د (افغانستان بهرنی سیاست او ستر نړیوال قدرتونه) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال محمدیونس فرملي دی، چې پښتو ژباړه یې زمري صالحي کړې ده. د کتاب همدا پښتو بڼه ۲۷۲ مخونه لري.
د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه په نړیواله کچه یوه تاریخي پېښه وه، چې په کې د امریکا پر مهمو سیاسي او اقتصادي مرکزونو بریدونه وشول. دې پېښې پر نړیوالو اړیکو ژور اغېز وکړ، تر ټولو لویې اغېزې یې دا وې چې امریکا پر افغانستان برید وکړ او د نړیوالو ترهګرو د ځپلو لپاره یې په پراخه کچه چمتووالی ونیو، څو ترهرګر او افراطي ډلې وځپي.
ناټو او امریکا ائتلاف وکړ او په ګډه یې د دې لپاره پر افغانستان برید وکړ، څو په دغه هېواد کې طالبان او القاعده وځپي؛ ځکه دوی القاعده د دې پېښې اصلي طراحه بلله.
د افغانستان ژیوپوليټيکي موقعیت ته په کتو، تل د لویو ځواکونو يا په سیمه کې د سیالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر ګرځېدلی دی.
د سپټمبر یوولسمې پر مهال، په افغانستان کې طالبان واکمن وو، ناټو او امریکا طالبان د القاعدې ملاتړي ګڼل او له طالبانو یې غوښتل چې د هغوی له ملاتړه لاس واخلي. طالبان او نړیوال ځواکونه سره جوړ نه شول او همغه وو چې په پایله کې یې امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ.
د امریکا او ناټو ظاهراً موخه په افغانستان کې د ترهګرو او بیا په تېره د القاعدې ډلې له منځه وړل وو. دوی غوښتل دلته د خلکو د خوښې وړ حکومت رامنځته کړي، چې له نړیوالو سره ښې اړیکې ولري.
امریکا او ناټو د افغانستان د بهرني سیاست پر موخو، ستراتېژیو او تعاملاتو ډېر تاثیر وکړ. په وروستۍ لسیزه کې امریکا او ناټو افغانستان ته په دې خاطر پاملرنه کوله، چې افغانستان غوره ژیوپولیټيکي او ژیوستراتیژیکي موقعیت درلود. لکه یو وخت چې افغانستان د لوېدیځو او ختیځو بلاکونو د شخړو ډګر و؛ ځکه دغه هېواد هند ته د لاسرسي اسانه لار وه.
نن وخت افغانستان د ترهګرو او افراطیانو لپاره ستراتیژیک او ژیوپولیټیک موقعیت پيدا کړی دی. ناټو او امریکا هم خپلو موخو ته د لاسرسي په خاطر پر افغانستان برید وکړ، دوی په افغانستان کې بېلابېلې موخې درلودې او له خپلو موخو سره سم یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو (سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نظامي) کې مرستې وکړې.
په تېره امریکا او ناټو د افغانستان د بهرني سیاست په بېلابېلو برخو کې اغېزمنه ونډه درلوده. موږ هم وایو چې افغانستان یو کوچنی او بې پراختیا هېواد دی، چې پر بهرني سیاست یې دوو لویو ځواکونو (امریکاـ ناټو) ډېر اغېز کړی دی. دغه هېواد له دریو لسیزو جګړو وروسته، په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا درلوده او د دې اړتیا پوره والي په ارادي او غیر ارادي ډول دغه هېواد امریکا او ناټو ته اړ کړ او همدې اړتیا، امریکا او ناټو ته دغه چانس په لاس ورکړ، چې د دغه هېواد بهرنی سیاست تر هرڅه ډېر اغېزمن کړي.
هغه څه چې په دغه کتاب کې څېړل شوي، هغه په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان په بهرني سیاست کې د لویو بهرنیو ځواکونو ونډه ده. دا څېړنه پر څپرکو وېشل شوې ده او هر څپرکی د موضوع د لا ښه پوهېدو په پار، پر بېلابېلو عنوانونو وېشل شوی دی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.