چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين سفیر: له شانګهای سازمان سره د افغانستان اړیکې د ستایلو وړ دي

اپریل 10, 2019
in لیکنې
0 0

د شانګهای همکارۍ سازمان په موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا لومړۍ مباحثوي غونډه د اپريل په ۸مه نېټه تر سره شوه. د افغانستان بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني ددې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. دغه غونډه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لومړي معين ادريس زمان تر مشرۍ لاندې تر سره شوه. په دې غونډه کې په افغانستان کې د چين، روسيې، هند، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او قزاقستان په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو لویو سفيرانو او ستازو او د افغانستان د بهرنیو وزارت، د ملي امنيت شورا او د پارلمان غړو او نورو لوړو پوړو چارواکو ګډون درلود.

د چین لوی سفير ليو جين سونګ د ياد وزارت لخوا دې غونډې د تر سره کولو ستاينه وکړه او ويې ويل چې له دې څخه دغه سازمان ته د افغانستان پاملرنه او په ډيپلوماتيکو چارو کې د افغانستان جامعيت، طاقت او ليرې نظر څرګندېږي.

نوموړي وويل، افغانستان او د دغه سازمان غړي هېوادونه يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه او مهم ملګري دي. د دواړو خواوو ترمنځ ګډې ګټې زياتې دي او بشري او کولتوري تګ راتګ پياوړی دی. افغانستان په ۲۰۱۲م کال کې د دغه سازمان د کتونکي غړي په توګه ټاکل شوی او د دغه سازمان په لويې کورنۍ کې شامل شوی دی چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د پرمختګ نوي پړاو ته ننوتلې دي. دغه سازمان او غړيو هېوادونو يې په تېرو څو کلونو کې د دې سيمې د سولې او امنيت د ساتلو او له افغانستان سره د اړيکو د ټينګېدو لپاره کوښښونه کړي دي، د افغانستان په وضعيت کې يې بدلونونو ته ډېره پاملرنه کړې ده او د افغان مسئلې په برخه کې يې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره خپله هوښياري، کړنلاره او قوت وړاندې کړی دی.

لوی سفير ليو څرګنده کړه چې په دغه سازمان کې د غړو د شمېر له زياتېدو وروسته لومړۍ سرمشريزه غونډه د ۲۰۱۸م کال په جون کې د چين په چينګ داو ښار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د ولسمشر محمد اشراف غني په شمول د مختلفو هېوادونو له برخوالو مشرانو سره موافقه وکړه چې د شانګهای روحيې د خپرېدو، د نويو او زړو غړيو هېوادونو ترمنځ د يووالي او متقابل باور د ټينګېدو او د دغه سازمان په چوکاټ کې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي، تر څو د بشريت د ګډ برخليک  ټولنې د جوړولو بهير پياوړي شي. په چينګ داو اعلاميه کې چې د دغه سازمان د مشرانو د شورا لخوا خپره شوې، د افغان مسئلې په اړه مهمې څرګندونې ليدل کېږي. په دغه اعلاميه کې راغلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د امنيت د ساتلو، د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا، د ترهګرۍ، تندلارۍ، نشه يي توکيو او جرمونو پرضد د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت او خلکو له کوښښونو څخه ملاتړ کوي. دغه اعلاميه کې راغلي و چې د افغانستان سوله، امنيت او د اقتصاد سمسورتیا د دې سيمې د امنيت او دواملرونکي پرمختګ لپاره ګټوره ده. په دغه اعلاميه کې ټينګار شوی چې سياسي ډيالوګ او د افغانانو تر لارښوونې او ادارې لاندې د پخلاينې جامع بهير د افغان مسئلې د حلولو لپاره يوازېنۍ لار ده. په دغه اعلاميه کې غوښتل شوي چې اړوندې خواوې دې د م م په محور د افغانستان د ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره همکارۍ پياوړې کړي.

لوی سفير ليو وويل، چې ولسمشر محمد اشراف غني تېر کال په چينګ داو کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې ويلي چې افغانستان او دغه سازمان د تماس نيولو ګروپ د جوړولو د موافقه ليک د مسودې په اړه ګډو نظريو ته رسېدلی دی. دواړو خواوو موافقه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي او د تر لاسه شويو ګډو نظريو په تطبيق کېدو سره لاسته راوړنې ولټوي. مخکې تردې ولسمشر غني رسنيو ته ويلي و چې د شانګهای روحيه او يو کمربند او يوه لاره يو له بل سره اړه لري او د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. د افغانستان اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د تېر کال په اکتوبر کې د دغه سازمان د صدراعظمانو شورا په يوه غونډه کې تائيده کړې ده چې افغانستان هيله لري چې د دغه سازمان غړی شي او د دغه سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس نيولو ګروپ پر بنسټ د افغانستان د سولې او بيا رغونې په برخه کې د کاري موخو د تر سره کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين د افغان مشرانو يادو مثبتو څرګندونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې اوسمهال د افغانستان د وضعيت، سولې او پخلاينې لپاره کليدي اهميت لري او هلته فرصتونه او ننګونې په ګډه رامنځته کېږي. د افغانستان ولسمشر به د سږ کال په جون کې د قرغېزستان په پلازمينه بېشکېک کې د دغه سازمان د نورو غړيو ، کتونکو او دوستو هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې برخه واخلي او له يادې غونډې مخکې به د دغه سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس نيولو ګروپ يوه ناسته تر سره شي. دا د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري. چين افغانستان ته وړانديز کوي چې بايد له اړوندو خواوو سره يو ځای د يادو غونډو لپاره مقدماتي کارونه تر سره کړي، بايد د افغانستان په ډيپلوماتيکو چارو کې د دغه سازمان مقام تائيد کړي، بايد د دغه سازمان له غړيو هېوادونو سره د همکارۍ لارې پيدا کړي او بايد له دغه سازمان سره د مؤثرو همکاريو پر پروژو بحث وکړي.

نوموړي لاندي وړانديزونه مطرح کړل:

لومړی: د شانګهای همکارۍ سازمان بايد په مداومه توګه د افغان مسئلې په اړه خپل اواز پورته کړي او بايد د مختلفو غړيو هېوادونو د ګډو نظريو په راغونډولو سره د دغه سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس نيولو ګروپ د نظام په شمول د تګ راتګ د جوړ شويو لارو چارو پر بنسټ د افغانستان د سولې او پخلاينې له بهير او د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي، تر څو د افغان مسئلې په اړه د افغانستان د اساسي ګټو او د نړيوالې ټولنې له عامو ګټو سره سم په دې سيمه او حتی ټوله نړۍ کې سمو او ګټورو ګډو نظريو ته ورسېږي.

دوهم: افغانستان بايد د دغه سازمان له لويې کورنۍ سره يو ځای د متقابل باور، ګډو ګټو، برابرۍ، مشورې، د رنګارنګ تمدنونو د درناوي او د ګډ پرمختګ د موندلو په اړه د شانګهای روحيه عملي کړي، بايد د دغه سازمان د منشور او د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د دايمي ښه ګاونډيتوب د تړون له مخې هغه رغنده او دوستانه اړيکې ټينګې کړي چې غيرمنسلکې به وي، يو له بل سره به مقابله ونه کړي او د درېيمې خوا پرضد به مبارزه ونه کړي.

درئيم: د چين په شمول د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد د افغانانو تر لارښوونې او ادارې لاندې جامع سياسي پخلاينې له بهير څه ملاتړ وکړي او بايد د افغانستان په کورنيو کې د ملي او پراخو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي. افغانان د دې خاورې او د دغه هېواد د بېلا بېلو کورنيو چارو خاوندان دي، هيڅ بهرنی هېواد د افغانستان د پخلاينې بهير نشي کنترولولای. هيله لري چې د افغان حکومت د اوسنيو کارونو پر بنسټ د سولې او پخلاينې په موخه لا جامع، ځانګړې، مؤثره، عملي او دايمي نقشه او مشخصه کړنلاره وړاندې کړي.

څلورم: دغه سازمان او غړي يې د هېواد د ادارې په برخه کې، په تېره بيا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د افغانستان د توانونو له لوړتيا څخه ملاتړ کوي، تر څو د افغانستان د ملي دفاع توان قوي شي او له ترهګرۍ، تندلارۍ، نړيوالو جرمونو او د نشه يي توکيو له قاچاق سره مقابله پياوړې شي. افغانستان بايد په دې سيمه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د دغه سازمان له ارګانونو سره لا نژدې همکارۍ وکړي. افغانستان بايد په خپل هېواد کې له هر ډول نړيوالو ترهګرو سره تينګه مقابله وکړي، تر څو افغانستان د ترهګرۍ سرچينه او پناه ځای ونه ګرځي. له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونو ايستل د افغانستان د پخلاينې د خبرو اترو لپاره ګټور وي. دغه عمل دې په منظمه او مسؤلانه توګه تر سره شي او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د افغانستان د دايمي سولې لپاره دې رغنده رول ولوبوي. ولسمشر غني تېر کال په خلاصه توګه يو وړانديز وکړ چې د دې سيمې د ټولو خواوو د ګټو سره سم دې يو همکاريز نظام جوړ شي، د اوږدې مودې لپاره دې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ستراتيژي جوړه شي او د عملياتو تر لارښوونې لاندې دې د دې سيمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د مبارزې يو چوکاټ جوړ شي. دغه وړانديز د عامو افکارو د پاملرنې وړ دی.

پنځم: دغه سازمان او غړي يې تل د حاکميت، خپلواکۍ، امنيت، د خاورې د بشپړتيا او د ملي شرف د ساتلو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو درناوی کوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصولو ټينګار کوي، له يو اړخيزې غوښتنې او برلاسي غوښتنې سره مخالفت کوي او غواړي چې جنجالونه او شخړې د خبرو اترو له لارې له منځه يوسي. ياد اصول او تجربې د افغان مسئلې د حلولو لپاره د زده کړې وړ ارزښت لري. ښه ګاونډيتوب قيمتي دی. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې افغانستان د پاکستان په شمول له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې وکړي. چين له افغانستان او پاکستان سره يو ځای په بريالۍ توګه د دوو ځلو لپاره د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه درې اړخيزې ناستې تر سره کړې دي او د ترهګرۍ پرضد يې د مبارزې يادښت لاسليک کړی دی. هيله ده چې سږ کال په پاکستان کې درېيمه ناسته بريالۍ شي.

شپږم: چين او د دغه سازمان نورو هېوادونو له دې څخه ملاتړ کوي چې افغانستان به د دې سيمې د اقتصاد د پرمختګ او د يووالي په بهير کې برخه واخلي، د دې سيمې د هېوادونو او افغانستان ترمنځ به د تګ راتګ سويه لوړه شي، د دې سيمې هېوادونه به د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او د پرمختګ په برخه کې به د افغانستان توان پياوړې شي. په دې مناسبت به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې شي. اړوند هېوادونه بايد د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټيڼګار وکړي، بايد د همکارۍ نظام بشپړ کړي او بايد د اړوندو پروژو د پلې کولو لپاره امنيت وساتي. له افغانستان سره د چين، منځنۍ اسيا او لوېديځې اسيا ترمنځ د اقتصادي دهليز او  د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د نښلولو ستراتيژي دې پياوړې شي او د ورېښمو لارې په محور دې د افغانستان مقام بيا تائيد شي. د ازادې سوداګرۍ او د سوداګرۍ او پانګونې د اسانېدو بهير دې پياوړی شي او په افغانستان کې د سوداګريزې لارې پر جوړولو دې بحث وشي. د چين او افغانستان ترمنځ د الوتکو د الوتنو مستقيمه کرښه، د اورګاډيو مستقيمه کرښه او د جلغوزيو د ترانسپورت لپاره د الوتکو د الوتنو نوبتي کرښه په عادی توګه روانه ده چې دا د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ او کاري فرصتونو په برخو کې مثبت رول لوبوي.

اووم: افغانستان هيله لري چې د دغه سازمان رسمي غړی شي. دغه غوښتنه مهمه او مثبته ده او ورڅخه څرګندېږي چې په نړيواله ټولنه کې د دغه سازمان اغېزه او جاذبه ورځ په ورځ زياتېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا سرمنشي د سږ کال په جنورۍ کې په بېجينګ کې د دغه سازمان د دارالانشا رئيس سره رغنده خبرې اترې وکړې. دغه سازمان به په مشورو او ګډو نظريو سره نوی غړی ومني چې دغه مرحله ځینو کارونو او وخت ته اړتيا لري. هيله ده چې افغانستان د دغه سازمان اړوند قواعد او سندونه وڅيړي او له نورو خواوو سره لا زياتې مشورې وکړي. همدارنګه، افغانستان دې د دغه سازمان په چوکاټ کې په فعاليتونو کې مثبت ګډون وکړي او د دغه سازمان له غړيو هېوادونو سره دې تفاهم پياوړی کړي، تر څو ګډې ګټې زياتې شي.

Share59Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In