یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

جهان پوهنتون

حمیدالله حمیدي

اپریل 21, 2019
in پوهنتون
0 0

اکاډمیک مرکزونه او هغه ځایونه چې زده کړې پکې کېږي، که هر څومره ډېر هم شي، خو بیا یې هم کمی احساسېږي. دا چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او دغه پرمختګ د علم او زده کړو په وسیله کېږي، نو څومره چې په یوه هېواد کې روزنیز مرکزونه، کورسونه، ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونه ډېر وي، په هماغه کچه به یې ټولنه هم لوستې او پرمختللې وي. د جهان خصوصي پوهنتون د بنسټ ډبره د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو (حقوقو، اقتصاد او شرعیاتو) په درلودلو سره اېښودل شوې ده. د دغه پوهنتون اداري مسوول شاه مقصود وایي، له ګام پر ګام پرمختګ وروسته وتوانېدل، چې د دوو نورو پوهنځیو منظوري هم واخلي او محصلین ورته جذب کړي. ښاغلی شاه مقصود وایي، جهان پوهنتون اوس ټول پنځه پوهنځي لري.

د شاه مقصود په خبره، هر پوهنځی یې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري. د بېلګې په توګه، اقتصاد پوهنځي کې (اداره او تجارت)، حقوقو کې (قضا او څارنوالي)، شرعیاتو کې (فقه او قانون)، بي بي اې کې (فایننس او اې چار) او په کمپیوټر ساینس کې بیا د (ډېټابېس او نيټورکېنګ) ډېپارټمنټونه لري. د شاه مقصود په خبره، بي بي اې پوهنځي کې په انګرېزي ژبه او پاتې نورو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تدریس کېږي.

د دغه پوهنتون مسوولین وایي، له پیله یې په دې اړه فکر کړی و او داسې کسان یې په اړوند برخه کې ګومارلي، چې وکړای شي د خلکو غوښتنې درک او له اړتیا سره سم داسې پوهنځي رامنځ ته کړي، چې د کار په مارکېټ کې یې فارغینو ته اړتیا ولیدل شي او په هغو برخو کې محصلین جذب کړي. د جهان پوهنتون اداري مسوول شاه مقصود وایي، د لوړو زده کړو د موسسې لومړنۍ چارې یې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې پیل کړې او له خورا چټک پرمختګ وروسته، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې پر دې وتوانېدل، چې د لوړو زده کړو وزارت ټول هغه معیارونه چې له موسسې څخه پوهنتون ته د ارتقاع لپاره یې ټاکلي دي، پوره کړي او موسسه یې پوهنتون ته ارتقاع وکړي.

د جهان خصوصي پوهنتون له پنځو پوهنځيو څخه تر اوسه پورې پنځه دورې محصلین فارغ شوي، چې ډېری یې اوس په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي. ښاغلی شاه مقصود وایي، اوسمهال له اتو زرو څخه زیات محصلین لري، چې له دې ډلې ۴۲ سلنه یې ښځینه او پاتې یې نارینه محصلین دي.

په دغه پوهنتون کې د تدریس چارې د لږترلږه ۶۵ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ښځینه استادنې هم پکې شته. د شاه مقصود په خبره، شل سلنه استادان یې د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې ماسټران دي. نوموړی وایي، استادان یې هڅه کوي چې داسې تدریسي میتود عملي کړي، چې وکولی شي په اسانۍ سر خپل معلومات محصلینو ته ورسوي او د کار له مارکېټ سره سم کسان فارغ کړي. نوموړی وایي، له دغه پوهنتون څخه فارغېدونکي محصلین ډېر ژر په دولتي او یا هم غیر دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل کېږي، ځکه دوی له فراغت او کار کولو مخکې تجربې تر لاسه کړې وي، چې بیا وروسته له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي.

دا چې د جهان پوهنتون د محصلینو شمېر ډېر دی او د پوهنتون اداره هم هڅه کوي، چې د خپلو محصلینو غوښتنو ته په کتو درسي ټایمونه جوړ کړي، نو د ورځې په دریو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. د دغه پوهنتون د ادارې په خبره، دا چې محصلین یې ډېری د دولتي او خصوصي ادارو کار کوونکي دي او یا هم خپله شخصي کاروبار لري، نو د هغوی اړتیا ته په کتو یې ورته درسي ټایمونه هم برابر کړي دي.

دا چې له یوه اړخه د لوړو زده کړو وزارت لخوا خصوصي پوهنتونونو ته د نویو پوهنځیو او ماسټرۍ پروګرام د منظورۍ چارې ځنډېدلې دي او د جهان پوهنتون ادارې هم هغه معیارونه نه دي پوره کړي، چې د ماسټرۍ د پروګرام لپاره په پام کې نیول شوي، نو د ماسټرۍ پروګرام نه لري. د یاد پوهنتون مسوولین وایي، هڅه کوي چې د معیارونو تر پوره کولو وروسته، په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي او محصلین ورته جذب کړي.

جهان پوهنتون په کور دننه او بهر له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې له مخې یې د هغوی له تجربو او تدریسي مېتود څخه ګټه اخلي. د شاه مقصود په خبره، په هېواد کې دننه له ډېری دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي. نوموړی وایي، له دولتي پوهنتونونو پرته خصوصي پوهنتونونه خپله یوه اتحادیه لري، چې له مخې یې په هېواد کې ټول خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې، وخت ناوخت خپل معلومات، تجربې او ستونزې له یو او بل سره شریکولی شي. دغه راز جهان پوهنتون له هېواده بهر هم په هند، ترکیه او ځینو نورو هېوادونو کې له پوهنتونونو سره اړیکه لري، چې د مسوولینو په خبره یې کېدای شي په راتلونکي کې خپل ځینې محصلین او استادان د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام دتعقیبولو لپاره ور ولېږي.

دغه پوهنتون د خپلو محصلینو او استادانو لپاره دوه کتابتونونه په پام کې نیولي، څو محصلین او استادان د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه ترې واخلي. د دغه پوهنتون د اداري مسوول شاه مقصود په خبره، په کتابتونونو کې یې  لږترلږه ۱۵۰۰ بېلابېل کتابونه ځای پر ځای کړي او هڅه کوي چې کتابتون لا غني او یوه برخه یې ډجیټلي کړي، څو له پوهنتون څخه بهر هم محصلین وکولی شي وخت ناوخت کتابتون ته لاسرسی ولري او د خپلې خوښې وړ کتابونه پيدا او مطالعه یې کړي.

جهان پوهنتون هر کال د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره، بېلابېل اونیز، میاشتني، مهالني او کلني ورکشاپونه او سمینارونه دایروي. ښاغلی شاه مقصود وایي، هر کال لږترلږه ۵۵ بېلابېل کورسونه د خپلو محصلینو لپاره دایروي. نوموړی وایي، موخه یې له دغه کار څخه دا ده چې په اړوندو برخو کې یې محصلین تجربې وکړي او وړتیاوې یې لوړې شي، څو وکولی شي له فراغت وروسته په اسانۍ سره د ځان لپاره دنده پیدا کړي او له هغه وروسته په دنده کې پرمختګ وکړي. نوموړی وایي، ټولې ادارې اوس داسې کسان پر دندو ګوماري، چې په خپله څانګه کې کاري تجربه ولري، نو دا چې محصل له دې وړاندې کار نه وي کړی، نو د دندې په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي او زړه یې ماتېږي. نوموړی وایي، له همدې کبله دوی د خپلو محصلینو لپاره بېلابېل وړیا کورسونه په پام کې نیولي، چې د تجربې تر لاسه کولو او وړتیاوو لوړولو کې ور سره ډېره مرسته کوي.

د دغه پوهنتون مسوولین وایي، د محصلینو د تحصیلي اسنادو ټول هغه کارونه چې په پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري، د پوهنتون اداره یې مخ ته وړي او په دې برخه کې یې محصلین له سرګردانۍ خلاص کړي دي. د شاه مقصود په خبره، د محصل تر فراغت او مونوګراف دفاع کولو وروسته، د یاد پوهنتون اداره ژر تر ژره د هغوی په تحصیلي اسنادو پورې ټول اړوند کارونه خپله مخ ته وړي او د ترانسکرېپټ او ډېپلوم تر اخیستو وروسته، محصل ته خبر ورکوي او ورته سپاري یې.

جهان پوهنتون د هغو محصلینو لپاره چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی. دغه راز په کابل ښار کې د لوړو زده کړو وزارت او محلي ارګانونو پر ادارې سربېره، له ځینو نورو ادارو سره هم هوکړه لیکونه لري، چې له مخې یې د هغوی لخوا دوی ته کسان ور معرفي کېږي او په ځانګړي تخفیف سره د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې لوړې زده کړې کوي.

دا سمه ده چې حکومت باید په وړیا ډول د خلکو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي، خو دا چې کال په کال له ښوونځیو څخه زیات زده کوونکي فارغېږي او د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي، نو لوړو زده کړو وزارت نه شي کولای چې یوازې په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په دومره لوړه کچه نوي محصلین جذب کړي. د دې مسئلې د حل لپاره باید ګام پورته شي، خو اوس سمدستي اړتیا ده چې خصوصي سکټور هم په دې برخه کې مټې را بډ وهي. خصوصي پوهنتونونه هم د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ، د همدغه وزارت له قانون او درسي نصاب سره سم فعالیت کوي او خلکو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. داسې هم نه ده چې یوازې هغه کسان دې خصوصي پوهنتونونو ته ورځي، کوم چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه شي پیدا کولی، بلکې ډېری کسان غواړي په دوو او دریو برخو کې لېسانس واخلي او یا ماسټري وکړي چې دا  ورته په خپل هېواد کې یو لوی چانس دی.

جهان پوهنتون تر اوسه پورې یوازې په کابل ښار کې یوه مرکزي څانګه لري. د دغه پوهنتون مسوولین وایي، په ولایتونو کې تر اوسه پورې د کومې څانګې د پرانیستو هوډ نه لري او غواړي همدې یوې څانګې ته د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او قوانینو کې پرمختګ ورکړي او وړاندې ولاړ شي. د جهان پوهنتون اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې پر خصوصي پوهنتونونو لا نور هم نظارت زیات کړي، مثبت کارونه یې تقدیر کړي او د سرغړونې یا کم کارۍ په صورت کې ور سره قانوني چلند وکړي. د دې تر څنګ، ځینې محصلین دېته زړه خوري چې ګواکې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په اسنادو کې توپیر دی او په خبره یې د دولتي پوهنتونونو تحصیلي اسناد د خصوصي پوهنتونونو په پرتله د ارزښت وړ دي. د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې په دې برخه کې پراخ کمپاین وکړي او محصلین قانع کړي، چې ټول تحصیلي اسناد د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکول کېږي، تاییدېږي او یو ډول ارزښت لري.

Share29Tweet15Share6

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In