کله چې يو څوک نه غواړي، يو کار ترسره کړي، نو د هغه پر ضد بيا بېلابېل دلايل او پلمې لټوي. اوس د سولې لپاره هم قيدونه او شرطونه وړاندې کېږي. سره له دې چې جمهور رييس غني ويلي وو چې د سولې لپاره سر ورکولو ته هم تيار دی او طالبان هم بايد له قيد او شرط پرته سولې ته غاړه کېږدي، خو اوس چې سولې ته د امريکايانو او طالبانو د تمايل څرک لګېږي، تر ټولو دمخه ډاکټر غني د سولې پر وړاندې داسې قيدونه او شرطونه وړاندې کړي، چې د اندازې او معيار معلومول يې اسانه کار نه دی. «باعزته» او «دايمي»، دا هغه کلمې دي چې د (سولې) تر نوم او اصطلاح د مخه کارول کېږي او د هغې څرنګوالی تشرېح کوي. په پښتو کې (صفت) او (قيد) تر نوم دمخه راځي او د هغه نوم حالت تشرېح کوي.
دلته «باعزته» او «دايمي» دواړه هغه توصيفي قيدونه دي، چې د (سولې) راتلونکی څرنګوالی تشرېح کوي او د هغې لپاره قيدي الزامات برابروي. په دې مانا چې که له سولې څخه دا «باعزته» او «دايمي» صفتونه او قيدونه لرې کړو، نو يوازې «سوله» پاتې کېږي، خو دا ډول سوله بيا د غني او ګډوله حکومت په مزاج برابره نه ده.
اوس چې د سولې لپاره دا ډول قيدونه وړاندې کېږي، راځئ چې دغه بل طرف ته هم دا ډول قيدونه وړاندې کړو: باعزته دولت، باعزته حکومت، باعزته قضايه قوه، باعزته پارلمان، باعزته ولسمشر، باعزته مرستيالان، باعزته سياسي ګوندونه، باعزته ټاکنې او نورې باعزته باعزته تقاضاوې.
اوس که له ولسمشر څخه وپوښتل شي چې ته او وجدان دې چې ګډوله حکومت باعزته دی؟ پر اساسي قانون پښه اېښودل باعزته کار و؟ لومړی مرستيال دې باعزته دی؟ محقق او د ګډوله حکومت نور ارکان دې باعزته دي؟ تېرې ټاکنې چې دې وکړې هغه باعزته وې؟ ټاکنيز کمېسيونونه باعزته وو؟ دغه هيئت چې قطر ته دې ټاکلی و، دا ټول باعزته اشخاص وو؟ دغه تنظيمي مشران چې کابل يې وران کړی او اوس د سولې شورا او پخلاينې شورا په راس کې دي، دا ټول باعزته او پاک نفسه خلک دي؟ دا تېر پارلمان چې ستاسو په حاکميت کې يې خپل عمر وغځاوه، دا باعزته و؟ او نور ډېر بې عزته اشخاص چې اوس د باعزته خلکو په نامه مسمی دي، دا ټول په حقيقت کې باعزته دي؟ نو د خدای (ج)، رسول الله (ص) او د دغه مظلوم ملت په خاطر د سولې لپاره قصدي او ناقصدي قيدونه مه جوړوئ. ټول پر دې پوهېږي چې له دغه ډول قيدونو او بندونو څخه اصلي موخه څه ده؟ اوس هم وخت شته، فکر وکړئ، ستا عزت او عفت د دغه ګډوله او وراسته حکومت په تداوم کې نه دی. ستا عزت په سوله کې دی. تا ته دوه ستر مسووليته در په غاړه دي، يو دا چې د دې وراسته، چينجن او ګوزڼ وهلي حکومت درمل وکړې؛ پر يو پاخه او مستحکم حکومت يې بدل کړې، خو په خواشينۍ سره چې په دې برخه کې دې ډېر وخت او فرصتونه له لاسه ورکړي او دويم مسووليت دې دا دی چې د سولې او ثبات لپاره ګامونه پورته کړې. دا دويم کار کې هم ستا ګټه ده، هم د ملت، هم د وطن او هم د خدای (ج) او د هغه د رسول (ص) رضايت پکې خوندي دی.
اوس ستا پر اوږه د هېواد قسم خوړلو دښمنانو ټوپک اېښی، ستا له شا د سولې پر نويو ټوکېدلو غږونو ډزې کوي. حقيقت دا دی چې د حکومت غوښنه برخه اوس هم د جګړه ییزو تنظيمونو او په تېره بيا د اسلامي جمعيت او نظار شورا په لاس کې ده. هغوی هېڅکله سوله نه غواړي، که ته سوله د عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني، حاجي محقق، کريم خليلي، امرالله صالح او نورو له ليدلورو ګورې، نو دا ليدلوري خو د هغوی له ماضي سره تړلي او مستقيماً د جګړې د اور بټۍ ته رسېږي. که حافظه لرې، هغه ورځې دې هم راپه ياد کړه چې امرالله صالح د عبدالله عبدالله لپاره سرسخته کمپاين کاوه او ما (يون) ستاسو لپاره. هغه په پښتونستان واټ کې ستا پر ضد د مظاهرې اورپکی ګډونوال و او زه ستا په پلوۍ د کابل په يکه توت او هوتخېلو کې. هغه به له خپلو ټلوېزيونو څخه ستاسو پر ضد نشرات کول او ما به له خپلو ټلوېزيونو ستا په ګټه. هغوی به نامتمرکز او پاشلی حکومت غوښته او موږ به يو قوي او مرکزي حکومت. هغوی به ته فاشېست او يهودي ګڼلې او موږ به يو ملتپال. هغوی درباندې يو ګډوله ائتلافي حکومت ومانه او موږ د يو بشپړ انتخابي حکومت پلويان وو. دا دی هغوی بېرته د حکومت او قدرت برخه شول او موږ له حکومته بهر پاتې شوو. دا يو مثال مې يوازې د غني د متضادو حرکتونو او قضاوتونو د تمثيل په خاطر لوستونکو ته وړاندې کړ.
اوس يو ځل بيا د نظار شورا کرکټرونه چې د حکومت نيمه برخه يې د عبدالله په وجود کې اشغال کړې ده او اوس د غني په پوټکي کې هم ننوتي، غواړي د غني د ناثباته فکري او احساساتي جوړښت له امله د غني له ادرسه پر سولې او د سولې پر بهير ګوزار وکړي. هم غني د تاريخ کندې ته ټېل وهي او هم افغانستان يو ځل بيا د تېرو کلونو جګړه ييز حالت ته بوځي، نو ځکه خو هم پر غني او هم د هغه پر شاوخوا څو تنو ملتپالو حکومتي اشخاصو او هم پر عام افغان ملت غږ کوم، چې ټول د سولې بهير ته ودانګئ، هم غني وژغورئ، هم حکومت له مافيايي کړيو خلاص کړئ او هم هېواد وژغورئ، سوله راستنه کړئ، سوله په هېواد کې د زرو ناروغیو علاج دی.
سوله غني له فکري بې ثباتۍ ژغورلای شي، سوله انتخاباتي ټکټونه د نظار شورا له يرغملۍ خلاصولای شي. سوله ازادو ټاکنو ته لاره برابرولای شي. سوله د اقليتونو د حقوقو د مدعيانو د ناوړه باج اخيستو مخه ډب کولای شي. سوله غني د عطامحمد نور او دين محمد جرئت له پټکو ژغورلای شي، سوله د طالبانو پوځي زور ختمولای شي، سوله په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا ده، په سوله کې عزت دی، په سوله کې بيارغونه، پرمختګ او نوې جوړونه ده. لنډه دا چې سوله هغه څه کولای شي چې نور هېڅ ډول وسايل او دلايل یې نه شي ترسره کولای.