د امیر حبیب الله خان خپلوان او کورنۍ
پنځمه برخه:
امیر عبدالرحمن خان، که هر څومره ظالم سړی و او که یې خپلې کورنۍ ته هر څومره زیات مالي امتیازات بښلي وو، خپل اولادونه او د کورنۍ غړي یې ټول په مرکز کې ساتلي وو او د مهمو ولایتونو اداره یې خپلو تر ټولو باوري کسانو او غلام بچه ګانو ته سپارلې وه. هغه هم په دې توګه خپل اولادونه تر سترګو لاندې ساتلي وو او هم یې د تېرو وختونو په خلاف په خپله کورنۍ کې دننه د قدرت د نیولو پر سر د احتمالي دسیسو مخه نیولې وه. امیر حبیب الله خان، لږترلږه خپل یو زوی سردار حیات الله خان په بدخشان کې والي مقرر کړی و او د هغه د خپل سریو او تېریو په باره کې چې یې هر څه رپوټونه اورېدل، غوږونه یې ورباندې کاڼه کړي وو. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د جولای د میاشتې د لومړۍ نېټې په رپوټ کې لیکي: «د اعلیحضرت زوی سردار حیاتالله چې د بدخشان والي دی، په تېریو کې افراط کوي. د روستاق حاکم یې په سر پر لرګي وواهه او د کوپړۍ هډوکی یې ور مات کړ.
د برخېل د قبیلې یو سړی دی چې په فیض آباد کې په تبعید کې ژوند کوي. سردار خبر شو، چې هغه یوه ښایسته لور لري. له هغه سړي څخه یې وغوښتل چې په خپل کور کې یې مېلمه کړي. سړی یې په نیت پوه شو؛ مګر څه یې نه شوی ویلای او سردار یې په کور کې مېلمه کړ. هغه په عین وخت کې خپله لور خبره کړه او هغې ته یې ډکه توپنګچه ورکړه او ورته وې ویل، چې که دې زاریو ګټه ونه کړه، نو له خپل عزت څخه د دفاع لپاره له توپنګچې څخه کار واخله. وخت را ورسېد او نجلۍ ته له توپنګچې څخه د کار اخیستلو پرته بله لار پاته نه شوه. کله چې یې پر سردار باندې ډز وکړ، هغه یې خطا کړ او سردار ځان په تېښته خلاص کړ.
سردار حیات الله خان د یوه مهم او زورور سړي سمندرخان یوې مېرمنې ته سړی واستاوه. سمندرخان په بله ورځ خپله ښځه طلاقه کړه او اعلیحضرت ته یې یو لیکلی شکایت واستاوه او د حیات الله خان د شرموونکو کارونو په باب یې ورته ولیکل. د سمندرخان اخښی چې د همدې طلاقې شوې ښځې ورور دی، هغه ښځه کابل ته راوسته او امیر ته یې مخامخ خپل شکایت واوراوه. امیر، حیات الله خان کابل ته وباله».
البته له وروستیو رپوټونو څخه معلومېږي چې حیات الله خان کابل ته نه دی راغلی او بیا هم د بدخشان والي دی. ځکه چې استازی د نومبر په اتلسمه په خپل رپوټ کې وايي، چې سردار عبدالله خان یو ځل بیا یو اوږد رپوټ لیکلی دی او امیر ته یې د هغو تېریو یادونه کړې ده، چې د بدخشان خلک د والي حیات الله خان له لاسه ورڅخه کړېږي.
استازی د ډسمبر په دېرشمه لیکي، چې د بدخشان والي سردار حیات الله خان، چې تمه کېده کابل ته راشي، تر اوسه نه دی راغلی. دی ځکه کابل ته نه راځي، چې له برطرفۍ څخه وېره لري. امیر ته په دې وروستیو شپو ورځو کې اطلاع ورسېده، چې حیات الله خان خپل سړي روسیې ته لېږلي او هغوی ته یې ویلي، چې یوه ښکلې روسی نجلۍ، په هره بیه چې کېږي، ورته راولي.
امیر حبیب الله خپل میرېزي ورور سردار محمدعمر جان چې دا وخت نولس کلن و او د هغه مور بي بي حلیمې (ببوجانه) ته له کابل څخه د وتلو اجازه نه ورکوله. سردار محمدعمر جان چې له درباره بهر یې چندانې نوم او نښان نه و، کله کله له خپل موقف څخه په استفادې سره، ډېر غیرقانوني کارونه کول. البته امیر هغه ته سزا نه شوی ورکولای. د انګرېزانو استازی د جون په څلورویشتمه په خپل رپوت کې لیکي: «د ده افغانانو یو اوسېدونکی امیر ته راوستل شو، چې جعلي سکې یې جوړولې. کله چې له تورن سړي څخه تحقیق وشو، نو هغه وویل چې دغه کار د سردار محمدعمر جان په هدایت کوي. اعلیحضرت په دې موضوع کې نور اجرآأت ونه کړل، خو تورن سړی یې تر ډبولو وروسته خوشې کړ. دغه راز د مې په میاشت کې یو هندو له هغو قېمتي ډبرو سره ونیول شو، چې د جګدلک له کان څخه را ایستل شوې وې. هندو وویل چې هغه یوازې دلال دی او دا ډبرې د سردار محمدعمر جان په میرزا محمد ایوب پورې اړه لري. د میرزا ایوب کور تلاشي شو او څو دانې یاقوت پکې پیدا شول. میرزا او د جګدلک اتلس تنه اوسېدونکي چې ګومان کېږي، له ده سره په دغه کار کې لاس لري، کوټه قلفي شول. پر کان باندې محافظین تبدیل شول. طبیعي خبره ده چې امیر بیا هم اجرآأت ونه شوی کړای؛ ځکه چې د محمدعمر جان مور ببوجانه عادي ښځه نه وه او امیر مجبور و، چې د هغې خیال وساتي.
امیر حبیب الله د یوه مستبد پاچا په حیث، د هېواد د ټولې خزانې اختیار درلود او دا یې په ډېره غیرمنصفانه توګه لګوله. په داسې حال کې چې د ډېرو لږو مامورینو میاشتنۍ تنخوا سلو روپیو ته رسېدله. د انګرېزانو د استازي د ۱۹۰۸ ز کال د اګسټ د میاشتي د نهه ویشتمې رپوټ وايي، چې امیر د خپل زوی سردار عنایت الله خان میاشتنۍ تنخوا له څلورو زرو روپیو څخه لسو زرو ته لوړه کړه او د هغه ټول پورونه یې پر غاړه واخیستل.
د ۱۹۰۸ ز کال په پای کې د افغانستان ټول کلنی عاید څلوېښت میلیونه روپۍ و. که د سردار عنایت الله خان یوازې تنخوا له ټولو امتیازاتو پرته، د کال یو لک شل زره روپۍ وي، نو ګواکې یوازې د یوه شهزاده تنخوا د هېواد له ټول کلني عاید څه باندې یو پر څلور سلنه کېږي. دا چې د امیر ډېرو مېرمنو چې حساب یې یوازې ده ته معلوم و، هره میاشت په زرګونو روپۍ تنخواوې اخیستې او د ټولو لباسونه د امیر له عصري سلیقې سره سم، له اروپا څخه راوړل کېدل؛ دا لګښتونه د امیر د نورو ډېرو بې عدالتیو ترڅنګ، یوه لویه بې انصافي وه.
د انګرېزانو استازی د اپرېل د نهه ویشتمې په رپوټ کې لیکي، چې د اورګون ځینو عسکرو ته د تېرو شپږو میاشتو تنخواوې نه وې ورکړل شوې او هغوی خپل مسوول منصبدار ته شکایت وکړ او ورته وې ویل، چې که شفتل رسېدلي وای، دوی به ګوزاره پر کړې وای؛ مګر اوس له لوږې مړه کېږي. که دوی ته تنخواوې ونه رسېږي، نو دوی مجبور دي چې عسکري پرېږدي او ګدايي وکړي. استازی وايي چې منصبدار یې هغوی ته په تونده لهجه وویل، چې تنخواوې یې نه دي را رسېدلې. په هغه شپه تقریباً دېرش تنه عسکر وتښتېدل او وسلې یې پرېښودلې. د یوه ملک عسکر دې د میاشتي پنځوس- شپېته روپۍ وانه خلي. شپږ میاشتې دې بې تنخوا ګوزاره وکړي او شهزاده دې د میاشتي لس زره تنخوا واخلي.
د انګرېزانو استازی د اګسټ په نولسمه رپوټ ورکوي، چې د دې میاشتې په یوولسمه څوارلس تنه غله د غلا په وخت کې ونیول شول. وروسته معلومه شوه چې څلور تنه یې د اردلي کنډک سپاهیان، درې تنه یې د کوټوالۍ عسکر، درې تنه یې د امیر حبیب الله خان فراشان، درې تنه د سردار نصرالله خان فراشان او یو تن د علیاحضرتې ملکې کهار و.
سړی نه پوهېږي چې دغو عسکرو او پولیسو به چې په هغو کې د امیر او سردار فراشان هم شامل دي، ولې غلا ته مخه کړې وي. که دوی ته هم د اورګون د عسکرو په څېر تنخواوې نه وي رسېدلې او هغوی د لوږې او تنګدستۍ له امله غلاوو ته مخه کړې وي، نو بیا خو د امیر حبیب الله او د هغه د حکومت لپاره، دا په سل ځله د مرګ خبره ده.
عدالت او امنیت:
په مطلقه سلطنت کې عدالت او قانونیت خپل مفهوم ځکه له لاسه ورکوي، چې پاچاهان هغه څه ته عدالت وايي، چې دوی یې عدالت بولي. پاچاهان هغه څه کوي چې دوی یې ښه بولي، نه هغه څه چې ولسونه یا کتابونه ښه ورته وايي. د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د جنوري د نهه ویشتمې د رپوټ په ترڅ کې لیکي: «یو سړی دی چې غلام حسین نومېږي او په شوربازار کې ژوند کوي. ده د محمدحسین او نورحسین په نوم دوه زامن درلودل. دوه کاله مخکې کوټوال، محمدحسین، د برېټانیې د نمایندهګۍ له یوه سړي سره د خبرو په تور په پټه وواژه. نورحسین هم تېره اونۍ د خپل بدمرغه ورور په څېر ووژل شو. غلام حسین د خپلو دوو زامنو د قتلېدلو یا ورکېدلو په باب سردار عنایت الله خان ته عریضه وکړه او هغه هم عریضه د امیر حضور ته وړاندې کړه. امیر وویل چې هېڅوک باید په ګومان ونه وژل شي. که د چا په برخه کې کره شواهد پیدا شي، هغه باید چې ووژل شي. کوټوال وویل چې هغه ته هره ورځ رپوټونه رسېږي، چې د برېټانیې د نمایندهګۍ سړي په بازار کې له خلکو سره خبرې کوي. سردار عنایت الله خان وویل چې د برېټانیې استازی هر وخت په سیل او چکر وځي او له خلکو سره ګوري؛ ځکه یې نو ملګري او شناخته پیدا کړي دي.
سردار عنایت الله له کوټوال څخه پوښتنه وکړه، چې غلام حسین څرنګه په دې خبر شو، چې زامن یې کوټوال له منځه وړي دي. کوټوال تحقیقات وکړل او دا یې معلومه کړه، چې دغه معلومات د کوټوالۍ یوه عسکر فاش کړي دي. عسکر په جزايي توګه قلات ته تبدیل شو او امیر کوټوال ته امر وکړ، چې دا قضیه پټه کړي.
زه شخصاً نه غلام حسین او نه د هغه زامن پېژنم او دا ویلای شم، چې د برېټانیې د نمایندهګۍ هېڅ سړي د هغه له زامنو سره تماس نه دی نیولی. غلام حسین ښايي له کوم شته من سړي سره دښمني درلوده او هغه د کوټوالۍ په وسیله تباهي ورباندې راوستلې وي».