لیکوال: رحمن الله ناصري
غوټۍ خاورې د پښتو ادبیاتو او څېړنې مخکښه محققه او لیکواله وه، چې د (روان کال د اپرېل په پنځمه د جمعې په ورځ) د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ لاړه. ارواښادې خاورې د پښتو ژبې او ادب لپاره د پام وړ کارونه کړي دي، چې د دې برخې محققین او مینه وال د قدر په سترګه ورته ګوري.
آغلې غوټۍ خاورې د پښتو د شفاهي ادبیاتو په برخه کې څېړنې او ټولونې کولې، خو تر څنګ یې د ادبیاتو په نورو برخو کې هم پراخه مطالعه لرله او لیکنې یې ورباندې کولې. ارواښادې د هېواد په سختو شرایطو کې زده کړې کړې وې، کار یې کړی و او د هېواد په ستر علمي مرکز (علومو اکاډمۍ) کې یې دنده درلوده. نوموړې ان له لومړنیو کلونو د خپلو نورو همزولو لپاره سرلارې وه. پلار یې په ماشومتوب کې له کابل کلي ته ولېږله، چې هلته په ښوونځي کې شامله شي او په دې توګه د کلي نورو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. هغه وخت د غوټۍ خاورې په پلرني کلي کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځی جوړ شو، خو د دې لپاره چې د کلي نجونې زده کړو ته زړه ښه کړي، د غوټۍ خاورې پلار نوموړې کلي ته ولېږله او هلته یې ښوونځي کې شامله کړه. له همدې ورځې یې له زده کړو خوند اخیست او سترې هیلې یې لرلې. غوټۍ خاورې به ویل، زه پلار د دې لپاره په ښوونځي كې شامله كړم، چې د نورو لپاره يوه بېلګه شم او هغوى په دې پوه شي چې په ښوونځي كې د نجونو شاملېدل ګناه او عيب نه، بلكې يو غوره او انساني كار دى.
ګل غوټۍ خاورې د ۱۳۴۰ لمریز کال په کب میاشت کې د ننگرهار د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي کلي کې زيږېدلې ده. خاورې د شاه ولي خان خاورې لور او د حاجي عبدالغفار خان لمسۍ وه.
هغه مهال په روداتو کې په تېره بیا د آغلې غوټۍ خاورې په کلي کې د ښځینه وو څه چې ان د نارینه وو زده کړو ته هم په ښه سترګه نه کتل کېدل. آغلې غوټۍ خاورې پخپله ویلي وو، هغه نجونې به رټل کېدې چې ښوونځي ته به تلې. د آغلې په خبره، هغه مهال چې په ۱۳۴۶ لمریز كال کې زموږ سيمې ته د نجونو لومړنى كليوالي ښوونځى جوړ شو، ځينو خلكو ورسره مخالفت وكړ، ځكه چې د يوې نجلۍ لپاره په ښوونځي كې درس ويل د شرم خبره ګڼل كېده. هغه هلکان به رټل کېدل چې خویندو به یې ښوونځی لوست. همداسې هغه ځوانان به رټل کېدل چې عسکري به یې کوله. د کلي ماشومانو او ځينو ښځو به په دوی پسې شعرونه او سندرې جوړولې او توهین کول به یې. له همدې امله په کلي کې د غوټۍ لپاره ژوند سخت و. سره له دې چې پلار یې غوښتل، کلیوال د غوټۍ په لیدو خپل اولادونه او لورګانې ښوونځي ته ولېږي، خو بالاخره دا حوصله ختمه شوه. غوټۍ یې بېرته کابل ته راوسته او دلته یې په رابعه بلخي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې.
هغه له کلي راغلې وه، ځکه خو په دري ژبه نه پوهېده. غوټۍ خاورې ته د ښوونځي چاپېریال خورا ستړی کوونکی او سخت تمام شو. د نوموړې په خبره، ښوونځی راته زندان شو، پلار به ښوونځي ته بوولم او ما به کور ته زور کاوه، خو دا سختۍ تېرېږي. د محبوبې په نامه ښوونکې هغه وخت له ګل غوټۍ سره ګوډه ماته پښتو وايي او دا هڅه وي. ورته وايي چې د ټولګي تر ټولو تکړه زده کوونکې یې. د پلار په هڅونه او د ښوونکې په پاملرنه غوټۍ د خپل ټولګي ممتازه زده کوونکې کېږي. آغلې ویلي، سره له دې چې په حساب، دیني مضامینو، پښتو او ریاضي پوهېده، خو د ژبې ستونزې یې له ښوونځي زړه تور کړی و. غوټۍ خاورې په همدغه ښوونځي کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.
په لسم ټولګي کې وه، چې په ملي راډیو ټلوېزیون کې پر دنده وګومارل شوه. نوموړې د پښتو ژبې ویانده وه. په هغه وخت کې په ټلوېزیون کې کار کول او بیا د ټلوېزیون پر صفحه را څرګندېدل، نه یوازې دا چې له وظیفوي لحاظه یې سخت شرایط او پوره وړتیا غوښته، بلکې په ټولنه کې هم له سخت غبرګون سره مخ کېده. خو غوټۍ خاورې هڅه کوله چې ځان یو ځای ته ورسوي، له محدودیتونو او ستونزو سره سره پردې بریالۍ شوه، چې تر دوو میاشتو کار وروسته، د ټلوېزیون پر صفحه راڅرګنده شي. هغه وخت ملي ټلوېزیون یو ځانګړی وزارت و. د کار شرایط پکې خورا سخت وو. له میاشتو او کلونو کار وروسته هم څوک په دې نه بریالي کېدل، چې پر صفحه د راڅرګند شي، خو غوټۍ خاورې تر دوې میاشتې کار وروسته د ټلوېزیون پر مخ راڅرګنده شوه.
آغلې ویلي، له کار سره سم ډېره وهڅول شوه. په ټولنه کې یې تود هرکلی وشو. د ملي ټلوېزیون وزارت دوه ساعته وروسته پرېکړه وکړه، چې غوټۍ خاورې ته د دوو میاشتو معاش انعام ورکړي. غوټۍ ویلي، له همدې ځایه وهڅول شوم او په ژوند کې مې له ژورنالېزم، ادبیاتو او لیک لوست سره مینه نوره هم ډېره شوه. تر دې چې په ۱۳۵۹ لمریز كال د دوولسم ټولګي تر خلاصولو وروسته، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوم. د خاورې په خبره، دا یې د خوښې پوهنځی و. سره له دې چې کورنۍ یې غوښتل طب ووايي، یا په نورو برخو کې زده کړې وکړي، خو د دې خوښه وه چې ادبیات ولولي او په همدې برخه کې فعالیت وکړي.
غوټۍ خاورې ادبیاتو پوهنځی ولوست او بشپړ یې کړ. وروسته یې په همدې برخه کې په کابل پوهنتون کې ماسټري هم وکړه. بیا یې تحقیق، څېړنو، علومو اکاډمۍ او په دولتي مطبوعاتو کې کار او فعالیت ته مټې ونغاړلې. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته يې لومړى په علومو اكاډمۍ كې د زيري جريدې مرستياله او يو كال وروسته همدلته د علمي كدر غړې شوه. د هغه وخت په سختو شرایطو کې یې زده کړې کولې او دنده یې ترسره کوله.
غوټۍ خاورې له کار او دندې سره مینه لرله. آغلې ویلي، ادبیات یې د دې لپاره انتخاب کړي وو، چې کار یې پکې کولی شوای او مینه یې ورسره لرله. خو کلونه وروسته چې کله د طالبانو حکومت راځي او پر ښځینه وو کار بندیز لګول کېږي؛ نو یوازې هغه ښځينه وو کار کولی شوای، چې دوی طب لوستی وی او ډاکټرانې وی. غوټۍ خاورې ویلي، په چیغو به یې ژړل چې درېغه هغه مهال یې طب لوستی وای، اوس به یې کار کاوه او د خلکو په خدمت کې به وه.
غوټۍ خاورې په علومو اکاډمۍ کې تر ډېره د فولکلور په هکله لیکل او څېړنې کړې دي. د ننګرهار د خلکو نکلونه یې راټول کړي دي. لنډۍ یې راټولې کړې دي او په ځينو برخو کې یې تحقیقي مقالې لیکلې دي. هغه یوه ښځینه وه. نو دا هم ستر حقیقت دی، چې د پښتو په شفاهي ادبیاتو کې د ښځو ونډه ډېره ده. غوټۍ خاورې یوې مهمې مسئلې ته متوجه شوې وه او هغه دا چې باید د ښځینه وو له خولې شفاهي ادبیات راټول او خوندي کړل شي. دغه کار نوموړې ته ځکه اسانه و، چې په پښتنې ټولنه کې یې له ښځو سره مخامخ خبرې کولی شوای او شفاهي ادبیات یې ترې ثبتولی شوای. خو د علومو اکاډمۍ غړی او د آغلې خاورې نږدې همکار ښاغلی سیدنظیم سیدي د نوموړې په اړه ویلي، چې هغې نه یوازې په شفاهي ادب، بلکې د ادبیاتو په نورو برخو کې هم د پام وړ کارونه کړي دي.
غوټۍ خاورې فعاله مېرمن وه. هغه نه یوازې دا چې د علومو اکاډمۍ کې پر کار لګیا وه، بلکې د موقت حکومت په راتګ سره یې بېرته رسنیو او ملي ټلوېزیون ته هم مخه کړه. هلته یې کار کاوه او په همدې وخت کې تر موقتې دورې وروسته، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری روان و. غوټۍ خاورې د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې اعلان شوه.
په لنډه توګه ویلی شو، چې د غوټۍ خاورې دندې په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د زېري جریدې مرستيالې مسوولې په توگه پیل شوې او بيا د علومو اکاډمۍ د فولکلور او شفاهي ادبياتو د ډېپارټمنټ غړې شوه . په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د همدغه ډېپارټمنټ مسوله شوه، چې وروسته بيا د کابل مجلې چلوونکې، د باختر آژانس د پښتو څانگې د رسنیو کارکوونکې او غړې هم وه. خاورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره هم پاتې شوې وه.
غوټۍ خاورې په خپل فرهنګي ژوند کې دغه اثار چاپ کړي دي.
- د پښتو شفاهي ادبيات ـ بڼه او مضمون چاپکال ۱۳۶۶ لمریز
- د پښتني فولکلور جامع کتابښود
- د ننگرهار نکلونه
- پښتو لنډۍ له يوې تحقیقي مقدمې سره
- په پښتو شفاهي ادبياتو کې د ښځې ټولنیز دريځ او انعکاس
- کجاوې د لڼدو کیسو ټولگه
بالاخره د پښتنو مېرمنو له کاروانه دې نومیالۍ مېرمنې د روان ۲۰۱۹ ز کال د اپرېل په پنځمه، په هند کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د هغه کورنۍ وایي چې غوټۍ د سرطان له ناروغۍ ځورېده، خو له پوره هڅو سره سره یې ډاکټران په درملنه بریالي نه شول. افغان فرهنګیان د نوموړې مړینه د پښتو ادبي کاروان ته ستره ضایعه بولي او لاس ته راوړنې یې د پښتو ادب په لمن کې ګرانبیه غمي بولي. د علومو اکاډمۍ ویاړلي استاد ښاغلي حبیب الله رفیع یې په اړه ویلي: ((مېرمن غوټۍ خاورې د یوې علمي- ادبي کورنۍ غړې وه، د پښتو فولکور لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې، ډېر کتابونه یې لیکلي، تل یې د نویو معلوماتو هڅه کوله او د خپلو څېړنو لپاره یې کار او زیار کاوه)).
د کوزې پښتونخوا لیکواله او څېړونکې صفیه حلیم یې په اړه لیکي، چې آغلې غوټۍ خاورې یوه زحمتکشه، پر پښتني دود مینه او د دغه فرهنګ پالونکې وه. د صفیې حلیمې په خبره، څو ځله یې له آغلې غوټۍ خاورې سره لیدلي دي، خو ټلیفوني اړیکې یې ورسره ډېرې وې. نوموړې د خاورې خدمتونه ستایي او هغه د پښتني ادب او فرهنګ لپاره مهمې لاس ته راوړنې بولي.
د علومو اکاډمۍ اوسني سرپرست ښاغلي ظاهر شکیب هم د نوموړې مړینه ستره ضایعه بللې ده او د پښتو ادبیاتو له مینه والو سره یې په دې اړه غمشریکي کړې ده. د علومو اکاډمۍ غړی ښاغلی سیدنظیم سیدي بیا غوټۍ خاورې د پښتنو پیغلو لپاره د لارې مشعل بولي او هیله لري چې دوی هم د غوټۍ خاورې لار وپالي او ځانونه د علم او ادب په ګاڼه سمبال کړي.