

د توالو ډېره لږ ځمکه د کرلو وړ ده، د دغه هېواد نږدې ۹۰ سلنه خاوره له ډبرو څخه جوړه ده، چې ځای ځای د ناریال ونې په کې شنې شوې دي. د توالو ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او د کبانو پر نیولو بوخت دي. لرګي، د ناریال زړي، دوه درې ډوله طبیعي توتي عسل او مېوې د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کېږي. په توالو کې د ځمکې د ډېر کمښت له امله، ډېر کم کرل کېږي.

هر کال کم سیلانیان د ارام سمندر ټاپوګانو ته د سفر په لاره کې په توالو کې تم کېږي. د دغه هېواد ډېر لرې والي، د هوټلونو لږوالي، د الوتکو د ټکټونو د بیو ډېر لوړوالي او د هوساینې او تفریح ځایونو لږوالي، دغه هېواد ته د ډېرو سیلانیانو د ورتګ لپاره ستونزې پیدا کړې دي. په دې وروستیو کې دولت او خصوصي سکټور د توالو هوایي ډګر پراخه او ښه سمبال کړی دی او د سیلانیانو لپاره یې د ښو هوټلونو په جوړولو لاس پورې کړی دی، څو د بهرنیو سیلانیانو لپاره سهولتونه برابر  کړي.

سره له دې چې توالو ډېره پراخه سمندري سیمه لري او ډېر خلک یې د کبانو په نیولو لګیا دي، خو د کب نیولو د وروسته پاتې کار و بار له امله، د دغه هېواد د صادراتو اندازه ډېره د پام وړ نه ده، خو اوس اوس یې له اسټرالیا سره په ګډه د کب نیونې یوه بېړۍ اخیستې ده.

د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان فیجي، اسټرالیا او نیوزیلنډ دي. توالو ۴۰ غټې سمندري بېړۍ او یو هوايي ډګر لري.

د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۶۸۸ او د انټرنټ کود یې ټي وي دی، چې ټولټال یې ۵۰۰ کسان انټرنټ ته لاسرسی لري.

دغه هېواد د اسټرالیا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. د توالو له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول نارینه او ښځینه په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۷-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانان لپاره جبري ده.

تاریخ لیکونکي وایي چې د ختیځې جنوبي اسیا ځینې پخواني اوسېدونکي له ۳۰۰۰ کلونو راپدېخوا، د ارام سمندر ټاپوګانو ته تللي او د پولي نیزي په ټاپوګانو کې استوګن شوي دي. اروپایان په ۱۶مه پېړۍ کې د توالو اوسنیو ټاپوګانو او د سیمې نورو ټاپوګانو ته ورسېدل او دغه ټولګی یې الیس وباله. د اروپایانو له راتګ څخه مخکې، د توالو ټاپوګان د کریباتي او تونکا د ټاپوګانو د اوسېدونکو له یرغلونو سره مخامخ وو. په ۱۵۶۷ ز کال کې هغه وخت چې اسپانوي سمندري سیلاني، الوارو د مندانا لیس ته ورسېد، دغه ټاپوګان په بشپړه توګه د کریباتي او تونګا د خلکو لخوا نیول شوي وو.

په دویمه نړیواله جګړه کې جاپاني پوځونو د ګیلبرت ټاپو ونیو او انګلستان د دغو ټاپوګانو اداري مرکز د فانافوتي ټاپو ته ولېږداوه. د ۲۰مې پېړۍ په شپېتمو او اویایمو کلونو کې د الیس او ګیلبرت په ټاپوګانو کې د خپلواکۍ غوښتنې خوځښتونه پیاوړي شول. په ۱۹۷۴ ز کال کې انګلستان د الیس او ګیلبرت له خپلواکۍ سره موافقه وکړه او د دغه ګډ هېواد د نوي اساسي قانون له مخې یې، دوی ته یوه ۲۸ کسیزه ولسي جرګه جوړه کړه. په جرګه کې د الیس د ټاپو اتو استازو چې پولی نیزي نژاده وو، د ګیلبرت له استازو سره چې میکرونیزي نژاده وو، ستونزې پیداکړې. په ۱۹۷۵ ز کال کې د الیس ۹۰ سلنه خلکو په یوه ټولپوښتنه کې د جلا هېواد د جوړولو لپاره رایه ورکړه او دغه ټاپو درې کاله وروسته، د توالو په نامه خپلواک شو. یو کال وروسته په ۱۹۷۹ ز کال کې د ګیلبرت ټاپو هم د کریباتي په نامه خپلواکي واخیسته او دواړه د انګلستان د کامنولت غړي وپېژندل شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژيکو اړیکو په کتاب کې د توالو نوم نشته، نو داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.

د کابل او فونګافالي ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۷:۳۰ ساعته او د هوا له لارې واټن بیا ۱۲۲۷۷ کیلومترو ته رسېږي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In