عمرالبشیر د سوډان ډیکتاتور ولسمشر و. هغه له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۹ ز کال پورې حکومت وکړ. البشیر په ۱۹۸۹ ز کال کې داسې مهال واک ته ورسېد، چې د پوځ افسر و. په همدغه وخت کې یې ځینې پوځي افسران ورسره یو ځای کړل او د سوډان د هغه وخت پر واکمن حکومت یې کودتا وکړه. نوموړي د کودتا په ترڅ کې د صدیق المهدي انتخاب شوی حکومت نسکور کړ او ځان یې واک ته ورساوه.
عمرالبشیر په لومړي سر کې سخت دریځی اسلامپال و او غوښتل یې له پوځي لارې په سوډان کې حکومت وکړي. خو وروسته وروسته یې د واک تنده پیدا کړه او د واک د بقا لپاره یې په خونړیو جګړو او بریدونو لاس پورې کړ.
البشیر د ۱۹۴۴ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سوډان د پلازمېنې خرطوم په شمال کې په هوش بانګه نومي ځای کې زیږېدلی دی. نوموړی په سوډان کې د الدحشمیه په نامه د یوې سترې قبیلې له اولادې دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې کړې او بیا وروسته له خپلې کورنۍ سره پلازمېنې خرطوم ته تللی دی، چې همدلته یې منځنۍ زده کړې پیل کړې. البشیر د خپلې کاکا له لور فاطمې سره واده کړی دی او دویمه مېرمن هم لري.
البشیر په ۱۹۶۰ ز کال کې د سوډان له پوځ سره یو ځای شو او بیا مصر ته لاړ. د مصر په پوځي اکاډمۍ کې یې په قاهره کې زده کړې پيل کړې. بیا یې په ۱۹۶۶ ز کال کې د سوډان د پوځ له اکاډمۍ په خرطوم کې د فراغت سند واخیست. هغه په پوځ کې چټکه وده وکړه او په معتبرو نظامي افسرانو کې ودرېد. وروسته یې د مصر په پوځ کې هم خدمت وکړ او په ۱۹۷۳ ز کال کې د اسرائیلو پر ضد د مصر په یوه جګړه کې هم شامل و. په ۱۹۷۵ ز کال کې البشیر متحده عربي اماراتو ته د نظامي اتشې په توګه واستول شو. په ۱۹۸۱ ز کال کې البشیر بېرته سوډان ته را وګرځېد. همدلته یې خپلو نظامي فعالیتونو ته ادامه ورکړه او په پوځ کې لوړپوړی افسر وګومارل شو.
البشیر چې کله بېرته سوډان ته را وګرځېد، نو په پوځ کې یې ځان ته کار وکړ او نږدې ملګري یې پیدا کړل. هغه په همدې توګه خپل پلانونه تعقیبول، تر دې چې د ۱۹۸۹ ز کال د جون په ۳۰مه یې د سوډان پر قانوني حکومت چې مشر یې صدیق المهدي و، کودتا وکړه. نوموړي په سوډان کې نظامي حکومت رامنځ ته کړ او خپل فعالیتونه یې پيل کړل. هغه په خپله کودتا کې د خلکو وینې تویې کړې او اوس هم پر دې تورن دی چې بشر ضد جنایتونه یې کړي دي.
البشیر چې کله واک ته ورسېد، نو پوځي حکومت ټول سیاسي ګوندونه وځپل. نوموړي ویل چې له دې وروسته په سوډان کې شرعي اسلامي قوانین پلي کېږي. وروسته د یوې مهمې شورا مشر شو. دا شورا نوې جوړه شوه چې ځانګړي واکونه او ځانګړنې یې لرلې. پر شورا یې د نجات یا ژغورنې شورا نوم اېښی و. دې شورا د لومړي وزیر، د دولت د رییس او پر نورو مهمو پوستونو ګومارنې کولې.
نوموړي مهم وزارتونه خپلو نږدې او باوري ملګرو ته وسپارل. د دفاع وزیر یې د خپلو مبارزو ملګری او باوري کس حسن الترابي وګوماره. وروسته له دې یې د خپلو پلانونو پلي کول پيل کړل. مخکې مو هم وویل، چې تر هر څه وړاندې یې سیاسي ګوندونه وځپل. ډېرې سیاسي څېرې چې د پاڅون او خوځښت شک ورباندې کېده، د نوموړي له لوري اعدام شوې. په ورځپاڼو بندیزونه ولګېدل، سیاستوال بندیان شول او ډېر ژورنالستان زندانونو ته واچول شول.
د ۱۹۹۳ ز کال د اکټوبر په ۱۶مه د البشیر واک نور هم ډېر شو. هغه د نجات لپاره رامنځ ته شوې شورا منحل کړه او سیاسي ګوندونه یې له منځه یوړل. د دې شورا ټول واک البشیر ته ورکړل شو. هغه په خپل هېواد کې د پوره واک څښتن و او هر څه یې په لاس کې وو. نوموړی د خپلې خبرې د منلو لپاره ان د خلکو او مخالفانو وژلو ته هم تیار و. البشیر ټاکنو ته زمینه برابره کړه، تر دې چې په ۱۹۹۶ ز کال کې په ټاکنو کې د پنځو کلونو لپاره د سوډان ولسمشر وټاکل شو؛ خو ډېری پر دې باور دي چې دغه ټانکې له درغلۍ، خرابۍ او ستونزو ډکې وې.
البشیر د ۱۹۹۶ ز کال په ټاکنو کې د پنځو کلونو لپاره د سوډان ولسمشر وټاکل شو او حسن الترابي د ملي مجلس غړی او وروسته د دغه مجلس مشر شو. البشیر په ۱۹۹۸ ز کال کې اساسي قانون بدل کړ او دې مسئلې دې نوموړي ډلې ته تر پخوا ډېر واکونه ورکړل. ده د اساسي قانون د منلو لپاره پر پارلمان یا د سوډان پر ملي مجلس کودتا وکړه. د پارلمان مخې ته یې سرتېري او ټانګونه ولېږل او پر الترابي باندې یې حمله وکړه.
په ۲۰۰۰ ز کال کې بیا په سوډان کې له درغلیو او ورانیو ډکې ټاکنې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د پنځو نورو کلونو لپاره هم البشیر ته واک ورکړل شو. له ۲۰۰۵ ز کال وروسته یې د انتقالي دولت تر نامه لاندې او د سولې د هڅو په پلمه، پنځه کاله نور هم واک ته ادامه ورکړه. تر ۲۰۱۰ ز کال پورې یې بیا د حکومت واګې په لاس کې وه او په دې موده کې هېڅ ډول ټاکنې ونه شوې.
وروسته له دې چې په سوډان کې په ۲۰۰۵ ز کال کې د کورني جنګ د پای ته رسولو لپاره هڅې پيل کېږي، نو انتقالي دوره کار پيلوي. تر ۲۰۱۰ ز کال پورې دا دوره وخت نیسي او د سولې خبرې روانې وي. د سالوا په مشرۍ د سوډان ازادي غوښتونکی غورځنګ چې تر دې وړاندې د حکومت پر وړاندې جنګېدو، په دغه وخت کې په ټاکنو کې برخه اخلي. دوی تر دې وړاندې د سوډان په جنوب کې جګړې کولې، خو د سولې تر معاهدې وروسته یې ټاکنو ته تیاری وښود.
البشیر د ۲۰۱۰ ز کال په ټاکنو کې ۶۸ سلنه رایې وګټلې. اروپايي ټولنې بیا هم دغه ټاکنې له درغلیو او فساد ډکې وبللې. دوی ادعا وکړه چې په ټاکنو کې عدالت نه دی شوی او هر څه له ستونزو ډک وو.
په ۱۹۹۰ ز کال کې په سوډان کې پراخ سیاسي اختلافونه رامنځ ته شول. البشیر له خپل ملګري الترابي سره مخالف شو. په ۱۹۹۶ ز کال کې تر ټاکنو مخکې الترابي غوښتل چې د سوډان اساسي قانون ته په کتو، د ولسمشر واکونه راکم کړي، خو البشیر یې مخالفت وکړ او پر پارلمان یې پوځي برید وکړ او همغه وو چې نوموړی یې ونیو. خو د سولې تر یوې هوکړې وروسته یې له زندان څخه ازاد کړ. الترابي نه غوښتل له دې وروسته د البشیر ملاتړ وکړي. بلخوا په دغه وخت کې د سوډان په ډېری برخو کې د القاعدې شبکې تحرکات پيل شول. امریکا تور پورې کړ، چې د سوډان ولسمشر البشیر او پخپله الترابي له القاعدې او نورو ډلو سره اړیکې لري او ان دوی ته اجازه ورکوي چې له سوډانه بهر ترهګریز بریدونه وکړي. امریکا له ۱۹۹۰ ز کال وروسته سوډان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په کتار کې راوست. له دغه هېواد سره یې ټولې اړیکې پرېکړې او سوداګري یې ورسره بنده کړه.
البشیر چې کله ځان په نړیواله کچه په خطر کې ولید او پوهېده چې ورو ورو د امریکا دښمني په غاړه اخلي، نو له امریکا سره یې د اړیکو جوړولو هڅې پیل کړې. د دفاع وزیر یې په پټه امریکا ته واستاوه او هلته یې له امریکايي چارواکو سره اوږدې خبرې وکړې. هغه غوښتل چې د امریکا او سوډان ترمنځ شته اختلافونه له منځه یوسي. امریکا ترې وغوښتل چې د القاعدې او نورو ترهګرو شبکو په اړه باید د سوډان حکومت اقدام وکړي او دغه ډلې له منځه یوسي. البشیر دغه کار ته تیاری وښود او له امریکا سره یې د اړیکو په لړ کې د ترهګرو او افراطي ډلو پر وړاندې جګړه پيل کړه.
سوډان د البشیر د واکمنۍ پر مهال د خونړیو کورنیو جګړو شاهد و. جنوبي او ختیځ سوډان په خپلو کې جګړه کوله. کله چې البشیر واک ته ورسېد، نو جګړه د پوځ او خلکو ترمنځ پيل شوه. د جنوبي سوډان ازادي غوښتونکي ګوندونه د البشیر د پوځ له لوري سخت وځپل شول. میلیونونه کسان له جنوبي سوډانه تېښتې ته اړ شول. لوږه او قحطي اوج ته ورسېده. میلیونونو کسانو د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود. ښوونځي، عامه تاسیسات، ځنګلونه او طبیعي منابع په جګړه کې له منځه لاړل؛ خو البشیر لا هم د دې غوښتنه کوله چې دغه ډلې باید وځپل شي.
په سوډان کې د جګړو پیل او ناندرۍ د عمرالبشیر د حکومت د وخت خبره نه وه؛ بلکې په ۱۹۶۶ ز کال کې په دغه هېواد کې خونړیو جګړو زور اخیستی و. تر ډېره په دغه هېواد کې د سیاسي ډلو ترمنځ د واک پر سر شخړه روانه وه. اروپايي ټولنې، امریکا، متحده عربي اماراتو او نورو په ځلونو هڅه وکړه، چې په دغه هېواد کې روانو اختلافونو ته د پای ټکی کېږدي؛ خو عمرالبشیر د هغو کسانو له ډلې و، چې په بې رحمانه توګه یې جګړه کوله او بې رحمانه وژل یې کول. هغه د ملګرو ملتونو او همدا راز د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د عامو خلکو په وژنه تورن دی او د څه باندې ۳۰۰ زرو کسانو د وژلو په قضیه کې مجرم دی.
د راپورونو له مخې، د سوډان په جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر متفاوت دی. د سوډان حکومت وایي چې په جګړو او تاوتریخوالي کې تر لسو زرو پورې کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه بیا وايي چې تر ۳۰۰ زرو پورې کسان له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې د البشیر په جګړو کې وژل شوي. خو یو بل راپور بیا ښيي چې د ۲۰۰ او ۴۰۰ زرو ترمنځ سوډاني وګړي په دغو جګړو کې وژل شوي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې په همدې تړاو د سوډان ولسمشر عمرالبشیر په جنګي جنایت تورن کړی دی او د زرګونو انسانانو قاتل یې بللی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې په ځلونو د عمرالبشیر د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده. اوس چې هغه نیول شوی، ډېر احتمال شته چې یوې نړیوالې محکمې ته وسپارل شي.
په تېرو میاشتو کې په سوډان کې پراخ لاریونونه روان وو. خلکو د البشیر د حکومت ختمول غوښتل. د اپرېل په ۱۱مه پوځ پر دې بریالی شو، چې د البشیر واکمني ختمه کړي. د هغه ټوله کابینه زنداني کړي او ژمنه یې وکړه چې هغه به محاکمه کېږي. اوس په سوډان کې انتقالي حکومت جوړ شوی دی او د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به انتقالي شورا حکومت کوي.