د زړه ناروغۍ هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ميلیونو انسانانو د مړینې لامل کېږي. وېره موجوده چې تر راتلونکو شلو کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي. له دغو مړینو څخه شاوخوا شپږ میلیونه یې د مغزي سکتې یا ګوزڼ له امله بلل شوې دي او څه د پاسه اووه میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدو له کبله پېښېږي. له بده مرغه نن سبا د ماشومانو، ځوانانو او زړو وګړو، غذایي رژیم د دې لامل شوی چې د زړه خطرناکو ناروغيو ته لار هواره شي. همدا ناوړه غذایي رژیم دی، چې له دېرش کلنۍ د کم عمر کسان هم د زړه د درېدو پر ناروغۍ اخته کېږي. ډاکټران چاغوالی، د نشه يي توکو کارول، د هوا ککړتیا، د کبانو د غوښې او فیبرونه کارول، غیر صحي خواړه، د شکرې ناروغي او د وینې لوړ فشار د زړه ناروغيو اصلي لاملونه بولي. له دې ډلې ځینې ګواښونه یو له بل سره تړلي دي او یو ګواښ د بل شونتیا لوړولی شي. دغه راز د فزیکي فعالیت نه کول او عمر ته په کتو، د غذایي رژیم تر منځ د توپیر نشتوالی هغه څه دي، چې د زړه پر حملې سربېره ځینو نورو وژونکو ناروغیو ته هم لاره هوارولی شي.