–وانواتو د ملغلرې د سیند ختیځ لوري ته د اسټرالیا په ختیځ کې د ختیځو طول البلدونو د ۱۶۶ او ۱۷۱ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱۲ او ۲۱ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۶۹۰ کیلومتره مربع دی، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۳۷م لوی هېواد دی.
ختیځ ته یې فیجي، لوېدیځ ته یې اسټرالیا، جنوب ته یې د کالیدونیا ټاپوګان او شمال ته یې د سولومان ټاپوګان موقعیت لري.
وانواتو له ۸۰ لویو او کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی داسې هېواد دی، چې د ارام سمندر په جنوبي برخه کې د فیجي، اسټرالیا او نوي کالیدونیا تر منځ، په ۸۰۰ کیلومتره اوږده سیمه کې پروت دی. د دغه هېواد ډېری غرونه په ګڼو استوایي ځنګلونو پوښلي دي. د ایفاتي په ټاپو کې یې د مګنیزیم سترې زېرمې شته او خاوره یې کرنې ته جوړه ده. د دغه هېواد ډېری خلک په یاد ټاپو کې اوسېږي او پلازمېنه یې هم په همدغه ټاپو کې موقعیت لري.
وانواتو جګ غرونه او اوږده سیندونه نه لري او په نیمو ټاپوګانو کې یې څوک ژوند نه کوي. د دغه هېواد ټیټې ساحلي سیمې هوارې او د کرنې وړ دي.
د دغه هېواد پلازمېنه پورت ویلا ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۳۰۰ زره تنه اټکل شوی دی. دغه راز د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلومتر مربع سیمه کې ۱۹ تنو ته رسېږي. د دغه هېواد ۳۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۶۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د یاد هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
۸۵ سلنه وګړي یې مسیحیان دي او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو پیروان دي. بیسلاما بومي، انګلیسي او فرانسوي یې رسمي ژبې دي. دغه هېواد د اداري وېش له پلوه پر شپږو ولایتونو وېشل شوی دی. انتا، پورت ویلا، هوموبای او تالوماکو یې لوی او مشهور ښارونه دي.
د وانواتو نوی اساسي قانون د ۱۹۸۰ ز کال د جولای په ۳۰مه نافذ شوی دی. ولسمشر یې د ټاکنو د کمېټې له خوا د پنځو کلونو لپاره غوره کېږي. دغه کمېټه د وانواتو د ولسي جرګې د غړو او د سیمه ییزو شوراګانو له مشرانو څخه جوړه شوې ده. د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، د هغه ګوند یا د ګوندونو د ائتلاف مشر چې په ټاکنو کې ډېرې رایې وګټي، د ولسي جرګې د غړو له منځه او د دې جرګې له خوا د هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.
د وانواتو حقوقي نظام د فرانسې او انګلستان د حقوقي سیسټمونو له مخې جوړ شوی دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، چې په ټول هېواد کې حقوقي شخړې، جرمونه او جنایتونه څېړي او پرېکړې کوي. د سترې محکمې رییس یې د ولسمشر له خوا د لومړي وزیر او د مخالف ګوند یا ګوندونو د مشرانو په مشوره ټاکل کېږي. د وانواتو د سترې محکمې درې نور قاضیان د ولسمشر له خوا د هېواد د قضایي جرګه ګۍ په مشوره غوره کېږي.
د پرمختګ میلانیزيایي ګوند، د ملي یووالي ګوند، د منځلارو ګوند، نوې ټولنه او زموږ خاوره ګوند د یاد هېواد مشهور او مخکښ ګوندونه دي. دغه هېواد د ۱۹۸۰ ز کال د جولای په ۳۰مه له فرانسې او انګلستان څخه خپلواکي واخیسته، نو له همدې کبله د جولای ۳۰مه په دغه هېواد کې هر کال د خپلواکۍ د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي. یاد هېواد د نورو نړیوالو ټولنو ترڅنګ، په ۱۸۹۱ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
کرنه د وانواتو د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي. کرنه د دغه هېواد ۷۰ سلنه خلکو ته د ژوند امکانات برابروي او ۰۹ سلنه ځمکه یې د کرنې وړ ده.
کبان، تمویلي خدمات، سوداګري او توریزم د وانواتو د اقتصاد نورې مهمې څانګې بلل کېږي. په ۲۰۰۸ ز کال کې څه د پاسه نږدې ۲۰۰ زره سیلانیان دغه هېواد ته په سفر تللي وو. په داسې حال کې چې دا شمېره یوولس کاله وړاندې ۵۰ زرو ته رسېده. ځنګلونه د وانواتو په اسعاري عوایدو کې ستره ونډه لري. د دغه هېواد کانونه په یادولو نه ارزي. د وانواتو د ډېر وړوکي صنعتي سکټور تولید، یوازې کورنیو مارکېټونو ته وړاندې کېږي. دولت پر وارداتي مالونو باندې د ګمرکي محصولاتو له لارې ډېر عواید ترلاسه کوي. د ګوتو په شمار صادراتي مالونو، د طبیعي پېښو زیانونه او د سیمې له غټو مارکیټونو څخه ډېر لرې والي، د وانواتو د وړوکي اقتصاد لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. په دې وروستیو کلونو کې د وانواتو دولت هڅه کوي چې د خپل مالي سکټور ټول قوانین په پام کې ونیسي او ډېر کار کوي چې د ورځ په ورځ زیاتېدونکو سیلانیانو د منلو لپاره هوایي ډګرونه، هوټلونه، رسټورانټونه، پارکونه او نور تفریحي تاسیسات جوړ کړي. دولت یې همداشان په پام کې لري چې منځنۍ او لویې سوداګریزې بېړۍ واخلي، کرنې ته پراختیا ورکړي او د څارویو د روزنې فارمونه جوړ کړي.
د وانواتو ۱۱ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده. د دغه هېواد پاتې خاوره دایمي څړځایونو، ۷۵ سلنه ځنګلونو او ۱۱ سلنه غرونو، غونډیو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د وانواتو دولت د ځنګلونو ساتنې او پالنې ته ډېره پاملره نه ده کړې او هڅه کوي ټولې هغه ځمګې چې نه کرل کېږي، په ځنګلونو وپوښي.
د دغه هېواد ۷۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، قهوه، کچالو، ځمکني بادام، میوې، سابه، غوښه او لبنیات د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم تولیدات دي.
د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان اسټرالیا، سنګاپور، جاپان، نیوزیلنډ، فیجي، چین او امریکا دي.
د وانواتو د ټلیفون کود ۰۰۶۷۸ او د انټرنېټ کود یې بیا VU دی، چې ټولټال یې دوه زره کسان لاسرسی ورته لري.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د اسټرالیا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه بلل کېږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۰ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهېږي. په وانواتو کې له ۶-۱۴کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره زده کړې وړیا او جبري دي.
له تاریخي څېړنو څخه داسې ښکاري، چې د وانواتو په ځینو ټاپوګانو کې څو زره کاله پخوا خلک اوسېدل. تور هیردال نامتو ټولن پېژندونکی وایي، چې دغه خلک له امریکا څخه دغو ټاپوګانو ته راغلي وو، خو د کرنې ډول او فرهنګي ورته والی بیا وایي، چې دغه خلک له اندونیزیا څخه دلته راغلي دي.
په ۱۶۰۶ ز کال کې لومړنی اروپایي فرناندو کیروس وانواتو ته ورسېد او هلته یې دوه لوی ټاپوګان ولیدل. فرناندو کیروس ګومان کړی و، چې جنوبي قطب ته رسېدلی؛ ځکه یې پر دغو ټاپوګانو د سپېڅلې اروا سیمې نوم کېښود. کابو ۱۵۰ کاله وروسته په ۱۷۶۸ ز کال کې د فرانسې بوګینویل او بیا په ۱۷۷۴ ز کال کې انګلیسي جمیز کوک د اوسني وانواتو ځینو ټاپوګانو ته ورسېدل. جیمز کوک د ټاپوګانو دغه ټولګي له شمال څخه تر جنوب پورې ټول ولیدل. د سیمې نقشه یې جوړه کړه او دغه ټاپوګان یې چې په نږدې ۸۰۰ کیلومتره واټن کې خواره واره پراته وو، د سکاټلند د هیبراید ټاپوګانو ته د ورته والي له امله، نیوهیبرایدز ونومول.
د ۱۹مې پېړۍ په شلمه لسیزه کې ډېر اروپایي مسیحي مبلغین وانواتو ته ورسېدل او ژر هلته د انګلیسي او فرانسوي مهاجرو کوچني ښارګوټي جوړ شول، چې ځینې ټولنې یې رامنځته کړې. د وانواتو د خلکو د هلو ځلو له امله، د هېواد مشورتي ټولنه ړنګه شوه او ځای یې داسې ولسي جرګې ونیو، چې له ۴۲ غړو څخه یې ۲۹ د وانواتو د خلکو له خوا ټاکل کېدل. د ۱۹۷۵ ز کال په ښاري ټاکنو کې په لوګانویل او ویلا کې د فرانسې کورواکي پلویان مخکې وو او ډېرو سیاسي مشرانو له انګلیسانو څخه وغوښتل، چې خپل پوځونه له نیو هیبرایدز څخه وباسي.
د وانواتو لومړنۍ ولسي جرګې د هېواد د پوره خپلواکۍ لپاره ګړندي ګامونه اوچت نه کړل. د وانواکوا خپلواکي غوښتونکی ګوند له جرګې څخه ووت او جرګه ړنګه شوه. د ۱۹۷۷ ز کال په پیل کې په ټاپوګانو کې د انګلیس- فرانسې د ګډ حکومت له مشرانو سره له سلا مشورې وروسته، نوې ټاکنې وشوې او د ولسي جرګې ټول ۲۴ غړي د وانواتو د خلکو لخوا وټاکل شول. د ۱۹۷۷ ز کال په جولای کې د وانواتو د ټاپوګانو د استازو او انګلیسانو او په ۱۹۸۰ ز کال کې له فرانسویانو سره داسې تړونونه لاسلیک شول، چې د وانواتو بشپړې خپلواکۍ ته یې لاره پرانیستله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د وانواتو نوم نشته، نو داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل او پورت ویلا ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۶:۳۰ ساعته او همدا راز د هوا له لارې واټن بیا ۱۱۷۸۶ کیلومترو ته رسېږي.