تونګا د اسټرالیا د لویې وچې په منځنۍ برخه کې په جنوب لوېدیځ ارام سمندر کې د فیجي ختیځ او د ساموا جنوب ته د لوېدیځ طول البلدونو د ۱۷۳ او ۱۷۷ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱۵ او ۲۳ درجو ترمنځ موقعیت لري.
د دغه هېواد پراخوالی ټولټال ۲۸۸ میل مربع ته رسېږي، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۹۰یم لوی هېواد دی.
تونګا له څلورو خواوو څخه د ارام سمندر اوبو کلابنده کړې ده. له دې سره سره، لرې پراته ګاونډیان یې بیا دا دي: ختیځ ته یې د کوک ټاپوګان، لوېدیځ ته یې د فیجي ټاپوګان، جنوب ته یې د فریندلي ټاپوګان او شمال ته یې د ساموا هېواد موقعیت لري.
دغه هېواد ډېره توده او لنده هوا لري، له ارام سمندر سره د ګاونډیتوب له امله په دغه هېواد کې ډېر باران اوري، چې اندازه یې له یوې سیمې تر بلې توپیر کوي.
دغه هېواد د ۱۷۰ اورغورځوونکو او مرجاني ټاپوګانو یو ټولګی دی، چې یوازې ۳۶ ټاپوګان یې د استوګنې وړ دي. دغه ټاپوګان چې د پولې نیزي ټاپوګانو له ډلې څخه دي، د ارام سمندر په جنوب لوېدیځه برخه کې د کوک فیجي او ساموا ټاپوګانو ترمنځ موقعیت لري.
د تونګا پلازمېنه نوکوالوفا ښار دی او دغه هېواد څه باندې ۱۰۰ زره کسه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۴۳ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو او ۷۰ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
د تونګا رسمي ژبې انګلیسي او تونګايي دي، خو لیکدود یې بیا لاتیني دی. دغه هېواد د اداري وېش له پلوه په دریو برخو وېشل شوی دی.
په دغه هېواد کې پاچایي میراثي ده، د دغه هېواد لومړی وزیر او د هغه مرستیال د ولسي جرګې د غړو له منځ څخه ولسي جرګې ته پېژندل کېږي، څو د خلکو د استازو رایه واخلي. د تونګا د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د پاچا له خوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد پاچا یوه سلطنتي شورا لري، چې په هغه کې پاچا، لومړی وزیر او د کابینې ټول وزیران شامل وي.
د تونګا ولسي جرګه ۲۶ غړي لري، چې نهه یې د نامتو، مخورو او مشرانو او ۱۲ یې بیا د خلکو استازي دي، چې د څلورو کلونو لپاره کار کولای شي.
په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۲۱ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د تونګا قضایي سیسټم د انګلستان د قضايي سیسټم له مخې جوړ شوی دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، چې مشر او قاضیان یې د پاچا لخوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد قاضي القضات د هېواد د ټولو محکمو چارې د هغه قانون له مخې پرمخ وړي، چې په ۱۹۸۸ ز کال کې کې جوړ شوی دی. د تونګا پاچا دا حق لري چې د هېواد د سترې محکمې مشر او نور مشران قاضیان له هېواد څخه د بهر قاضیانو له منځه هم وټاکي.
د ملګرو ټاپوګانو ولسواکه ټولنه، د خلکو ولسواک غورځنګ او د تونګا د بشري حقونو او ولسواکۍ غورځنګ د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
تونګا د جنوبي ارام سمندر د نورو ټاپوګانو په شان وړوکی، خو د ازاد بازار پرمختللی اقتصاد لري او کرنیز محصولات یې د صادراتو د ملاتیر جوړوي. کرنه د دغه هېواد په اقتصاد کې لویه ونډه لري. د کرنې د محصولاتو او کبانو صادرات د دغه هېواد د ټولو صادراتو ۷۰ سلنه برخه جوړه وي.
تونګا هر کال له نیوزیلنډ او نورو هېوادونو څخه ډېر خوراکي توکي واردوي. سیلانیان هر کال دغه هېواد ته ډېر بهرني اسعار راوړي. په ۲۰۱۰ ز کال کې نږدې څلوېښت زره سیلانیان دغه هېواد ته تللي وو. د تونګا دولت اوس هم د خپلې سوداګرۍ د کسر د پوره کولو لپاره بهرنیو اسعارو او د هغو تونګایي کارګرانو عوایدو ته اړتیا لري، کوم چې بهر کار کوي. دغه هېواد په دې وروستیو کې د اقتصاد د خصوصي سکټور ودې او هڅونې ته ملا تړلې او بهرني پانګه وال په دغه هېواد کې ګړندي کار ته رابولي. د تونګا دولت پتېیلې ده چې د ښوونې او روزنې او عامې روغتیا په برخه کې ډېره پانګهونه وکړي. له دې ټولو سره سره، دغه هېواد د اقتصاد پیاوړي بنسټونه او د ټولنیزو خدمتونو پراخه شبکه لري.
د تونګا ۲۵ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، د دغه هېواد پاتې نوره خاوره ځنګلونو، غرونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد د ځنګلونو لرګي د هېواد اړتیا نه شي پوره کولای، نو له همدې امله یې دولت هڅه کوي، څو هغه ځمکې چې د کرنې وړ نه دي، په ځنګلونو وپوښي او د دغه کار لپاره یې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي.
د دغه هېواد ۷۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راوړي.
لرګي، ځمکني بادم، قهوه، تورمرچ، غلې دانې، کدو، کیلې، میوې، سابه، هکۍ، غوښه او لبنیات د تونګا مهم کرنیز محصولات بلل کېږي.
د تونګا دولت د UN، جاپان، اسټرالیا او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته، د کب نیولو په سلګونو بېړۍ جوړې کړې دي او هغه یې پر خپلو کب نیوونکو وېشلې دي. همدا راز د دغه هېواد دولت په خپلو ځینو ساحلي سیمو کې د کبانو د پروسس او کنګل ساتلو خورا پرمختللي ځایونه جوړ کړي دي. دغه هېواد په کال کې په منځنۍ توګه تر ۲۰۵۰ ټنو پورې کبان نیسي.
د سیلانیانو عواید له کرنې څخه وروسته د تونګا د حکومت د عوایدو غټه سرچینه بلل کېږي. د دغه هېواد طبیعي ښکلا، شګلن سواحل او ښایسته هوټلونه هر کال ډېر سیلانیان دغه هېواد ته جلبوي. په تونګا کې پر دولتي هڅو سربېره، خصوصي شرکتونه او د پاسفیک د جنوب د سیلانیانو ټولنه هم دغه هېواد ته د سیلانیانو د وربللو چارې سرته رسوي.
هانګ کانګ، امریکا، نیوزیلنډ، فیجي، ساموا او جاپان د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد اته هوایي ډګرونه لري، چې دوه یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د تونګا د ټلیفون کود ۳۱۰۰۰ او د انټرنېټ کود یې بیا TO دی، چې ټولټال یې لس زره کسان ورته لاسرسی لري.
په دغه هېواد کې پنځه ټلوېزیوني شبکې فعالیت کوي. د دولتي سکټور ترڅنګ، خصوصي سکټور ته هم په رسنیز ډګر کې د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي کسان، نارینه او ښځې دواړه پر لیک او لوست پوهېږي. په تونګا کې زده کړې له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو لپاره وړیا او جبري دي.
تونګا کلمه په پولي نیزیایي ژبه کې د سویل یا جنوب مانا ورکوي. تاریخي څېړنې وایي چې څه د پاسه ۳۰۰۰ کاله مخکې د تونګا په ځینو اوسنیو ټاپوګانو کې خلک اوسېدلي دي. داسې ښکاري چې دا خلک له فیجي او ساموا څخه دغه هېواد ته کوچېدلي او یو پېچلی ټولنیز جوړښت یې رامنځ ته کړی دی.
د لسمې زېږدیزې پېړۍ په دویمه نیمایي کې اهولیتو د تونګا د ځینو اوسنیو ټاپوګانو واکمن وو، په دغه هېواد کې د بېلابېلو مذاهبو دودېدل، د دغو ټاپوګانو د اوسېدونکو کوچنۍ ټولنه پر څو ډلو ووېشله او په دې توګه د مذهبي ستونزو او تعصبونو بنسټ کېښودل شو. هالنډیان لومړني اروپایان وو چې په ۱۶۱۶ ز کال کې تونګا ته ورسېدل. دوی خپلې بېړۍ د دغه هېواد په سواحلو کې ودرولې او په خپله د ټاپو منځ ته لاړل او له سیمه ییزو خلکو سره یې ولیدل. هغه وخت تونګایانو پرمختللی ټولنیز سیسټم درلود او پاچایانو یې ځانونه د لمر زامن بلل. انګلیسي نامتو سمندري سیلاني جمیزکوک په ۱۷۷۵ ز کال کې تونګا ته ورسېد او دغه ټاپوګان یې دوستانه ټاپوګان وبلل.
په کوک پسې وروسته، د المان، اسپانیا، انګلستان او امریکا ځینو سیلانیانو سوداګرو او مسیحي مبلغینو تونګا ته تګ راتګ پیل کړ.
اروپایانو دغه هېواد ته د تګ له همغو لومړنیو ورځو څخه د دغو ټاپوګانو پاچایانو ته په درنده سترګه وکتل او وروسته یې د دوی واکمني په رسمیت وپېژندله. د دغه هېواد بېلابېل ټاپوګان د ۱۷مې زېږدیزې پېړۍ په نیمایي کې سره یو ځای شول او یو سیمه ییز مشر یې د لومړي جورج په نامه خپل پاچا یا واکمن وټاکه. د قبایلو مشرانو شورا یې جوړه کړه، کورنۍ جګړه یې پای ته ورسوله، سیاسي ثبات یې ټینګ کړ، خلک یې اقتصادي فعالیتونو ته راوبلل او د هېواد لپاره یې د اساسي قانون د جوړولو غږ وکړ. د دغه قانون له مخې، پاچا د خپلو اختیاراتو لمن لږ ټوله کړه، د خلکو د حقوقو او مالکیت درناوی وشو او د ځمکې د اصلاحاتو د قانون له مخې، هر تونګایي وګړي ته اته جریبه د کرنې ځمکه ورکړل شوه.
په ۱۸۸۸ ز کال کې د المان، انګلستان او امریکا هېوادونو د لومړي جورج حکومت او د تونګا خپلواکي په رسمیت وپېژندله. ۱۲ کاله وروسته انګلستان د تونګا له مشرانو سره داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې دغه خپلواکه حکومت د انګلستان تحت الحمایه ومنله. په ۱۹۱۸ ز کال د لومړي جورج مشره لور درېیمه ملکه سالوت تاپو واک ته ورسېده. د ملکې د پاچایۍ په ۴۷ کلونو کې د تونګا او انګلستان اړیکې ډېرې نږدې شوې. ملکې سالوت تاپو د تونګا ښځو ته حق ورکړ، چې ځانونه د ولسي جرګې غړیتوب ته نوماند کړي او یانورو نوماندانو ته رایه ورکړي.
په ۱۹۶۷ ز کال کې د تونګا کورواکي بشپړه او درې کاله وروسته، د مشترک المنافعو هېوادونو د غړي په توګه خپلواکه شوه.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د تونګا نوم نشته، نو داسې معلومېږي چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل او نوکوالوفا ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۸:۳۰ ساعته او د هوا له لارې بیا واټن ۱۳۷۵۱ کیلومترو ته رسېږي.