کلونه وړاندې د سولې عالي شورا رامنځته شوه. بې له دې چې په پایلو، چارو او لارو یې بحث شوی وی، په عجولانه ډول د سیاسي فرمایشونو لپاره تش په نامه لوی نومونه انتخاب شول. د دې پر ځای چې د سولې پر چوکاټونو، د خبرو پر لارو، د سیمې هېوادونو په تفاهم او له طالبانو سره د روغې جوړې لارې وپلټي، د ځاني ګټو د تحقق او خوندیتوب سیالي پیل شوه. د سیاسي تقلي، لومړیتوب، اهمیت او اوجاغۍ په دې لوبه کې ملت ډېر زيات زيان ولید. زرګونه نه، بلکې سلګونه زره خلک شهیدان شول، میندې بورې شوې او کورنۍ ړنګې شوې. جګړه اوږده شوه، وېروونکې شوه، پېچلې شوه او حتی ډېر لوی لوی سیاسي شناندي، روڼ اندي او محققین یې په سور او تال نه پوهېدل. د دې مرګونې جګړې اور تر ننه راورسېد. کله چې ولسمشر غني په بروکسل کې بهرنیانو ته وینا کوله، نو ویل یې چې زما د قدرت په دوره کې ۴۵۰۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي، یعنې ۴۵۰۰۰ کورنۍ ویجاړې شوې او یوازې ۴۵ امریکایي عسکر وژل شوي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې د سیاسي بهیرونو جنازې ووتې او ارزښتونه ووژل شول. د بېلګې په توګه، د ولسي جرګې دوره د اساسي قانون خلاف وغځول شوه، ۷۵ سلنه اساسي قانون تر پښو لاندې شو، حکومت د قانون پر بنسټ نه، بلکې د جوړجاړي پر لار جوړ شو، د فقر کرښه له پنځوس سلنې واوښته او سیګار وایي چې د تېرو اوولسو کلونو په پرتله، په ۲۰۱۸ ز کال کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ډېرې هوایي بمبارۍ شوې دي. د امریکا د پخواني قوماندان نېکلسن له فورمول سره سم پر طالبانو نظامي، سیاسي، ډيپلوماتیک او مذهبي فشار واچول شو، خو طالبانو مقاومت وکړ. نوی قوماندان جنرال میلر له نوي فورمول سره رامخکې شو، خو دا ځل د امریکا فورمول ښکاره سوله يیز او پټ نظامي وو.
د امریکا، نړۍ او افغان حکومت له ټولو (تش په نامه) هڅو سره سره، بیا هم د طالبانو د نفوذ ساحه پراخه شوه. څو ورځې مخکې هم بالامرغاب ولسوالۍ سقوط وکړ. افغان ځواکونو سینه سپر کړه، مخکې لاړل څو سیمه تر کنټرول لاندې کړي، خو جګړه اوس هم روانه ده.
ښاغلي غني او د هغه استازي ډاکتر محب بیا بیا په هېواد کې پر طالبانو سربېره، د ۲۱ تروریستي ډلو د وجود خبره وکړه. اوس نو پوښتنه دا پیدا کېږي چې ایا حکومت او نړیوالې ټولنې ترورېزم ختموي او که یې زیږوي؟ ایا حکومت خبر نه و چې دا دومره ډلې پیدا کېدلې که نه، په توان یې پوره نه وه، که خبر نه و؟ خو لویه مديریتي نقیصه او سیاسي انتحار دی او که خبر و او مهار یې نه شو کړای، نو په ټوله کې د تروریستانو او طالبانو پر وړاندې د حکومت او نړیوالې ټولنې د نسبي ناکامۍ ښکاره نښه ده.
د جنګ لپاره درې ډوله وسایل پکار دي، چې زه ورته درې میمه وایم او عبارت دي له: مرام، مورال، او منابع څخه.
که یوازې پر منابعو (نظامي سرچینو) وغږېږو، نو له اېن بي سي ټلوېزیون سره د ښاغلي غني مرکه به رایاده شي، چې ویل یې که امریکا نه وي، نو په شپږو میاشتو کې حکومت سقوط کوي، ځکه نو په ۲۰۱۹ ز کال کې د سولې او جنګ ځانګړتیاوې بدلې شوې دي.
زما په اند، په تېرو کلونو کې جنګ او سوله د ډېرو محدودو خلکو له خوا د خیرنو عینکو له لارې لیدل کېدل. چاته جنګ لنګه غوا او چاته جنګ د موقف ساتنه وه، خو مورګانې د نورو خلکو بورېدلې.
ټرمپ د مزاج او انداز په لحاظ متفاوت انسان دی. د جنوبي اسیا ستراتېژۍ یې روښانه لارې لري. یوه مسئله پکې د افغان جګړې پای دی. د خپل حکومت په دوره کې یې د افغان جګړې په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړې دي. تېره اونۍ یې د ناټو له مشر سټولټنبرګ سره په خبرو کې افغان جګړه (شرم) یاد کړه. پخوا یې ویلي وو چې نور افغان حکومت ته سپين چیکونه نشته. له دې خبرو یې ښکاري چې نوموړی نور په افغانستان کې د پاتې کېدو او نښلېدو حوصله نه لري، ځکه یې نو افغان- امریکایي پیاوړى ډیپلومات، خلیلزاد د سولې د راتګ لپاره وګوماره. له اولې ورځې خلیلزاد خپل واضح دریځ لري. لومړی دا چې افغانان باید په خپلو کې سره رضا شي او سوله وکړي او دویم دا چې امریکایان له هېواده عجولانه بهر شي او افغانستان د جنګ پر دوزخ بدل شي.
خلیلزاد له اولې ورځې د ملي مذاکره کوونکي ټیم د جوړښت وړاندیز وکړ، خو ډاکتر غني بدبختانه ۱۱ نفریز فرمایشي ټیم وټاکه.
دا ټیم د مسلک، ژمنتوب، سیاسي پلوۍ، عملي تجربې او ټولنیز باور په لحاظ مناسب ترکیب نه و. په دغه ټیم کې د عام ملت، ځوانانو، مدني ټولنې، عالمانو او سیاسي اپوزېسیون استازولي نه وه، ځکه نو حکومت په یوه وخت د سیاسي مشرانو، سیاسي منتقدینو، رسنیو، امریکا او طالبانو له مخالفت سره مخ شو. کله چې خلیلزاد په حکومت کې د ټولشمول مذاکره کوونکي ټیم د تشکیل غږ وکړ، حکومت خلیلزاد تورن کړ چې غواړي له طالبانو سره د نظام پر سر معامله وکړي، پلان لري کتاب ولیکي او ميلیونر شي، غواړي د موقتې ادارې په راس کې راشي، د نوبل جایزې ته نوماند شي او امثالهم چې بالاخره خبره تر واشنګټنه ورسېده او پایلې یې مطلقې د ښاغلي غني او حکومتي ټیم په تاوان تمامې شوې.
اوس د ښاغلي غني لپاره دوې لارې دي:
لومړۍ: دا چې پخوانى مذاکره کوونکى ټیم وساتي او د خلیلزاد، ملت، اپوزېسیون او طالبانو د مخالفت او انتقاد سره مخامخ شي.
دویمه: دا چې د مصالحې نوى ټیم همدا شان وساتي او په لوی قوت له طالبانو سره مخامخ او د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
د مصالحې د ملي ټیم جوړول په رښتیا هم چې د طالبانو شرط، د امریکا وړاندیز، د اپوزېسیون دریځ او د ملت غږ دی.
بې له دې چې حکومت پر دغه ټیم خپل فرمایشات تحمیل کړي، دغه ټیم تر فشار لاندې راولي، لازمه ده چې د مصالحې ټیم د ځان لپاره کړنلاره جوړه کړي څو په هغه کې اړوند تشکیلات، سرې کرښې، ملي ارزښتونه او ضرب الاجلونه معلوم وي.
له دغو اصولو پرته، ممکن د مصالحې ټیم د سولې عالي شورا ته ورته وي چې مصارف او ضایعات به لري، خو پایلې نه.
که حکومت په دغه ټیم کې د ښکاره او پټې مداخلې هڅه وکړه، نو په ټیم کې به انشقاق او اختلاف رامنځته شي چې په نتیجه کې به یې ملت د حکومت په سیاسي تقدس بې باوره شي، طالبان به غښتلي او ټیم به کمزورى شي او حکومت + اپوزېسیون به بیا سره مخالف شي.
د داسې وضعیت په پایله کې به بیا جګړه اوږده شي، نور انسانان به ووژل شي او یا به په ټوله کې نظام، حکومت او سیاسي پروسې له مطلق سقوط سره مخ شي.
اوسنی وضعیت نورمال حالت نه دی. په داسې وضعیت کې فوق العاده مدیریت ته اړتیا ده. جګړه ختمول او سوله راوستل پکار دي. لازمه ده چې حکومت د جوش پر ځای له هوشه کار واخلي. حالاتو ته له رڼو عینکو وګوري. سوله وکړي، قدرت تقسیم کړي. د ملت غږ ته لبیک ووایي او خپل سیاسي اخلاق د تاریخ نمایش ته کېږدي.
اوس سوله راتلونکې ده. هېڅوک هم له طالبانو سره د سولې خبرې نه شي ناکامولی، البته اوږدولی یې شي، جنجالي کولی یې شي، نسبي بې ګټې کولی یې شي، خو متوقف کولی یې نه شي؛ ځکه چې امریکا سوله غواړي، ملت سوله غواړي او نړۍ سوله غواړي. زه هم سوله غواړم او ته هم سوله غواړې، خو هو! ارومرو داسې سوله نه چې په هغې کې ارزښتونه قرباني شي. موږ ۲۰، ۳۰ او ۴۰ کاله پخوا وختونو ته نه ځو. حکومت هم د ارزښتونو خبره کوي او موږ هم، خو دغه ارزښتونه تعریفول غواړي.
د حکومت له ارزښتونو څخه هدف څه دی؟ یوازې د حکومتي چارواکو د قدرت بقا، که د ملت سوکالي، د جګړې درېدل او داسې نور؟!
هوښیاران وایي چې کله کله لازمه وي د لوی ټوپ وهلو لپاره سړى څو قدمه وروسته لاړ شي. باور لرم چې موقته اداره راتلل، قدرت تقسیم کول، ټاکنې ځنډول، بعضې قوانین تعدید کېدل په ښکاره وروسته تګ دی، خو راځئ د بد او بدتر ترمنځ انتخاب وکړو.
ایا لازمه ده چې پورته سیاسي تغیرات تحمل کړو او که هره ورځ د ډاکتر غني په خبره، ۲۰۰ شجاع عسکر له لاسه ورکړو؟ حتماً به ځواب دویم انتخاب وي. ښاغلي خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې ارګ مېشتو او سیاسي مشرانو ته ښکاره، خو ښکلى پېغور ورکړ چې په دغه جنګ کې عام ملت قرباني کېږي، نه ستاسو او زموږ اولادونه، ځکه خو د سولې مخالفت کوو. هو همداسې ده. عام ملت وژل کېږي او هره ورځ ۲۰۰ پلرونه د خپلو بچو جنازې په اوږو کوي، ځکه نو غوره ده چې د سولې په معامله کې څه واخلو او د څه ورکړې ته تیار شو.
هیله ده چې د مصالحې ټیم له ټولو ذکر شوو کرکنډیو سره سره، بیا هم بریالی شي. پر مخ لاړ شي، د ملت سمه استازولي وکړي، ملي ارزښتوته وساتي، له طالبانو سره تفاهم ته ورسېږي او تاریخ ته ځان سپین کړي.
زه وړاندیز کوم چې حکومت پر دغه ټیم سربېره، د سولې په اړه د ملي ډیالوګ زمینه برابره کړي. په هر زون، ولایت، اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونونو کې د سولې ازاد بحثونه وشي.
لازمه نه ده چې د سولې په اړه حتی د مناسبو، ګټورو او ملي نظرونو په اړه سیاستوال، لیکوالان او منتقدین د حکومت د پلویانو له اړخه وښکنځل شي، توهین شي او عام افکار مغشوش کړای شي؛ بلکې سوله ګډ ماموریت وګڼل شي چې حکومت او ملت پکې ځان شریک وویني.
نننۍ ورځې د راتلونکې لپاره بنیاد دي. د جګړې ختمول د ملت کار دی. هیله ده چې هر فرد خپل انساني او اسلامي مسوولیت ادا کړي او د دې پر ځاى چې د شخصي او ټیمي ګټو لار تعقیب کړي، د بورې مور ساندې، د یتیم بچي زګېروي او د کونډې مېرمنې ارمانونه سترګو ته ودروي او دا خوار ملت د سولې په ډالۍ ونازوي.
زه د مصالحې نوى ټیم په نېک پال نیسم. هیله ده چې د نېکو پایلو خاوندان شو او دغه کال په ټول هېواد کې سرتاسري سولې قایمه شي.