—د امیر حبیب الله خان او نصرالله خان اړیکې:
څلورمه برخه:
کابل په هغو کلونو کې یو عجیب رنګ درلود. سړی چې هغه حالات لولي، نو فکر کوي چې امیر به د خپل قدرت د ساتلو او د دښمنانو له وهلو پرته بل هېڅ کار نه درلود. هغه په خپل کور کې له خپل مقتدر ورور، چې د هېواد په مذهبي عناصرو کې یې ډېر زیات محبوبیت ترلاسه کړی و، په جنجال اخته و. په بهر کې د حضرتانو او مُلایانو چې پرته له غزا یې د بل هېڅ شي غم نه کاوه، له ستونزې سره لاس او ګرېوان و. له بلې خوا کابل د قبایلو له ستونزې سره مخ و او امیر حیران و چې کومې ستونزې ته لومړی توجه وکړي. د انګرېزانو استازی د همدغه کال د سپټمبر د نهمې په رپوټ کې لیکي: «کابل نن سبا د بېلابېلو قبایلو له خلکو ډک دی. له هرې خوا څخه خلک ورته را روان دي. په سرایونو کې د هغوی د اوسېدو او شپې تېرولو لپاره ځای نشته. مهمند، افریدي، سلیمانخېل، کاکاخېل، تیراهي، شینواري، کټوازیان، وزیر، لالپوریان، یوسفزي او نور قومونه راغلي دي. دوی د خپلو سیاسي او شخصي کارونو ترڅنګ د وسلو له قاچاقبرانو څخه د وسلو پر رانیولو لګیا دي. یوسفزي د ټوپکو پر ځای زیاتره د توفنګچو رانیولو ته توجه کوي. موزر توفنګچې، هر یوه پر پنځه سوه کابلۍ پیسو یا ۲۸۶ پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي.
سردار نصرالله خان د غزا په برخه کې د امیر د اوامرو او هدایتونو په خلاف له مجاهدینو سره مرستو ته دوام ورکړ. په همدې اړه د انګرېزانو استازی د ډسمبر دې ۳۰مې په رپوټ کې وايي، چې د اخوندزاده سیداکبر په نوم یوه سړي ته یې وویل چې په کابل کې پاتې شي او تر علاج وروسته به د غزا لپاره حرکت وکړي. هغه ورته وویل چې د دوا او پیسو پر ځای ماته کارتوس راکړه؛ دا زما لپاره هر څه دي. نصرالله خان هغه ته پنځه سوه روپۍ او درې زره کارتوس ورکړل.
داسې ښکاري چې له انګرېزانو سره د غزا او جهاد په دغو ګرمو او احساساتي حالاتو کې روحاني مشر میرصاحب جان چې په کابل کې په پاچاصاحب مشهور و او له انګرېزانو سره د غزا تر ټولو مهم او زورور طرفدار و، تر ډېرو نورو پیرانو او مذهبي مشرانو د زیات نفوذ خاوند و. سره له هغې چې امیر ټول هغه کسان په بندیخانو کې واچول چې د غزا تبلیغ یې کاوه، خو د میرصاحب جان چې د سردار نصرالله ډېر نږدې ملګری و، ځواب یې نه درلود او لا یې تحفې هم ورکولې.»
د انګرېزانو استازی د اګسټ د ۱۵مې په رپوټ کې لیکي: «میرصاحب جان اوس هم په کابل کې دی. هغه تېره اونۍ میرزا محمدحسین مستوفي مېلمه کړ او یو ټوپک، یو څه مرمۍ، یو آس او زین، څلور سوه روپۍ نغدې او څلوېښت جریبه ځمکه او یوه کلا یې په تحفه کې ورکړل. په ورپسې ورځ سردار نصرالله خان مېلمه کړ، یو ټوپک او څه مهمات، یو آس او زر روپۍ یې ورکړې. په بله ورځ سردار عنایت الله خان مېلمه کړ او ځینې شیان یې ورکړل چې تفصیل یې لا تر اوسه راته معلوم نه دی. اعلیحضرت یوازې یو ځل حضور ته منلی دی. دغه ملاقات ډېر لنډ و او امیر ټول هغه درناوی چې له یوه روحاني مشر سره ښايي، ورته وښود. په ډېرې مهربانۍ یې خبرې ورسره وکړې او چې ولاړ، نو زر روپۍ یې ور ولېږلې او ورته ویې ویل چې دا د مهمانۍ په توګه ومنه او د روانېدلو په وخت کې به تحفه ورکړي».
د انګرېز استازی لیکي چې هم واکمنه کورنۍ او هم حکومتي مامورین د میرصاحب جان ډېر درناوی کوي. دی لیکي چې د اګسټ په اتمه د هغه کور ته غل ور ولوېد او د نوموړي یو ساتونکی یې وویشت او مړ یې کړ، خو میرصاحب جان روغ رمټ خلاص شو او قاتل نه دی نیول شوی. نوموړی وايي، په ښار کې داسې اوازه ده چې دغه قاتل امیر په خپله ورلېږلی و، ځکه چې امیر د میرصاحب جان له نفوذ او قدرت او له سردار نصرالله خان سره د هغه له نږدې دوستۍ وېرېده.
استازی د اګسټ د ۲۹مې په رپوټ کې لیکي چې میرصاحب جان د دې میاشتې په ۲۴مه پلچرخي ته ولاړ او هلته یې د حبیب الله خان محمدزي، چې د اعتمادالدوله له خپلوانو څخه دی، لور خپل زوی ته واده کوله. د بوتخاک حضرت صاحب یې هم واده ته ورغلی و او د واده ټول لګښت یې محمدحسین خان مستوفي په غاړه اخیستی و. استازی لیکي چې محمدحسین خان دوه خرواره وریجې، اوزګړي، پسونه او غوړي هم ورکړل. سردار نصرالله خان جواهرات او نغدې پیسې ورکړې.
له انګرېزانو سره د جهاد په مسئله کې د امیر او سردار نصرالله خان اختلافات ورځ تر بلې زیاتېدل. نه سردار د غزا د پیلولو په برخه کې له خپلو پېشنهادونو څخه تېرېدو او نه امیر د هغه پېشنهادونه منل. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د سپټمبر ۲۳مې په رپوټ کې لیکي: «تقریباً یوه میاشت مخکې په حرم کې دننه د سردار او امیر غږونه پورته شول. سردار د غزا خبره را پورته کړه او په ډېر جرئت یې خپل دلایل وړاندې کړل. امیر ډېر په غوسه شو او ویې ویل چې که زه د عبدالرحمان زوی وم، زه به د غزا د پیلولو په برخه کې یوه دقیقه هم ضایع نه کړم. زه به پخپله د جنګ جبهې ته ولاړ شم. همدغه شېبه زما د خېمې مخ د پېښور خواته واړوی. خو ماته یې لیکلې موافقتنامه او اطمینان راکړ، چې ما ته به د غزا په وخت کې په لکونو سړي او حیوانان رالېږې او که ته ناکام شوې، نو بیا زه بله لاره نه لرم. اول به تا ولم او بیا به ځان وژنم او نور به نو مسلمانان پرېږدو چې څه کوي هغه دې وکړي. امیر خپل لاس پر توفنګچه باندې کېښود؛ د حرم مېرمنو مداخله وکړه او سردار نصرالله خان په ارامه له خونې څخه ووت. مخکې له هغه چې سردار له خونې څخه ووځي، امیر ورپسې غږ کړ چې ته د مسلمانانو ريښې کاږې. دا څو ورځې کېږي چې سردار نصرالله خان په اداري چارو کې چندانې برخه نه اخلي. اعلیحضرت، سردار عنایت الله خان ته امر کړی دی چې د هېواد ملکي چارې هم پرمخ بوځي. په سردارانو کې داسې اوازه ده چې سردار نصرالله خان اوس په عامه د امیر نافرماني کوي».
د انګرېزانو د استازي د سپټمبر د ۱۶مې له رپوټ څخه ښکاري چې سردار نصرالله نه یوازې د امیر له څرګندو اوامرو څخه سرغړونه کوي، بلکې د روحانیونو او مذهبي مشرانو په هغه غونډه کې چې ده او اعتمادالدوله عبدالقدوس خان را بللې وه، د امیر پر ضد د مقاومت او له زوره اخیستلو خبرې یې وکړې. استازی لیکي: «سردار نصرالله خان وویل چې پاچا د محمدي شریعت پر اساس دا حق نه لري چې د خپلو شخصي عقایدو په منظور له خلکو څخه د هغوی حقونه غصب کړي او له غزا څخه یې منعه کړي او که دغه کار وکړي، نو د ده رعیت حق لري چې له قوې څخه کار واخلي».
د دوی دواړو تر منځ د اختلاف د حلولو او پخلاینې لپاره یې بالاخره مور مداخله وکړه او د انګرېزانو استازی د ډسمبر د ۲۳مې په رپوت کې لیکي: «په تېره اونۍ کې یو ماښام د امیر مور وغوښتل چې امیر په حرم کې دننه وویني. سردار نصرالله خان هم حاضر و او ډېر زیات احتمال لري چې مور به یې مخکې ورته ویلي وو چې له امیر سره په خونه کې و اوسي. د امیر مور قرآن شریف ورسره اخیستی و او د هغه په روی یې له امیر حبیب الله څخه وغوښتل چې له خپل ورور سردار نصرالله خان سره وفادار او ملګری اوسي. دغه راز یې د همدغه قرآن شریف په روی له نصرالله خان څخه وغوښتل چې د خپل مشر ورور امر ته غاړه کېږدي او هغه ته وفادار واوسي. دوی ډېرې اوږدې خبرې سره وکړې، خو داسې ښکاري چې نصرالله خان د مجلس له نتیجې څخه چندانې راضې نه و».
سردار نصرالله خان د امیر له پالیسیو سره د مخالفت او په روحانیونو او مذهبي عناصرو کې د نفود ترلاسه کولو لپاره یې د برېټانیې پر ضد داسې عملیاتو ته لاس واچاوه چې د افغانستان په څېر یوه کمزوري هېواد لپاره یې عملي کول او دوام ناممکن و. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د نومبر په ۱۱مه په خپل رپوټ کې لیکي: «په کابل کې د هودخېلو یوه نهه کسیزه ډله ده. دوی اوړی په کابل کې تېروي او په ژمي کې د لغمان د چارباغ علاقې ته ځي. دوی د نومبر په اتمه ماښام سردار نصرالله خان ته عرض بېګي ملا محمدخان ور معرفي کړل. سردار هغوی هر یوه ته یې ۶۰ روپۍ ورکړې او دغه راز یې ۲ سوه روپۍ پېشکي ورکړې، چې له سفر څخه تر راستنېدو وروسته به یې په حساب کې معامله شي. سردار هغوی ته له خپلې سلیقې سره سم هدایتونه ورکړل. د نوموړي د هدایتونو مهم ټکي دا وو چې پرته له فرنګیانو به له هېچا سره غرض نه کوي. هغه سامانونه او مواد چې دوی یې ورسره اخلي، باید چې د نوره کي سړیو ته یې چې باید مخکې له مخکې یې د کتلو ترتیب ورسره نیولی وي، ورتسلیم کړي. دوی باید کوښښ وکړي چې خپل هویتونه او وسلې پټې وساتي. دوی باید د اسلام دښمنانو ته په تاوان رسولو کې خپل ټول وس تمام کړي. دوی باید دلته یو څه سامانونه واخلي او هند ته یې د خرڅلاو لپاره یوسي. په دې توګه به دوی وکړای شي چې د محترمو او معززو کسانو په څېر له سرحد څخه تېر شي. دوی په پای کې سردار ته وویل چې په پنځو یا شپږو ورځو کې به هند ته حرکت وکړي.
په دغو کسانو کې یو محراب الدین نومېږي. جګ ځوان سړی دی. مخ یې یو څه چیچکی دی. ږیره کموي. بل یې عزیز خان نومېږي. جګ سړی دی، توره او سپینه لنډۍ ږیره لري. هغه بل یې شېرخان نومېږي. ګردی غنم رنګه سړی دی. وړې سترګې یې دي او پر باړخو باندې ټپ لري. یو بل تن یې ملاشیرین نومېږي. جګ غټ سړی دی او توره ږیره لري. د پنځم نوم مې نه دی زده. خو ګردی چاغ سړی دی. پر تندي باندې ټپ لري، چې ښايي د تورې یا ډبرې له امله وي».
کله چې د ورانکارې ډلې د غړو نومونه او قیافې د انګرېزانو استازي ته معلومې وي او د هغوی له حرکت څخه مخکې یې خپل حکومت ته رپوټ ورکړی وي، نو د دغو ورانکارو له عملیاتو څخه به پرته له رسوايۍ بل څه جوړ شوي وي؟
د انګرېز استازي د اکټوبر د څوارلسمې په رپوټ کې راغلي دي، چې سردار نصرالله خان تر دې دمخه، د میر احمدشاه په نوم یو سړی چې پر اغو مشهور دی، هند ته لېږلی او هغه ته یې وظیفه ورکړې وه، چې د برېټانیې د حکومت په باب اطلاعات ورته راغونډ کړي. میر احمدشاه په ظاهره د دارو درملو سوداګر و، مګر اصلي وظیفه یې جاسوسي وه. میر احمدشاه یا اغو د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې هم هند ته د جاسوسۍ لپاره لېږل شوی و او هلته په کلکته کې د کاکا غلام محی الدین په نوم یوه سړي پر ځای باندې اوسېد.