په تېر يو کال کې د افغانستان د ملي موزيم ملي خزانې اثار د چين په بېلابېلو لويو ښارونو کې نندارې ته وړاندې شوې او ډېر نندارچيان يې راجلب کړي چې بې ساری جمجوش او مینوال و، ټول کتونکي دافغانستان د پخوانۍ زمانې د ځلاند تمدن په لېدو سره ډېر حيران او متأثره شول.
د دغو تاريخي اثارو وخت له میلاد نه مخکې له دويمې پېړۍ څخه تر دوولسمې ملادي پېړۍ پورې دی، د لرغون پېژندنې د نتيجې او د چين د تاريخي کتابونو له مخې په هغه وخت کې افغانستان د اسيا او اروپا په وچو کې د تجارتي توکو د راټولو او معاملو مرکز و، خلک يې ډېر شتمن وو، حکومتولي يې ډېره منظمه وه او وضعيت يې هم نسبتاً له سولې او امن ډک و. آن کله چې د چين د هغه وخت امپراطور استازي جانګ چيان د افغانستان پاچا ته بلنه ورکوله چې له چين سره په همکارۍ د دښمنانو پر ضد ګډه مبارزه وکړي، افغان خوا داسې ځواب ورکړی و چې دوی ارام ژوند غواړي او له نورو سره جګړه کول نه غواړي.
له میلادي لومړۍ پېړۍ وروسته د ۱۵۰۰ کلونو په اوږدو کې افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې يوه مرغلره وه. ډېرو تاريخپوهانو نظر ښودلی چې افغانستان د ډېرو اسيايي هېوادونو له برخليکونو او د ورېښمو لارې د ترقۍ او تنزل سره نږدې اړيکې لري. له دغه نظر څخه اقتصادي تيورۍ هم سمون لري.
بريټانوي فيلسوف فرانسيس بېکون(Francis Bacon) يوه مشهوره خبره ده وايي چې درې شيان يو دولت لوی او بډای کولی شي: حاصل خيزې ځمکې، بوخت ورکشاپونه او راحت ترانسپورت. نوموړي په دغه خبره کې د يو هېواد د اقتصادي سمسورېدو درې مهم عوامل په ګوته کړي دي: زراعت، صنعت او ترافيک.
يو پياوړی او ارام هېواد له خپلې کرنې پرته ژوندی نه شي پاتې کېدای. کاسه بايد په ټينګه په خپلو لاسونو کې ونیسي او بزګران يې بايد شتمن شي او ورسره دې د اضافي غلې دانې اخیستلو لپاره پیسې وي، دغه راز نور پاتې کارګران يې بايد د خپل ژوند د برابرولو لپاره نورې لارې ولټولای شي، دا د ښارونو د اقتصاد او صنعتي کېدو لپاره د اړينو پيسو او انساني ځواک لومړنۍ سرچينه ده.
په لومړيو وختونو کې افغانستان او چين دواړه لوی زراعتي هېوادونه وو، زراعتي وسايل او په ځمکو کې يې د اوبو لګونې سیستم په هغه وخت کې په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی او منظم وو. افغانستان ته د چين عمده صادراتي توکي ورېښم او چای وو او چين ته د افغانستان او منځنۍ اسيايي هېوادونو تر ټولو مهم صادراتي توکي جنګي آسونه وو، دا ټول کرنيز او اهلي توليدات وو. هغه هېوادونه چې د اوبو لګولو پروژې يې ترسره کړې، له کرنيزو توليدي چارو څخه يې ملاتړ کړی، د کوچنيو بزګرانو اقتصاد يې ساتلی، بزګرانو او ښاري طبقې ترمنځ د ګټو د برابرولو لپاره يې د خوراکي توکو بيې تنظيم کړې، حکومتولۍ يې عموماً پياوړې او پراخې وې.
له کرنې پرته به د لويو هېوادونو سياسي ثبات ، دوامداره سوداګري، د ورېښمو لار او د دې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو سمسورتيا نه شته وي.
راځئ چې صنعتي چارو ته پام واړوو. يو چيني متل چې وايي، بې له صنعتي چارو شتمني نشي پيدا کېدای. نه يوازې د ورېښمو په لرغونې، بلکې هم اوسنۍ لار کې تر ټولو د هرکلي وړ توکي کرنيز توليدات يا اومه مواد نه دي، خو غوره چمتو کېدونکي توکي يا صنعتي توليدات دي، د بېلګې په توګه په لرغونې زمانه کې د چين ورېښم، چيني باب، د افغانستان کاشي کاري او نن ورځ موبايل ټليفونونه او الوتکې.
يو iPhone 7 موبايل ټليفون چې قيمت يې شاوخوا ۶۵۰امريکايي ډالره دی، د يو افغان بزګر له کلنيو عايداتو سره برابر دی. له دې جملې څخه چينايان د بېلا بېلو پرزو په درولو سره يوازې 8.46 ډالره، جاپان او جنوبي کوريا د ځانګړو موادو او ډيزاينونو د برابرولو له لارې ۶۸ او ۱۷ ډالره ګټي، دغه راز کابو ۲۸۳ امریکايي ډالرو په اندازه ګټې د Apple شرکت ته ځي.ځکه چې دغه شرکت اړوند امتيازي حقونه، تخنيکونه او د پلورنې چينلونه په خپل لاس کې لري. دا د معاصرو صنعتي چارو او د اړوندو ګټو د ويشلو په اړه رښتيني واقعيتونه دي.
پر يو بوين الوتکه څه کم سل مليونه امريکايي ډالره لګېږي چې د ۱۲۰ زرو تنو افغان بزګرانو له کلنيو عايداتو او د ۱۰ مليونو کميسونو له ګټو سره برابر دی چې د چين لخوا توليدېږي. دا کټ مټ د ولسمشر غني لخوا ياد شوي په نړيوال ارزښتي ځنځير کې د موقعيتي توپيرونو په اثر د قيچي فرقونه څرګندوي.
په پای کې د ترانسپورټ په اړه خبرې کوم. د معمول سره سم که کرنيز توليدات د انسانانو که ژويو په وسيله انتقال کېږي او واټن يې له سلو کیلومترو نه اوړي، نو د لېږد لګښت به یې له ځاني ارزښت نه لوړ شي او په بازار کې د سيالۍ توان به له لاسه ورکړي. د ورېښمو په لرغونې لار کې د مالونو ځمکني لېږد رالېږد اکثراً د اوښانو او اسونو په وسيله تر سره کېده. يو اوښ د ۲۰۰ کيلوګرامو توکو په وړلو سره زر میلونه ليرې ځای ته تللی شوای، خو لګښت يې هميشه د توکو ارزښت له نيمې برخې نه لا هم زيات و.
سمندري ترانسپورټ بېله خبره ده. د زرو ټنو په کچه يوه بيړۍ کې توکي ځايېږي چې ۵ زر اوښان یی وړلای شي او د هر ټن توکي ترانسپورټي لګښت يې له شلو امريکايي ډالرو نه هم کمېږي. دا د اروپا د بيړۍ چلېدونکې زمانې تر پيل وروسته د ورېښمو ځمکنۍ لارې د ژر کمزورېدو مهمه زمینه بلل کېږي.
حتی نن ورځ د سمندري لارې په پرتله ځمکنی لېږد رالېږد لا هم ډېرې نيمګړتياوې لري. له کابل نه د چین اروموچي ته کابو ۳۰۰۰ کيلومتره واټن لري. د يو معياري کانټینر لېږدولو ته اورګاډی او موټرونه په کار دي چې ۷۱۰۰ امريکايي ډالره لګېږي. خو له کراچي نه د چين تيان جين سمندري بندر ته د يو معياري کانټينر لېږد که څه هم لس زرو کيلومتره ليرې دی، خو يوازې يو زر امريکايي ډالرو ته اړتیا لري. خو که دغه کانټينر له کابل نه د کراچي له لارې چين ته لېږدوي، مصارف به يې د ځمکني د ترانسپورټي لګښت او د کراچي له لارې د اړوندو پيسو په ګډون له ۶۰۰۰ امريکايي ډالره نه واوړي.
د یو کانټينر لېږدولو ته له ۶۰۰۰ نه تر ۷۰۰۰ امريکايي ډالره په کار او ماليات يې په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۰۰۰ ډالره دي. ټول لګښت يې له ۱۰ زرو ډالرو نه هم زيات دی چې د زياتو توکو د اصلي ارزښت په پرتله قيمتي دی. دا د دې عمده سبب دی چې افغانستان زيات ځانګړي توليدات بهر ته نشي صادرولای، په بهرنيو بازارونو کې د سيالۍ توان یی کمزوری دی او افغان بزګران تل په بېوزلۍ کې پاتې دي.
بله خبره دا ده، کله چې مارکو پولو د ايتاليا له وينس نه د افغانستان څخه په تېرېدو سره چين ته سفر کاوه، که څه هم د سفر بهير يې ډېر ستونزمن و، خو هغه وخت د ورېښمو ټوله لار د مغوليانو تر تسلط لاندې ده. پاسپورټ او ويزې ته اړتيا نه وه او ځايي حکومت به دومره زيات ماليات نه اخيستل او کله کله سوداګرانو ته به د استوګنې او امنيت اسانتياوې برابرولې. نو ځکه مارکو پولو او ملګري یې په دغه سفر کې ګټې پيدا کولای شي. له معاصرې زمانې راهيسې د اروپايي او اسيايي هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګمرکي مالياتو، تېرېدونکي او امنيتي لګښتونه تل په يو لوړ ځای کې ساتل شوي چې پر اقتصاد يې ستر اغېز کړی دی.
افغانستان د سترې وچې په چاپېر يو هېواد دی چې سمندري بندر نه لري. د عواملو تفاوق او د اقتصاد د پرمختيايي مرحلې له لحاظه که نشي کېدای چې د سويډن او لوکسنبورګ په شان ډېر پرمختللي توليدي يا پولي چارې ولري او په بانکونو کې د خلکو پس انداز او بهرنۍ پانګونې دومره کافي هم نه وي، نو افغانستان دې د خپلو کرنيزو، کاني چارو، لاسي صنايعو او سيلانۍ او تېرېدونکې سوداګرۍ په اتکا د سرمايو ابتدايي راغونډونه تر سره کړي او په تدريجي توګه به د صنعتي او عصري کېدو بهير بشپړ شي. له دې څخه د سيمې په اقتصادي همکارۍ کې د افغانستان د برخې اخيستنې ستر اهميت، ضرورت او بيړنوالی ښکاري.
ولې د ورېښمو په لرغونې لار کې افغانستان ډېرسمسور و، ځکه چې هغه وخت افغانستان خپل ځانګړي توليدات درلود، دننه يې سوله وه او پر ورخلاصون، متقابل پيوستون او نيک ګاونډيتوب يې تل ټينګار کاوه. دا د ننني افغانستان لپاره هم ګټه لري. باور لرم، د افغانستان د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ غونډې(RECCA) د پرمخبيولو، د منځنۍ اسيا په سيمه ييزه اقتصادي همکارۍ(CAREC) او د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ په ائتلاف کې د ګډون، د منځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ د برقي شبکې پروژې(CASA-1000)، د ترکيې، افغانستان او پاکستان ترمنځ د طبيعي ګازو پايپلين پروژې، د لاجورد دهليز او د بېلا بېلو هوايي دهليزونو د پرانيستلو په برخو کې د افغانستان روانې هڅې او کوښښونه د تاريخي تجربو پر بنسټ ولاړ دي، د ورېښمو لرغونې لارې په اړه د روحيې په ميراث راوړل شوي او د خپلو ښيګنو د جوړولو، د يوې ځانګړې سوداګريزې لارې د پرانيستلو او د ترانسپورټي لګښت د کمولو لپاره دي.
نن ورځ يو وړانديز، ډګر يا ميکانيزم د سيمې په اقتصادي همکارۍ کې د افغانستان د ونډې اخيستلو موخه پوره کولای شي، له افغانستان سره مرسته کولای شي چې د سترو وچو په چاپېر له هېواد نه د مختلفو سترو وچو ترمنځ په يو نښلوونکي هېواد بدل کړي، له اقتصادي رکود څخه د پرمختګ لوړ ډګر ته وخېژي او د دغه هېواد کرنيزو، صنعتي او سوداګريزو چارو ته پرمختګ ورکړي. دا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دی.
د روان کال په سر کې د افغانستان د پاليسيو تحليل او پرمختيايي څېړنې سازمان(DROPS) بنسټګرې او اجرائيوي مشرې ډاکترې مریم صافی تر دې سرليک لاندې يو څېړنيز رپوټ خپور کړ چې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د افغانستان شاملېدل: وړاندې ته کتنه، څېړنه او لرليد. دا د افغان کارپوهانو لخوا لوړ رپوټ دی چې په سيستماتيکه توګه پر يو کمربند او يوې لارې څېړنه کېږي. هغې څرګنده کړه: په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي حالات پر له پسې د خړپړتیا په حال کې دی، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز دغه هېواد ته د زړه قوت برابروي چې د افغانستان د دولت او خلکو په ګټه دی، د افغانستان پټ توان لوړولی شي او د اسيا زړه، د اروپا او اسيا ترمنځ د څلور لارې او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د سوداګرۍ مرکز په توګه د افغانستان پخوانۍ سمسورتيا بيا راوړلای شي.
يو کمربند او يوه لار د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند او په ۲۱مه پېړۍ کې د ورېښمو سمندري لارې عمومي نوم دی چې د رئیس شي جين پينګ لخوا په ۲۰۱۳ کال کې په قزاقستان او اندونيزيا کې وړاندې شوی. دغه وړانديز د ولسمشر غني او د افغانستان د بېلا بېلو ټولنو ملاتړ خپل کړی دی. زما په نظر يو کمربند او يوه لار په نننۍ نړۍ کې د خلکو ژوند په اړه تر ټولو ګرمه پروژه، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو تر ټولو لويه نقشه، تر ټولو قوي پرمختيايي پلان او د نړيوالې همکارۍ په تړاو تر ټولو صميمي وړانديز دی.
د نړيوالې همکارۍ د دغه ستر وړانديز په اړه مو له ۱ نه تر ۸ پورې په لڼديز یادونه کوم:
”۱“: د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي ده. دغه ټولنه د اروپايي ټولنې په څېر نه ده، خو پر دې بنسټ دې جوړه شي چې مختلفو هېوادونه دې يو د بل ملي حاکميت متقابل درناوی وکړي، پر ورخلاصون، مساوات او تدريجي پرمختګ دې ټينګار وکړي او يو د بل سوکالۍ ته دې پاملرنه وکړي. په داسې حال کې سيمه ييز يووالی، ګډ پرمختګ او تلپاتې سوله تر سره کېدلی شي.
”۲“: د اروپا او اسيا سترو وچو او شاوخوا سمندر په مرکز د ځمکنيو او سمندري لارو په کارولو سره د اسيا Garuda ته دې دوه وزرونه ودرول شي.
”۳“ : د ګډې سلامشورې، ابادۍ او شريکونې پر اصولو دې ټينګار وشي او د لوړ کيفيت، معيار او سويې مراعات دې وشي. يو کمربند او يوه لار د چين په وړانديز، خو د چين تر لارښوونې لاندې نه دی. برخه وال يې يو د بل مساوي پرمختيايي همکاران چې يو له بل سره د مرسته کوونکو او مرسته منونکو ترمنځ اړيکې نه لري. دا له مارشال پلان سره بيخي توپير لري.
”۴“ : د اروپا او اسيا سترو وچو څه باندې ۴ مليارډو تنو ته مستقيمې ګټې رسېږي. تر اوسه پورې ۱۴۰ هېوادونو له يو کمربند او يوې لارې څخه ملاتړ يا پکې ګډون څرګند کړی، په دې جمله کې نه يوازې د تاجکستان، نيپال او کنيا په شمول پرمختيايي هېوادونه، بلکې د ايتاليا، جرمني او فرانسې په شمول زيات پرمختللي هېوادونه هم ليدل کېږي. د اپريل په ۹مه نېټه د چين او اروپايي ټولنې مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره موافقه کړې چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز، د اروپا او اسيا ترمنځ د متقابل پيوستون په اړه د اروپايي ټولنې ستراتيژۍ او په اروپا او شاوخوا سيمه کې د ترانسپورټي شبکې ترمنځ د نښولو هڅو ته دوام دې ورکړي.
”۵“: عمده محتويات يې د پاليسۍ، بنسټيز تاسيساتو، سوداګرۍ، پولي چارو، انساني او کلتوري تګ راتګ پرمخبيول دي.
”۶“ : د ورېښمو لارې اقتصادي لارې په بنسټيز چوکاټ کې ۶ اقتصادي دهليزونه او ۶ ډوله لارې شاملې دي. ۶ اقتصادي دهليزونه دا دي: چين-روسيې-مغولستان، د اسيا-اروپا نوی ځمکني پول، چين-منځنۍ اسيا-لويديځه اسيا، چين-پاکستان، بنګلاديش-چين-هند-ميانمار او چين- د اندونيزيا ټاپووزمه. ۶ ډوله لارې اوسپنيزه لار، سړک، سمندري لار، هوايي لار، پايپلين او معلوماتي لار دي.
”۷“: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ۷ جغرافيايي تختو په تړاو دی يعنې شمال ختيځه اسيا، جنوب ختيځه اسيا، جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا، لويديځه اسيا او شمالي افريقا، روسيه او اروپا او نورې سيمې. دغه وړانديز ټولو همکارانو ته خپله دروازه خلاصوي، د اروپا او اسيا سترو وچو په مرکزيت، خو نه يوازې د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې يا په اروپا او اسيا کې د پرتو هېوادونو په اړه دي.
”۸“: دغه وړانديز ۸ غوره ساحې لري چې د بنسټيزو تاسيساتو متقابل پيوستون، د صنعتي کېدو بهير، د انرژۍ او سرچينو استخراج، اقتصادي او سوداګريزه همکاري، پولي همکاري، کلتوري تبادله، د چاپېريال ساتنه او سمندري همکاري ده.
ولې چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز کوي؟ رنګا رنګ شکونه شتون لري. ځينې خلک وايي: دا د چين يوه لويه جغرافیايي ستراتيژي ده چې د امريکا د اسيا او ارام سمندر د بيا برابرۍ او اندو- ارام سمندر له ستراتيژيو سره د مقابلې لپاره ټاکل کېږي او موخه يې نورو هېوادونو ته د چين اضافي توليدي قوی انتقالول دي.
په حقيقت کې دا ټول د انديښنې وړ نه دي. يو کمربند او يوه لار لومه نه ده، چا ته نوک نه ورکوي او کوم مقابلوي تدبير نه دی، خو ډله ييزه همکاري ده. البته دغه وړانديز د يو ستر هېواد په توګه د چين د ځانګړۍ ديپلوماسۍ لپاره يوه ازموينه ګڼل کېږي.
ولې چين دغه وړانديز کوي، لږ تر لږه ۴ لاملونه لري:
لومړی، چين غواړي لا مساوي، هراړخيز او باکيفيته پرمختګ ومومي چې د خپل هېواد لويديځه برخه استخراج کړي، د دغې سيمې ښيګڼې څرګندې کړي، د ختيځې برخې او ساحلي سيمې په مرکز اوسنی اقتصادي حالات بدل کړي او په ټول هېواد کې هراړخيز او مساوي پرمختګ وکړي.
دوهم لامل د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ کمزورتيا، پر اسيايي اقتصاد د فشار زياتول او پر راتلونکي پرمختګ د بېلا بېلو ارګانونو لخوا د وړاندوينې ټيټوالی دي. په داسې حال کې اغېزمنې پانګونې، د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې او دغه راز د عرضې له اړخ نه د مجموعي اصلاحاتو له لارې د اقتصادي پرمختګ هڅونې ته اړتيا شته.
درېيم د اسيا په دننه وچه او منځنۍ اسيا کې د اقتصاد د لوېدلو حالت بدلون دي. موږ د مصنوعي سپوږمکۍ لخوا په اخيستل شوو عکسونو کې پيدا کولای شو: هر چېرته چې د ډيوو يا څراغونو رڼاګانې ډېرې ليدل کېږي، د اقتصاد پرمختللي ښارونه دي چې اکثريت يې د اروپا او اسيا په ساحلي سيمو کې واقع دي. دا نه يوازې د اقتصادي اصولو په اثر، بلکې د کلوتياليزم توليدات هم دي. اوس موږ هيله لرو چې د اسيا او اروپا لويو وچو ته هراړخيز او پوره پرمختګ ورکړو او منځنۍ اسيا د پرمختګ په يو نوي اينجن بدله کړو.
يو نړيوال اقتصادي څېړنيز ارګان يوه شمېرنه درلوده چې په ۱۶۰۰ عيسوي کال کې د نړيوال اقتصاد مرکز د افغانستان په شاوخوا کې و، تر دې وروسته پر له پسې پر لويديځ لوري اتلانتيک سمندر ته انتقال شو. په ۱۹۵۰ کال کې يعنې د نوي چين د جوړېدو په پيل او د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې دغه مرکز خپل لوری وګرځولو او اوس په چټکۍ سره ختيځې خوا ته حرکت کوي چې بيا افغانستان ته نژدې کېږي. فرصتونه يوازې چمتو کېدونکو کسانو ته برابرېږي. هيله کوم چې موږ دغه تاريخي تمايل په ګډه ونيسو.
څلورم: دغه نړۍ څواړخيزم، ازادۍ سوداګرۍ، د سترو هېوادونو مسؤليت، لوري، باور، ثبات او له بيخ نه د ترهګرۍ او تندلارۍ له منځه وړلو ته اړتيا لري. دغه بيخ په بله ژبه تلپاتې او باعزته سوله، د بېوزلۍ کموالی، د استخدامي فرصتونو زياتوالی دي. دا ټول د افغانستان اړتياوې او کټ مټ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ابتدايي نيت دی.
د یو کمربند او یوې لارې د وړاندې کولو له 5 کلونو راهیسې د چین او اړوندو هیوادونو ترمنځ د مالونو تجارتي اندازه 5000 ملیارډو ډالرو ته رسیدلې ده او کلنی زیاتوالی یې له 1.1 سلنې څخه زیات دی. دغه بریالیتوب د نړیوال اقتصاد د کمزورۍ په حال کې پوره شوی دی. په دغو 5 کلونو کې چین د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې پرتو هیوادونو څه دپاسه 70 ملیارډه ډالره پانګې اچولې دي چې کلنی زیاتوالی 7.2 سلنې ته رسیږي. چین د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې د اقتصاد او تجارت د همکاریو 82 ناحیې ابادې کړې دي، ځایي حکومتونو ته یی 2 ملیارډه ډالره مالیات ورکړي دي او د دوی لپاره یې څه دپاسه 3 لکه استخدامي فرصتونه برابر کړي دي.
زه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څو مثالونه وړاندې کوم چې افغان ملګري ورسره اشنا دي:
لومړی، د چین حکومت او تصدیو په مرستو په تاجکستان کې د سړکونو او بریښنا متحده ملي شبکه جوړه شوې ده. اړوند سړکونه، د درې سړکونه، اوسپنیزې لارې او د طبعي ګازو نلونه چې د چین له خوا ترسره شوي، جوړ شوي دي یا د بشپړیدو په حال کې دي. د دوشنبې 2 لمبر د تود قوت بریښنایي ستېشن چې د چین له خوا جوړ شوی، په ژمی کې د دوشنبې او شاوخوا سیمې د 7 لکو خلکو د بریښنا او تودوخې اړتیاوې پوره کړې دي. د چین او تاجکستان ترمنځ تجارتي ارزښت په 1992 کال کې 2 ملیونه 750 زره ډالره و او په 2018 کال کې دغه رقم 1 ملیارډ 500 ملیونو ډالرو ته رسیدلی دی. اوس په تاجکستان کې 400 چیني تصدۍ شته چې دغه هیواد ته ترټولو زیات مالیات او بهرني اسعار ورکړي دي.
چین او تاجکستان د 3 ملیارډو يوانو په ارزښت د خپلو پیسو د تبادلې تړون لاسلیک کړی دی او د ژن مین بي یوانو په وسیله د پورونو او تجارتي حساب کار د جوړولو په حال کې دی. د اسیا د پانګونې بانک په فعاله توګه د تاجکستان له پروژو څخه هم ملاتړ کوي. دواړه خواوې د پانګونې ګډ صندوق د جوړولو په اړه مشوره هم کوي.
دوهم، د یو کمربند او یوې لارې په رڼا کې قزاقستان چې د نړۍ ترټولو لوی په وچه کې بند هیواد دی، د چین په لیان یون ګان کې ارام سمندر ته دروازه پیدا کړې ده. چین او قزاقستان په ګډه یو مقر جوړ کړی چې د منځنۍ اسیا د ډیرو هیوادونو د مالونو انتقال او زیرمې په میدان بدلې شوې دي.
درېیم، د اپریل په اتمه نیټه په سریلانکا کې یوه اوسپیزه لار پرانیستل شوه چې په 1948 کال کې د دغه هیواد له خپلواکۍ وروسته لومړنۍ نوې اوسپنیزه لار هم ده. دا په سریلانکا کې د یو کمربند او یوې لارې یو ابتدایي لاسرسی دی.
د افغانستان بیلابیلې ټولنې دې ته متوجه دي چې افغانستان د یو کمربند او یوې لارې له ابادۍ څخه څه ګټې ترلاسه کولی شی؟
په لنډه، افغانستان د اسیا او اروپا د لویې ځمکې په زړه کې پروت ځمکه بنده هیواد دی. یو کمربند او یوه لار به نه یوازی افغانانو لپاره خلاصې لارې برابرې کړي بلکې د افغانستان مسئلو ته د نړیوالې ټولنې بې ساری توجه او هیلې ځلې به لوړې کړي.
د نړیوال بانک او نورو سازمانونو د اټکل له مخې د یو کمربند او یوې لارې په هڅولو سره به د نړیوال اقتصاد پرمختګ لږ ترلږه 0.1 سلنه لوړ شي. دغه راز د نړیوال تجارت لګښت او انتقال وخت به په جلا جلا توګه 2.2 او 2.5 سلنه کم شي او افغانستان ته نږدی د چین- منځنۍ اسیا – لویدځې اسیا اقتصادي دهلیز تجارتي لګښت به 10 سلنه کم شي.
د اقتصادي علومو له لحاظه په یو کمربند او یوه لار کې به د افغانستان امتیازونه پیاوړې شي مثلاً خپل موجودیت، سرچینې، د نفوسو جوړښت، خارجه اړیکې او نړیواله توجه، نیمګړتیاوې به یې کمې شي مثلاً د پیسو کمبود، صنعتي کمزورتیا او ځمکه بنده حالت. افغانستان به هغه اسانه او ازرانه لار پیدا کړي چې د نړۍ له نوی سمسور شوی بازار او لوی بازار سره به وتړل شي او لګښتونه به یې هم کم شي. د افغانستان مهم ښارونه او تصدۍ به له ترانسپورتي شبکې سره پیوسته کړي ترڅو جامع قوت به راټول شي او د اقتصادي چټک پرمختګ زینه به رامنځته شي. د دې ترڅنګ د افغانستان پانګونې، مصرف او صادرات به هم وهڅول شي، کورنی او بهرنی بازارونه به استخراج شي او استخدامي فرصتونه به زیات شي نو له اوسني کمزور بازار څخه به ووځي.
افغانستان په وختي له یو کمربند او یوې لارې څخه د ملاتړ څرګند دریځ ښودلی، له چین سره یی د ګډې ابادۍ یادښت لاسلیک کړی، د امنیتي چارو په اړه یې همکاریز میکانیزم جوړ کړی دی. چین د دې ستاینه کوي او ورته په درنه سترګه ګوري چې افغان مشرانو، حکومتي څانګو او مختلفو شخصیتونو په دې اړه مثبت دریځ څرګند کړی دی. چین افغانستان د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ او وختي لاسرسي مهم ملګری بولي.
دا افغانستان ته په شپږو برخو کې ګټې رسولې او رسوي یې:
لومړی، دوه اړخیز تجارت به زیات شي. د تیر کال له نومبر راهیسې په 4 میاشتو کې 15 ملیونه ډالرو په ارزښت جلغوزې د 64 الوتکو په وسیله چین ته صادر شوي دي. که څه هم تیر کال نړیوال تجارت کمزوری و خو د چین او افغانستان ترمنځ د مالونو تجارت 1 ملیارډ 100 ملیونو ډالرو ته رسیږي مثلاً د افغانستان غالۍ، د مرمر ډبرې او زعفران په چین کې ښه پلورل کیږي. سږ کال دواړه خواوې چین ته د انارو د صادراتو په اړه مشوره کوي. چین غواړي له افغانستان څخه لازیات تولیدات واخلي او ځایي بزګرانو ته لازیاتې ګټې ورسوي.
دوهم، په افغانستان کې د چین پانګې به زیاتې شي. د افغان امنیتي حالت د ترینګلتیا سره سره په دې هیواد کې د چین پانګونې 500 ملیونو ډالرو ته رسیدلی مثلاً یو چیني شخصی شرکت په بامیان کې د زعفران کاروبار پرمخبیایي چې لس ګونه بزګري کورنۍ ترې ګټې ترلاسه کوي. یو بل چیني شرکت د کابل په صنعتي پارک کې د بريښنايي سامان الاتو په برخه کې پانګې اچولې دي. په وروستیو کې مې د ولسمشر غني په ملګرتیا د جلغوزو د لومړۍ فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. زه د وارداتو د کمښت او د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د افغانستان د کوششونو ستاینه کوم. په راتلونکي کې به چین د افغانستان د کلیوالو تصدیو او تولیدي صنعت د هڅولو لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي.
درېیم، د افغانانو ښوونیز فرصت به زیات شي. افغانستان د یو کمربند او یوې لارې د ابادۍ په اړه د چین مهم ملګری دی. چین هر کال افغان خوا ته 150 ښوونیز سکالرشیپونه او 1000 ښوونیز فرصتونه برابروي چې افغان ځوانان او مسلکي وګړي به ترې ګټې ترلاسه کړي. تیر کال د افغانستان تشریفاتي کارکوونکو د چین په ملي هوټل کې روزنه منلې ده او اوس د افغانستان د دېپلوماتانو پلاوی د چین له هه نان ولایت څخه لیدنه کوي. د دې ترڅنګ د افغانستان په اړه دری اړخیز همکاریز میکانیزمونه مخ پر زیاتیدو دي. مثلاً چین او هند په ګډه د افغان پولیسو روزنه کوي او چین او امریکا مشوره کوي چې د افغانستان د ښوونې او روزنې د څارنې سیستم نورهم بشپړ کړي.
څلورم، د افغانانو امنیتي احساس به پیاوړی شي. له افغانستان سره د چین تجارتي همکارۍ او مرستې په افغانستان کې کارموندنه به زیاته کړي چې د بې وزلۍ د کمښت او د تروریستۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره ګټور دی. چین او افغانستان د یو کمربند او یوې لارې د امنیت همکاریز میکانیزم جوړ کړی دی چې د خلکو امنیت ساتي او ترهګر ځپي.
پنځم، د افغانستان نړیوال او کلتوري اغیز به زیات شي. 1300 کاله دمخه د چین عالی راهب شیوان زانګ د زده کړې لپاره د افغانستان له لارې هند ته تللی و او په بامیان کې یې د بودایي مجسمې په اړه په خپل کتاب کې یادونه کړې وه چې د دغې مجسمې په اړه یوازنی تاریخي سند بلل کیږي. اوس د یو کمربند او یوې لارې په رڼا کې په چین کې د ګندهارا او د بامیان بودایي مجسمې علومو د کارپوهانو ډیرې پاملرنې ځان ته جلب کړې دي. د چین او افغانستان د تاریخ پیژندونکو ترمنځ تګ راتګ شوی دی. ښایي له مس عینک څخه بودایي اثار د یو کمربند او یوې لارې د سرمشریزې غونډې په موده کې د اسایي تمدن په نندارتون کې نندارچیانو ته وړاندې شي.
شپږم، د افغانستان نړیوال چینلونه او دېپلوماتیک غوره والی به زیات شي چې په وچه کې د یو بند او مرسته اخیستونکي هیواد لپاره مهم دی.
چینایان او افغانان په دې پوهیږي چې چکچکې کول دوو لاسونو ته اړتیا لري. نو د یو کمربند او یوې لارې ابتدایي لاسرسی د چین او افغانستان د دواړو خواوو کوششونو ته اړتیا لري مثلاً په چین کې د افغان سوداګرانو او تجارتي ټولنې رول پیاوړتیا، د افغان ځانګړو تولیداتو تبلیغات، د چیني ژبې له ښوونې څخه ملاتړ او د چین او افغانستان ترمنځ د تجارتي پل لازیات جوړونکي او داسې نور. یو متل دی چې وایي څه چې کري هغه به رېبي. که افغان خوا هلې ځلې وکړي نو د رضایت وړ نتیجې به ترلاسه کړي.
په چین کې یوه اصطلاح ده چې وایي د لاس دوه مخونه یو شان مهم دی. چین په یو کمربند او یوه لار کې ټولو ګډون کوونکو ته په یو نظر ګوري، ورسره مساوي کار کوي او پکې جدي پانګې اچوي. د کنسرټ په توګه هر موسیقي غږوونکی اړین اهمیت لري.
د لګښت، اساسي تاسیساتو او تجارتي دود له لحاظه د افغانستان اوسنی هوایي دهلیزونه ښه دي مګر د ځمکني او سمندري انتقال مرستندویه چانل بلل کیږي. په نږدې موده کې به د کراچي بندر د افغانستان د بهرنی تجارت لپاره اهمیت ټیټ نه شي او په راتلونکي کې به د ګوادر بندر یو ښه انتخاب هم وي. دا د افغانستان لپاره د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز اهمیت هم دی.
همسایه ګان نه بدلیږي نو نیک ګاونډیتوب ستر اهمیت لري. چین هیله لري چې افغانستان او پاکستان مقابل باور او ښې اړیکې ولري. د تیر کال په پای کې د چین افغانستان او پاکستان د خارجه وزیرانو ترمنځ دیالوګ د یو کمربند او یوې لارې پر ګډې ابادۍ ټینګار کړی دی او غواړي چې افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي او د افغانستان او پاکستان او ځایي هیوادونو ترمنځ پیوستون رامنځته شي. اوس دری واړه حکومتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سړکونو او اوسپنیزو لارو د تړلو پلان په اړه سنجش کوي.
افغانستان د چین-منځنۍ اسیا- لویدیځې اسیا او د چین ـ پاکستان دواړو اقتصادي دهلیزونو په منځ کې پروت دی. که افغانستان د شمال او جنوب له ګاونډیو سره ښې اړیکې وساتي او ازاد تجارت وکړي نو په یو کمربند او یوه لار کې به د افغانستان حیثیت، موجوده امتیاز او د سیمې په لړۍ کې ځای نورهم مهم لوړ کړي. که په افغانستان کې امنیتي حالات ښه شي او سوداګریز چاپیریال ښه شي نو د چین په ګډون د نړیوالو پانګوالو لازیاتې پاملرنې به ځان ته جلب کړي. اوس ترټولو لوی مشکل امنیت دی.
ګرانو دوستانو! په چین او افغانستان کې یو ورته متل دی چې وایي پر یو ګل نه پسرلی کیږي. د یو کمربند او یوې لارې او سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ موخه له ګلانو څخه ډک پسرلی دی. نن ورځ د یو کمربند او یوې لارې سرعت نښه چټک اورګاډی دی او نه اوښ. د چین پخوانی مشر ماو ځه دونګ ویلي و چې سل زره کلونه ډیر اوږد دي موږ باید هره ثانیه ونیسو. هیله ده چې موږ د افغانستان د جوړجاړي فرصت ونیسو او یو کمربند او یوه لار پرمخبوزو ترڅو افغانان د لمر وړانګو تر لاندې سوله ییز پرمختګ وکړي!