په اندونيزیا کې چارواکو ویلي، د جمعې ورځې په زلزلې او سمندري توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۴۷ ته رسېدلی دی. له دې مخکې د اندونيزيا د بېړنیو مرستو ادارې ویلي وو چې په دې پېښه کې ۸۴۴ کسان وژل شوي دي.
۷.۵ درجې زورورې زلزلې د جمعې پر ماښام د دغه هېواد په مرکزي ټاپو سولواسي کې د اوبو سختې څپې را پورته کړې چې د ټاپو په پالو نومي ښار کې يې مرګ ژوبله واړوله.
په رپوټونو کې ویل شوي، په سیمه کې د هغو خلکو شمېر په ډېرېدو دی چې خوړو، اوبو او سون توکو ته سخت اړ دي.
داسې اندېښنې هم شته چې ښايي یو شمېر ژوندي پاتې کسان لا هم د نیمه ورانو وېجاړو ودانیو تر خاورو، خځلو لاندې ایسار وي.
ډېر ژوندي پاتې کسان په داسې حال کې لیدل شوي چې د کورنیو لپاره په خوړو او اوبو پسې ګرځي.
په پالو ښار کې د سړکونو، اوبو، برېښنا او خوړو چمتو کولو شبکې او نږدې ټولې اسانتیاوې له منځه تللې، ښار ته غځېدلې لویې لارې ورانې شوې او د څښاک لپاره لږې پاکې اوبه موندل کېږي.
خبریالان وايي، ځايي پولیس د مرستو مرکزونو کې د اړمنو خلکو ګڼې ګوڼې کنټرولولو لپاره چیغې وهي او د اوښلن ګاز هوايي ډزې کوي.
د ښار ډېری عبادت ځایونو، روغتونونو او نورو عامه ودانیو ته هم زیان رسېدلی او د سره صلیب ځايي مسوولینو بي بي سي ته ویلي، یوازې د یوې نړېدلې کلیسا له خاورو خځلو یې د ۳۴ زده کوونکو مړي را ایستلي دي. دوی د ۸۶ زدکوونکو له ډلې دي چې نور یې لا هم بې درکه دي.
داسې اندېښنې هم شته چې ښايي یو شمېر ژوندي پاتې کسان لا هم د نیمه ورانو وېجاړو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې ایسار وي.
دا زلزلې د جمعې پر ماښام له ځايي مهال سره سم ۶ بجې او درې دقیقې د سولواسي ټاپو ځمکې په لس کیلو متره ژوروالي کې رامنځته شوې.
د اندونیزیا مرستیال ولسمشر جوزېف کالا وايي، د مړو شمېر ښايي زرګونو کسانو ته ورسېږي.
بل لور ته د سره صلیب چارواکي وايي د دې زلزلې او څونامي له کبله یو اعشاریه شپږ میلیونو کسانو ته د سر یا مال زیان اوښتی دی.