دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

دنیا پوهنتون

حمیدالله حمیدي

اپریل 14, 2019
in پوهنتون
0 0

د دنیا پوهنتون د بنسټ ډبره په ۲۰۰۸ ز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ اېښودل شوې ده او په همدغه کال کې یې په خپلو شته پوهنځیو کې محصلین جذب کړي دي. په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د معیارونو تر پوره کولو وروسته، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ پوهنتون ته ارتقاع وکړه. د دغه پوهنتون رییس پوهنیار احمدشاه سنګدل وایي، دنیا پوهنتون تر اوسه په شپږو دورو کې له ادارې او مدیریت، کمپیوټرساینس، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او دغه راز له ماسټرۍ پروګرام څخه لږ تر لږه ۲۰۰۰ محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. سنګدل وایي، دنیا پوهنتون د خپلو محصلینو د وړتیاوو د لوړولو لپاره له شلو بهرنیو هېوادونو څخه د هر پوهنځي اړوند استادان راغوښتي او له افغان استادانو سره یو ځای د تدریس چارې مخ ته وړي. د نوموړي په خبره، له دنیا پوهنتون څخه فارغ شوي محصلین توانېدلي، چې نه یوازې د خپل ځان لپاره دنده پیدا کړي، بلکې پخپله یې کاري چانسونه برابر کړي دي او له ځان سره یې ډېر کسان هم پر کار کړي دي.

دغه پوهنتون اوسمهال درې پوهنځي (اداره او مدیریت، کمپیوټرساینس، حقوق او سیاسي علوم) لري. له دې سره په څنګ کې، دنیا پوهنتون د (عامه ادارې او MBA ماسټر) په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام هم لري، چې عملاً محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي. د دنیا پوهنتون رییس وایي، غواړي د ژورنالېزم پوهنځی هم ډېر ژر فعال کړي او تر ډېره یې هغه کارونه چې په لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري، پر مخ بېولي هم دي، خو په خبره یې، ویې غوښتل چې د پوهنځي تر پرانیستو وړاندې د (پېش ګام) په نوم روزنیز ټلوېزیون جوړ کړي، څو د ژورنالېزم پوهنځي محصلین په عملي ډول زده کړې پکې وکړي.

د دنیا پوهنتون رییس وایي، اوسمهال لږ تر لږه ۴۰۰۰ محصلین د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پر پروګرام سربېره، په بېلابېلو پوهنځيو کې پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۸ سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي. احمدشاه سنګدل وایي، په لومړي سر کې یې د ښځینه محصلینو شمېر د اوس په پرتله ډېر نه و، خو د کورنیو تر باور جلبولو وروسته وتوانېدل، چې د ښځینه محصلینو شمېر یې ان ۳۸ سلنې ته لوړ شي. دغه بنسټ یو ښوونځی هم لري، چې د کابل ولایت په دوو برخو، دارالامان او کارته پروان کې فعالیت کوي. د دنیا پوهنتون مسوولین وایي، پوهنتون یې اوس د نړۍ په کچه درې هغه سرټیفیکېټونه لري، چې تر ټولو مخکښو پوهنتونونو ته ورکول کېږي، چې په دې برخه کې یې څه موده وړاندې یو پروګرام او کنفرانس هم جوړ کړی و، چې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د وزیر په ګډون یې ډېر لوړپوړي چارواکي ور بللي وو. سنګدل وایي، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان په څېر یو هېواد چې څلوېښت کاله پکې جګړه روانه ده او اوس هم په دغه اور کې سوځي، بیا هم توانېږي چې یو پوهنتون یې د نړۍ په کچه د سلګونو پوهنتونونو په ډله کې لوړ ځای خپلوي.

په دنیا پوهنتون کې د تدریس چارې د ډېرو کورنیو او بهرنیو استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي، چې ډېره برخه یې ښځینه استادانې هم دي. د ښاغلي احمدشاه په خبره، د استادانو ډېری برخه یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. نوموړی وایي، د ماسټرۍ د بورډ یوه غړې یې هم ښځه ده، چې لږ تر لږه شل کاله یې یوازې د تحقیق په برخه کې کار کړی دی.

دنیا پوهنتون د ورځې په دریو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي، چې سهار وختي، له غرمې وروسته او د شپې لخوا ورځي. دغه راز د ماسټرۍ پروګرام یې بیا د شپې لخوا دی، ځکه په ماسټرۍ کې یې ډېری هغه کسان محصلین دي، چې د ورځې لخوا په دولتي او خصوصي ادارو کې پر کار  بوخت دي. دنیا پوهنتون په خپلو دواړو څانګو کې د محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتونونه هم په هارډ او هم په سافټ بڼه لري. احمدشاه سنګدل وایي، په الکترونیکي کتابتون کې یې لږ تر لږه یو نیم لک بېلابېل کتابونه موجود دي، چې محصلین ترې وخت ناوخت د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره په وړیا ډول ګټه اخلي. د ده په خبره، خپله د پوهنتون ډېری استادانو هم په خپلو اړوندو برخو کې بېلابېل څېړنیز کتابونه لیکلي او د خپلو محصلینو لپاره یې دغو کتابتونونو ته سپارلي دي.

دنیا پوهنتون په کور دننه او بهر کې له ډېرو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. د دغه پوهنتون رییس وایي، د هند، سوېس او ترکیې په ګډون د نړۍ له ډېرو مشهورو پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري، چې په دې برخه کې د هغوی له تجربو ګټه اخلي او هغه مېتودونه عملي کوي، چې د کار په مارکېټ کې ګټور وي. ښاغلی احمدشاه وایي، محصلین یې په نړیوالو سیالیو کې هم برخه اخلي، چې له نیکه مرغه تېر کال یې هم د حقوقو پوهنځي ځینو محصلینو لومړي مقامونه خپل کړل. دغه راز دنیا پوهنتون د هېواد هغه اتلان چې په بېلابېلو برخو کې یې افغانستان ته اتلولۍ راوړې وي، دوی ورته سکالرشیپونه ورکړي او اوس عملاً په دغه پوهنتون کې پر زده کړو بوخت دي. دنیا پوهنتون هڅه کوي، چې له بهرنیو پوهنتونو سره د اړیکو پر مټ په بهر کې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې د ګډون چانس برابر کړي.

د خصوصي پوهنتونونو له محصلینو سره یوه اندېښنه دا وي، چې له فراغت وروسته به خپل تحصیلي اسناد پر وخت تر لاسه کړي او که نه، خو د دنیا پوهنتون مسوولین وایي، چې له نیکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت اوس ټولو فارغ شویو محصلینو ته د ډیپلومونو وېش پیل کړی، چې دنیا پوهنتون په دې برخه کې یوازینی هغه پوهنتون دی، چې لومړی یې خپلو فارغ شویو محصلینو ته ډیپلومونه ورکړل. ښاغلی احمدشاه وایي، تر اوسه پورې یې له خپلو بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین فارغ کړي او تحصیلي اسناد یې هم تر لاسه کړي دي. دی وایي چې هڅه کوي، څو خپلو فارغېدونکو محصلینو ته تحصیلي اسناد پر وخت برابر کړي، څو د دندې په پیدا کولو او نورو برخو کې چې اساسي حق یې ګڼل کېږي، ترې ګټه واخلي.

دنیا پوهنتون د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو او په اسانۍ سره د دندې پیدا کولو په موخه، په میاشتني ډول بېلابېل سمینارونه جوړوي. ښاغلی احمدشاه وایي، تر اوسه یې د حقوقو پوهنځي د محصلینو لپاره له څارنوالۍ څخه، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو لپاره له مخابراتو وزارت څخه او د دې تر څنګ له ډېرو سفارتخونو څخه د بېلابېلو هېوادونو سفیران راغوښتي، څو یې له محصلینو سره په اړونده برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي. نوموړی وایي، تر اوسه پورې یې ۳۰ داسې سمینارونه د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي، چې د دندې پیدا کولو او په دنده کې د پرمختګ په برخه کې ورسره مرسته کولی شي . د دنیا پوهنتون مسوولین وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې د هېواد په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې پر نده بوخت دي.

هر پوهنتون په تېره بیا خصوصي پوهنتونونه د دې لپاره چې د ښه کیفیت له اړخه ډېر نوي محصلین جذب کړي، هڅه کوي چې له ورځني پرمختللي درسي مېتود سره ځان برابر کړي. د دنیا پوهنتون رییس هم وایي، هڅه یې دا ده چې د خپلو محصلینو لپاره د تدریس په برخه کې له هغو سیسټمونو او لارو چارو څخه کار واخلي، چې هم یې له نړۍ سره ځان سیال کړی وي او هم یې د کار له مارکېټ سره برابر متخصص کسان ټولنې ته وړاندې کړي وي.

د دنیا پوهنتون مسوولین وایي، په لوړو زده کړو وزارت کې له نویو بدلونونو سره یې ستونزې تر یوې کچې پورې حل شوې دي، خو دوی له لوړو زده کړو او پوهنې وزارت څخه غواړي، چې په خپلو کې سره همغږي ولري، ځکه هر کال ډېر زیات زده کوونکي له دوولسمو ټولګیو څخه فارغېږي، پرته له دې چې په دولتي او یا هم خصوصي پوهنتونونو کې جذب شي، بې سرنوشته پاتې کېږي. ښاغلی احمدشاه وایي، لوړو زده کړو وزارت باید د خصوصي پوهنتونونو لپاره د ودانیو دایمي غم وخوري، ځکه دوی خپلې ودانۍ نه لري، کله یو ځای او کله هم بل ځای په کرایه ودانۍ نیسي، چې دغه څه یې شهرت او نامه ته زیان رسوي. له دې سره په څنګ کې له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د دولتي او خصوصي دواړو پوهنتونونو لپاره اوږدمهاله پلانونه په پام کې ونیسي او د پرمختګ لپاره یې کار وکړي.

Share13Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In